• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغانان لا هم د نړۍ د بیا مېشتېدو اړتیا لرونکو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا ۲،۴ میلیونه کډوال د بیا مېشتېدو اړتیا ولري، خو فرصتونه ډېر کم دي. د ادارې په وینا، افغان کډوال لا هم د هغو کډوالو تر ټولو لویه ډله جوړوي چې د خوندي او دایمي حل لپاره د درېیم هېواد بیا مېشتېدو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې میلیونونه کسان لا هم د جګړو، ځورونې او ناامنۍ له امله خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ کېږي، خو د دوی د بیا مېشتېدو لپاره نړیوال امکانات د اړتیاوو په پرتله په چټکۍ سره کمېږي.

د راپور له مخې، که څه هم د ۲۰۲۷ کال لپاره د بیا مېشتېدو اړتیا د ۲۰۲۶ کال د اټکلونو په پرتله شپږ سلنه کمه ښودل شوې، خو دا کموالی د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو معنا نه لري، بلکې د بېلابېلو هېوادونو د شرایطو د بدلونونو پایله ده.

راپور وایي چې په سوریه کې د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې سیاسي بدلونونو ځینو کډوالو ته دا زمینه برابره کړې چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو د افغان کډوالو په اړه وضعیت بل ډول دی. د ادارې په وینا، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د شمېر کمېدل تر ډېره د هغو ستنېدنو له امله دي چې د سختو او نامناسبو شرایطو لاندې ترسره کېږي.

ملګري ملتونه وایي چې افغانان لا هم د هغو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده چې د بیا مېشتېدو اړتیا لري. له افغانانو وروسته د سویلي سوډان، سوډان، سوریې او د بنګله‌دېش په کمپونو کې مېشت روهینګیا کډوال د بیا مېشتېدو تر ټولو اړتیا لرونکو ډلو کې شامل دي.

د راپور له مخې، د ختیځې او سویلي افریقا هېوادونه د کډوالو د بیا مېشتېدو تر ټولو لوړې اړتیاوې لري، ورپسې اسیا او ارام سمندر سیمه او بیا لوېدیځه او مرکزي افریقا راځي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بیا مېشتېدو فرصتونه په داسې وخت کې کمېږي چې بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي او میلیونونه کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې یوازې شاوخوا ۳۷ زره کډوال د ملګرو ملتونو په ملاتړ د بیا مېشتېدو پروګرامونو له لارې درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر یو کال مخکې له ۱۱۶ زرو څخه ډېر و.

راپور زیاتوي چې دغه کمښت نړیواله ټولنه له هغه هدف څخه لیرې کړې چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د ۱۳۰ زرو بیا مېشتېدو ځایونو برابرول پکې په پام کې نیول شوي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دوامدارو حل‌لارو او ساحوي خوندیتوب د ملاتړ د څانګې مشرې، جکي کیګن ویلي: «د بیا مېشتېدو د ځایونو کمښت د پالیسۍ د بدلونونو، د منونکو هېوادونو له لوري د منلو د بهیر ځنډېدو، د شرایطو د سختېدو او د دوسیو د ډېر ځنډ له امله رامنځته شوی دی.»

هغې ټینګار کړی چې د بیا مېشتېدو پروګرام پراخول نه یوازې د زیان‌منو کډوالو د ساتنې لپاره مهم دي، بلکې پر کوربه هېوادونو فشار هم کموي او هغو کورنیو ته دایمي حل برابروي چې په خوندي ډول خپل هېواد ته نه شي ستنېدای.

راپور همدارنګه څرګندوي چې د نړۍ نږدې ۶۸ سلنه کډوال په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له امله یې د دغو هېوادونو پر عامه خدمتونو او سرچینو فشارونه زیات شوي دي.

جکي کیګن ویلي: «د بیا مېشتېدو پراخول هم بېړنی او هم عملي اقدام دی. د کوټو زیاتول، د نورو هېوادونو ګډون او د دوسیو د ارزونې بهیر چټکول کولای شي دا ژوند ژغورونکې وسیله هغو کسانو ته ورسوي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.»

د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د کنوانسیون د ۷۵مې کلیزې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له حکومتونو غوښتي چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره خپلې ژمنې نوې کړي او د دوامدارو حل‌لارو لارې پراخې کړي.

ادارې ټینګار کړی: «بیا مېشتېدل خیرات نه دی، بلکې یو دوامدار حل دی چې راتلونکو نسلونو ته د بې‌ځایه کېدو د کړۍ په ماتولو کې مرسته کوي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاتوي چې هغه کډوال چې په بریالیتوب سره بیا مېشتېږي، په خپلو نویو ټولنو کې اقتصادي او ټولنیزه ونډه اخلي او په عین حال کې په خپلو اصلي هېوادونو او د پناه په هېوادونو کې له خپلو خپلوانو سره هم مرستو ته دوام ورکوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

په فرانسه کې د مانش کانال د کډوالو د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ کسان محاکمه کېږي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۳ GMT+۱
په فرانسه کې د مانش کانال د کډوالو د مرګونې پېښې په تړاو ۱۴ کسان محاکمه کېږي
100%

د فرانسې قضايي چارواکو اعلان کړی چې ۱۴ کسان، چې ډېری یې د افغانستان او عراق وګړي دي، د مانش کانال په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو او د لږ تر لږه ۲۷ کسانو د مړینې په تړاو محاکمه کېږي.

د فرانسې څارنوالانو د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې یاد کسان د «بشري قاچاق، غیرعمدي وژنې او په یوې منظمې جرمي شبکې کې د ګډون» په تور تر عدلي تعقیب لاندې دي.

دا دوسیه د ۲۰۲۱کال د نومبر میاشتې هغې خونړۍ پېښې ته ورګرځي چې پکې یوه ربړي کښتۍ د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د تګ پر مهال ډوبه شوه.

د فرانسې د منظمو جرمونو د څارنوالۍ دفتر ویلي چې تورن کسان د دې شبکې په بېلابېلو برخو کې ښکېل وو؛ له کډوالو د لېږد او موټر چلولو نیولې تر دې چې د سفرونو د تنظیم او همغږۍ چارې یې ترسره کولې.

د راپورونو له مخې، د دې پېښې ډېری قربانیان عراقي کرد کډوال وو او اټکل کېږي چې څلور نور کسان لا هم ورک دي.

دا پېښه د مانش کانال له لارې د کډوالو د تګ راتګ په تاریخ کې تر ټولو مرګونې ثبت شوې پېښه بلل کېږي. هر کال زرګونه کډوال بریتانیا ته د رسېدو په موخه له همدې لارې د تېرېدو هڅه کوي.

د معلوماتو له مخې، ډېرو تورنو د دوی پر ضد لګېدلي تورونه رد کړي دي. یو شمېر عراقي کرد تورنو ویلي چې هغوی خپله هم کډوال وو او د بشري قاچاق په فعالیتونو کې یې ونډه نه لرله.

تر اوسه د محاکمې د پیل کره نېټه نه ده اعلان شوې.

د یادولو وړ ده چې فرانسه لا هم د هغو کډوالو لپاره یو له مهمو لارو څخه ده چې غواړي بریتانیا ته ځان ورسوي. د پاریس او لندن له ګډو امنیتي تدابیرو سره سره، یوازې تېر کال شاوخوا ۴۱ زره کسان د مانش کانال له لارې بریتانیا ته اوښتي دي.

خوشال خان کاکړ: د اسلام‌اباد ناسمو تګلارو د پښتنو او افغانستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
خوشال خان کاکړ: د اسلام‌اباد ناسمو تګلارو د پښتنو او افغانستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړې
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان پارلمان غړي خوشال خان کاکړ پر اسلام‌اباد نیوکه کړې چې د ناسمو تګلارو له کبله یې د پښتونخوا د پښتنو سوداګري له افغانستان سره بنده کړې ده. هغه وایي، د پښتونخوا پښتانه له افغانستان سره د دوه نیم میلیارده ډالرو سوداګري کوي.

هغه وویل: «د پښتنو د صادراتو او وارداتو سوداګري خو د افغانستان سره ده چې ستاسو د پالیسو له کبله تړلې ده». هغه نیوکه کوي چې د پښتنو په سیمو کې ترهګري ده او خلک یې له سخت ناورین سره مخ کړي دي. خوشال خان کاکړ د خواجه اصف هغه څرګندونې وغندلې چې افغانستان یې خپل دوښمن ګڼلی دی.

نوموړي د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاکستان تابعیت ورکړي.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړه: «د افغانستن سره د بلوچستان د‌ پښتنو لارې بندې دي، زراعت نشته، لویې لارې یې وسله‌والو نیولي او پرې حاکم دي او هره برخه کې زیانمن دي». خوشال خان کاکړ نیوکه کړې چې د پاکستان مرکزي حکومت پښتنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او د خلکو د ژوند د بدلولو په پرخه کې یې هېڅ راز د پرمختګ او هوساینې کارونه نه دي‌ کړي.

د پاکستان پارلمان د دغه پښتانه غړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سخت سیاسي او وسله‌وال کړکېچ له کبله پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګري میاشتې له نږدې یوه کال راهیسې تړلې دي. د دغه لارو د بندیز له کبله دواړه خوا سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د هوا پوهنې اداره: په لسو ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې برېښنا او سېلابونو اټکل شوی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱
د هوا پوهنې اداره: په لسو ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې برېښنا او سېلابونو اټکل شوی
100%

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د هېواد په لسو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه ادارې د سې‌شنبې په ورځ (۲۶ غبرګولي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وضعیت د چهارشنبې ورځې لپاره په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، فاریاب، بامیان، خوست، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې اټکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي‌متره پورې اټکل شوې ده.

د هوا پوهنې ادارې ویلي چې د افغانستان په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او شمالي سیمو کې د سختو بادونو او دوړو د رامنځته کېدو احتمال هم شته.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو بادونو چټکتیا به په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره په ساعت پورې وي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي طبیعي پېښو پر مهال لازم احتیاط وکړي.

سرچینې: طالبانو د هرات د وژل شوي ۱۶ کلن ځوان د مړینې د روایت بدلولو هڅه کړې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
سرچینې: طالبانو د هرات د وژل شوي ۱۶ کلن ځوان د مړینې د روایت بدلولو هڅه کړې
100%

افغانستان انټرنشنل ته رارسېدلي راپورونه ښيي چې طالبانو هڅه کړې، د هرات د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شوي ۱۶ کلن مرتضی د مړینې په اړه روایت بدل کړي او د هغه کورنۍ تر فشار لاندې راولي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي چې طالبانو د مرتضی پر کورنۍ فشار اچولی، تر څو معترضان د هغه د وژل کېدو مسوول وښيي.

یوه باوري سرچینې د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالب چارواکو د مرتضی کورنۍ ته ویلي وو، تر هغې به یې جسد ور نه کړي، څو پر اعتراض کوونکو شکایت ونه کړي.

د سرچینې په وینا، کورنۍ اړ شوې چې دا ومني چې مرتضی د اعتراضونو پر مهال د خلکو له خوا ټپي شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

مرتضی د هرات د جبرییل سیمې د اعتراضونو پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف د ځواکونو له خوا د ښځو د نیولو پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې پر دوو مرمیو د ویشتلو له امله ټپي شوی و.

هغه د غبرګولي په ۱۹مه ټپي شو او څو ورځې د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې و، خو د سختو ټپونو له امله د سې‌شنبې په ورځ ومړ.

د راپورونو له مخې، د هغه د جنازې مراسم هم د طالبانو تر سخت امنیتي څار لاندې ترسره شول. سرچینې وایي چې طالبانو هڅه وکړه مراسم په چټکۍ او د لږ شمېر خلکو په ګډون ترسره شي.

عیني شاهدانو ویلي چې طالبانو د مرتضی انځورونه او بینرونه د هغه د کور له دېوالونو لرې کړي، څو د هغه د مړینې موضوع رسنیزه نه شي.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو د جنازې مراسم څارل او خلکو ته اجازه نه ورکول کېده چې ټول د هغه تر هدیرې پورې ورسره ولاړ شي.

مرتضی د هرات د جبرییل سیمې د هغو اعتراضونو یو له قربانیانو څخه دی چې د ښځو د نیونو او محدودیتونو پر ضد پیل شوي وو.

جمایمه اپریدۍ: نړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر روان ظلم چوپه خوله ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۱
جمایمه اپریدۍ: نړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر روان ظلم چوپه خوله ده
100%

په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو فعالې جمایمه اپریدۍ د طالبانو له لوري په افغانستان او په ځانګړې ډول په هرات کې د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او چلند په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.

جمایمه اپریدۍ افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول، ځورول او ټپي کول ښيي چې ښځې یوازې د خپلو بنسټیزو حقونو د غوښتنې له امله له فشار او تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغې ویلي: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له زده‌کړو، کار کولو او له کوره د وتلو له جدي محدودیتونو سره مخ دي، او طالبان نږدې هره ورځ پر ښځو نوي بندیزونه لګوي.»

د بشري حقونو دغې فعالې نیوکه کړې چې نړیوال هېوادونه د طالبانو د کړنو پر وړاندې چوپ پاتې دي او له پنځو کلونو راهیسې افغان ښځو ته د هغوی اساسي حقونه نه دي ورکړل شوي.

نوموړې ویلي، یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره خبرې او تعامل کوي، خو د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه له دې ډلې جدي پوښتنې نه کوي.

جمایمه اپریدۍ د اروپا له خوا طالبانو ته د بلنې او د کډوالۍ په اړه د خبرو اترو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغه هېوادونه چې له طالبانو سره اړیکې نیسي، باید د ښځو د حقونو موضوع هم د خپلو خبرو مهمه برخه وګرځوي.

هغې له ښځو او د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې پر نړیوالو ادارو فشار زیات کړي، څو د افغانستان د ښځو پر وړاندې د روانو محدودیتونو او سرغړونو د درولو لپاره عملي اقدامات وکړي.