• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی د امریکا او ایران د سولې تړون لاسلیک لپاره سويس ته ځي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د امریکا او ایران ترمنځ د سولې تړون لاسلیک مراسم په سویس کې ترسره کېږي، چې په‌کې به د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد یو پلاوی هم ګډون وکړي. په دغه پلاوي کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، عاصم منیر او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړې ډله لا له وړاندې سویس ته رسېدلې ده. د تړون د لاسلیک دغه ځانګړي مراسم د جېنوا پر ځای د لوسرن جهيل په څنډه کې ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی
۱

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۲

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

۳

د هند وېزې لپاره نوي اسناد اړین وګرځېدل؛ سوداګر د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي

۴

المرصاد: په خیبر پښتونخوا کې په یوه هوایي برید کې د داعش یو مرکز له‌منځه وړل شوی

۵

جرمني د هرمز تنګي د احتمالي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته جنګي بېړۍ ولېږلې

•
•
•

نور کیسې

سناتور دنېش کمار: د پاکستان نیمايي بودیجه د سود په ورکړه لګېږي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۱
سناتور دنېش کمار: د پاکستان نیمايي بودیجه د سود په ورکړه لګېږي
100%

د پاکستان د سنا مجلس غړي دنېش کمار ویلي، قران کریم له سود اخیستو منع کړې، خو د پاکستان نیمايي بودیجه د سود په ورکړه لګېږي. هغه د غونډې پر مهال د سود په اړه د قران کریم ځینې ایتونه هم ولوستل.

د پاکستاني رسنۍ «جيو نیوز» د خبر له مخې، دنېش کمار د سنا جرګې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «موږ د بودیجې ۵۰ سلنه برخه پر هغه څه لګوو چې د الله او د هغه د رسول پر وړاندې جګړه بلل شوې ده».

نوموړي د غونډې پر مهال د سود په اړه د قرآن کریم ځینې ایتونه هم ولوستل.

سناتور دنېش کمار په خپله وینا کې د پټرولو د قاچاق موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «د پټرولو قاچاق کول ډېر ستونزمن کار دی. هېڅوک نه غواړي داسې سخت کار وکړي، خو خلک یې د خپلو ماشومانو د ګېډې د مړولو لپاره ترسره کوي».

هغه وویل، څوک چې د ایران له پولې پټرول راوړي، له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ وي. نوموړي پر حکومت ټینګار وکړ چې له ایران څخه د پټرولو واردات قانوني کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې په کشمير کې مخابراتي خدمات بېرته فعاله کړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۷ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې په کشمير کې مخابراتي خدمات بېرته فعاله کړي
100%

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې په ازاد کشمیر کې د انټرنېټ د بندېدو پرله پسې ۱۲مه ورځ ده. دغه سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې سمدستي ټول «ارتباطي خدمات» بېرته فعال کړي.

د بښنې نړيوال سازمان د سه شنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې وويل، چې په ازاد کشمير کې نه يوازې انټرنېټ بند کړل شوی بلکې ورسره د ګرځنده شبکو خدمتونه هم وخت په وخت ګډوډ شوي دي.

په سيمه کې انټرنېټ د جون له ۵مې نېټې راهیسې د ګډې ولسي کاري کمیټې له خوا د لاريون وروسته بند کړل شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وويل، «په بشپړه توګه د انټرنېټ پرې کول د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې په طبیعي ډول غیر متناسب دي او هېڅکله باید بنديز پرې ونه لګول شي. سربېره پردې، د فزیکي بندښت راپورونه هم شته، چې د لاریونونو په ځواب کې د سیمې پر مهمو د ننووتونکو لارو لګول شوی او د خوراکي توکو او درملو په ګډون د اړینو توکو رسول یې ګډوډ کړي دي».

همداراز سازمان زیاته کړه، دغه ډول محدودیتونه غیر متناسب دي او د خلکو د ژوند پر حق، روغتیايي خدمتونو ته پر لاسرسي او د تګ راتګ پر ازادۍ سخت اغېز پرېباسي. «پاکستاني چارواکي باید سمدستي د تګ راتګ او ارتباطاتو محدودیتونه پورته کړي او سیمې ته بې له خنډه لاسرسی بېرته رامنځته کړي».

په کشمير کې ګډې ولسي کارې کمېټې دغه لاريون د کشمير پر پارلمان کې د مهاجرينو د ۱۲څوکيو د له منځه وړلو او نورو غوښتنو لپاره پيل کړی دی.

د کشمير حکومت وايي، د لاريون کوونکو سره خبرې کول غواړي خو تر اوسه په دغه لړ کې د کوم پرمختګ راپور مخې ته نه دی راغلی او د ګډې ولسي کاري کمېټې پرلت دوام لري.

خواجه اصف پاکستاني سیاسیونو ته؛ که څوک له طالبانو د امن ضمانت اخیستلی شي جرګه دې یوسي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
خواجه اصف پاکستاني سیاسیونو ته؛  که څوک له طالبانو د امن ضمانت اخیستلی شي جرګه دې یوسي
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، دوی د طالبانو سره څو ځله خبرې کړي خو دوی ته یې د امن ضمانت نه دی ورکړی او که اوس هم څوک له پاکستان څخه جرګه بوځي د طالبانو سره خبرې کوي، لاړ دې شي خو بې پايلې به نه راځي.

خواجه اصف د سه شنبې په ورځ په ملي پارلمان کې خپله وينا کې ادعا تکرار کړه، که په خيبرپښتونخوا يا په بلوچستان ايالتونو کې ترهګري کيږي نو دا د افغانستان له خاروې څخه کيږي.

هغه وويل، دا شکايت کيږي چې پاکستان د طالبانو سره خبرې نه کوي، «خو دوه ځله زه په خپله تللی يم، لوړ پوړي چارواکي راسره تللي دي د ای اېس ای مشر راسره و، هغو (طالبانو) هره خبره منله خو پر دې یې ټينګار کولو چې په ليکلې بڼه څه نه شو درکولی».

همداراز هغه وويل، «(طالبانو) زموږ څخه لس میلیارده پاکستانۍ کلدارې وغوښتې موږ یې ورکولو ته چمتو و خو ضمانت مو ترې غوښتو چې که دا خلک (وسله وال) چرته د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې مېشته کول کيږي».

د پاکستان د دفاع وزیر وويل، «په ترکيه او قطر کې مو هم د طالبانو سره وليدل د طالبانو د دفاع وزیر د ملاعمر زوی (ملا يعقوب) یې مشري کوله خو هغې خبرو هم نتيجه ورنکړه، موږ ضمانت غوښتو چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد نه کاريږي».

خواجه اصف وويل، د ۲۰۲۲م کال راهيسې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان ۴۳۱۷ کسان وژل شوي چې پکې امنيتي سرتيري او ملکي وګړي شامل دي او «دا وژنې د هغو خلکو په لاس شوي چې ۴۵ کاله زموږ مېلمانه وو».

خو ورسره د پاکستان د دفاع وزیر دا هم ومنله چې «په دې کار زموږ د ۸۰مې د ليسزې او وروسته پاليسيانو لاس هم دی چې د امریکا لپاره په نيابتي جګړه کې ورګډ شو، هغوی لاړل په خپله مخه او دلته یې د وسلو ترڅنګ هر څه پرېښودل».

هغه د پارلمان غړو ته په خطاب سره وويل، «که څوک زما همکاران ضمانت ترلاسه کولی شي جرګه دې جوړه کړي لاړ دې شي (افغانستان ته) موږ چمتو يو خو بې له کومې نتيجې به نه راځي او که نتيجه یې راوړه هم، ضمانت به یې هم له ځانه سره راوړي».

پاکستان تور لګوي چې له هغه وخت راهیسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي دي، په پاکستان کې ترهګري او ناامني زياته شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کاريږي.

خو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه او ادعاوې رد کړي او ويلي یې دي امنيت د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده او په دغه هېواد کې د داعش خراسان څانګې د شتون په اړه د خپلو اندېښنو یادونه کوي.

پاکستان د تېرې د يوې مودې راهيسې په افغانستان کې د وسله والو پر ضد د بمباريو او د هغو د وژلو ادعاوې هم کوي، خو طالبان یې دغه کړنې غندي او وايي د پاکستان په بمباريو کې اکثر له ملکي وګړي په نخښه کيږي.

میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور ټپیان دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور ټپیان دي
100%

میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار ویلي، چې د سیداباد ولسوالۍ د دښت توپ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه ګله چې موټر له سرک کاواکه او چپه شو.

مسوولین زیاتوي چې ټپیان د امنیتي ځواکونو او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د درملنې لاندې دي.

بریتانوي وزیر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او همکارۍ له لارې حل کېدای شي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱
بریتانوي وزیر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او همکارۍ له لارې حل کېدای شي
100%

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال استازی هیمش فالکنر ویلي چې د سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو د حل لپاره اغېزمنه لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې او همکاري ده. هغه دا هم ویلي چې هر هېواد د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو وګړو د ساتنې حق لري.

د پاکستاني ورځپاڼې «ډان» د راپور له مخې، د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال هیمش فالکنر اسلام‌اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د امنیتي او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د راپور په وینا، هیمش فالکنر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د سیمې پر امنیتي وضعیت یې بحث کړی دی.

نوموړي ویلي چې پاکستان باور لري ځینې امنیتي ګواښونه له ډيورنډ کرښې پورې غاړې سرچینه اخلي، او دا موضوع باید جدي وڅېړل شي. خو د هغه په وینا، د دغو ستونزو د حل لپاره یوازینۍ عملي لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیمې خبرې او دوامداره همکاري ده.

فالکنر د «ډان» ورځپاڼې سره په خبرو کې په پاکستان کې د وروستیو پېښو له امله د ملکي تلفاتو په اړه هم خواشیني ښودلې او ویلي یې دي: «هیڅوک نه غواړي چې که په پاکستان کې وي او که په افغانستان کې، ملکي وګړي قرباني شي.»

هغه زیاته کړې چې د سیمې امنیتي ننګونې ګډو هڅو او اوږدمهاله حل‌لارو ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی چې ډیپلوماټیکې اړیکې د ثبات لپاره حیاتي رول لري.

د بریتانیا دغه چارواکي همداراز د پاکستان په خاوره کې د افغان کډوالو موضوع ته په اشارې ویلي چې باید د نړیوالو قانوني معیارونو مراعات وشي، خو دا موضوع یې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ګډو هڅو له لارې د حل وړ بللې ده.

راپور زیاتوي چې په دې لیدنو کې د سیمې پر نورو سیاسي او امنیتي موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. پاکستان ادعا کوي چې ځینې وسله‌والې ډلې له افغانستانه فعالیت کوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.