ډونالډ ټرمپ: ښايي په ټاکنو کې له نتنیاهو ملاتړ وکړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د اسراییل په راتلونکو ټاکنو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ملاتړ وکړي، خو ټینګار یې کړی چې لومړی باید وګوري چې نور نوماند څوک دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د اسراییل په راتلونکو ټاکنو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ملاتړ وکړي، خو ټینګار یې کړی چې لومړی باید وګوري چې نور نوماند څوک دي.
د اسراییل د کانال ۱۱ د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: «په ډېر احتمال سره به له بنیامین نتنیاهو ملاتړ وکړم، خو باید وګورم چې نور کوم کسان نوماندان کېږي».
هغه له نتنیاهو سره خپلو اړیکو ته په اشارې ویلي: «له بي بي سره ښه اړیکه لرم، خو هغه باید لا ډېر منطقي واوسي».
هغه زیاته کړې: «له هغه سره لیدو ته چمتو یم».

د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې سند له ریموټ لاسلیک کېدا وروسته، سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پلان شوی سفر لغوه شوی دی. د شریف سفر په داسې حال کې لغوه کیږي، چې د پاکستان لوړپوړي ډیپلوماټان، د دولتي ټلویزیون ټیمونه او یو شمېر خبریالان مخکې له مخکې جنیوا ته رسېدلي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، ټاکل شوې وه شریف د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سویس ته ولاړ شي څو د امریکا او ایران د هوکړې اړوند رسمي مراسمو کې ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې نن سهار پر سند د امریکا او ایران د ولسمشرانو له لاسلیک وروسته لومړي وزیر شهباز شریف د منځګړي په توګه لاسلیک وکړ، نو د سبا مراسم لغوه شول.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي چې سند لا له مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خوا په الکترونیکي ډول لاسلیک شوی و.
ټاکل شوې وه چې مراسم د جمعې په ورځ د سویس په برګنستوک کې په یوه ودانۍ کې و شي.
تر دې اونۍ تمه وه چې د سویس په برګنستوک کې به رسمي مراسم ترسره شي، چې شهباز شریف، د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ به پکې ګډون کړی وای.
ویل کیږي چې اوس به په دغو مراسمو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګډون کوي.
د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي چې هېواد یې په هرمز تنګي کې د احتمالي پوځي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته دوه بېړۍ لېږلې دي. دا ګام د امریکا د ولسمشر او ایران ترمنځ د هوکړې له لاسلیکېدو سملاسي وروسته د ماین پاکۍ د غوښتنو په ځواب کې پورته شوی دی.
د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو ناستې ته د رسېدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې همدا اوس د دوی د ماین پاکۍ «فولډا» بېړۍ او د «موزل» په نوم د اکمالاتو بېړۍ د سویس کانال له لارې د سره سمندرګي پر لور روانې دي.
پیستوریوس د دغه ماموریت لپاره ځانګړې نېټه ونه ښوده خو زیاته یې کړه چې په دغه کار کې د ګډون لپاره د ایران او عمان اجازې ته اړتیا ده او دا هر څه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په پرمختګ پورې تړلي دي.
د سمندري امنیت د سرچینو په وینا، له ماینونو د تنګي پاکول ښايي د بېړیو تګ راتګ تر اونیو پورې وځنډوي.
په داسې حال کې چې فرانسه او بریتانیا د یوې څو اړخیزې سمندري ډلې د جوړولو هڅه کوي، ډیپلوماتان وايي چې ایران په دغه تنګي کې د هر ډول بهرني پوځي له حضور سره سخت مخالفت کړی او ښايي پر بېړیو د تېرېدو محصول ولګوي، خو داسې کړنه د اروپايي هېوادونو لپاره سره کرښه ده.
بل خوا، د یونان د حکومت ویاند پاولوس ماریناکیس ویلي چې هېواد یې د ماین پاکۍ په برخه کې مرستې ته چمتو دی خو لا یې په عملیاتي کچه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د لایډز مارکیټ ټولنې مشرې شیلا کامرون وویل چې د ماینونو ګواښ لا هم د سوداګرۍ د پیل پر وړاندې یو لوی خنډ دی او د بېړیو د مالکانو د ډاډ لپاره د سمندري لارو دوامداره څارنه په کار ده.
د بېمکو د سمندري ټولنې امنیتي مشر جاکوب لارسن هم ټینګار کړی چې د تګ راتګ د عادي کېدو لپاره باید د جګړې له دواړو خواوو څخه باوري ډاډ ترلاسه شي.
د هوکړې له مخې د ماین پاکۍ مسوولیت د ایران پر غاړه دی.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په الماتا ښار کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا موخو د سیمهییز مرکز جوړېدو هوکړې قانون تر تصویب وروسته، توشیح او لاسلیک کړی.
د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی چې د یاد مرکز جوړېدل د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامدارې پراختیايي موخو د لومړي سیمهییز مرکز د جوړیدو لاره پرانېسته.
یاد قانون تېر کال د اګسټ په میاشت کې د قزاقستان د ولسمشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ لاسلیک شوی و.
د قزاقستان د مشرانو جرګې غړېي بیبیګل ژیکسنبای د دغه قانون د لایحې د وړاندې کولو پرمهال وویل:« دغه مرکز د قزاقستان لپاره خورا ستراتیژیک ارزښت لري او الماتا ښار کې د دې مرکز موقعیت به دغه ښار د یو څو اړخیز ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه لا پیاوړی کړی».
نوموړې زیاته کړې چې د دغه ګام په مټ به په نړوالو غونډو کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د ترویج فرصتونه پراخ شي او په نړۍوال سیستم کې به د قزاقستان د متخصصینو د استازیتوب د زیاتوالي ترڅنګ د هغوی مسلکي وړتیاوې هم لوړې شي.
د راپورونو لهمخې، د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، قزاقستان به د کوربه هېواد په توګه له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کال پورې په داوطلبانه ډول هر کال ۳ میلیونه ډالره مالي مرسته کوي.
له یادې مالي سرچینې څخه به د دغه نوي مرکز د عصري تجهیزاتو د پېرلو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټونو او مخابراتي سیستمونو د چمتو کولو او همدارنګه د مرکز د عملیاتي چارو د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار اخیستل کېږي او دا به د ملګرو ملتونو لومړنی سیمهییز مرکز وي چې په ځانګړي ډول د دوامدارې پراختیا موخو د پلي کېدو لپاره په منځنۍ اسیا او افغانستان تمرکز کوي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له واشنګټن سره د هوکړه لیک تر لاسلیکېدا وروسته ایران د یوه پیاوړي قدرت په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې نړۍواله سوله یوازې د دوه اړخیز درناوي په سیوري کې رامنځته کېدای شي.
پزشکیان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران تل د خپل عزت، خپلواکۍ او پرمختګ د خوندیتوب ترڅنګ نړۍوالۍ سولې او سیمهییزې همکارۍ ته ژمن او وفادار پاتې شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، د ایران اوسنی دریځ د یوه تاریخي سند او پیغام په توګه دا ثابتوي چې دوی د متقابل درناوي پر بنسټ له نړۍ سره تعامل غواړي.
نوموړي د فشارونو په وړاندې د خپلو خلکو د درېدو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ایران خلکو په خپلو کړنو سره وښوده چې د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې نه تسلیمېدونکي دي.
د کرملین یوه لوړپوړي سلاکار ویلي چې دجي۷د وروستۍ غونډې پر مهال اروپایي مشرانو ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته «زیانمنوونکي نظرونه» ورکړي وي، خو هغه ټینګار کړی چې ټرمپ یو قوي مشر دی او په خپلو نظرونو ولاړ پاتې کېږي.
ټرمپ تر دې غونډې وروسته له اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره د ډېرې ښې لیدنې یادونه وکړه او ویې ویل چې روسیه باید له اوکراین سره سوله وکړي.
د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف وویل چې ټرمپ ښايي د اوکراین د وضعیت په اړه ناسم معلومات ترلاسه کړي وي. هغه زیاته کړه چې مسکو لا هم د ټرمپ د ځانګړو استازو سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر د راتګ تمه لري، خو تر اوسه یې کره وخت نه دی ټاکل شوی.
اوشاکوف ادعا وکړه: «دا احتمال شته چې ټرمپ ته زیانمنوونکي نظرونه ورکړل شوي وي. موږ پوهېږو چې اروپایان دلته غیر ګټور نفوذ لري».
هغه ټینګار وکړ چې ټرمپ قوي سیاستوال دی او په خپل دریځ ټینګ ولاړ وي.