د ښځو تر نیولو وروسته؛ د هرات یوه اوسېدونکې وایي له دوو اونیو راهیسې له کوره نهدي وتلي

د هرات یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو لهخوا د ښځو تر نیولو وروسته د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د وېرې فضا خوره شوې ده. د هغې په وینا؛ د نیول کېدو له وېرې له تېرو دوو اونیو راهیسې دوی له کوره بهر نهدي وتلي.
