روسیې د اوکراین په برید کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ د یوه مهم کارکوونکي د وژل کېدو خبر ور کړی

د روسیې د دولتي اټومي شرکت مشر د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د اوکراین د ډرون برید په ترڅ کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ یو مهم کارکوونکی وژل شوی.

د روسیې د دولتي اټومي شرکت مشر د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د اوکراین د ډرون برید په ترڅ کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ یو مهم کارکوونکی وژل شوی.
اوکراین تر اوسه سملاسي ځواب نه دی ورکړی او رویټرز دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.
روسیې دا بټۍ چې د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ ګڼل کېږي، په ۲۰۲۲ کال کې اوکراین ته تر ننوتلو وروسته تر کنټرول لاندې راوستې او دواړه لوري وخت ناوخت یو بل تورنوي چې د جګړو له لارې د دې تاسیساتو خوندیتوب ګواښي.
د روس د اتومي شرکت مشر الکسي لیکهاچیوف ویلي چې اوکرایني ډرونونو د چارشنبې په ورځ پر انرهودار ښار برید کړی، چې د بټۍ زیات کارکوونکي پکې اوسېږي.
هغه زیاته کړه چې د بټۍ یو کارکوونکی چې د ترمیم په ورکشاپ کې یې کار کاوه وژل شوی او یو بل کارکوونکی سخت ټپي شوی چې ډاکټران یې د ژوند ژغورلو هڅه کوي.
لیکهاچیوف وویل: «دا د برېښناکوټ اصلي تخنیکي پرسونل دی، چې د اروپا د تر ټولو سترې اټومي بټۍ د خوندي فعالیت لپاره حیاتي ارزښت لري».
روسیې د اپرېل په میاشت کې هم ادعا کړې وه چې د همدې بټۍ یو بل کارکوونکی د اوکرایني ډرون برید په ترڅ کې وژل شوی دی.