ازبکستان له افغانستان نه د نږدې ۴۰ کیلو ګرامه نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی

د ازبکستان امنیتي ادارې وايي، چې له افغانستان څخه یې دغه هېواد ته د یوې سترې اندازې نشهيي توکو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده. ددغو ادارو په وینا، په سرخاندریا ولایت کې څه باندې ۳۷،۶ کیلوګرامه نشهيي توکي نیول شوي دي.
