د کُرمې پوليسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تاييد کړه، چې د يکشنبې او دوشنبې پر منځنۍ شپه کې د کرمې مرغان تاڼې په ټنډوري سيمه کې پر يوه کور دغه ډرون برید شوی، څلور کسان پکې وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي وو.
د پوليسو دفتر وويل، په پېښه کې په وژل شويو کسانو کې دوه کم عمره ماشومانې، يو هلک او يوه ښځه شامل دي.
په پېښه کې ټپيان شوي کسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي او د خيبرپښتونخوا ايالت اعلی وزیر سهېل اپريدی یې پوښتنې له ورغلی دی. اپریدي په یوه بيان کې «په کور د باردوي ګولې غورځېدو پېښې ته غمجنه وويل او په کلکه یې غندنه وکړه».
هغه په پېښه کې د اغېزمنو کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او زیاته کړې یې ده حکومت د دغو کورنيو سره په دې سخت وخت کې ولاړ دی او احتمالي مرستې به یې يقيني کړل شي.
په کُورمه کې دا تازه بريد په داسې حال کې شوی، چېد خیبر پښتونخوا پوليسو ويلي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې وسله والو ډلو په دغه ايالت کې پر پاکستاني ځواکونو ۱۸۲ ډرون بریدونه کړي، چې یوازې ۱۰۰ بریدونه پکې په تېرو پنځو میاشتو کې شوي دي.
د پولیسو د ادارې په وینا، په ۲۰۲۶ کې تر اوسه پورې د پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۰۰ ډرون بریدونه شوي چې د پولیسو ګزمې او سټیشنونه پکې په نښه شوي دي. او زیات بريدونه په شمالي وزيرستان او بنو ولسواليو کې شوي دي.
پوليس چارواکو ويلي، زيات ډرون بريدونه ناکامه کړل شوي هم دي.
د يکشنبې په ورځ هم په کورمه کې د وسله والو او پوليسو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او يوې ښځې د پېښې په ترڅ کې د زړه د دورې له امله ساه ورکړې وه، د پوليسو له مخې په نښته کې د پوليسو ۱۷ سرتيري او ۱۷ ملکي وګړي هم ټپيان شوي وو.
په کرمه کې پرله پسې دوه ورځې پر پوليسو د بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو تحريک منلې ده.