تر ۱۸ کلونو وروسته؛ په سویلي وزیرستان کې د ټيټيپي پر ضد قومي لښکر جوړ شو

انډپېنډنټ خبري شبکې راپور ورکړی، چې د پاکستان د سویلي وزیرستان په واڼه سیمه کې تر ۱۸ کلونو وروسته یو ځل بیا د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر ضد شاوخوا ۶۰۰ کسیز قومي لښکر جوړ شوی او د سیمې په بېلابېلو برخو کې یې مورچې نیولې دي.
