• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیویارک ښاروال: محرم د عدالت، خواخوږۍ او اخلاقي زړورتیا د ارزښتونو د یادونې میاشت ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني، د محرم میاشتې په مناسبت ویلي چې دا میاشت مسلمانانو ته د عدالت، خواخوږۍ او اخلاقي زړورتیا هغه ارزښتونه ور په یادوي چې د خلکو او ټولنو د ژوند لارښوونه کوي.

زهران ممداني په خپل ایکس‌پاڼه کې د محرم په مناسبت پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې په نیویارک ښار او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمانان د نوي هجري کال هرکلی کوي.

هغه په خپل پیغام کې ویلي: «محرم موږ دې ته رابولي چې د عدالت، خواخوږۍ او اخلاقي زړورتیا هغو ارزښتونو ته فکر وکړو چې زموږ په ژوند او ټولنو کې لارښود رول لري.»

د نیویارک ښاروال زیاته کړې چې د نوي کال په پیل سره باید خلک له یو بل سره د خپلو ژمنو د پیاوړتیا او د داسې ښار د جوړولو لپاره خپلې هڅې تازه کړي چې هر اوسېدونکی پکې له عزت، درناوي او فرصتونو څخه برخمن وي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

په فرانسه کې د مانش کانال د کډوالو د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ کسان محاکمه کېږي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۳ GMT+۱
په فرانسه کې د مانش کانال د کډوالو د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ کسان محاکمه کېږي
100%

د فرانسې قضايي چارواکو اعلان کړی چې ۱۴ کسان، چې ډېری یې د افغانستان او عراق وګړي دي، د مانش کانال په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو او د لږ تر لږه ۲۷ کسانو د مړینې په تړاو محاکمه کېږي.

د فرانسې څارنوالانو د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې یاد کسان د «بشري قاچاق، غیرعمدي وژنې او په یوې منظمې جرمي شبکې کې د ګډون» په تور تر عدلي تعقیب لاندې دي.

دا دوسیه د ۲۰۲۱کال د نومبر میاشتې هغې خونړۍ پېښې ته ورګرځي چې پکې یوه ربړي کښتۍ د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د تګ پر مهال ډوبه شوه.

د فرانسې د منظمو جرمونو د څارنوالۍ دفتر ویلي چې تورن کسان د دې شبکې په بېلابېلو برخو کې ښکېل وو؛ له کډوالو د لېږد او موټر چلولو نیولې تر دې چې د سفرونو د تنظیم او همغږۍ چارې یې ترسره کولې.

د راپورونو له مخې، د دې پېښې ډېری قربانیان عراقي کرد کډوال وو او اټکل کېږي چې څلور نور کسان لا هم ورک دي.

دا پېښه د مانش کانال له لارې د کډوالو د تګ راتګ په تاریخ کې تر ټولو مرګونې ثبت شوې پېښه بلل کېږي. هر کال زرګونه کډوال بریتانیا ته د رسېدو په موخه له همدې لارې د تېرېدو هڅه کوي.

د معلوماتو له مخې، ډېرو تورنو د دوی پر ضد لګېدلي تورونه رد کړي دي. یو شمېر عراقي کرد تورنو ویلي چې هغوی خپله هم کډوال وو او د بشري قاچاق په فعالیتونو کې یې ونډه نه لرله.

تر اوسه د محاکمې د پیل کره نېټه نه ده اعلان شوې.

د یادولو وړ ده چې فرانسه لا هم د هغو کډوالو لپاره یو له مهمو لارو څخه ده چې غواړي بریتانیا ته ځان ورسوي. د پاریس او لندن له ګډو امنیتي تدابیرو سره سره، یوازې تېر کال شاوخوا ۴۱ زره کسان د مانش کانال له لارې بریتانیا ته اوښتي دي.

د سویلي کوریا د ولسمشر غوښتنه: ټرمپ باید له شمالي کوریا سره د سولې هڅې رهبري کړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۱
د سویلي کوریا د ولسمشر غوښتنه: ټرمپ باید له شمالي کوریا سره د سولې هڅې رهبري کړي
100%

د سویلي کوریا ولسمشر لي جې میونګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې له شمالي کوریا سره د شته تاوتریخوالي د سوله ییز حل لپاره د ډیپلوماسۍ رهبري پر غاړه واخلي.

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې دواړو مشرانو د سې شنبې په ورځ د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو یا «جي۷» د سرمشریزې په څنډه کې د ګروپي عکس اخیستلو پر مهال لنډې خبرې اترې وکړې.

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاندې کانګ یو-جونګ وویل چې په دې لیدنه کې ډونالډ ټرمپ له لي جې میونګ څخه د شمالي کوریا سره د اړیکو د اوسني حالت په اړه وپوښتل. د سویلي کوریا ولسمشر له ټرمپ څخه وغوښتل چې د شمالي کوریا د مسلې د سوله ییز حل لپاره خپلې هڅې داسې رهبري کړي، لکه څنګه چې یې په منځني ختیځ کې د جګړې د هواري لپاره کړې وې.

د ویاندې په وینا، ټرمپ په ځواب کې وویل چې د شمالي کوریا د مسلې د حل لپاره به کار وکړي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې په جریان کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره درې ځله لیدلي وو. په دې لیدنو کې په ۲۰۱۸ کال کې په سینګاپور کې تاریخي سرمشریزه، په ۲۰۱۹ کال کې په هانوي کې دویمه سرمشریزه او په هماغه کال کې د دواړو کوریاګانو ترمنځ په بې‌وسلې شوې سیمه کې لیدنه شامله وه، چېرته چې ټرمپ د امریکا لومړی برحال ولسمشر شو چې د شمالي کوریا خاورې ته یې ګام کېښود.

دغه ډیپلوماسي وروسته له هغې له ماتې سره مخ شوه چې د هانوي سرمشریزه د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د بندولو او د امریکا په مشرۍ د بندیزونو د کمولو په اړه یوې موافقې ته ونه ورسېده. خو ټرمپ په وار وار له کیم جونګ اون سره د مستقیمې ډیپلوماسۍ د بیا پیلولو لیوالتیا ښودلې او تېره اونۍ یې په ټروت سوشل شبکه کې له نوموړي سره خپل یو زوړ او بې سرلیکه عکس هم خپور کړی و.

امریکايي څارنوالان د افغان بریدګر رحمان‌الله لکڼوال لپاره د اعدام غوښتنه کوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
امریکايي څارنوالان د افغان بریدګر رحمان‌الله لکڼوال لپاره د اعدام غوښتنه کوي
100%

د امریکا متحده ایالاتو څارنوالانو د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د رحمان‌الله لکڼوال په نوم د افغانستان د ۲۹ کلن وګړي لپاره به د اعدام سزا وغواړي. نوموړی د امریکا د ملي ګارد د یوه غړي د وژلو او د بل سرتېري د سخت ټپي کولو په تور تورن دی.

لکڼوال د سې‌شنبې په ورځ د واشنګټن فدرالي محکمې ته حاضر شو او له نویو تورونو سره مخ شو. که پر نوموړي دا تورونه ثابت شي، نو د اعدام د سزا مستحق کېدای شي.

هغه د ځان پر ضد ټول لګول شوي تورونه رد کړي او په محکمه کې یې ځان بې‌ګناه بللی دی.

نیویارک پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې نوموړی د زندان په نارنجي جامو کې، په داسې حال کې چې پر ویلچر ناست و، محکمې ته حاضر شو. د دغې رسنۍ د راپور له مخې، هغه د محکمې د غونډې پر مهال څو ځله په چټکۍ سترګې رپولې، له ځان سره یې ورو ورو خبرې کولې او کله ناکله به یې په وارخطا حالت کې شاوخوا ته کتل.

څارنوالان وايي چې لکڼوال د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۶مه نېټه د لوېدیځې ویرجینیا ایالت د ملي ګارډ ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بکسټروم ووژله او د امریکا د هوايي ځواک او د لوېدیځې ویرجینیا د ملي ګارد غړی اندرو وولف یې سخت ټپي کړ.

د نوې دعوې له مخې، نوموړی له ۱۷ تورونو سره مخ دی چې په کې د ملي ګارد د یوه غړي قصدي او له مخکې پلان شوې وسله‌واله وژنه، د درېیو نورو کسانو د وژلو هڅه، د وژنې په نیت برید، د جرم د ترسره کولو لپاره له یوه ایالت څخه بل ایالت ته د وسلې لېږد او د تاوتریخوالي جرم پر مهال د اوروژونکې وسلې کارول شامل دي.

لکڼوال چې د افغانستان پخوانی کومانډو بلل کېږي، که د وژنې په تور محکوم شي، د اعدام له سزا سره مخ کېدای شي.

د امریکايي چارواکو په وینا، نوموړی له برید وروسته د ملي ګارد د دوو نورو غړو له خوا، چې په سیمه کې موجود وو، ودرول شو. دغو دوو سرتېرو پر هغه ډزې وکړې او د چاقو ګوزارونه یې هم پرې وکړل، چې له امله یې برید پای ته ورسېد.

څارنوالان همداراز ادعا کوي چې لکنوال د ۳۵۷ مګنوم ډوله غلا شوې تومانچې په لرلو سره له واشنګټن ایالت، چې د هغه د استوګنې ځای و، تر واشنګټن ډي‌سي پورې سفر کړی و څو دغه برید ترسره کړي.

پر نوموړي مخکې هم د وژنې، برید او وسلو پورې اړوند جرمونو تورونه لګېدلي وو، خو په هغو تورونو کې د اعدام سزا نه وه شامله. څارنوالانو ویلي وو چې هڅه کوي داسې نور تورونه هم ور زیات کړي چې د اعدام د غوښتنې قانوني زمینه برابره کړي.

اندرو وولف، چې په دغه برید کې سخت ټپي شوی و، وروسته روغ شو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس کلنۍ وینا ته هم ورغلی و.

سارا بکسټروم د پېښې په ورځ په خپله خوښه د هغو همکارانو پر ځای دنده ترسره کوله چې ماشومان یې لرل، څو هغوی وکولای شي رخصتي له خپلو کورنیو سره تېره کړي. نوموړې د برید له پېښې یوه ورځ وروسته، د شکرانې ورځې سره هم‌مهاله، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه؛ د سولې او عدالت ملي حرکت یې د سیمې د ثبات لپاره ګټوره بولي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱
د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه؛ د سولې او عدالت ملي حرکت یې د سیمې د ثبات لپاره ګټوره بولي
100%

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند تمدید او د سوداګریزو لارو د پرانیستلو د پرېکړې هرکلی کړی او دا پرمختګ یې په سیمه او نړۍ کې د کړکېچ د کمولو، د امنیت د ټینګښت او د ثبات د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.

په همدې تړاو اعلامیه کې راغلي چې دغه حرکت د جګړې او زور زیاتي پر ځای د سیاسي ارادې له لارې د ستونزو پر سوله ییز حل ټینګار کوي او دا مثبت بدلون یې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو، د دغه هېواد مسلمان ملت او د سیمې نورو هېوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، کویت، بحرین، عمان او اردن ته مبارکي ویلې ده.

یاد حرکت هیله ښودلې چې دواړه لوري به خپلو ژمنو ته پوره ژمن پاتې شي او له داسې اقداماتو به ډډه وکړي چې د باور جوړونې فضا خرابوي.

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت همدا راز هیله څرګنده کړې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د تاوتریخوالي په کمېدو سره به د ګاونډیو هېوادونو، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو پام د افغانستان بشري ناورین او د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو سختو شرایطو ته واوړي.

دغه حرکت ټینګار کړی چې له افغان ولس څخه اغېزناک ملاتړ باید د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو په رڼا کې له ډیپلوماټیکو لارو وشي، نه د نظامي لاسوهنې یا نیابتي جګړو له لارې.

یاد حرکت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د افغانستان په اړه د نوي پرېکړه لیک د تصویب او په دغه هېواد کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی او دا یې د افغانانو د ملاتړ لپاره یو مثبت ګام بللی دی. په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات د یوه داسې مشروع، قانون‌منده او ټولګډونه نظام په جوړېدو پورې تړلي دي چې د خلکو پر اراده ولاړ وي او د ټولو وګړو اساسي حقونه او ازادۍ تضمین کړي.

ریچارډ لینډسي: یوناما په افغانستان کې د بشري مرستو په همغږۍ کې مهم رول لري

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱
ریچارډ لینډسي: یوناما په افغانستان کې د بشري مرستو په همغږۍ کې مهم رول لري
100%

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د یو کال لپاره د غځولو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې یوناما په افغانستان کې د بشري مرستو په همغږۍ کې مهم رول لري.

لینډسي د سې‌شنبې په ورځ (۲۶ غبرګولی) په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې یوناما د ملي او نړیوالو شریکانو ترڅنګ په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو او د نړیوالو هڅو د همغږۍ په برخه کې مهم رول لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د یوناما فعالیتونه د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د نړیوالې ټولنې د همکاریو د تنظیم لپاره ارزښتناک دي.

د بریتانیا د ځانګړي استازي دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

امنیت شورا په خپل پرېکړه‌لیک کې د بشري مرستو پر دوام، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو پر ملاتړ او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په دغه پرېکړه‌لیک کې همداراز د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي چې د یوناما د ماموریت یوه ستراتیژیکه ارزونه ترسره کړي او د هغې راپور د راتلونکي کال د مارچ میاشتې تر پایه امنیت شورا ته وړاندې کړي.

یوناما له کلونو راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي او بشري فعالیتونو د همغږۍ اصلي اداره ده او د بشري مرستو، بشري حقونو او سیاسي تعاملاتو په برخو کې فعالیت کوي.