• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني د محرم او عاشورا د مراسمو د امنیت ټینګښت په اړه ناسته کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې د سراج الدین حقاني په مشرۍ د عاشورا مراسمو د امنیت ټینګولو په اړه ناسته شوې. د طالبانو د کورنیو وزیر په دې ناسته کې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت پر خوندي کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۷مه وویل، چې د سراج الدین حقاني په مشرۍ د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه شوې ده.

نوموړي ویلي، په یاده غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسوولینو ګډون کړی و او د امنیتی موضوعاتو ترڅنګ پر ګڼو نورو موضوعاتو هم غږېدلي دي.

قانع زیاته کړې، چې سراج الدین حقاني د یادې ناستې پرمهال د محرم الحرام میاشتې په بهیر کې د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره د لازمو امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.

حقاني ویلي:« د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د لا ټینګښت لپاره باید جدي هڅې وشي او د هېواد په کچه ټول امنیتي ځواکونه باید د ولس د ریښتني چوپړ له لارې د خلکو د باور د لا پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په ناسته کې له جرمونو سره د مبارزې ریاست لپاره د تخنیکي وسایلو پر چمتو کولو او همدارنګه د یاد ریاست د مسلکي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو هم ټینګار شوی دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

فرانسه د افغان او کرد وګړو یوه ۱۴ کسیزه ډله د انساني قاچاق په تور محاکمه کوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
فرانسه د افغان او کرد وګړو یوه ۱۴ کسیزه ډله د انساني قاچاق په تور محاکمه کوي
100%

د فرانسې د جرمونو ضد څارنوالۍ ویلي چې د مانش کانال سیمه کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو په قضیه کې ۱۴ تورن کسان، چې افغانان هم پکې شامل دي، محاکمه کوي. پېښه د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې شوې وه، چې په پایله کې یې ۳۱ کډوال د فرانسې او بریتانیا ترمنځ اوبو کې مړه شول.

د فرانسې عدلي چارواکو ویلي پر دغو کسانو د غیرعمدي وژنې، غیرعمدي ټپي کولو، په منظمه توګه د غیرقانوني کډوالۍ د اسانتیا برابرولو او په جرمي شبکو کې د ګډون تورونه لګېدلي دي.

د فرانسې خبري اژانس خبر ور کړی، چې ډېری تورن کسان د افغانستان او عراق اوسېدونکي دي او داسې شک کېږي چې د انساني قاچاق له شبکو سره یې همغږي لرله.

په ورته وخت کې د دې قضیې په جلا برخه کې د فرانسوي سمندري ځواکونو د ځینو غړو په اړه هم څېړنې روانې دي. هغوی له خطره سره د مخ کسانو په ژغورنه کې د پاتې راتلو له امله تر پلټنو لاندې دي.

د څېړنو له مخې، یاد پیښه د شپې داسې مهال شوې چې د تګ لپاره یوه نامناسبه، له اندازې ډېره ډکه او د ژغورنې له وسایلو بې‌برخې کښتۍ د فرانسې او بریتانیا ترمنځ اوبو کې وخوځېده.

ددې پېښې په قربانیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل وو او یوازې دوه کسان ژغورل شوي وو.

چارواکي وايي، دا پېښه د انساني قاچاق د شبکو د فعالیتونو او د ناقانونه کډوالۍ د هڅو پایله وه.

په ترمذ کې دوه افغانان د نږدې ۲ کیلوګرامه تاریاکو د پلور پر مهال نیول شوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱
په ترمذ کې دوه افغانان د نږدې ۲ کیلوګرامه تاریاکو د پلور پر مهال نیول شوي
100%

ازبکستاني چارواکو ویلي چې د یاد هېواد د امنیتې ادارو په ګډو عملیاتو کې په ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې دوه افغان وګړي د ۱،۸ کیلوګرامه تاریاکو د پلورلو د هڅې پر مهال نیول شوي دي. نیول شویو کسانو غوښتل چې یو کیلو او ۷۶ ګرامه تاریاک د پنځو زرو امریکایي ډالرو په بدل کې وپلوري.

چارواکي وایي، نیول شوي کسان ۲۴ او ۷۰ کلن افغان وګړي دي.

د پلټنو پر مهال څرګنده شوې چې دغو کسانو نشه‌یي توکي د خپل بدن دننه پټ کړي وو.

ازبکستاني چارواکو ویلي چې د یادې پېښې په تړاو د نشه‌یي توکو د قاچاق او قاچاقبرۍ دوسیه ثبت شوې او دواړه کسان په توقیف کې ساتل کېږي.

د ازبکستان د امنیتي ادارو په وینا، د قضیې په اړه نورې څېړنې روانې دي.

فطرت: د افغانستان په اړه ارزونې دې د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
فطرت: د افغانستان په اړه ارزونې دې د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي
100%

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکاریو او ګډو نظرونو هرکلی کوي او ټینګار یې کړی چې د هېواد په اړه ارزونې باید د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.

نوموړي افغانستان د سیمې د ثبات، نښلېدنې او اقتصادي همکاریو مهم محور بللی دی.

فطرت زیاته کړې چې هیله لري ټول هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ مخته یوسي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه هر ډول ارزونې باید د اوسني وضعیت او موجوده واقعیتونو په رڼا کې وشي.

دد طالب چارواکې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په هرات ولایت کې پر ښځو د محدودیتونو په اړه د طالبانو وروستیو پرېکړو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او نړیوالو فعالانو د طالبانو دغه اقدامات د ښځو د حقونو د محدودولو په توګه نقد کړي او د زیاتېدونکو بندیزونو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

د شبرغان ـ الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي غځولو پروژه تر ۴ میاشتو بشپړیږي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱
د شبرغان ـ الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي غځولو پروژه تر ۴ میاشتو بشپړیږي
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره کتلي او د شبرغان ـ الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ مزي د غځولو او د غور ولایت د تولک د سرب او جستو کان د پروژو په اړه ورسره غږېدلی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د چارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۷مه د یاد شرکت له قوله وویل، چې د شبرغان ـ الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین غځولو او د الوان دښتې د سبسټیشن د پراختیا چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

طالبانو همدارنګه ویلي چې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب و جستو کان د دویم بلاک اکتشافي چارو کې هم پرمختګ شوی او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د تولک د سرب او جستو کان د اکتشاف ترڅنګ د سل سلنه پروسس لپاره د فابریکې او د اړتیا وړ پرېښنا برابرولو چارو پیل باندې ټینګار کړی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د افغان پناه‌غوښتونکو پر اخراج نیوکې رد کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱
د جرمني د کورنیو چارو وزیر د افغان پناه‌غوښتونکو پر اخراج نیوکې رد کړې
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیرالکساندر ډوبرینډټ افغانستان ته د افغانانو پر اخراج نیوکې رد کړې او وايي، چې دغه کسان د جدي جرمونو له امله محکوم شوي وو. هغه ویلي، مجرمان په جرمني کې نه شي پاتې کېدای.

هغه د هامبورګ په ښاروالۍ کې د مسیحي ډیموکرات ګوندد پارلماني ډلې یوې غونډې ته وویل، دا هغه کسان وو چې درنې جنایي سرغړونې یې کړې وې او له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ولېږدول شول.

ډوبرینډټ وویل: «څوک چې دلته درانه جرمونه وکړي، نور حق نه لري چې زموږ ټولنې ته بېرته راستانه شي».

د سې شنبې په شپه، ۳۲ افغان وګړي د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګره د یوې چارټر الوتکې په وسیله افغانستان ته واستول شول.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې هغه مجرمین شامل وو چې د جنسي تېري، وژنې، پر ماشومانو د جنسي تېري، د مخدره موادو د قاچاق او وسله والې باج اخیستنې په جرمونو محکوم شوي وو.

دغه کسان له نوردراین وېسټفالن، شلېزویګ هولشتاین، باواریا، نیدرزاکسن او بادن وورتمبرګ ایالتونو څخه افغانستان ته استول شوي دي.

د کیڼ اړخي ګوند غړې کلارا بونګر پر دې پرېکړې نیوکه کړې او فدرالي او ایالتي حکومتونه یې تورن کړي چې د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې یې «په بشپړه توګه له پامه غورځولې دي».

خو ډوبرینډټ وویل، دا ډول ایستل د انسانیت له کمېدا سره تړاو نه لري. هغه زیاته کړه: «په تېرو کلونو کې د انسانیت کمی نه و، بلکې د نظم کمی و».

د هغه په وینا، د پخوانیو حکومتونو د کډوالۍ تګلارې د دې لامل شوې چې «هېواد په ځینو برخو کې له نظم څخه ووځي».

ډوبرینډټ ادعا وکړه چې د مسیحي اتحاد ګوندونو ایتلاف له یوه کال څخه په کمه موده کې وتوانېد چې د کډوالۍ بهیر بېرته منظم کړي.