په پکتیکا کې د فوټبال سیالۍ؛ د غزني ازادۍ کلب اتلولي وګټله

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې اعلان کړی، چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د څلورو ولایتونو د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالۍ د غزني د ازادۍ کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې پنځلس ورځې وړاندې په دغه ولایت کې پیل شوې وې، د پایلوبې په ترسره کېدو سره پای ته ورسېدې.
په دغې پایلوبه کې د غزني ازادۍ کلب لوبډلې خپلې سیالې د ارګون افغانان کلب لوبډلې ته د یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه خورا توده وه خو په پای کې د غزني لوبډله وتوانېده چې یوازینی ګول ووهي او بریا خپله کړي.
په دغو سیالیو کې له خوست، غزني، پکتیا او کوربه پکتیکا ولایتونو څخه اتو غوره لوبډلو ګډون کړی و. د دغو سیالیو د تنظیموونکو په وینا، دغه لوبې په ارګون ولسوالۍ کې د فوټبال د لوبې د ودې او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ په موخه تنظیم شوې وې.
د طالبانو د سپورټ ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دغه شان سیالیو د ترسره کولو موخه په بېلابېلو ولایتونو کې د ورزشکارانو هڅول او د هغوی د وړتیاوو لوړول دي. د دغو لوبو لیدو ته د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي او د فوټبال مینه وال هم ورغلي وو.
