فوربز مجله : ایران له امریکا سره تر هوکړې وروسته له روسیې ۲۰ چورلکې وپېرلې

فوربز مجلې راپور ورکړی، چې ایراني چارواکو له امریکا سره د هوکړې تر اعلان وروسته مسکو ته د سفر په لړ کې له روسیې سره د ۲۰ چورلکو د پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.

فوربز مجلې راپور ورکړی، چې ایراني چارواکو له امریکا سره د هوکړې تر اعلان وروسته مسکو ته د سفر په لړ کې له روسیې سره د ۲۰ چورلکو د پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.
دفوربز د راپور له مخې، د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند د چارشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې د چورلکو جوړونې شرکت له اجرایوي مشر سره دا تړون لاسلیک کړی.
د «وانا» خبري اژانس ویلي چې د لومړیو څلورو چورلکو د سپارلو بهیر به د ۲۰۲۷ کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړ شي.
فوربز زیاتوي چې دا چورلکې د سرې میاشتې د هوايي ملاتړ لپاره اخیستل کېږي.
دغه مجله همدارنګه لیکي چې دا تړون په داسې شرایطو کې لاسلیک شوی چې ایران هم مهاله له امریکا سره د هوکړې د عملي کېدو ترڅنګ له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو او د هوايي بیړۍ د یوې برخې د نوي کولو هڅې روانې ساتلې.
په ورته وخت کې د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم په روسیه کې له روسي چارواکو سره د بانکي، مالي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.