• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د هېواد په شمال زون کې مو لسګونه میله وسلې او پوځي وسایط نیولي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قول اردو وایي، چې د افغانستان په شمال زون کې یې لسګونه میله ناقانونه وسلې او پوځي وسایط کشف او ترلاسه کړي دي. د دغې قول اردو د اطلاعاتو او نشراتو امریت اعلان کړی، چې دغه تجهیزات په بېلابېلو سیمو کې د ځانګړو کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

په ترلاسه شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو کې اته میله کلاشینکوفونه، دوه میله روسۍ پیکا، یو میل ایم-۴ ډوله وسله، دوه قبضې تفنګچې، دوه عدده شپني دوربینونه او یو عدد جېمر شامل دي. د دې ترڅنګ، د طالبانو استخباراتي ځواکونو یو عراده ډاډسن ډوله موټر هم ترلاسه کړی دی.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو د کشف او ضد استخباراتو مدیریت مسوولینو ویلي، چې دغه وسلې او وسایط د دقیقو کشفي راپورونو پر بنسټ په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې ترلاسه شوي دي. د چارواکو په خبره، دا ټول وسایل او تجهیزات د طالبانو ادارې ته سپارل شوي او د هغوی په اصطلاح په «بیت‌المال» کې اضافه شوي دي.

د دغې قول اردو د اطلاعاتو او نشراتو د آمریت د معلوماتو له مخې، په شمال زون کې د امنیت د تامین او د ناقانونه وسلو د راټولولو لپاره د کشفي او استخباراتي منسوبینو هڅې روانې دي. دوی زیاته کړې چې په سیمه کې د ناقانونه وسلو او پوځي وسایطو د ګرځولو او ساتلو مخنیوی به په جدي توګه دوام ولري.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

روسیې او مصر له نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو ګواښونو سربېره د افغانستان وضعیت هم ارزولی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۱
روسیې او مصر له نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو ګواښونو سربېره د افغانستان وضعیت هم ارزولی
100%

د روسیې او مصر د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د کاري ډلې په پنځمه غونډه کې د نړیوال او سیمه‌ییز ترهګریز ګواښونه او په ځانګړې توګه د افغانستان وضعیت ارزولی دی. په دې غونډه کې د منځني ختیځ، مرکزي اسیا او افریقايي هېوادونو وضعیت هم ارزول شوی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د روسیې او مصر د بهرنیو چارو وزارتونو په مشرۍ او د دواړو هېوادونو د اړونده ادارو د استازو په ګډون، د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو د کاري ډلې پنځمه غونډه په مسکو کې ترسره شوه.

د اعلامیې له‌مخې، په دې غونډه کې دواړو لورو له نړۍوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو ګواښونو سربېره د افغانستان وضعیت هم ارزولی دی.

اعلامیه کاږي: «دواړو لورو د نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو ګواښونو، په ځانګړې توګه په افغانستان، منځني ختیځ، مرکزي اسیا او افریقا کې وضعیت وارزاوه او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې خپلې ملي تجربې شریکې کړې».

د اعلامیې پر بنسټ، په دې غونډه کې له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په چارو کې د نړیوالو همکاریو او پروژو په تړاو خبرې شوي او همداراز په دې برخه کې د نویو ټکنالوژیو پر کارول کېدو هم ټینګار وشو.

په اعلامیه کې راغلي: «په دې غونډه کې د ترهګرۍ د مالي تمویل موضوع ته هم ځانګړې پاملرنه وشوه».

د اعلامیې په بربنسټ، د دغې کتنې په پای کې د دوه اړخیزو اړیکو په اډانه کې او همدارنګه په مهمو نړیوالو ډګرونو کې، د نړیوالې ترهګرۍ او د امنیت پر وړاندې له نورو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د روسیې او مصر ترمنځ د همکاریو پر پراختیا هوکړه شوې ده.

روسیه: په افغانستان کې له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې وسله‌وال فعالیت کوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د چارو شنونکي بیا وايي، روسیه له طالبانو سره دوه اړخیزه لوبه کوي، له یوې خوا یې په رسمیت پېژندلي، خو ورسره جوخت یې د ترهګرو پر پالنې تورنوي او له امله یې منځني اسیا هېوادونو ته د ترهګریزو ګواښونو په تړاو اندېښمن هم دي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې روسیې ته د طالبانو د دفاع وزیر په سفر کې د دواړو لورو ترمنځ د نظامي- تخنیکي همکاریو یو تړون هم لاسلیک شوی، خو لا تر اوسه د دغه تړون بشپړ جزییات نه‌دي خپاره شوي او طالبانو یوازې دومره ویلي، چې دا هوکړه د افغانستان د دفاع او امنیت ساتلو لپاره لاسلیک شوې او د بل هېڅ هېواد پر ضد نه ده او زیاته کړې یې ده: «په دې اړوند اندېښنې بې ځایه دي».

زهره کاظمي: مقاومت جبهه د استبداد پر وړاندې د خلکو د ارادې ښکارندويي کوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
زهره کاظمي: مقاومت جبهه د استبداد پر وړاندې د خلکو د ارادې ښکارندويي کوي
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې د ښځو د برخې مشرې زهره کاظمي ویلي چې دغه جبهه یوازې یو سیاسي یا پوځي بهیر نه دی، بلکې د هغو خلکو د تاریخي ارادې ښکارندویي کوي چې د استبداد، سختدریځّۍ او د ملي هویت د له منځه وړلو پر وړاندې درېدلي دي.

کاظمي د ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې زیاته کړې، چې د مقاومت جبهې روایت د افغانستان د ملت له مبارزې او د ازادۍ غوښتنې له متن څخه برخمن دی او دا د خلکو خپل غږ دی.

د مقاومت جبهې د ښځو د برخې مشرې ټینګار کړی، چې دغه روایت نه د لوېدیځ په فکري خونو کې لیکل شوی او نه هم د سیمې او ختیځ د محاسبو محصول دی. د هغې په وینا، نن ورځ د کورنیو مخالفانو او سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو له خوا د مقاومت جبهې مخاطب کول پخپله دا ښيي چې دغه جبهه د افغانستان په سیاسي معادلو کې په یو انکار نه کېدونکي حقیقت بدله شوې ده.

هغې وویل چې هېڅ یو بهیر د اغېزمنتیا او اغېز لرلو پرته تر دې کچې د پاملرنې، نقد او بریدونو لاندې نه راځي.

زهره کاظمي په سیاست کې د مشروعیت په اړه وویل، چې مشروعیت په تبلیغاتو نه شي جوړېدای او نه هم د تخریب او اوازو په خپرولو له منځه وړل کېدای شي. هغې زیاته کړه، هغه داعیه چې د خلکو په غوښتنو کې ریښه لري، د سیاسي وضعیت په بدلېدو له صحنې څخه نه حذفېږي. د هغې په باور، د یو جریان د ټولنیزې اډې، ملي اعتبار او سیاسي نفوذ په پراخېدو سره د هغې پر وړاندې د بریدونو او رواني جګړې کچه هم ورسره زیاتېږي.

اغلې کاظمي د خپلو خبرو په دوام کې ویلي، چې د مقاومت جبهه نن ورځ نه یوازې د استبداد پر وړاندې د ودرېدو نښه ده، بلکې د ازادۍ، عدالت، سیاسي مشارکت او د ملت د ارادې د حاکمیت پر بنسټ د یو داسې افغانستان د جوړېدو لپاره د خلکو د هیلو د یوې برخې استازیتوب کوي.

د دغه جبهې یو شمېر غړو وروسته له هغه د خپلې وسله‌والې ډلې په ملاتړ څرګندونې ډېرې کړي چې په دې وروستیو کې ایران دغه ډلې ته خبرداری ورکړی، څو د طالبانو پر وړاندې بریدونه ونه‌وکړي.

افغانستان انټرنشنل ته د دې جبهې یو شمېر ایران مېشتو غړو ویلي چې تهران د دغه جبهې غړي منع کړې چې پر طالبانو بریدونه ونه‌کړي.

ملګرو ملتونو تمویل کړې پروژه؛ په کندهار کې د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه پای ته ورسېده

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱
ملګرو ملتونو تمویل کړې پروژه؛ په کندهار کې د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه پای ته ورسېده
100%

د طالبانو د کرنې وزارت وايي، د کندهار په څلورو ولسوالیو کې د ۱،۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا، د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ دوه کلنه پروژه بشپړه شوه. د دغې پروژې مالي مسوولیت د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پر غاړه وه.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پروژه د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې (یواېن‌اوډي‌سي) په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ په ارغستان، شاه‌وليکوټ، خاکریز او غورک ولسوالیو کې د ۲۲ میاشتو په موده کې پلې شوې ده.

په خبرپاڼه کې د دغې پروژې موخه د کوکنارو لپاره د بدیلو او قانوني عایداتي سرچینو رامنځته کول او د کرنې او مالدارۍ سکټور پیاوړتیا بلل شوې ده.

په افغانستان کې د هالنډ کمېټې سیمه‌ییز مسوول عبدالهادي داوودزي ویلي: «د دې پروژې له لارې ۳ زره او ۳۱۰ بزګرانو ته د غنمو، پنبې، حبوباتو او سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، د غنمو د ریبلو ماشینونه او د کرنیزو حاصلاتو د ظرفیت لوړولو اړوند تجهیزات وېشل شوي دي».

هغه زیاته کړې: «۵۰ بزګرانو ته د مرخیړیو مجهز فارمونه جوړ شوي او په هره ولسوالی کې څلور لوی د تخمونو د ساتنې مرکزونه هم رامنځته شوي دي».

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې سربېره د کندهار په یادو ولسوالیو کې د مالدارۍ په برخه کې ۶ د تازه شېدو د راټولولو مرکزونه او ۴ د څارویو د خوراکي توکو مرکزونه جوړ شوي او همداراز ۶ تنه مسلکي کسان د مصنوعي القاح په برخه کې روزل شوي او اړین تجهیزات هم ور سپارل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې پروژې په ترڅ کې ۴۰۰ مالدارانو ته د کورت جوړولو وسایل، ۲۰ کورنیو ته د شاتو مچیو د روزنې فارمونه ورکړل شوي او له زرو څخه ډېر څاروي د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې واکسین اوهمداراز د اوبو د مدیریت او د کرنیزو سرچینو د خوندي کولو په موخه ۵ لوی چکډېمونه هم جوړ شوي.

د یادونې وړ ده، چې کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې په تېرو کلونو کې په‌کې د کوکنارو کښت پراخ وو، خو سره له دې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې د کوکنارو کرکېله راکمه شوې، خو داسې راپورونه هم شته، چې د نشه‌يي توکو په کرکېله او همداراز کاروبار کې ګڼ طالبان هم ښکېل دي.

له جبري ایستلو وروسته؛ نیمروز ته ستنې‌شوې افغانې ښځې د ژوند بیا رغولو هڅې کوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
له جبري ایستلو وروسته؛ نیمروز ته ستنې‌شوې افغانې ښځې د ژوند بیا رغولو هڅې کوي
100%

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي ای) وایي چې په افغانستان کې له ګاونډي ایران څخه د جبري ویستنې وروسته نیمروز ولایت ته ستنې شوې ښځې د ملاتړ د خدماتو او د حفظ‌الصحت د کټونو په ترلاسه کولو سره د ژوند د بیا رغونې هڅه کوي.

یاده اداره وايي، ۳۳ کلنه فرزانه چې له درې ماشومانو سره له ایران څخه راستنه شوې، په لومړیو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه او د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ورته ډېر ګران وو.

فرزانه وایي: «زه بې وسه وم. موږ خالي لاس راستنه شوو. حتا د صابون، شامپو او د ښځو د حفظ‌الصحت وسایلو د اخیستو توان مې نه درلود خو د ملګرو ملتونو دغه کیټ راسره د رواني ملاتړ په برخه کې مرسته وکړه.»

هغه زیاتوي چې د محدودو امکاناتو، د ګڼې ګوڼې چاپېریال او د عاید نشتوالي د هغې ژوند نور هم سخت کړی و.

دملګرو ملتونو دغه اداره وایي، د وضعیت بدلون هغه وخت پیل شو چې فرزانه د نیمروز د مور او ماشوم د پاملرنې مرکز ته لاسرسی وموند. هلته ورته رواني ملاتړ ورکړل شو او د ښځو د اړتیا وړ حفظ‌الصحت کټ هم وسپارل شو.

هغه زیاتوي چې دغه مرسته یوازې د ورځنیو اړتیاوو پوره کول نه وو، بلکې د هغې د عزت او باور د بیا ترلاسه کولو سبب هم شوه.

دغه اداره وایي چې په نیمروز او د افغانستان په سرحدي سیمو کې د اروپایي ټولنې د بشري مرستو د ادارې په ملاتړ ښځو ته رواني ملاتړ، خوندي فضاوې او د لومړنیو اړتیاوو کټونه برابروي.

دغه اداره زیاتوي چې دا پروګرامونه د بې‌ځایه شویو ښځو د رواني فشار د کمولو او د هغوی د ژوند د بېرته عادي کېدو لپاره مهم رول لري.

یو این ایف پي ای ټینګار کوي چې د فرزانه په څېر مېرمنو لپاره دا ډول مرسته یوازې توکي نه دي، بلکې د ژوند د عزت، ثبات او باور د بیا رغونې وسیله ده.

شهرزاد اکبر: اروپايي ټولنه د طالبانو له ښځې ځپونکي رژیم سره تعامل کوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
شهرزاد اکبر: اروپايي ټولنه د طالبانو له ښځې ځپونکي رژیم سره تعامل کوي
100%

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر پر اروپايي ټولنې توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دغه ټولنه چمتو ده د افغان کډوالو د بېرته شړلو د تضمین لپاره د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي.

نوموړې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه په خوښۍ سره چمتو ده چې د دغه موخې لپاره د طالبانو استازي بروکسل ته راوبلي.

اغلې اکبر پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، هغه رژیم چې ښځې ژوندۍ ښخوي، باید له نړیوالې انزوا او غبرګون څخه وېره ونه لري، ځکه اروپايي ټولنه په اسانۍ ورسره معامله کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د اغلې اکبر دغو نیوکو سره هم‌مهاله، د لسګونو افغان او نړیوالو بشري او مدني سازمانونو له خوا د اروپايي ټولنې چارواکو ته یو ګډ پرانیستی لیک استول شوی دی. په دغه لیک کې د طالبانو له ادارې سره د اړیکو د عادي کولو د ناوړو پېښو په اړه خبرداری ورکړل شوی او د اروپايي هېوادونو څخه د افغان پناه غوښتونکو د جبري ایستلو د سمدستي بندولو غوښتنه شوې ده.

له بلې خوا، د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو بروکسل ته د طالبانو د پلاوي له احتمالي سفر او بلنې سره کلک مخالفت ښودلی دی. د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې وزیر به هېڅکله ونه مني چې د بلجیم حکومت په خپل نوم دغه کسان په بروکسل کې خبرو اترو ته راوبلي.