• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقستان د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز جوړول تصویب کړل

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په الماتا ښار کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا موخو د سیمه‌ییز مرکز جوړېدو هوکړې قانون تر تصویب وروسته، توشیح او لاسلیک کړی.

د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی چې د یاد مرکز جوړېدل د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامدارې پراختیايي موخو د لومړي سیمه‌ییز مرکز د جوړیدو لاره پرانېسته.

یاد قانون تېر کال د اګسټ په میاشت کې د قزاقستان د ولسمشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ لاسلیک شوی و.

د قزاقستان د مشرانو جرګې غړېي بیبیګل ژیکسنبای د دغه قانون د لایحې د وړاندې کولو پرمهال وویل:« دغه مرکز د قزاقستان لپاره خورا ستراتیژیک ارزښت لري او الماتا ښار کې د دې مرکز موقعیت به دغه ښار د یو څو اړخیز ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه لا پیاوړی کړی».

نوموړې زیاته کړې چې د دغه ګام په مټ به په نړوالو غونډو کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د ترویج فرصتونه پراخ شي او په نړۍوال سیستم کې به د قزاقستان د متخصصینو د استازیتوب د زیاتوالي ترڅنګ د هغوی مسلکي وړتیاوې هم لوړې شي.

د راپورونو له‌مخې، د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، قزاقستان به د کوربه هېواد په توګه له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کال پورې په داوطلبانه ډول هر کال ۳ میلیونه ډالره مالي مرسته کوي.

له یادې مالي سرچینې څخه به د دغه نوي مرکز د عصري تجهیزاتو د پېرلو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټونو او مخابراتي سیستمونو د چمتو کولو او همدارنګه د مرکز د عملیاتي چارو د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار اخیستل کېږي او دا به د ملګرو ملتونو لومړنی سیمه‌ییز مرکز وي چې په ځانګړي ډول د دوامدارې پراختیا موخو د پلي کېدو لپاره په منځنۍ اسیا او افغانستان تمرکز کوي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

پزشکیان له امریکا سره تر هوکړې وروسته ایران د یوه پیاوړي قدرت په توګه یاد کړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۱
پزشکیان له امریکا سره تر هوکړې وروسته ایران د یوه پیاوړي قدرت په توګه یاد کړی
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له واشنګټن سره د هوکړه لیک تر لاسلیکېدا وروسته ایران د یوه پیاوړي قدرت په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې نړۍواله سوله یوازې د دوه اړخیز درناوي په سیوري کې رامنځته کېدای شي.

پزشکیان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران تل د خپل عزت، خپلواکۍ او پرمختګ د خوندیتوب ترڅنګ نړۍوالۍ سولې او سیمه‌ییزې همکارۍ ته ژمن او وفادار پاتې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د ایران اوسنی دریځ د یوه تاریخي سند او پیغام په توګه دا ثابتوي چې دوی د متقابل درناوي پر بنسټ له نړۍ سره تعامل غواړي.

نوموړي د فشارونو په وړاندې د خپلو خلکو د درېدو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ایران خلکو په خپلو کړنو سره وښوده چې د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې نه تسلیمېدونکي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ۴۷ زره را ستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو ورکولو خبر ور کړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱
د طالبانو د کډوالو وزارت ۴۷ زره را ستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو ورکولو خبر ور کړی
100%

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت تر چتر لاندې د کډوالو چارو عالي کمېسیون ویلي، د غبرګولي په ۲۸مه نېټه له پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت تر دې دمه ۴۷ زره را ستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو یا نومرو ورکولو خبر ور کړی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۱۶۶۵ تنو ته، فاریاب کې ۵۷۷ تنو، هلمند کې ۳۴۵ تنو ، غزني کې ۲۴۲ ، په بلخ کې ۲۱۲ تنو ، په سمنګان کې ۲۷، فراه کې ۱۲۰ تنو ته او په نیمروز کې ۲۰۳ تنو راستنو شویو کورنیو ته ځمکې وېشل شوې دي.

د یاد کمیسیون په وینا، د راستنېدونکو د ملاتړ او مرستو د وېش لړۍ دوام لري او د بېلابېلو ادارو له لوري ورته د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې روانې دي.

دغه اداره زیاتوي چې د وېشل شوو هستوګنیزو نمرو مجموعي شمېر ۴۷ زره او ۹ سوه ۹۱ ته رسېدلی دی او دا لرۍ په چټکۍ سره دوام لري.

په کابل کې پر نجونو د موټر برید په پېښه کې کارېدلی موټر د طالبانو د یوه چارواکي دی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
په کابل کې پر نجونو د موټر برید په پېښه کې کارېدلی موټر د طالبانو د یوه چارواکي دی
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هغه موټر چې څه موده وړاندې یې په کابل کې څو نجونې ووهلې او ټپي کړې، د طالبانو د یوه چارواکي دی. تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي وو چې د دې پېښې عامل نیول شوی دی.

باخبره سرچینو، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نومونه یې خپاره شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یاد موټر دولتي و او د اسلام‌کلا ګمرک د طالبانو په مسوول مولوي احسان‌الله احسان پورې اړه لري.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د پېښې پر مهال دغه طالب چارواکی په خپل موټر کې و او که نه.

د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۷مه، یو سپین رنګه لینډکروزر موټر د کابل په شپږمه حوزه کې پر هغو ځوانو نجونو ورغی، چې د سړک پر غاړه روانې وې.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له پېښې شاوخوا څلور ورځې وروسته وویل چې دغه لینډکروزر د پلازمېنې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر نجونو ورختلی و، چې لږ تر لږه درې نجونې پکې ټپیانې شوې وې.

خالد ځدراڼ د غبرګولي په ۲۵مه اعلان وکړ چې د دې پېښې عامل نیول شوی دی. هغه زیاته کړه چې له نیول شوي کس څخه پلټنې روانې دي او د قضیې څېړنه دوام لري.

په هغو انځورونو کې چې طالبانو خپاره کړي، د نیول شوي کس څېره پټه ده او د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په انګړ کې ښکاري. تورن کس د یوه لینډکروزر موټر مخې ته ولاړ دی او لاسونه یې خلاص دي.

د طالبانو ویاندویانو، سره له دې چې له پېښې نهه ورځې تېرې شوې او پراخ غبرګونونه یې راپارولي، لا هم د بریدګر د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي وو چې ټپیانې روغتون ته لېږدول شوې او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی، خو سرچینې وایي چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت لا هم نازک دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د بریدګر موټر نمبرپلېټ نه درلود او ښیښې یې تورې وې. د پېښې خپرو شویو انځورونو هم د سرچینو دغه معلومات تایید کړي دي.

سرچینې وایي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو د شپږمې امنیتي حوزې مسوولانو د څار کمرو ثبت شوې ویډیوګانې کتلې دي.

د سرچینو په وینا، د امنیتي کمرو څېړنو ښودلې چې موټر له پېښې وروسته تښتېدلی او وروسته د یوه طالب چارواکي کور ته ننوتی دی. د سرچینو په وینا، دغه کور د اسلام‌کلا ګمرک د طالبانو یوه مسوول پورې اړه لري.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یاد موټر چلوونکی دا مهال د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په توقیف کې ساتل کېږي.

قضیه پوځي محکمې ته سپارل شوې

د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو د دې پېښې له امله د اسلام‌کلا ګمرک د مسوول دنده ځنډولې او دوسیه یې پوځي محکمې ته سپارلې ده. خو طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې پېښې احتمالي انګېزه لا روښانه نه ده، خو په هرات کې د ښځو د پراخو نیونو او ځپلو سره یې هممهاله کېدو داسې ګومانونه راپارولي چې ښايي دا پېښه د طالبانو د ځینو غړو له لوري د ښځو د ټولنیز حضور پر وړاندې د مخالف ذهنیت له امله وي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د شپږمې امنیتي حوزې مسوولانو د دې لپاره چې په قضیه کې یو لوړپوړی طالب چارواکی ښکېل بلل کیږي، د موضوع له جدي تعقیب څخه ډډه کړې ده.

باخبره سرچینو، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، ویلي چې طالبانو د دغو نجونو له کورنیو سره اړیکه نیولې او ترې غوښتي یې دي، چې د پېښې له رسنیز کېدو ډډه وکړي.

طالبان وایي چې په کابل کې د امنیتي کمرو په نصبولو سره وضعیت تر څار لاندې ساتي او هېڅ موټر ته له نمبرپلېټ پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

خو د سرچینو په وینا، هغه موټر چې پر نجونو ورغلی، نمبرپلېټ یې نه درلود او ښیښې یې هم تورې وې.

طالبانو له پاکستان او ایران څخه د څه باندې ۲۱ ټنه قاچاق کېدونکو توکو د نیولو خبر ورکړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱
طالبانو له پاکستان او ایران څخه د څه باندې ۲۱ ټنه قاچاق کېدونکو توکو د نیولو خبر ورکړی
100%

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې یې له پاکستان او ایران څخه د ۲۱،۴ ټنه قاچاق کېدونکو خوراکي او غیر خوراکي توکو مخه نیولې ده. دغه توکي په کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې نیول شوي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۸مه ویلي چې د تېرو دوو اونیو په لړ کې یې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۲۱،۴ ټنه قاچاق کېدونکي توکي نیولي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، په نیول شویو توکو کې امونه، انساني درمل، وریژې،، صابون، اورلګیت، ټوکر، سینګار توکي، ملايي، کرنیز درمل، پرزې، نخي تار، چاکلیټ، کیچپ، د چلم سکاره، تمباکو، نشه‌يي ګولۍ، بوتلي کورت، ثانیه سوز، دال، د خیاطۍ ماشین تېل، اومه نخود، خولۍ، د دیګ مصالحه، د مخ کریم او د رومیانو تخم شامل دي.

طالبانو ویلي چې قاچاق وړونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته را انتقال کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت زیاته کړې چې د یادو قاچاقي توکو په تور یې یو شمېر کسان هم نیولي دي، خو د هغوی د شمېر په اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړو وروسته له تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ټولي لارې تړل شوې دي او یو شمېر کسان هڅه کوي ځینې خوراکي توکي او درمل په غیرقانوني لارو افغانستان ته انتقال کړي.

کرملین وايي اروپایانو ښايي ټرمپ په «زیانمنوونکو نظرونو پړسولی» وي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱
کرملین وايي اروپایانو ښايي ټرمپ په «زیانمنوونکو نظرونو پړسولی» وي
100%

د کرملین یوه لوړپوړي سلاکار ویلي چې دجي۷د وروستۍ غونډې پر مهال اروپایي مشرانو ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته «زیانمنوونکي نظرونه» ورکړي وي، خو هغه ټینګار کړی چې ټرمپ یو قوي مشر دی او په خپلو نظرونو ولاړ پاتې کېږي.

ټرمپ تر دې غونډې وروسته له اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره د ډېرې ښې لیدنې یادونه وکړه او ویې ویل چې روسیه باید له اوکراین سره سوله وکړي.

د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف وویل چې ټرمپ ښايي د اوکراین د وضعیت په اړه ناسم معلومات ترلاسه کړي وي. هغه زیاته کړه چې مسکو لا هم د ټرمپ د ځانګړو استازو سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر د راتګ تمه لري، خو تر اوسه یې کره وخت نه دی ټاکل شوی.

اوشاکوف ادعا وکړه: «دا احتمال شته چې ټرمپ ته زیانمنوونکي نظرونه ورکړل شوي وي. موږ پوهېږو چې اروپایان دلته غیر ګټور نفوذ لري».

هغه ټینګار وکړ چې ټرمپ قوي سیاستوال دی او په خپل دریځ ټینګ ولاړ وي.