• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مسووليت نړۍوال مرکز: افغانستان کې ښځې، نجونې او ملکي وګړي لاهم له جدي ګواښونو سره مخ دي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د «مسوولیت د خونديتوب نړۍوال مرکز» په خپل وروستي اوونیز راپور کې ویلي، چې افغانستان لاهم د بشري خوندیتوب له جدي ننګونو سره مخ دی او ښځې، نجونې او ملکي وګړي د تاوتریخوالي او محدودیتونو تر ټولو ډېر اغېزمن دي.

راپور وايي، په هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو پر ضد له اعتراضونو وروسته د طالبانو له لوري د معترضو پر وړاندې د زور کارولو، وهلو ټکولو او د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي. د راپور له مخې؛ د دغه پېښو له امله لږترلږه یو ماشوم وژل شوی، څو کسان ټپیان شوي او یوشمېر نور نیول شوي دي.
د یاد مرکز په وینا؛ د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لاهم پراخېږي او دغه وضعیت د هغوی د بنسټیزو حقونو د لا محدودېدو لامل شوی دی. راپور پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د دواړه خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي دوام ملکي وګړي له ګواښ سره مخ کوي.
د راپور له مخې؛ د جون میاشتې په لومړیو کې پاکستان د هوايي بریدونو پرمهال د ۲۶ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې، خو طالب چارواکو ویلي په دغه بریدونو کې ۱۳ ملکیان چې ډېری یې ماشومان دي وژل شوي دي.
د یاد مرکز په وینا؛ د ښځو د حقونو محدودېدل، د مدني فعالیتونو پر وړاندې خنډونه او پر ډورنډ کرښه تاوتریخوالی د افغانستان د بشري وضعیت د لا خرابېدو ګواښ زیاتوي. یاد بنسټ له طالب چارواکو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي تګلارې پای ته ورسوي، د سوله‌ییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب لپاره خپلې ژمنې عملي کړي. همداراز یې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د څار او حساب ورکونې لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د یوناما ماموریت غځېدو وروسته؛ پنجشېر کې د یوناما اړوند ۹فعالې ادارې د همغږۍ په اړه غږېدلي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱
د یوناما ماموریت غځېدو وروسته؛ پنجشېر کې د یوناما اړوند ۹فعالې ادارې د همغږۍ په اړه غږېدلي
100%

افغانستان کې د یو بل کال لپاره د یوناما ماموریت له غځېدو وروسته پنجشېر کې د ملګرو ملتونو اړوندو ۹ ادارو د طالبانو له اړوندو ادارو سره د همغږۍ غونډه کړې. د ملګرو ملتونو د پروژه‌يي خدمتونو دفتر وویل، په روان کال کې به دغه ولایت کې د ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت پراختیايي پروژې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما ماموریت په ۱۵ موافقو رایو سره د یو بل کال لپاره وغځاوه.

له دې سره‌هم‌مهاله په پنجشېر کې د طالبانو د والي حافظ محمد اغا حکیم په مشرۍ او د یوناما د مرکزي زون د رييس په حضور سره د ملګرو ملتونو د ۹ فعالو او اړوندو دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې یوازې په روان کال کې دغه ولایت لپاره د نړۍوالو بنسټونو او موسسو د نږدې ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ټولګټې او پراختیايي پروژې جذب شوې دي.

په دې غونډه کې د یوناما د مرکزي زون رييس تبیتا د بشرپاله چارو، د نړۍوالو مرستو د جلب او د اړوندو بنسټونو تر منځ د همغږیو د پیاوړتیا په برخو کې د خپلو همکاریو له دوامه ډاډ ورکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژه‌يي خدمتونو دفتر (UNOPS) څرګنده کړه، چې په روان کال کې به په دغه ولایت کې د ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت ښاري پراختیايي پروژې عملي کړي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي په دې غونډه کې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له فعالیتونو هرکلی وکړ او ویې ویل، ولایتي اداره له ټولو هغو موسسو او نړۍوالو بنسټونو چې د «خیر» په نیت د ځايي خلکو د هوساینې لپاره کار کوي، ملاتړ کوي.

د استازو جرګې غړې له قطر څخه کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه وضاحت غوښتی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۱
د استازو جرګې غړې له قطر څخه  کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه وضاحت غوښتی
100%

د امریکا د استازو جرګې غړې یاسمین انصاري په افغانستان کې د امریکا د متحدینو په ملاتړ کې واشنګټن ناکامه بولي او له قطر څخه د کانګو په څېر درېیمو هېوادونو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د استولو په تړاو له ولسمشر ټرمپ څخه د ځواب او وضاحت غوښتنه کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې غړې ایراني‌الاصله غړې یاسمین انصاري د چهارشنبې ورځې په ناوخته (د غبرګولي ۲۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه په قطر کې له بند پاتې افغان پناه‌غوښتونکو سره د ټرمپ ادارې پر چلند نیوکې کړې دي.

د امریکا د استازو جرګې دغې ډيموکراټ غړې د قطر په یوې اډې کې بند پاتې څه باندې ۱۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي اتلان وبلل او زیاته یې کړه: «دا هغه اتلان دي چې په افغانستان کې یې زموږ له ماموریت سره د مرستې په لاره کې لوی خطرونه منلي وو».

یاسمین انصاري امریکا د خپلو افغان متحدینو په ملاتړ کې پاتې بولي او په دې تړاو له ولسمشر ټرمپ څخه د ځواب او وضاحت غوښتنه کړې او همداراز یې ویلي: «موږ د خپلو دغو متحدینو په ملاتړ کې د پاتې راتلو او د کانګو ډیموکراټيک جمهوریت په څېر درېیمو هېوادونو ته د هغوی د شړلو په اړه د ټرمپ د بوږنوونکو هڅو په تړاو بېړنیو ځوابونو ته اړتیا لرو».

تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې څه باندې ۸۰ غړو چې لږ تر لږه درې جمهوري‌پال او ګڼ شمېر ډیموکراټان په کې شامل دي، په یوه لیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو څخه غوښتنه کړې وه، چې کانګو ته د هغو شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د لېږد پلان بیا وارزوي، چې اوس مهال په قطر کې بند پاتې دي او د بیا مېشتېدو په تمه دي.

د امریکا د استازو جرګه: ناامنو هېوادونو ته د افغان همکارانو لېږد د منلو وړ نه دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ له نږدې ۵ کلونو راهیسې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان د قطر په یوې اډې کې امریکا ته د تګ په تمه بې‌برخلیکه پراته دي.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې سوله د یوه ټول‌شموله ملي او سیاسي بهیر له لارې شونې ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۱
اروپايي ټولنه: افغانستان کې سوله د یوه ټول‌شموله ملي او سیاسي بهیر له لارې شونې ده
100%

اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، ثبات او هوساینه یوازې د یوه «ټول‌شموله، ملي او د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر» له لارې ترلاسه کېدای شي؛ هغه بهیر چې د ټولنې د ټولو قشرونو ګډون او د ښځو اغېزمن حضور پکې تضمین شوی وي.

اروپايي ټولنې د غبرګولي په ۲۶مه، د سې‌شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې، چې د بشري حقونو د عالي کمېشنر د کلني راپور ارزونې ته ځانګړې شوې وه، خبرداری ورکړ چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او د هغوی د حقونو سیستماتیک نقض کېدای شي د روم د اساسنامې له مخې «جنسیتي ځورونه» او «د بشریت ضد جنایت» وبلل شي.

د طالبانو د مشر پر نویو فرمانونو نیوکه

اروپايي ټولنې په خپلې اعلامیې کې د طالبانو د مشر دوه وروستي فرمانونه، یعنې «د محکمو د جزايي اصولنامې په اړه ۱۲مه فرمان» او «د مېړه او مېرمنې د بېلتون د قانون په اړه ۱۸مه فرمان» د جدي اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي چې دغو فرمانونو وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د دې ټولنې په باور، دغو فرمانونو د قانون پر وړاندې د برابرۍ اصل، د عادلانه محاکمې حق، د دین او عقیدې ازادي او د ښځو او ماشومانو ملاتړ په جدي توګه تر پښو لاندې کړي دي.

د اعلامیې په بله برخه کې، د جرمونو نړیواله محکمه د روم د اساسنامې به اساس د افغانستان غړیتوب ته په اشارې سره راغلي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د بشریت ضد جنایت په توګه تر عدلي تعقیب لاندې راتللی شي.

اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې خپلې ټولې محدودوونکې تګلارې ژر تر ژره لغوه کړي او قوانین یې د افغانستان له نړیوالو ژمنو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون سره سمون ومومي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان او ژوندي پاتې شوي کسان د عدالت مستحق دي. په همدې موخه، د افغانستان لپاره د «خپلواک تحقیقاتي میکانېزم» تمویل او فعالول یو مهم او برخلیک ټاکونکی ګام بلل شوی دی.

د افغانستان لپاره خپلواک تحقیقاتي میکانېزم یو نړیوال بنسټ دی چې د جګړه‌ییزو جنایتونو او د بشري حقونو د سرغړونو اړوند شواهد راټولوي، ثبتوي او ساتي، څو په راتلونکو نړیوالو محکمو کې ترې ګټه واخیستل شي.

له اقلیتونو څخه د ملاتړ غوښتنه

اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې د قومي، مذهبي او ژبنیو لږکیو، په ځانګړې توګه د هزاره قوم، د حقونو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دغه نړیوال بنسټ په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د قانون حاکمیت، د بیان ازادي او د رسنیو ازاد فعالیت مهم بللی او د دغو حقونو د درناوي غوښتنه یې کړې ده.

د اعلامیې په پای کې د هېواد په ټولو سیمو کې بشري مرستو ته د بې‌خنډه لاسرسي پر اړتیا ټینګار شوی او ویل شوي چې ښځو ته باید اجازه ورکړل شي څو له هر ډول محدودیت پرته کار وکړي او اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا یادونه کړې چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، ثبات او هوساینه هغه مهال شونې ده چې د افغانانو په مشرۍ یو ټول‌شموله سیاسي بهیر رامنځته شي او د ټولنې ټولې برخې، په ځانګړې توګه ښځې، پکې اغېزمن ګډون ولري.

دا لومړی ځل نه دی چې لوېدیځ هېوادونه له طالبانو غواړي یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي او د بشري حقونو درناوی وکړي. طالبانو بیا دواړه غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د اسلامي احکامو له خپل تعبیر سره په ټکر کې بللې او رد کړې دي.

اروپايي هېوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د بشري حقونو شورا په غونډو کې څو ځله د طالبانو د بشري حقونو پر کړنو نیوکې کړې دي. په مقابل کې، د طالبانو ځینو سیمه‌ییزو شریکانو، لکه چین او روسیه د دغې ډلې له ځینو سیاستونو ملاتړ کړی او له طالبانو سره یې پر تعامل ټینګار کړی دی

طالبانو په پنجشېر کې خپل امنیتي حضور او محدودیتونه زیات کړي دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱
طالبانو په پنجشېر کې خپل امنیتي حضور او محدودیتونه زیات کړي دي
100%

ځايي سرچینې وایي، طالبانو په پنجشېر ولایت کې خپل پوځي حضور پراخ کړی او امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي. د سرچینو په وینا، دې ډلې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې نوې امنیتي پوستې جوړې کړې او د شپې له خوا یې د تګ راتګ محدودیتونه هم لا پسې سخت کړي دي.

په وروستیو اوونیو کې په پنجشېر کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو دوه ویډیوګانې خپرې شوې دي. د زرغون بهیر، چې د امرالله صالح اړوند جریان بلل کېږي، د غبرګولي په څلورمه اعلان وکړ چې د پنجشېر د عبدالله‌خېل درې په سیمه کې یې د طالبانو د ځواکونو یو موټر په نښه کړی دی.

دغه خوځښت د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې یاد پوځي موټر د طالبانو ځواکونه د منجنستو کلي یوې اډې ته لېږدول.

په یوه بله ویډیو کې، چې ویل کېږي د طالبانو ضد یوه لوړپوړي قوماندان پورې اړه لري، یو شمېر وسله‌وال کسان د لوی اختر پر مهال د پسونو د قربانۍ په حال کې لیدل کېږي. د دې ویډیو د ثبت ځای تر اوسه نه دی څرګند شوی.

سرچینې وایي، طالبانو د دغو ویډیوګانو له خپرېدو وروسته پرېکړه کړې چې په پنجشېر کې د خپلو امنیتي پوستو شمېر زیات کړي. د سرچینو په وینا، طالبانو خپل ځواکونه د ولایت په مهمو او ستراتیژیکو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.

سرچینې همداراز وایي چې طالبانو د پنجشېر په غرنیو لمنو کې د لټون او پلټنې عملیات بیا پیل کړي او په وروستیو ورځو کې یې څو ځله د تلاشیو عملیات ترسره کړي دي.

د سرچینو په خبره، طالبانو د پنجشېر اوسېدونکو ته خبر ورکړی چې د ماښام له شپږو بجو وروسته به د تګ راتګ محدودیت نافذ وي او هېڅوک به له خپلو کورونو څخه د وتلو اجازه ونه لري.

پنجشېر د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دغې ډلې پر ضد د وسله‌وال مقاومت له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله دغه ولایت د طالبانو د پراخ پوځي حضور او سختو امنیتي فشارونو شاهد پاتې شوی دی.

په دې ولایت کې د مقاومت ملي جبهې د ځواکونو شتون طالبان دې ته اړ کړي چې ډېر شمېر ځواکونه ور واستوي، امنیتي پوستې جوړې کړي، کور په کور عملیات ترسره کړي، پراخې نیونې وکړي او د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګوي.

د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو راپورونه ښيي چې د پنجشېر اوسېدونکي په وروستیو کلونو کې څو ځله له خپل‌سرو نیونو، شکنجې، ناوړه چلند، د تګ راتګ له محدودیتونو او ډله‌ییزو سزاوو سره مخ شوي دي.

د افغان ښځو د حقونو څار بنسټ پر ښځو د محدودیتونو د پایته رسولو غوښتنه کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۱
د افغان ښځو د حقونو څار بنسټ پر ښځو د محدودیتونو د پایته رسولو غوښتنه کړې
100%

د افغانستان د ښځو د حقونو څار بنسټ پر افغان ښځو د طالباني محدودیتونو د زیاتېدو په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له لومړنیو اړتیاوو څخه د ښځو بې برخې کول د هغوی کرامت او خپلواکي تر پښو لاندې کوي.

دغه بنسټ پر نړیواله ټولنه او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کړی چې د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي په وړاندې چوپ پاتې نه شي.

یاد بنسټ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ښځو بې برخې کول د هغوی خپلواکي له منځه وړي او پر هغوی باندې یو جبري تړاو تپي. د ښځو د حقونو د څار دغه بنسټ ټینګار کړی چې د افغان ښځو غږ باید په نړیواله کچه واورېدل شي او له پامه ونه غورځول شي.

دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي په غبرګون کې خپل غږ پورته کړي او د هغوی د حقونو په دفاع کې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د زده کړې، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې سخت بندیزونه لګول شوي دي. د ښځو د حقونو فعالان په دوامداره توګه له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پر طالبانو د فشار راوړلو له لارې دغه محدودیتونه پای ته ورسوي.