د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې برېښنا او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې برېښنا او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، میدانوردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، نورستان، پنجشېر او پروان ولایتونو کې د نسبتا سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ مليمترو پورې اټکل شوې.دغه وزارت په مرکزي، سوېلختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو خبرداری هم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د باد سرعت به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

ځايي سرچینې وایي، طالبانو په پنجشېر ولایت کې خپل پوځي حضور پراخ کړی او امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي. د سرچینو په وینا، دې ډلې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې نوې امنیتي پوستې جوړې کړې او د شپې له خوا یې د تګ راتګ محدودیتونه هم لا پسې سخت کړي دي.
په وروستیو اوونیو کې په پنجشېر کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو دوه ویډیوګانې خپرې شوې دي. د زرغون بهیر، چې د امرالله صالح اړوند جریان بلل کېږي، د غبرګولي په څلورمه اعلان وکړ چې د پنجشېر د عبداللهخېل درې په سیمه کې یې د طالبانو د ځواکونو یو موټر په نښه کړی دی.
دغه خوځښت د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې یاد پوځي موټر د طالبانو ځواکونه د منجنستو کلي یوې اډې ته لېږدول.
په یوه بله ویډیو کې، چې ویل کېږي د طالبانو ضد یوه لوړپوړي قوماندان پورې اړه لري، یو شمېر وسلهوال کسان د لوی اختر پر مهال د پسونو د قربانۍ په حال کې لیدل کېږي. د دې ویډیو د ثبت ځای تر اوسه نه دی څرګند شوی.
سرچینې وایي، طالبانو د دغو ویډیوګانو له خپرېدو وروسته پرېکړه کړې چې په پنجشېر کې د خپلو امنیتي پوستو شمېر زیات کړي. د سرچینو په وینا، طالبانو خپل ځواکونه د ولایت په مهمو او ستراتیژیکو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.
سرچینې همداراز وایي چې طالبانو د پنجشېر په غرنیو لمنو کې د لټون او پلټنې عملیات بیا پیل کړي او په وروستیو ورځو کې یې څو ځله د تلاشیو عملیات ترسره کړي دي.
د سرچینو په خبره، طالبانو د پنجشېر اوسېدونکو ته خبر ورکړی چې د ماښام له شپږو بجو وروسته به د تګ راتګ محدودیت نافذ وي او هېڅوک به له خپلو کورونو څخه د وتلو اجازه ونه لري.
پنجشېر د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دغې ډلې پر ضد د وسلهوال مقاومت له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله دغه ولایت د طالبانو د پراخ پوځي حضور او سختو امنیتي فشارونو شاهد پاتې شوی دی.
په دې ولایت کې د مقاومت ملي جبهې د ځواکونو شتون طالبان دې ته اړ کړي چې ډېر شمېر ځواکونه ور واستوي، امنیتي پوستې جوړې کړي، کور په کور عملیات ترسره کړي، پراخې نیونې وکړي او د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګوي.
د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو راپورونه ښيي چې د پنجشېر اوسېدونکي په وروستیو کلونو کې څو ځله له خپلسرو نیونو، شکنجې، ناوړه چلند، د تګ راتګ له محدودیتونو او ډلهییزو سزاوو سره مخ شوي دي.
د افغانستان د ښځو د حقونو څار بنسټ پر افغان ښځو د طالباني محدودیتونو د زیاتېدو په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له لومړنیو اړتیاوو څخه د ښځو بې برخې کول د هغوی کرامت او خپلواکي تر پښو لاندې کوي.
دغه بنسټ پر نړیواله ټولنه او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کړی چې د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي په وړاندې چوپ پاتې نه شي.
یاد بنسټ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ښځو بې برخې کول د هغوی خپلواکي له منځه وړي او پر هغوی باندې یو جبري تړاو تپي. د ښځو د حقونو د څار دغه بنسټ ټینګار کړی چې د افغان ښځو غږ باید په نړیواله کچه واورېدل شي او له پامه ونه غورځول شي.
دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي په غبرګون کې خپل غږ پورته کړي او د هغوی د حقونو په دفاع کې اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د زده کړې، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې سخت بندیزونه لګول شوي دي. د ښځو د حقونو فعالان په دوامداره توګه له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پر طالبانو د فشار راوړلو له لارې دغه محدودیتونه پای ته ورسوي.
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار ولایت د کوکچې سیند په غاړه د سرو زرو د زرشویۍ په یوه کارځای کې د طالبانو د ځواکونو په ډزو یو کارګر وژل شوی او دوه نورو د نیولو پر مهال سیند ته د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه د دوشنبې په شپه (۲۵ غبرګولی) د کوکچې سیند پر غاړه د دوسدي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د خواجهغار ولسوالۍ د طالبانو امنیه قوماندان له خپلو یو شمېر ځواکونو سره د سرو زرو د استخراج یوه کارځای ته ورغلی و، څو فعالیتونه یې ودروي او کارګران ونیسي.
سرچینې وایي، د عملیاتو پر مهال یو کارګر د تېښتې هڅه کوله چې د طالبانو د ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.
د معلوماتو له مخې، طالبانو څلور نور کارګران هم نیولي وو، خو کله چې یې د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول، دوه نیول شوي کسان د طالبانو د رنجر موټر له شا څخه ښکته شول او کوکچې سیند ته ولوېدل. سرچینې وایي، دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د سرچینو په خبره، قربانیان د تخار د خواجهغار او دشتقلعه ولسوالیو او همدارنګه د سمنګان ولایت اوسېدونکي وو.
سرچینو زیاته کړې چې یاد د زرشویۍ کارځای د خواجهغار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي ملکیت و او په قانوني ډول یې فعالیت کاوه.
په وروستیو اوونیو کې په تخار او بدخشان ولایتونو کې د سرو زرو استخراج او زرشویي په یوه جنجالي موضوع بدله شوې ده. زرشویي، چې د سیندونو له شګو او بسترونو څخه د سرو زرو دودیز استخراج ته ویل کېږي، د دغو سیمو د زرګونو کورنیو د عاید مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
ځايي سرچینې وایي طالبانو په دې وروستیو کې په تخار او بدخشان کې د زرشویۍ د یو شمېر محلي شرکتونو او کارځایونو فعالیتونه درولي دي.
د سرچینو په وینا، د دغو ولایتونو طالب والیانو د بېلابېلو دلایلو له مخې د سرو زرو د استخراج د ځايي شرکتونو فعالیتونه محدود کړي او یوازې هغو شرکتونو ته د کار اجازه ورکول کېږي چې له طالبانو سره تړاو لري.
په بدخشان کې هم طالبانو د شکي ولسوالۍ د قطقطي د سرو زرو په کان کې له خونړۍ نښتې وروسته د کانونو د کنټرول لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي. په هغې پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۵ د کان کارګران ټپیان شوي وو.
ځايي اوسېدونکي او د استخراج د شرکتونو مالکین وایي چې د طالبانو وروستیو پرېکړو د زرشویۍ او سرو زرو د استخراج چارې د سیمهییزو خلکو له واکه ایستلې دي. د دوی په وینا، د محلي کارځایونو تړل کېدو د زرګونو کارګرو او د هغوی د کورنیو ژوند له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد اندیشه د بشري حقونو د شورا په ۶۲مه کلنۍ ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د مشر احکام او فرمانونه باید د افغانستان د قوانینو یا د خلکو د لید لوري په توګه ونه ګڼل شي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د دغو یو اړخیزو پرېکړو ملاتړي نه دي.
ښاغلي اندیشه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د بشري حقونو عالي کمېشنر په خپل کلني پرانیستونکي راپور کې وویل چې «افغانستان د ماشومانو ودونه رسمي کړي دي.» د افغانستان دایمي استازي په غبرګون کې روښانه کړه چې د طالبانو د مشر فرمانونه د افغانستان د رسمي قوانینو او د خلکو د غوښتنو استازیتوب نه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک نه یوازې د دغو تګلارو او فرمانونو قرباني دي، بلکې په مېړانه یې پر وړاندې مقاومت او اعتراض کوي. هغه په هرات ولایت کې وروستي اعتراضونه د طالبانو د سختدریځو سیاستونو او فرمانونو پر وړاندې د ولسي مقاومت ښکاره او تازه بېلګه وبلله.
ښاغلي اندیشه همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان دایمي استازولي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له نظام، د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) سره دوامداره او رغنده همکارۍ ته ژمنه ده. هغه وویل چې دوی به د ټولو افغانانو د حقونو، کرامت او هوساینې د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د طالبانو لخوا پر ښځو د محدودیتونو د زیاتوالي او ځپلو لړۍ دوام لري او په دې وروستیو کې د امر بالمعروف محتسبانو دوه نجونې د خپل خوښې حجاب نه لرلو په تور ونیولې. بلخوا په هرات کې د طالبانو د هرات د امنیه قوماندانۍ امنیت امر نجیبالله علي په رسمي ډول اعلان کړی چې دغه ډله به په هرات کې د ښځو او نجونو نیولو ته دوام ورکړي.
د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې د رهبرۍ شورا غړي مولوي حبیب الله حسام ویلي، چې دغه جبهه د خپلو مبارزو لپاره د هېڅ ډلې، جریان یا هېواد اجازې ته نه تم کېږي. هغه دغه مقاومت یو شرعي، عقلي او ولسي اړتیا او د جهاد او ولسي پاڅون طبیعي دوام بللی دی.
ښاغلي حسام په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې د ټولو پرتو خنډونو او ستونزو سره سره، مقاومت خپله فریضه او رسالت د ملت په یووالي، همغږۍ او ګډې همکارۍ سره پر مخ وړي. هغه زیاته کړې چې د خلکو مصالح او ګټې تر هر بل مصلحت پورته او لومړیتوب لري.
د مقاومت جبهې دغه جګپوړي غړي له هېوادوالو غوښتي چې د بېبنسټه اوازو، تبلیغاتو او رواني جګړو په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه کړي. د هغه په وینا، د مقاومت جبهې په پوره مسوولیت او تدبیر سره خپلې دندې ترسره کړې دي او خپله تګلاره تعقیبوي.
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د دغه ډلې یو شمېر غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ایران حکومت دغه ډله پر طالبانو له بریدونو منعه کړې ده. د دغه جبهې د غړو په خبره چې ایران ورته په ښکاره ټکو ویلي «پر طالبانو ډز په ایران ډز دی».