• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: په تخار کې د طالبانو په ډزو یو زرشوی کارګر وژل شوی او دوه نور سیند ته لوېدلي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار ولایت د کوکچې سیند په غاړه د سرو زرو د زرشویۍ په یوه کارځای کې د طالبانو د ځواکونو په ډزو یو کارګر وژل شوی او دوه نورو د نیولو پر مهال سیند ته د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، دغه پېښه د دوشنبې په شپه (۲۵ غبرګولی) د کوکچې سیند پر غاړه د دوسدي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د خواجه‌غار ولسوالۍ د طالبانو امنیه قوماندان له خپلو یو شمېر ځواکونو سره د سرو زرو د استخراج یوه کارځای ته ورغلی و، څو فعالیتونه یې ودروي او کارګران ونیسي.

سرچینې وایي، د عملیاتو پر مهال یو کارګر د تېښتې هڅه کوله چې د طالبانو د ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

د معلوماتو له مخې، طالبانو څلور نور کارګران هم نیولي وو، خو کله چې یې د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول، دوه نیول شوي کسان د طالبانو د رنجر موټر له شا څخه ښکته شول او کوکچې سیند ته ولوېدل. سرچینې وایي، دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سرچینو په خبره، قربانیان د تخار د خواجه‌غار او دشت‌قلعه ولسوالیو او همدارنګه د سمنګان ولایت اوسېدونکي وو.

سرچینو زیاته کړې چې یاد د زرشویۍ کارځای د خواجه‌غار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي ملکیت و او په قانوني ډول یې فعالیت کاوه.

په وروستیو اوونیو کې په تخار او بدخشان ولایتونو کې د سرو زرو استخراج او زرشویي په یوه جنجالي موضوع بدله شوې ده. زرشویي، چې د سیندونو له شګو او بسترونو څخه د سرو زرو دودیز استخراج ته ویل کېږي، د دغو سیمو د زرګونو کورنیو د عاید مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

ځايي سرچینې وایي طالبانو په دې وروستیو کې په تخار او بدخشان کې د زرشویۍ د یو شمېر محلي شرکتونو او کارځایونو فعالیتونه درولي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو ولایتونو طالب والیانو د بېلابېلو دلایلو له مخې د سرو زرو د استخراج د ځايي شرکتونو فعالیتونه محدود کړي او یوازې هغو شرکتونو ته د کار اجازه ورکول کېږي چې له طالبانو سره تړاو لري.

په بدخشان کې هم طالبانو د شکي ولسوالۍ د قطقطي د سرو زرو په کان کې له خونړۍ نښتې وروسته د کانونو د کنټرول لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي. په هغې پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۵ د کان کارګران ټپیان شوي وو.

ځايي اوسېدونکي او د استخراج د شرکتونو مالکین وایي چې د طالبانو وروستیو پرېکړو د زرشویۍ او سرو زرو د استخراج چارې د سیمه‌ییزو خلکو له واکه ایستلې دي. د دوی په وینا، د محلي کارځایونو تړل کېدو د زرګونو کارګرو او د هغوی د کورنیو ژوند له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

نصیراحمد اندیشه: د طالبانو احکام د افغانستان قوانین نه دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
نصیراحمد اندیشه: د طالبانو احکام د افغانستان قوانین نه دي
100%

په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد اندیشه د بشري حقونو د شورا په ۶۲مه کلنۍ ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د مشر احکام او فرمانونه باید د افغانستان د قوانینو یا د خلکو د لید لوري په توګه ونه ګڼل شي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د دغو یو اړخیزو پرېکړو ملاتړي نه دي.

ښاغلي اندیشه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د بشري حقونو عالي کمېشنر په خپل کلني پرانیستونکي راپور کې وویل چې «افغانستان د ماشومانو ودونه رسمي کړي دي.» د افغانستان دایمي استازي په غبرګون کې روښانه کړه چې د طالبانو د مشر فرمانونه د افغانستان د رسمي قوانینو او د خلکو د غوښتنو استازیتوب نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک نه یوازې د دغو تګلارو او فرمانونو قرباني دي، بلکې په مېړانه یې پر وړاندې مقاومت او اعتراض کوي. هغه په هرات ولایت کې وروستي اعتراضونه د طالبانو د سختدریځو سیاستونو او فرمانونو پر وړاندې د ولسي مقاومت ښکاره او تازه بېلګه وبلله.

ښاغلي اندیشه همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان دایمي استازولي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له نظام، د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) سره دوامداره او رغنده همکارۍ ته ژمنه ده. هغه وویل چې دوی به د ټولو افغانانو د حقونو، کرامت او هوساینې د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د طالبانو لخوا پر ښځو د محدودیتونو د زیاتوالي او ځپلو لړۍ دوام لري او په دې وروستیو کې د امر بالمعروف محتسبانو دوه نجونې د خپل خوښې حجاب نه لرلو په تور ونیولې. بلخوا په هرات کې د‌ طالبانو د هرات د امنیه قوماندانۍ امنیت امر نجیب‌الله علي په رسمي ډول اعلان کړی چې دغه ډله به په هرات کې د ښځو او نجونو نیولو ته دوام ورکړي.

حبیب الله حسام: د طالبانو خلاف د مقاومت دوام لپاره د هیچا اجازې ته اړتیا نه لرو

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۴ GMT+۱
حبیب الله حسام: د طالبانو خلاف د مقاومت دوام لپاره د هیچا اجازې ته اړتیا نه لرو
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې د رهبرۍ شورا غړي مولوي حبیب الله حسام ویلي، چې دغه جبهه د خپلو مبارزو لپاره د هېڅ ډلې، جریان یا هېواد اجازې ته نه تم کېږي. هغه دغه مقاومت یو شرعي، عقلي او ولسي اړتیا او د جهاد او ولسي پاڅون طبیعي دوام بللی دی.

ښاغلي حسام په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې د ټولو پرتو خنډونو او ستونزو سره سره، مقاومت خپله فریضه او رسالت د ملت په یووالي، همغږۍ او ګډې همکارۍ سره پر مخ وړي. هغه زیاته کړې چې د خلکو مصالح او ګټې تر هر بل مصلحت پورته او لومړیتوب لري.

د مقاومت جبهې دغه جګپوړي غړي له هېوادوالو غوښتي چې د بې‌بنسټه اوازو، تبلیغاتو او رواني جګړو په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه کړي. د هغه په وینا، د مقاومت جبهې په پوره مسوولیت او تدبیر سره خپلې دندې ترسره کړې دي او خپله تګلاره تعقیبوي.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د دغه ډلې یو شمېر غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ایران حکومت دغه ډله پر طالبانو له بریدونو منعه کړې ده. د دغه جبهې د غړو په خبره چې ایران ورته په ښکاره ټکو ویلي «پر طالبانو ډز په ایران ډز دی».

طالبان: د بغلان او پکتیا د صنعتي پارکونو تفصیلي پلانونه تایید او لاسلیک شول

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۷ GMT+۱
طالبان: د بغلان او پکتیا د صنعتي پارکونو تفصیلي پلانونه تایید او لاسلیک شول
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د بغلان ولایت د چمقلعه او د پکتیا د زاهو صنعتي پارکونو تفصیلي پلان بشپړ، تایید او لاسلیک شو. د دغه وزارت په وینا، د لغمان د خیروخېلو صنعتي پارک د ۲۰ کیلوواټ برېښنا شبکې پلان هم تایید او لاسلیک شوی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بغلان د چمقلعه صنعتي پارک له ټولو امکانات سره پر شاوخوا ۱٬۶۵۳ جریبه ځمکه جوړېږي او په دغه پارک کې د ۳۳۲بېلابېلو صنعتي فابریکو لپاره ځایونه ځانګړي شوي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د بغلان د چمقلعه صنعتي پارک د پلان د لاسلیک پر مهال هیله څرګنده کړه، چې د بغلان د چمقلعه صنعتي پارک پروژه به د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون کې د صنعت د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د پانګونې د جذب، اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

له دې سره سم، د طالبانو د کور او ښارو جوړولو وزارت د پکتیا د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان تایید او لاسلیک کړی دی. د زاهو صنعتي پارک شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه، چې نږدې ۲ میلیونه متر مربع مساحت لري، د ۲۰۰ صنعتي فابریکو لپاره ځانګړې شوې ده.

نجیب‌الله حقاني د پکتیا د زاهو صنعتي پارک پروژې ته تمه وښوده، چې دا به د هېواد په سویل او سویل ختیځ زون کې د صنعت د ودې، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د خصوصي پانګونې د جذب، اقتصادي پراختیا او د زرګونو مستقیمو او غیرمستقیمو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د یوه بل خبر له‌مخې، د دغه وزارت له لوري د لغمان د خیروخېلو صنعتي پارک لپاره د ۲۰ کیلوولټ برېښنا شبکې تخنیکي تفصیلي پلان له ارزونې وروسته تایید او لاسلیک شوی، خو د لګښت په تړاو یې هېڅ راز معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز د یادو درېیو پروژو د چارو د پیلېدو او همداراز د بشپړېدو د کره نېټو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

په دوشنبې کې د افغان ښځو د ملاتړ غونډه؛ افغان مېرمنو پر وړاندې جنسیتي تبعیض د منلو نه دی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
په دوشنبې کې د افغان ښځو د ملاتړ غونډه؛ افغان مېرمنو پر وړاندې جنسیتي تبعیض د منلو نه دی
100%

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر ویلي، چې دوشنبې کې د افغانستان په سفارت کې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ او یووالي په موخه یوه غونډه جوړه شوې ده. د غونډې ګډونوالو د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه او جنسیتي تبعیض په کلکه غندلی دی.

اغبر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغه پروګرام ګډونوالو او ویناوالو د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو افراطي او غیرانساني چلند په کلکه وغانده. هغه دغه سفارت ته د «کوچني افغانستان» نوم ورکړ او ویې ویل چې هلته د افغان مېرمنو د حقونو د دفاع غږ پورته شوی دی.

د دغې ناستې ګډونوالو په هرات او ټول افغانستان کې مېرمنو ته ډاډ ورکړ، چې دوی یوازې نه دي او د دوی غږ به په نړۍ کې منعکس کړي. په دغه پیغام کې راغلي، چې د افغان مېرمنو د عدالت غوښتنې، د زده کړې حق، انساني کرامت او د بنسټیزو ازادیو غږ به د نړۍ په هر ګوټ کې خپور شي.

د افغانستان سفیر زیاته کړه، چې دوی به تر هغې د افغان ښځو او ټولو وګړو ترڅنګ ولاړ وي، چې خپل اساسي، مدني او ټولنیز حقونه ترلاسه کړي. د هغه په وینا، د ښځو د حقونو د تحقق لپاره به د دوی هڅې او ملاتړ دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې دي او په دې وروستیو کې یې په هرات کې د ښځو او نجونو نیولو ته زور ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف خبرداری ورکړی، چې د نجونو پر زده کړو دغه بندیز په کلنۍ توګه ۸۴ میلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ۲۵ زره ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي.

ټرمپ وایي طالبان د امریکا «چاپلوسي» کوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱
ټرمپ وایي طالبان د امریکا «چاپلوسي» کوي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جي۷ سرمشریزې پر مهال په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د جو بایډن ادارې د وتلو پر مهال پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل. هغه ویلي، طالبان اوس د امریکا «چاپلوسي» کوي.

ټرمپ زیاته کړه، د بایډن اداره له هېڅ ډول فشار پرته له افغانستان څخه ووته، خو د هغه په وینا، دا وتل باید په ارامۍ او له بېړې پرته ترسره شوی وای.

هغه څرګنده کړه: «ما هم له افغانستان څخه د وتلو پلان درلود. موږ غوښتل په عزت او ویاړ سره ووځو او سل په سلو کې ټول تجهیزات له ځان سره وباسو. ان تر دې چې خېمې مې هم راټولولې، خو وروسته دوی (طالبان) واک ته ورسېدل او هر څه یې هلته پرېښودل».

د امریکا ولسمشر همداراز په ډاګه کړه، چې ښایي په افغانستان کې پرېښودل شوي امریکايي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.

هغه وویل: «کېدای شي هغه ټول تجهیزات بېرته ترلاسه کړم. اوس موضوع تر ډېره سمبولیک اړخ لري، ځکه هغه وسایل اوس یو څه زاړه شوي دي، خو ښايي ټول بېرته واخلو».

ټرمپ همداراز د طالبانو په اړه وویل چې «افغانستان (طالبان) زموږ چاپلوسي کوي».

ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله په افغانستان کې د امریکايي پوځي تجهیزاتو د پاتې کېدو موضوع راپورته کړې او د بایډن اداره یې د ۲۰۲۱ کال د وتلو د بهیر په اړه تر سختو نیوکو لاندې نیولې ده.

طالبانو د ټرمپ د دغو تازه څرګندونو په تړاو تر اوسه څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د امریکا په ګډون له لویدیځوالو سره د اړیکو پر عادي کېدو ټينګار کړی دی.