• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان ستره محکمه له عمران خان سره پر ملاقات د بندیز په اړه د عریضو اورېدنه کوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۱

د پاکستان ستره محکمه به نن (پنجشنبه) هغه عریضې واوري، چې د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د هغه د وکیلانو، شخصي ډاکټرانو او کورنۍ غړو پر ملاقات د بندیز په تړاو ثبت شوې دي.

د راپورونو له مخې؛ د قاضي محمدعلي مظهر په مشرۍ درې کسیزه قضايي جرګه چې قاضي مسرت هلالي او قاضي شاهد بلال حسن هم په‌کې شامل دي، د تحریک انصاف د عمومي منشي سلمان اکرم راجا او د عمران خان د خور عظمی خان عریضو ته به رسېدنه وکړي.
سلمان اکرم راجا د اسلام‌اباد سترې محکمې د ۲۰۲۵کال د اکتوبر د ۲۳مې نېټې هغه پرېکړه ننګولې، چې په اډیاله زندان کې له عمران خان سره د وکیلانو د لیدنې په اړه د محکمې د لارښوونو د نه عملي کېدو په تړاو یې عریضه رد کړې وه.
بلخوا ډاکټر عظمی خان هم د اسلام‌اباد سترې محکمې د هغې پرېکړې پر ضد عریضه کړې، چې په‌کې د شفا نړۍوال روغتون ته د عمران خان د لېږد، د شخصي ډاکټرانو، کورنۍ او وکیلانو د لاسرسي او د هغه د روغتیايي معلوماتو د شریکولو غوښتنې رد شوې وې.
په عریضه کې ویل شوي، چې ډاکټر عظمی خان د عمران خان نږدې خپلوانه ده او د ډاکټرې په توګه د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه لري. نوموړې ادعا کړې، چې د زندان اداره له عمران خان سره د هغه د ډاکټرانو او د کورنۍ غړو د لیدنې اجازه نه ورکوي.
دغه اورېدنه وروسته له هغې ترسره کېږي، چې د پاکستان لوی قاضي یحیی اپریدي د مئ میاشتې پر ۲۰مه سلمان اکرم راجا ته ډاډ ورکړی و چې د عمران خان د ډاکټرانو، وکیلانو او کورنۍ د لاسرسي اړوند عریضې به له لوی اختر وروسته واورېدل شي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري