د سروبي اوسېدونکي: په سروبي کې دوه قبیلې د یوه زیارت د ملکیت پر سر په شخړه کې دي

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دینارخېلو او خواجهخېلو قومونو ترمنځ د شپولي بابا د زیارت پر سر پخوانۍ شخړه یو ځل بیا توده شوې او د سیمې خلک د احتمالي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري.
