طالب وزیر خالد حنفي له علماو، طالبانو، د پوهنتون، ښوونځي او مدرسو له ښوونکو او هېوادوالو غوښتنه کړې، چې د «اسلامي نظام» د تطبیق لپاره سره یو موټي شي. نوموړي ټینګار کړی، چې دوښمن ته په خپلو منځونو کې د نفاق جوړولو وخت ور نه کړي.
هغه زیاته کړې: «دوښمن ته داموقع مه ورکوئ، چې زموږ او ستاسو او هېوادوالو په منځ کې د قوم، سمت او نورو نومونو درز پيدا کړي».
حنفي ویلي، چې واک، چوکۍ او قدرت له هیچا سره تلپاتي نه وي. هغه وویل: «د نورمحمد ترکي نه تر نجیب او بیا تر اشرف غني پوري منسب د هیچا سره وفا ونه کړ».
د نوموړي په خبره، چې تېر حکومتونه د روسیې، امریکا او نړۍ د ملاتړ ترڅنګ بیا هم په افغانستان کې ناکام او ماتې خوړلې. «که نړیوال یادوو خلقیانو او پرچمیانو سره روسیه او کمونیسټان ولاړو و او که د شل کلن دور یاد کوو ټوله نړۍ ورسره ولاړه وه ډېمکراټیانو او جمهورتیانو سره، دغه شل کلن د جمهوریت په نوم باندی زموږ او ستاسو پر هېوادوالو تپل شوي فاسد نظام وو د هغوی سره ملاتړ د نړۍ وو ولي ستا په لاس هغه نابود شو، ځکه چې د هغوی سره د اسلام نظریه او مفکوره نه وه».
خالد حنفي د طالبانو یو له هغو واکمنو چارواکو ګڼل کیږي، چې په دوامداره توګه د «اسلامي نظام، شرعي حاکمیت او ایډیالوژیکو ارزښتونو» په اړه څرګندونې کوي.
حنفي په خپلو وروستیو خبرو کې د افغانستان د تېرو نظامونو، په ځانګړي ډول د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام، په اړه نیوکې کړې دي. نوموړی استدلال کوي چې د جمهوري نظام د سقوط اساسي لامل د اسلامي نظریې او مفکورې نشتوالی و، نه د پوځي یا مالي امکاناتو کمښت.
طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې ټینګار کوي چې د دوی بریا د پوځي ځواک تر څنګ د «اسلامي عقیدې او مفکورې» پایله وه.
د طالبانو په رسمي روایت کې ویل کېږي چې د امریکا او ناټو تر ملاتړ لاندې جمهوري نظام د فساد، داخلي اختلافاتو او د اسلامي ارزښتونو د نه پلي کېدو له امله سقوط وکړ.