• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بروکسل ته د طالب پلاوي بلنه؛ بلجیم د اروپايي ټولنې له پرېکړې ناخوښه دی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته د طالب پلاوي د بلنې په تړاو مطرح شوې وه، ویلي چې دغه هېواد د طالبانو د استازو د بلنې په اړه د اروپايي ټولنې له پرېکړې سره موافق نه دی.

دغه وزارت ټینګار وکړ چې بلجیم «نه شي کولای هغه رژیم ته مشروعیت ورکړي چې د بشري حقونو په جدي او پراخو سرغړونو تورن دی.» خو د اروپايي ټولنې د کوربه هېواد په توګه مکلف دی چې د طالبانو استازو ته ویزې ورکړي.

دلته د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بشپړ ځواب لوستلای شئ:

«بلجیم په رسمي ډول د طالبانو د پلاوي د ټولو غړو د ویزې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي او د هېواد امنیتي ادارې اوس مهال د دغو غوښتنلیکونو ارزونه کوي. اروپايي کمېسیون څو اوونۍ وړاندې د پلاوي د غړو نوملړ د بلجیم چارواکو ته سپارلی و، چې له امله یې د ویزو د رسمي غوښتنلیکونو له وړاندې کېدو مخکې د امنیتي ارزونو د پیل زمینه برابره شوه.

ځکه چې دا غونډه د اروپايي ټولنې په کچه او د اروپايي کمېسیون په نوښت جوړېږي، نو د غونډې د نېټې، د پلاوي د جوړښت او د اجنډا په اړه د معلوماتو ورکول د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر په واک کې نه راځي. د دغو موضوعاتو په اړه باید له اروپايي کمېسیون سره اړیکه ونیول شي.

د اروپايي ټولنې د پلازمېنې او د ګڼو اروپايي بنسټونو د کوربه ښار په توګه د بروکسل ځانګړی مقام د ویزو په چارو کې د بلجیم د صلاحیت پر څرنګوالي اغېز لري. اروپايي بنسټونه پخپله د غونډو د جوړولو او د ګډونوالو د بلنې په اړه پرېکړې کوي. ځینې وخت دغه غونډې د هغو ادارو یا حکومتونو د استازو په ګډون ترسره کېږي چې بلجیم یې په رسمیت نه پېژني. په داسې حالاتو کې د دغو ادارو یا حکومتونو په اړه د بلجیم دریځ نه شي کولای د ویزې د غوښتنلیکونو د ارزونې بنسټ وګرځي.

د بېلګې په توګه، د روانډا د ولسمشر یا د دغه هېواد د حکومت د غړو سفرونه چې په بروکسل کې د اروپايي بنسټونو غونډو ته کېږي، په پام کې ونیسئ. د بلجیم او روانډا ترمنځ د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو نشتوالی نه شي کولای د دغسې بلنو مخه ونیسي. همدا اصل د هغو اعتراضونو په اړه هم صدق کوي چې کله ناکله د اروپايي پارلمان ویناوو ته د جنجالي څېرو د بلنې په اړه راپورته کېږي. د بلجیم حکومت نه شي کولای د اروپايي پارلمان پر ځای پرېکړه وکړي چې کوم کسان باید د هغه غونډو او پروګرامونو ته راوبلل شي.

همدارنګه باید په یاد ولرو چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې، کله چې متحده ایالاتو د فلسطیني پلاوي ځینو غړو ته د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډو، په ځانګړي ډول د دوه-دولتي حللارې اړوند کنفرانس کې د ګډون لپاره ویزې ورنه کړې، دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوه. د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو هم هغه مهال د امریکا پر دغه اقدام نیوکه کړې وه. ځکه د کوربه هېواد دنده دا نه ده چې د دغسې سفرونو د مناسب والي یا نه مناسب والي په اړه قضاوت وکړي، بلکې باید ډاډ ترلاسه کړي چې د هغو پر وړاندې خنډونه نه رامنځته کېږي.

د اروپايي بنسټونو او نړیوالو سازمانونو کوربه توب همدا ډول مسؤلیت د بلجیم پر غاړه ور اچوي. که بلجیم وغواړي د هغو بلنلیکونو په اړه قضاوت وکړي چې اروپايي بنسټونه یې د خپلو فعالیتونو په چوکاټ کې صادروي، نو د بروکسل حیثیت به د یوه نړیوال او ډیپلوماتیک مرکز په توګه کمزوری شي. د کوربه هېواد په توګه د بلجیم تګلاره دا ایجابوي چې د دغسې غونډو جوړېدل اسانه کړي، نه دا چې خنډونه ورته جوړ کړي.

خو ښاغلی پروو غواړي خپل شخصي دریځ هم په ډاګه بیان کړي. نوموړی بروکسل ته د طالبانو د رژیم د استازو د بلنې له پرېکړې سره موافق نه دی او هېڅکله به دا ونه مني چې د بلجیم حکومت د خپل نوم له لارې دغه کسان په بلجیم کې خبرو ته راوبولي. بلجیم نه شي کولای هغه رژیم ته مشروعیت ورکړي چې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دی، او د بهرنیو چارو وزیر د راپورته شویو اندېښنو بشپړ درک لري.

سره له دې، د کوربه هېواد په توګه د خپلو مکلفیتونو په چوکاټ کې د دغې غونډې د جوړېدو لپاره زمینه برابرول د طالبانو په رسمیت پېژندل، هغوی ته مشروعیت ورکول یا د بلجیم حکومت له خوا د هغوی استازو ته رسمي بلنه ورکول نه معنا کوي. دغه راز، دا غونډه د انفرادي دوسیو د څېړلو لپاره نه ده جوړه شوې او نه هم ټاکل شوې چې د کومې ځانګړې دوسیې په اړه پکې خبرې وشي یا پرېکړه وشي.

خو له دې ټولو سره سره، د یوې ستونزې له پامه غورځول هغه له منځه نه وړي. هغه کسان چې په ناقانونه توګه په هېواد کې اوسېږي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمونه ترسره کوي، باید یوازې د افغانستان د تابعیت له امله له مصونیت څخه برخمن نه وي. بلجیم باور لري چې یوازې د یوې ګډې اروپايي تګلارې له لارې کېدای شي یوه دوامداره، د باور وړ او انساني حللاره وموندل شي؛ داسې حللاره چې هم د خلکو بنسټیز حقونه خوندي کړي او هم د کډوالو د بېرته ستنولو او له اصلي هېوادونو سره د اغېزمنې همکارۍ زمینه برابره کړي.

د بلجیم دریځ به همداراز د عدالت، همغږۍ او د دغه هېواد د نړیوالو ژمنو پر بنسټ ولاړ پاتې شي. د بلجیم له نظره، هېڅوک باید یوازې د خپل تابعیت له امله له مصونیت څخه برخمن نه وي او د دې موضوع څېړنه باید په اروپايي چوکاټ کې ترسره شي.

سربېره پر دې، بلجیم د قانون پر حاکمیت ولاړ هېواد په توګه د خپلواکو ادارو پرېکړو ته درناوی لري، چې د کډوالو او بې‌تابعیته کسانو د چارو د عمومي کمېسارۍ او د کډوالۍ د دعوو د شورا پرېکړې هم پکې شاملې دي.»

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

جې ډي وینس: ایران سره راتلونکې هوکړه باید د توغندیو د جوړولو توان محدود کړي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
جې ډي وینس: ایران سره راتلونکې هوکړه باید د توغندیو د جوړولو توان محدود کړي
100%

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ویلي، چې واشنګټن د ایران ګڼ شمېر بالستیک توغندي او د هغوی د توغولو سیستمونو له منځه وړي دي او ټینګار یې کړی چې د هرې راتلونکې هوکړې مهم شرط باید دا وي چې دغه هېوادونه نور د داسې وسلو د تولید توان ونه لري چې نړۍ ته پراخ ګواښ پېښوي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي: «موږ د هغوی د بالستیک توغندیو او د توغولو سیستمونو د پام وړ شمېر له منځه وړی دی.»

جې ډي وینس زیاته کړې، چې د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو موخه دا نه ده چې هېوادونه د مشروع دفاع له حقه محروم شي، بلکې په وینا یې د هرې نهایي هوکړې برخه باید دا وي چې دغه هېوادونه نور د داسې توغندیو د جوړولو توان و نه لري چې په پراخ ډول نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

هغه ویلي: «موږ تمه لرو چې د هرې نهایي هوکړې برخه دا وي چې هغوی نور ونه شي کولی داسې توغندي جوړ کړي چې نړۍ ته لوی ګواښ جوړ کړي.»

طالبان: د هېواد په شمال زون کې مو لسګونه میله وسلې او پوځي وسایط نیولي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱
طالبان: د هېواد په شمال زون کې مو لسګونه میله وسلې او پوځي وسایط نیولي
100%

د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قول اردو وایي، چې د افغانستان په شمال زون کې یې لسګونه میله ناقانونه وسلې او پوځي وسایط کشف او ترلاسه کړي دي. د دغې قول اردو د اطلاعاتو او نشراتو امریت اعلان کړی، چې دغه تجهیزات په بېلابېلو سیمو کې د ځانګړو کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

په ترلاسه شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو کې اته میله کلاشینکوفونه، دوه میله روسۍ پیکا، یو میل ایم-۴ ډوله وسله، دوه قبضې تفنګچې، دوه عدده شپني دوربینونه او یو عدد جېمر شامل دي. د دې ترڅنګ، د طالبانو استخباراتي ځواکونو یو عراده ډاډسن ډوله موټر هم ترلاسه کړی دی.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو د کشف او ضد استخباراتو مدیریت مسوولینو ویلي، چې دغه وسلې او وسایط د دقیقو کشفي راپورونو پر بنسټ په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې ترلاسه شوي دي. د چارواکو په خبره، دا ټول وسایل او تجهیزات د طالبانو ادارې ته سپارل شوي او د هغوی په اصطلاح په «بیت‌المال» کې اضافه شوي دي.

د دغې قول اردو د اطلاعاتو او نشراتو د آمریت د معلوماتو له مخې، په شمال زون کې د امنیت د تامین او د ناقانونه وسلو د راټولولو لپاره د کشفي او استخباراتي منسوبینو هڅې روانې دي. دوی زیاته کړې چې په سیمه کې د ناقانونه وسلو او پوځي وسایطو د ګرځولو او ساتلو مخنیوی به په جدي توګه دوام ولري.

امریکا خپلو وګړو ته: روسیې ته مه ځئ ځکه د ډرون بریدونو ګواښ جدي دی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
امریکا خپلو وګړو ته: روسیې ته مه ځئ ځکه د ډرون بریدونو ګواښ جدي دی
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په روسیه کې د اوکراین پولې ته نږدې سیمو او ځینو لویو ښارونو کې د ډرون بریدونو او چاودنو پېښې رامنځته شوي او خپلو وګړو ته یې د سخت احتیاط او د سفر د نه کولو سپارښتنه کړې ده.

په دغه خبرداري کې ویل شوي چې د بېړني وضعیت په صورت کې باید خلک د روسي چارواکو لارښوونې تعقیب کړي او خوندي ځای ته پناه یوسي.

امریکا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د ډرون د لیدلو په صورت کې له هغې سیمې سمدستي لیرې شي او ځان خوندي کړي، او له ډرون، د هغې له پاتې شونو یا غورځول شویو توکو سره تماس، نږدې کېدل یا ان د عکس اخیستل هم خطرناک بلل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکايي وګړي باید روسیې ته له سفر کولو ډډه وکړي او دا هېواد د «۴ کچې، سفر مه کوئ» (Do Not Travel) په سخت خبرداري کې شامل دی.

دغه وزارت ویلي چې د بشپړو معلوماتو لپاره خلک کولای شي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمي ویبپاڼې ته مراجعه وکړي او د مسکو د امریکا سفارت له امنیتي خبرداري سره ځانونه خبر کړي.

روسیې او مصر له نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو ګواښونو سربېره د افغانستان وضعیت هم ارزولی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۱
روسیې او مصر له نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو ګواښونو سربېره د افغانستان وضعیت هم ارزولی
100%

د روسیې او مصر د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د کاري ډلې په پنځمه غونډه کې د نړیوال او سیمه‌ییز ترهګریز ګواښونه او په ځانګړې توګه د افغانستان وضعیت ارزولی دی. په دې غونډه کې د منځني ختیځ، مرکزي اسیا او افریقايي هېوادونو وضعیت هم ارزول شوی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د روسیې او مصر د بهرنیو چارو وزارتونو په مشرۍ او د دواړو هېوادونو د اړونده ادارو د استازو په ګډون، د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو د کاري ډلې پنځمه غونډه په مسکو کې ترسره شوه.

د اعلامیې له‌مخې، په دې غونډه کې دواړو لورو له نړۍوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو ګواښونو سربېره د افغانستان وضعیت هم ارزولی دی.

اعلامیه کاږي: «دواړو لورو د نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو ګواښونو، په ځانګړې توګه په افغانستان، منځني ختیځ، مرکزي اسیا او افریقا کې وضعیت وارزاوه او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې خپلې ملي تجربې شریکې کړې».

د اعلامیې پر بنسټ، په دې غونډه کې له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په چارو کې د نړیوالو همکاریو او پروژو په تړاو خبرې شوي او همداراز په دې برخه کې د نویو ټکنالوژیو پر کارول کېدو هم ټینګار وشو.

په اعلامیه کې راغلي: «په دې غونډه کې د ترهګرۍ د مالي تمویل موضوع ته هم ځانګړې پاملرنه وشوه».

د اعلامیې په بربنسټ، د دغې کتنې په پای کې د دوه اړخیزو اړیکو په اډانه کې او همدارنګه په مهمو نړیوالو ډګرونو کې، د نړیوالې ترهګرۍ او د امنیت پر وړاندې له نورو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د روسیې او مصر ترمنځ د همکاریو پر پراختیا هوکړه شوې ده.

روسیه: په افغانستان کې له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې وسله‌وال فعالیت کوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د چارو شنونکي بیا وايي، روسیه له طالبانو سره دوه اړخیزه لوبه کوي، له یوې خوا یې په رسمیت پېژندلي، خو ورسره جوخت یې د ترهګرو پر پالنې تورنوي او له امله یې منځني اسیا هېوادونو ته د ترهګریزو ګواښونو په تړاو اندېښمن هم دي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې روسیې ته د طالبانو د دفاع وزیر په سفر کې د دواړو لورو ترمنځ د نظامي- تخنیکي همکاریو یو تړون هم لاسلیک شوی، خو لا تر اوسه د دغه تړون بشپړ جزییات نه‌دي خپاره شوي او طالبانو یوازې دومره ویلي، چې دا هوکړه د افغانستان د دفاع او امنیت ساتلو لپاره لاسلیک شوې او د بل هېڅ هېواد پر ضد نه ده او زیاته کړې یې ده: «په دې اړوند اندېښنې بې ځایه دي».

د لوېدیځې غاړې وضعیت؛ ۸ اسلامي هېوادونو د فلسطینیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱
د لوېدیځې غاړې وضعیت؛ ۸ اسلامي هېوادونو د فلسطینیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
100%

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د سعودي عربستان، اردن، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، پاکستان، مصر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې پر فلسطینیانو د اسراییلي مېشت‌کوونکو د تاوتریخوالي د زیاتېدو سخته غندنه کړې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې یادو هېوادونو د مېشت‌کوونکو وروستي بریدونه، په ځانګړي ډول د رام‌الله شمال ته د جلعولیا په کلي کې پر «الجامع الکبیر» جومات او د مزرعه النوباني په کلي کې پر «الفاروق» جومات بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا یې د مذهبي مقدساتو ښکاره سپکاوی بللی دی.

د اعلامیې له مخې، دا بریدونه نه یوازې د عبادت ځایونو حرمت تر پښو لاندې کوي، بلکې د نړیوال بشري قانون، نړیوالو کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه‌لیکونو ښکاره سرغړونه هم ده.

د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې دوی د اسراییلي مېشت‌کوونکو له لوري دغه ډول تاوتریخوالی په بشپړ ډول ردوي او همدارنګه د اشغال شوې فلسطیني خاورې پر وړاندې د اسراییلو یو اړخیز او غیرقانوني اقدامات هغه عوامل بللي چې د تاوتریخوالي، بې‌ثباتۍ او افراطیت د زیاتېدو لامل ګرځي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو هېوادونو له نظره اسراییل، د اشغالګر ځواک په توګه، د ټولو دغو بریدونو بشپړ مسولیت لري.

وزیرانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې خپل قانوني او اخلاقي مسولیت ادا کړي او اسراییل دې ته اړ کړي چې په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي مخه ونیسي، د مېشت‌کوونکو غیرقانوني اقدامات پای ته ورسوي او د دغو جرمونو عاملین عدالت ته وسپاري.

د اعلامیې په پای کې د یادو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین له خلکو سره خپل بشپړ یوالی بیا تکرار کړی او ویلي یې دي چې دوی د فلسطینیانو د نه‌سلبېدونکو حقونو، په ځانګړي ډول د خپلواکۍ او د ۱۹۶۷م کال پر پولو د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ کوي، چې ختیځ بیت‌المقدس یې پلازمېنه وي.

دوی همدارنګه ټینګار کړی چې د دوه‌دولتونو د حل لارې پر بنسټ د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره هڅې باید ګړندۍ شي.