دا چې له طالبانو سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کېږي، له مخکې هم څرګنده وه، خو د دې لپاره چې پلاوی بروکسل ته لاړ شي، د بلجیم ویزه اړینه ده. دا موضوع حساسه ده ځکه طالبان لا هم د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي پېژندل شوي.
پرېووت وویل: «زه پخپله بروکسل ته د طالبانو د رژیم د استازو له بلنې سره مخالف یم. زه به دا ونه منم چې د بلجیم حکومت په خپل نوم دوی ته بلنه ورکړي».
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د طالبانو د رژیم رسميت پېژندل له بحث څخه بهردي.
اروپایي کمېسیون او سویډن په رسمي ډول د دې بلنې تر شا ولاړ دي.
اروپا میشتو افغانانو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو، لکه د بښنې نړیوال سازمان د دغه سفر مخالفت کړی او ویلي یې دي چې له طالبانو سره تعامل د هغوی د مشروعیت لامل کېدای شي، په داسې حال کې چې پر دوی له بشري حقونو د سرغړونو تورونه دي.
یاد وزارت ویلي: «د ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې هغه معلومات چې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر عبدالاحد فضلي په نوم د ځیرکو موبایلونو او یا هم د ځانګړو بودجو د منظورۍ په اړه خپاره شوي ناسم او بېاساسه دي».
طالبانو ویلي، یوشمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړې چې ګواکي د هبتالله په امر د طالبانو د مخابراتو وزارت په ځیرکو ټلیفونونو کې د «فاحش او ناسم پروګرام او محتویاتو په اړه چې د ټولنې پر اخلاقو منفي اغېز کوي بند یا کنټرول شي». هغه وایي، داسې هیڅ هدایت یې نهدی تر لاسه کړی.
د یاد وزارت ویاند الکوزي له رسنیو غوښتنه کړې، چې د دوی اړوند رسمي څرګندونې دې یوازې د دوی له پاڼو وڅاري.
د طالبانو له پوځي او ملکي ادارو څخه داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې طالب مسوولین د خپلو کارکوونکو څخه ځیرک ټلیفونونه ټول کړي او ماتوي يې. د دې سره هممهاله له یوشمېر ښوونیزو ادارو او بنسټونو څخه هم راپورونه ترلاسه شوي، چې طالبانو په ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونو کې هم د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز لګولی دی.
د طالبانو ځینې مسوولان بیا وایي، ځیرک موبایلونه د امنیتي معلوماتو د افشا کېدو، د ادارو د محرمو اسنادو د خپرېدو او د هغو محتواوو د خپرېدو لامل کېدای شي چې د دوی له نظره له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. له همدې امله په ځینو وزارتونو، پوځي مرکزونو او ښوونیزو ادارو کې د موبایلونو د کارونې په اړه ځانګړي محدودیتونه وضع شوي دي.
د یادې قابلې په وینا؛ د اېماېسای افغانستان د کار زدهکړې پروګرام ښيي، چې له شته محدودیتونو سره، سره لا هم د ښځو لپاره د روغتیا په برخه کې د زدهکړې او کار زمینه برابرېدای شي. هغې ټینګار وکړ، چې د قابلو او ښځینه روغتیایي کارکاوونکو روزنه نه یوازې د سیمهییزو ټولنو وضعیت ښه کولو کې مرسته کوي؛ بلکې د افغانستان د روغتیا سیسټم پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.
طالبانو د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته په تدریجي ډول د ښځو پر کار او زدهکړو پراخ محدودیتونه ولګول. د دغه پالیسیو له امله د ښځو لپاره د زدهکړو او کاري فرصتونو لاسرسی محدود شوی او د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو بهیر هم اغېزمن شوی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونېسف خبرداری ورکړی و، که د طالبانو اوسني محدودیتونه دوام ومومي؛ نو افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د شاوخوا ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.
یونېسف ویلي و، چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر مسلکي روزنو محدودیتونه به د ښوونې او روزنې او روغتیايي سکټورونو لپاره د ښځینه متخصصو کادرونو د کمښت لامل شي، چې دا به د مېلیونونه افغان ښځو او ماشومانو پر ژوند مستقیم اغېز ولري.