• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بینېټ: د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو لپاره نړیواله حساب‌ورکونه اړینه ده

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د څېړنې او تعقیب لپاره د نړیوالو حقوقي او بشري حقونو میکانېزمونو له لارې حساب‌ورکونه اړینه ده.

هغه په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د لا زیات کمزوري کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د عدالت او حساب‌ورکونې د تأمین لپاره یې د نړیوالو میکانېزمونو پر فعالولو ټینګار وکړ.

بینېټ دغه څرګندونې د «افغانستان کې د ښځو لپاره د عدالت او بشري حقونو لارې» تر سرلیک لاندې غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د شهمامه بنسټ په نوښت، د ۱۱ هېوادونو، اروپايي ټولنې او دملګرو ملتونو د ښځو برخې په ملاتړ جینوا ښار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو، نړیوالو سازمانونو، د ملګرو ملتونو ادارو، د بشري حقونو فعالانو او افغان ښځو د ښځو د حقونو د وضعیت او د عدالت او حساب‌ورکونې د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ (۲۸ غبرګولي) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په هرات او د کابل په ځینو سیمو کې د ښځو او نجونو د پراخو نیونو راپورونو د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپارولې دي.

د غونډې ګډونوالو همداراز وویل چې د ښځو له بشپړ، برابر او مانادار ګډون پرته په افغانستان کې سوله، ثبات او دوامداره راتلونکی ناشونی دی.

د افغانستان لپاره د خپلواک څېړنیز میکانېزم د فعالیتونو چټکتیا، د نړیوالې حساب‌ورکونې د بهیرونو پیاوړتیا، د افغانستان د راتلونکي اړوند پرېکړو کې د ښځو د حضور تضمین او د ښځو تر مشرۍ لاندې بنسټونو سره د ملاتړ زیاتوالی د غونډې له مهمو وړاندیزونو څخه وو.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکايي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱
ټرمپ په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکايي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکایي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل. په دغو درېیو کې دوو یې چې اوس یو یې مړ دی د ویتنام او یوه یې د افغانستان په جګړو کې برخه درلوده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ناوخته (د غبرګولي ۲۸مه) په سپینې ماڼۍ کې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې درېیو پخوانیو نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل. له دغو درېیو نظامیانو دوه یې په ویتنام کې چې اوس یو یې مړ دی او یو بل یې په افغانستان کې جنګیدلي وو.

د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري د افغانستان په جګړې کې برخه درلوده. د سپنې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، جګړن نیکولاس ډاکري چې په ۲۰۱۲ کال دویم بریمن وو، د همدې کال د اکتوبر په دویمه په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره د طالبانو له یوه کمین سره مخ شوی وو. د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، هغه په سخت جنګي حالت کې هڅه کړې وه، چې خپل ټپي سرتېري د جګړې له ساحې وباسي او بیا د چورلکې په وسیله یې خپل مرکز ته ولېږدول.

د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري
100%
د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري

د امریکا ولسمشر د هغه یاده «زړورتیا» وستایله او د همدې زړورتیا په پار یې هغه ته د امریکا د تر ټولو لوړ نظامي نښان «د ویاړ مډال» ورکړ.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، ولسمشر ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد جګړن جیمز کیپرز جونیر ته چې په ۱۹۶۷ کال کې په ویتنام کې له سختو ټپونو سربېره بیا یې هم د خپلو کسانو قوماندې ته دوام ورکړ د ویاړ مډال او همداراز د سمندري ځواکونو ډګروال جان ډبلیو ریپلي ته چې اوس مړ دی، په ۱۹۷۲ کال کې یې په ویتنام کې د خپلو کړنو له امله (له مړینې وروسته)د ویاړ مډال د هغه زوی ته ورکړ

هرات کې نوی حکم: ښځینه ښوونکې او د څلورم تر شپږم ټولګي نجونې باید مخ‌پټ او دستکشې واغوندي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۱
هرات کې نوی حکم: ښځینه ښوونکې او د څلورم تر شپږم ټولګي نجونې باید مخ‌پټ او دستکشې واغوندي
100%

افغانستان انټرنشنل مالومات ترلاسه کړي چې د هرات د طالبانو د پوهنې ریاست د یو شمېر ښوونځیو مسؤلینو ته امر کړی، چې د غبرګولي له ۳۰مې، شنبې ورځې څخه دې ټولې ښځینه ښوونکې او د څلورم، پنځم او شپږم ټولګي نجونې زده‌کوونکې له مخ‌پټي حجاب او دستکشو سره ښوونځیو ته ولاړې شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه لارښوونه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د پوهنې ریاست مسؤلینو د هرات ښار د یو شمېر ښوونځیو مدیرانو او مشر ښوونکو ته رسماً ابلاغ کړې ده.

د سرچینو په وینا، طالبانو د هرات د «نخبګان هرات» ښوونځي په تالار کې له ښوونځیو د مسؤلینو سره په ځانګړې غونډه کې ټینګار کړی چې د مخ‌پټي او دستکشو اغوستل د ښځو حجاب د دې ډلې د شریعت له تفسیر سره سم «بشپړ» کوي.

په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو یو شمېر کارکوونکو په هرات کې څو نجونو ښوونځیو ته مراجعه کړې او د څلورم تر شپږم ټولګي پورې نجونې زده‌کوونکې یې د چادري یا برقعې اغوستلو ته اړ ایستې دي.

یو شمېر نورو سرچینو هم تایید کړې چې طالبانو ځینو هغو زده‌کوونکو ته، چې په ټیټو ټولګیو کې زده‌کړې کوي خو د عمر له پلوه لویې او یا هم د خپلو ټولګیوالو په پرتله لوړې قد لرونکې دي، سپارښتنه کړې چې چادري واغوندي.

دغه نوی حکم په داسې حال کې صادر شوی چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په وروستیو اوونیو کې په هرات کې د ښځو پر ژوند محدودیتونه نور هم زیات کړي دي.

طالبان په هرات کې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له مانتو سره له خپلو کورونو څخه ووځي.

په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو یو شمېر هغه ښځې نیولې دي چې د دې ډلې له غوښتل شوي حجاب پرته یې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې تګ راتګ کاوه، او ځینې یې د یوې مودې لپاره بندیانې کړې هم دي.

په هرات کې د ښځو نیولو د هرات ښار او د جبرییل سیمې د اوسېدونکو اعتراضونه راپارولي دي.

دواړه اعتراضونه د طالبانو له خوا په زور ځپل شوي دي. د هرات د جبرئیل سیمې د اعتراضونو د ځپلو پر مهال لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

له کاناډا تر راستنېدو وروسته؛ حبیب‌الله رفیع د طالبانو له لوري وستایل شو

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
له کاناډا تر راستنېدو وروسته؛ حبیب‌الله رفیع د طالبانو له لوري وستایل شو
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوو مرستیالانو د استاد حبیب‌الله رفیع چې تازه له کاناډا راستون شوی پوښتنه کړې او ورسره یې د اثارو د چاپ او نورو څېړنو د ترسره کولو په برخو کې د همکارۍ ټټر وهلی دی. دغو طالبانو د استاد رفیع د خدمتونو د ستاینې په موخه د «اعزاز پګړۍ» ور په سر کړه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق‌الله عزيزي او ورسره مل پلاوی یې د هيواد د پیاوړي څيړونکي، تاريخ‌پوه او لیکوال استاد حبیب‌الله رفيع د عیادت، د خدمتونو د ستاينې او د اعزاز پګړۍ د ور په سر کولو په موخه په کابل کې د استاد کور ته ورغلي و.

100%

د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق‌الله عزیزي استاد رفیع ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل: «موږ مو په راتګ خوښ یو، تاسو خپل علمي عظمت او وقار ساتلی دی او د هيواد له غوره څيړونکو څخه ياست، ترسره کړي خدمتونه مو د ډيرې ستاينې وړ دي».

هغه ژمنه وکړه، چې د استاد رفیع د اثارو چاپ ته به زمینه برابروي او زیاته یې کړه: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت مو د اثارو د چاپ او نورو څيړنو ترسره کولو په برخه کې همکار دی».

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ليدنې په ترڅ کې د دغه وزارت مرستیالانو استاد حبیب‌الله رفيع ته د «اعزاز پګړۍ» هم ورپه سر کړه.

استاد حبیب‌الله رفیع د افغانستان د جمهوري نظام له رانسکورېدو مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی وو او په څېړنو او تاریخ لیکنو کې لاسبری دی.

استاد حبیب‌الله رفیع د افغانستان له رانسکورېدو وروسته کاناډا ته کډوال شو، خو د تېرې سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) بېرته کابل ته راستون شو، چې له طالبانو سربېره د یو شمېر لیکوالانو او عام ولس له لوري یې تود هرکلی وشو.

افغان لیکوال حبیب‌الله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته ستون شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغان کادرونه له هېواد څخه وتلو ته اړ شوي، چې د کارپوهانو په وینا، دا وضعیت په افغانستان کې د مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو د کمښت لامل شوی دی.

طالبانو د جمعې خطیبانو ته د ښځو د حجاب په اړه د خطبو سپارښتنه کړې

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۱
طالبانو د جمعې خطیبانو ته د ښځو د حجاب په اړه د خطبو سپارښتنه کړې
100%

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د جوماتونو خطیبانو او امامانو ته په یوه لارښود کې سپارښتنه کړې چې د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه خطبې دې د دغې ډلې له نظره د ښځو د حجاب د ځانګړنو تشریح کولو ته ځانګړې کړي.

په دغه لارښود کې د پراخو، پنډو، بې‌زینته او بې‌عطره جامو پر اغوستو ټینګار شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې دې لارښوونه کې راغلي چې د طالبانو له نظره حجاب باید داسې وي چې د ښځې ټول بدن په بشپړه توګه پټ کړي او د جامو له شا څخه د بدن د غړو د ښکاره کېدو مخه ونیسي.

همداراز ښځې د تنګو، بدن ته نښتو او د پام رااړونکو جامو له اغوستو منع شوې دي. په لارښود کې ټینګار شوی چې د ښځو جامې باید د نارینه‌وو یا د غیرمسلمانانو له جامو سره ورته والی ونه لري او د ځان ښودنې، شهرت ترلاسه کولو یا د نامحرمو کسانو د پام رااړولو په موخه ونه کارول شي.

په دې لارښود کې بې‌حجابي «د یهودو دسیسه» بلل شوې او بې‌حجابه ښځې «منافقې» یادې شوې دي. همداراز خبرداری ورکړل شوی چې بې‌حجابي، په ځانګړي ډول د ښځو او نارینه‌وو د ګډ شتون په صورت کې، کولی شي په ټولنه کې د فساد د پراختیا لامل شي.

دغه لارښود په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو افغانستان ته له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه او فرمانونه لګولي دي. په دغو محدودیتونو کې زده‌کړو، کار او ځینو ټولنیزو فعالیتونو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي بندیزونه هم شامل دي.

نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې طالبانو ښځې له عامه او ټولنیز ژوند څخه څنډې ته کړې او د ټولنې له مهمو برخو یې لرې ساتلې دي.

بل لور ته، د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دا اقدامات د «جنسیتي اپارتاید» بېلګه بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او وايي چې د دوی تګلارې او اقدامات د اسلامي شریعت له احکامو سره سمون لري.

بروکسل ته د طالب پلاوي بلنه؛ بلجیم د اروپايي ټولنې له پرېکړې ناخوښه دی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۱
بروکسل ته د طالب پلاوي بلنه؛ بلجیم د اروپايي ټولنې له پرېکړې ناخوښه دی
100%

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته د طالب پلاوي د بلنې په تړاو مطرح شوې وه، ویلي چې دغه هېواد د طالبانو د استازو د بلنې په اړه د اروپايي ټولنې له پرېکړې سره موافق نه دی.

دغه وزارت ټینګار وکړ چې بلجیم «نه شي کولای هغه رژیم ته مشروعیت ورکړي چې د بشري حقونو په جدي او پراخو سرغړونو تورن دی.» خو د اروپايي ټولنې د کوربه هېواد په توګه مکلف دی چې د طالبانو استازو ته ویزې ورکړي.

دلته د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بشپړ ځواب لوستلای شئ:

«بلجیم په رسمي ډول د طالبانو د پلاوي د ټولو غړو د ویزې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي او د هېواد امنیتي ادارې اوس مهال د دغو غوښتنلیکونو ارزونه کوي. اروپايي کمېسیون څو اوونۍ وړاندې د پلاوي د غړو نوملړ د بلجیم چارواکو ته سپارلی و، چې له امله یې د ویزو د رسمي غوښتنلیکونو له وړاندې کېدو مخکې د امنیتي ارزونو د پیل زمینه برابره شوه.

ځکه چې دا غونډه د اروپايي ټولنې په کچه او د اروپايي کمېسیون په نوښت جوړېږي، نو د غونډې د نېټې، د پلاوي د جوړښت او د اجنډا په اړه د معلوماتو ورکول د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر په واک کې نه راځي. د دغو موضوعاتو په اړه باید له اروپايي کمېسیون سره اړیکه ونیول شي.

د اروپايي ټولنې د پلازمېنې او د ګڼو اروپايي بنسټونو د کوربه ښار په توګه د بروکسل ځانګړی مقام د ویزو په چارو کې د بلجیم د صلاحیت پر څرنګوالي اغېز لري. اروپايي بنسټونه پخپله د غونډو د جوړولو او د ګډونوالو د بلنې په اړه پرېکړې کوي. ځینې وخت دغه غونډې د هغو ادارو یا حکومتونو د استازو په ګډون ترسره کېږي چې بلجیم یې په رسمیت نه پېژني. په داسې حالاتو کې د دغو ادارو یا حکومتونو په اړه د بلجیم دریځ نه شي کولای د ویزې د غوښتنلیکونو د ارزونې بنسټ وګرځي.

د بېلګې په توګه، د روانډا د ولسمشر یا د دغه هېواد د حکومت د غړو سفرونه چې په بروکسل کې د اروپايي بنسټونو غونډو ته کېږي، په پام کې ونیسئ. د بلجیم او روانډا ترمنځ د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو نشتوالی نه شي کولای د دغسې بلنو مخه ونیسي. همدا اصل د هغو اعتراضونو په اړه هم صدق کوي چې کله ناکله د اروپايي پارلمان ویناوو ته د جنجالي څېرو د بلنې په اړه راپورته کېږي. د بلجیم حکومت نه شي کولای د اروپايي پارلمان پر ځای پرېکړه وکړي چې کوم کسان باید د هغه غونډو او پروګرامونو ته راوبلل شي.

همدارنګه باید په یاد ولرو چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې، کله چې متحده ایالاتو د فلسطیني پلاوي ځینو غړو ته د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډو، په ځانګړي ډول د دوه-دولتي حللارې اړوند کنفرانس کې د ګډون لپاره ویزې ورنه کړې، دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوه. د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو هم هغه مهال د امریکا پر دغه اقدام نیوکه کړې وه. ځکه د کوربه هېواد دنده دا نه ده چې د دغسې سفرونو د مناسب والي یا نه مناسب والي په اړه قضاوت وکړي، بلکې باید ډاډ ترلاسه کړي چې د هغو پر وړاندې خنډونه نه رامنځته کېږي.

د اروپايي بنسټونو او نړیوالو سازمانونو کوربه توب همدا ډول مسؤلیت د بلجیم پر غاړه ور اچوي. که بلجیم وغواړي د هغو بلنلیکونو په اړه قضاوت وکړي چې اروپايي بنسټونه یې د خپلو فعالیتونو په چوکاټ کې صادروي، نو د بروکسل حیثیت به د یوه نړیوال او ډیپلوماتیک مرکز په توګه کمزوری شي. د کوربه هېواد په توګه د بلجیم تګلاره دا ایجابوي چې د دغسې غونډو جوړېدل اسانه کړي، نه دا چې خنډونه ورته جوړ کړي.

خو ښاغلی پروو غواړي خپل شخصي دریځ هم په ډاګه بیان کړي. نوموړی بروکسل ته د طالبانو د رژیم د استازو د بلنې له پرېکړې سره موافق نه دی او هېڅکله به دا ونه مني چې د بلجیم حکومت د خپل نوم له لارې دغه کسان په بلجیم کې خبرو ته راوبولي. بلجیم نه شي کولای هغه رژیم ته مشروعیت ورکړي چې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دی، او د بهرنیو چارو وزیر د راپورته شویو اندېښنو بشپړ درک لري.

سره له دې، د کوربه هېواد په توګه د خپلو مکلفیتونو په چوکاټ کې د دغې غونډې د جوړېدو لپاره زمینه برابرول د طالبانو په رسمیت پېژندل، هغوی ته مشروعیت ورکول یا د بلجیم حکومت له خوا د هغوی استازو ته رسمي بلنه ورکول نه معنا کوي. دغه راز، دا غونډه د انفرادي دوسیو د څېړلو لپاره نه ده جوړه شوې او نه هم ټاکل شوې چې د کومې ځانګړې دوسیې په اړه پکې خبرې وشي یا پرېکړه وشي.

خو له دې ټولو سره سره، د یوې ستونزې له پامه غورځول هغه له منځه نه وړي. هغه کسان چې په ناقانونه توګه په هېواد کې اوسېږي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمونه ترسره کوي، باید یوازې د افغانستان د تابعیت له امله له مصونیت څخه برخمن نه وي. بلجیم باور لري چې یوازې د یوې ګډې اروپايي تګلارې له لارې کېدای شي یوه دوامداره، د باور وړ او انساني حللاره وموندل شي؛ داسې حللاره چې هم د خلکو بنسټیز حقونه خوندي کړي او هم د کډوالو د بېرته ستنولو او له اصلي هېوادونو سره د اغېزمنې همکارۍ زمینه برابره کړي.

د بلجیم دریځ به همداراز د عدالت، همغږۍ او د دغه هېواد د نړیوالو ژمنو پر بنسټ ولاړ پاتې شي. د بلجیم له نظره، هېڅوک باید یوازې د خپل تابعیت له امله له مصونیت څخه برخمن نه وي او د دې موضوع څېړنه باید په اروپايي چوکاټ کې ترسره شي.

سربېره پر دې، بلجیم د قانون پر حاکمیت ولاړ هېواد په توګه د خپلواکو ادارو پرېکړو ته درناوی لري، چې د کډوالو او بې‌تابعیته کسانو د چارو د عمومي کمېسارۍ او د کډوالۍ د دعوو د شورا پرېکړې هم پکې شاملې دي.»