• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

یو افغان کډوال: ترکي پولیسو د ایران - ترکیې پر پوله لسګونه افغان کډوال سخت وهلي دي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱

یو افغان کډوال ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د ایران - ترکیې پر پوله په وان سیمه کې ۹۵ افغان پناه‌غوښتونکي د ترکیې د پولیسو له لوري وهل شوي دي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلې ویډیو کې زیاته کړې، چې د پولیسو د تاوتریخوالي له امله یوشمېر کډوال سخت ټپیان شوي دي.

په دغه لېږلې ویډیو کې په یوه خونه کې ۱۲ افغان کډوال لېدل کېږي، چې پر سر او لاسونو یې ټپونه دي او وايي چې د ترکیې پولیسو وهلي دي. په ویډیو کې نور وضاحت نه‌دی ورکړل شوي، چې دغه کسانو په کومو لارو ترکیې ته د تګ هڅه کوله؛ خو زیات مهال له دغه لارو یوشمېر کسان هڅه کوي، چې په قاچاقي توګه ترکیې ته ولاړ شي.
تر دې وړاندې هم د ایران او ترکیې پر پوله د ترکي پوله ساتو ځواکونو له‌خوا له افغان وګړو سره د تاوتریخوالي ورته قضیې راپور شوې وې. د افغانستان انټرنشنل څېړنه ښيي، هغه کډوال چې د ۱۴۰۰کال تر بدلونونو وروسته د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او پراخو بشري حقونو سرغړونو له امله له افغانستان نه تښتیدلي وو، د ایران او ترکیې پر لاره له سخت تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
د پوله ساتو له‌خوا تاوتریخوالی، یرغمل نیونه او د لارې په اوږدو کې طبیعي پېښې په ځینو مواردو کې د کډوالو د مړینې لامل شوي دي. ترکي چارواکو لاتراوسه د دغه ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی
۱

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۲

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

۳

د هند وېزې لپاره نوي اسناد اړین وګرځېدل؛ سوداګر د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي

۴

المرصاد: په خیبر پښتونخوا کې په یوه هوایي برید کې د داعش یو مرکز له‌منځه وړل شوی

۵

جرمني د هرمز تنګي د احتمالي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته جنګي بېړۍ ولېږلې

•
•
•

نور کیسې

د بامیان پوهنتون یو محصل: په پوهنتون کې د موبایل لرلو له امله طالبانو ټول محصلین ګواښلي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱
د بامیان پوهنتون یو محصل: په پوهنتون کې د موبایل لرلو له امله طالبانو ټول محصلین ګواښلي
100%

له بامیان نه یو محصل افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې طالبانو په پوهنتون کې د موبایل لرل منع اعلان کړي او د څو محصلانو موبایلونه یې هم مات کړي دي. نوموړي ویلي، طالبانو محصلانو ته ګواښ وکړ که له امر یې سرغړونه وشي له بند او نغدي جریمې سره به مخ شي.

دغه محصل په پوهنتونو کې د موبایل تازه بندیز ته په اشارې د طالبانو ګواښ ته اندېښنه ښودلې. هغه زیاته کړې: «طالبانو محصلینو ته ګواښ کړی، که پوهنتون ته د موبایل سره داخل شي او د دوی له امره سرغړونه وشي؛ نو له یوه میاشت زندان او نغدي جریمې سره به مخ شي».

دغه محصل ویلي، چې طالبانو د بامیان په پوهنتون کې پر محصلینو یوشمېر نور محدودیتونه هم لګولي. هغه زیاته کړې:‌ «طالبانو په پوهنتون کې موبایل بند کړ، ږېره پرېښودل یې جبري کړل او له محصلینو د خاص سپين لباس اغوستلو غوښتنه کړې».

افغان محصلین وايي، دغه وضعیت د محصلینو پر زده‌کړو او ښوونیز چاپېریال منفي اغېز کوي. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري داسې لارښوونې شوې، چې د دولتي ادارو کارکوونکي دې له ځیرکو موبایلونو ډډه وکړي؛ خو اوس داسې ښکاري چې دغه بندیز تر پوهنتونونو، ملکي ادارو او ان تر ښارونو هم رسېدلی او د عملي کېدو په حال کې دی.

د سروبي اوسېدونکي: په سروبي کې دوه قبیلې د یوه زیارت د ملکیت پر سر په شخړه کې دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۱
د سروبي اوسېدونکي: په سروبي کې دوه قبیلې د یوه زیارت د ملکیت پر سر په شخړه کې دي
100%

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دینارخېلو او خواجه‌خېلو قومونو ترمنځ د شپولي بابا د زیارت پر سر پخوانۍ شخړه یو ځل بیا توده شوې او د سیمې خلک د احتمالي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري.

یو شمېر شکایت کوونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ادعا کړې، چې د سروبي ولسوالۍ د امر بالمعروف مسوول خان ولي په دې قضیه کې بې‌طرفي نه ده ساتلې.

دوی همداراز ادعا کوي، چې نوموړي د قضیې له یوه لوري مالي ګټه ترلاسه کړې ده.

د دینارخېلو قوم مشرانو او اوسېدونکو ادعا کړې، چې د یاد زیارت د دم، دعا او خدمت حق له شاوخوا څلور سوه کلونو راهیسې له دوی سره دی او دغه دود یې په دوامداره توګه ساتلی دی.

دوی وایي، په وروستیو کې د دې موضوع پر سر اختلافات زیات شوي او د دواړو قومونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. د دوی په وینا، که موضوع په بې‌پرې ډول ونه څېړل شي، د شخړې د پراخېدو احتمال شته.

د سیمې اوسېدونکو د طالب له اړوندو حکومتي ادارو، امنیتي مسوولینو او عدلي او قضایي ارګانونو غوښتي چې د موضوع په اړه بې‌پرې، شفافه او عاجله څېړنه ترسره کړي، د دواړو لورو خبرې واوري او د قانون او عدالت له مخې پرېکړه وکړي، څو د احتمالي تاوتریخوالي او شخړو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د سروبي د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو په خپلواکه توګه دا نه تاییدوي.

د لښکرګاه یو شمېر دوکاندارانو شکایت: « د طالبانو ښاروالۍ مو دوکانونه تړلي»

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۱
د لښکرګاه یو شمېر دوکاندارانو شکایت: « د طالبانو ښاروالۍ مو دوکانونه تړلي»
100%

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار یو شمېر دوکاندارانو افغانستان انټرنشنل ته په استولي غږیز پیغام کې شکایت کړی چې د طالبانو د ښاروالۍ اړوند د ښاري نظم موټر هره ورځ د دوی کاروبار ګډوډوي، دوکانونه یې تړي او دوکانداران ځوروي.

دوی وايي چې د حکومت مالیه، د صفایې محصول او د سوداګرۍ جوازونو ټولې اړوندې چارې یې بشپړې کړې دي او هېڅ پاتې مکلفیت نه لري، خو بیا هم د ښاروالۍ کارکوونکي پر دوی محدودیتونه لګوي.

د دوکاندارانو په وینا، د دوی دوکانونه تړل شوي او له کسب او کار څخه بې‌برخې شوي دي.

هغوی زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو په دې سختو شرایطو کې د دوکانونو تړل د دوی او د دوی د کورنیو پر ژوند منفي اغېز کوي.

له افغانستان انټرنشنل سره شریکو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې یو سپین رنجر موټر ښکاري چې د «لښکرګاه ښاروالۍ ښاري نظم» پرې لیکل شوی.

په ویډیو کې موټر د ښار په منځ کې ګرځي او په یوه بل انځور کې لیدل کېږي چې د یاد موټر شاوخوا یو شمېر خلک راټول شوي او خبرې ورسره کوي.

یادو دوکاندارانو له طالبانو غوښتي چې د دوی تړل شوي دوکانونه بېرته پرانیزي او هغوی ته د عادي کاروبار اجازه ورکړي.

د یادونې وړ ده، افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه د دوکاندارانو دغه ادعا نه تاییدوي، دا یوازې د دوی روایت دی.

پکتیکا کې د کور دروازې ته ایښودل شوي ماین چاودنې پلار او زوی ټپیان کړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
پکتیکا کې د کور دروازې ته ایښودل شوي ماین چاودنې پلار او زوی ټپیان کړي
100%

د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې، چې په دغه ولایت کې د یوه سپین‌ږیري سړي د کور دروازې ته ماین ایښودل شوی و چې د چاودنې له امله یې پلار او زوی ټپیان شوي دي. دوی وایي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یاد سپین‌ږیری سهار وختي د خپل کور دروازه خلاصوله.

د دوی په وینا، له دروازې سره تړل شوی ماین وچاودېد او د کور خاوند او د هغه زوی یې ټپیان کړل.

دوی ادعا کوي چې د چاودنې تر شا شخصي دښمنۍ او غرضونه موجود دي. دوی وایي، د سیمې امنیتي وضعیت ته په کتو، دا ډول چاودېدونکي توکي د عامو خلکو له لاسرسي بهر دي او د دوی په باور «له سیمې د با نفوذه کسانو (طالبانو) له همکارۍ پرته د ماین ځای پر ځای کول ممکن نه دي».

تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د پېښې د دقیق ځای او څرنګوالي په اړه نور جزییات لا نه دي ترلاسه شوي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د پکتیکا د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

پکتیا کې دولتي کارکوونکی: طالبانو دولتي کارکونکو ته ویلي چې ځیرک موبایلونه ونه کاروي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۱
پکتیا کې دولتي کارکوونکی: طالبانو دولتي کارکونکو ته ویلي چې ځیرک موبایلونه ونه کاروي
100%

له پکتیا ولایت څخه یوه دولتي کارکونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي چې د طالبانو له لوري پر دولتي کارکوونکو د ځیرک موبایلونو کارول منع شوي او دغې پرېکړې ورته ورځنی کار لا سخت کړی دی.

د دغه کارکوونکي په وینا، د امر له لوري یې ورته ویل شوي چې له نن ورځې به یو ځانګړی فورم لاسلیک کوي چې یا به خپل ځیرک موبایلونه تسلیموي او یا به یې ماتوي.

نوموړی ادعا کوي چې د دې حکم د نه منلو په صورت کې به له دندې ګوښه او د طالبانو محکمو ته به معرفي شي.

هغه زیاتوي چې د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره اړ دی د هر ډول حکم اطاعت وکړي، خو په وینا یې دا ډول محدودیتونه د کار په بهیر منفي اغېز لري.

د دغه کارکوونکي په خبره، د دندې ډېرې چارې یې د ځیرک موبایل له لارې تنظیمېدې او د دې وسیلې له لرې کېدو سره به یې کارونه ډېر پیچلي او ستونزمن شي. هغه دا اقدام د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره په ټکر کې بولي.

طالبانو د دولتي کارکوونکو لپاره د زیرک موبایل کارول منع کړي او د نه منلو په صورت کې یې د قانوني اقدام او محکمې ته د سپارلو خبرداری ورکړی دی.

ځینې منتقدین په دې باور دي چې طالبان د دې لپاره د ځیرک موبایلونو کارول محدودوي چې د هغوی ناوړه کړنې او سرغړونې ثبت او مستندې نه شي.