کویت ۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي چې د کویت دولت ۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړل او یاد بندیان به نن شپه دوبۍ او وروسته کابل ته ولېږدول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي چې د کویت دولت ۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړل او یاد بندیان به نن شپه دوبۍ او وروسته کابل ته ولېږدول شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کویت کې د طالبانو سرپرست سفیر مولوي محمد شفیق خطیب د یاد هېواد د زندانیانو د چارو د ادارې مریستیال ابو بهد فایز البراک سره د افغان بندیانو د ستونزو او خلاصون په تړاو کتلي.
نوموړي زیاته کړې چې په یاده کتنه کې دواړو لوریو د افغان بندیانو په اړه رغنده خبرې کړې او په پایله کې یې کویت شل تنه افغان بندیان خوشې کړې دي.
تکل ویلي چې یاد بندیان به نن شپه له کويت څخه دوبۍ او وروسته کابل ته ولېږدول شي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په الماتا ښار کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا موخو د سیمهییز مرکز جوړېدو هوکړې قانون تر تصویب وروسته، توشیح او لاسلیک کړی.
د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی چې د یاد مرکز جوړېدل د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامدارې پراختیايي موخو د لومړي سیمهییز مرکز د جوړیدو لاره پرانېسته.
یاد قانون تېر کال د اګسټ په میاشت کې د قزاقستان د ولسمشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ لاسلیک شوی و.
د قزاقستان د مشرانو جرګې غړېي بیبیګل ژیکسنبای د دغه قانون د لایحې د وړاندې کولو پرمهال وویل:« دغه مرکز د قزاقستان لپاره خورا ستراتیژیک ارزښت لري او الماتا ښار کې د دې مرکز موقعیت به دغه ښار د یو څو اړخیز ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه لا پیاوړی کړی».
نوموړې زیاته کړې چې د دغه ګام په مټ به په نړوالو غونډو کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د ترویج فرصتونه پراخ شي او په نړۍوال سیستم کې به د قزاقستان د متخصصینو د استازیتوب د زیاتوالي ترڅنګ د هغوی مسلکي وړتیاوې هم لوړې شي.
د راپورونو لهمخې، د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، قزاقستان به د کوربه هېواد په توګه له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کال پورې په داوطلبانه ډول هر کال ۳ میلیونه ډالره مالي مرسته کوي.
له یادې مالي سرچینې څخه به د دغه نوي مرکز د عصري تجهیزاتو د پېرلو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټونو او مخابراتي سیستمونو د چمتو کولو او همدارنګه د مرکز د عملیاتي چارو د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار اخیستل کېږي او دا به د ملګرو ملتونو لومړنی سیمهییز مرکز وي چې په ځانګړي ډول د دوامدارې پراختیا موخو د پلي کېدو لپاره په منځنۍ اسیا او افغانستان تمرکز کوي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت تر چتر لاندې د کډوالو چارو عالي کمېسیون ویلي، د غبرګولي په ۲۸مه نېټه له پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت تر دې دمه ۴۷ زره را ستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو یا نومرو ورکولو خبر ور کړی.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۱۶۶۵ تنو ته، فاریاب کې ۵۷۷ تنو، هلمند کې ۳۴۵ تنو ، غزني کې ۲۴۲ ، په بلخ کې ۲۱۲ تنو ، په سمنګان کې ۲۷، فراه کې ۱۲۰ تنو ته او په نیمروز کې ۲۰۳ تنو راستنو شویو کورنیو ته ځمکې وېشل شوې دي.
د یاد کمیسیون په وینا، د راستنېدونکو د ملاتړ او مرستو د وېش لړۍ دوام لري او د بېلابېلو ادارو له لوري ورته د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې روانې دي.
دغه اداره زیاتوي چې د وېشل شوو هستوګنیزو نمرو مجموعي شمېر ۴۷ زره او ۹ سوه ۹۱ ته رسېدلی دی او دا لرۍ په چټکۍ سره دوام لري.
باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هغه موټر چې څه موده وړاندې یې په کابل کې څو نجونې ووهلې او ټپي کړې، د طالبانو د یوه چارواکي دی. تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي وو چې د دې پېښې عامل نیول شوی دی.
باخبره سرچینو، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نومونه یې خپاره شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یاد موټر دولتي و او د اسلامکلا ګمرک د طالبانو په مسوول مولوي احسانالله احسان پورې اړه لري.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د پېښې پر مهال دغه طالب چارواکی په خپل موټر کې و او که نه.
د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۷مه، یو سپین رنګه لینډکروزر موټر د کابل په شپږمه حوزه کې پر هغو ځوانو نجونو ورغی، چې د سړک پر غاړه روانې وې.
د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له پېښې شاوخوا څلور ورځې وروسته وویل چې دغه لینډکروزر د پلازمېنې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر نجونو ورختلی و، چې لږ تر لږه درې نجونې پکې ټپیانې شوې وې.
خالد ځدراڼ د غبرګولي په ۲۵مه اعلان وکړ چې د دې پېښې عامل نیول شوی دی. هغه زیاته کړه چې له نیول شوي کس څخه پلټنې روانې دي او د قضیې څېړنه دوام لري.
په هغو انځورونو کې چې طالبانو خپاره کړي، د نیول شوي کس څېره پټه ده او د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په انګړ کې ښکاري. تورن کس د یوه لینډکروزر موټر مخې ته ولاړ دی او لاسونه یې خلاص دي.
د طالبانو ویاندویانو، سره له دې چې له پېښې نهه ورځې تېرې شوې او پراخ غبرګونونه یې راپارولي، لا هم د بریدګر د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي وو چې ټپیانې روغتون ته لېږدول شوې او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی، خو سرچینې وایي چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت لا هم نازک دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د بریدګر موټر نمبرپلېټ نه درلود او ښیښې یې تورې وې. د پېښې خپرو شویو انځورونو هم د سرچینو دغه معلومات تایید کړي دي.
سرچینې وایي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو د شپږمې امنیتي حوزې مسوولانو د څار کمرو ثبت شوې ویډیوګانې کتلې دي.
د سرچینو په وینا، د امنیتي کمرو څېړنو ښودلې چې موټر له پېښې وروسته تښتېدلی او وروسته د یوه طالب چارواکي کور ته ننوتی دی. د سرچینو په وینا، دغه کور د اسلامکلا ګمرک د طالبانو یوه مسوول پورې اړه لري.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یاد موټر چلوونکی دا مهال د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په توقیف کې ساتل کېږي.
قضیه پوځي محکمې ته سپارل شوې
د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو د دې پېښې له امله د اسلامکلا ګمرک د مسوول دنده ځنډولې او دوسیه یې پوځي محکمې ته سپارلې ده. خو طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې پېښې احتمالي انګېزه لا روښانه نه ده، خو په هرات کې د ښځو د پراخو نیونو او ځپلو سره یې هممهاله کېدو داسې ګومانونه راپارولي چې ښايي دا پېښه د طالبانو د ځینو غړو له لوري د ښځو د ټولنیز حضور پر وړاندې د مخالف ذهنیت له امله وي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د شپږمې امنیتي حوزې مسوولانو د دې لپاره چې په قضیه کې یو لوړپوړی طالب چارواکی ښکېل بلل کیږي، د موضوع له جدي تعقیب څخه ډډه کړې ده.
باخبره سرچینو، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، ویلي چې طالبانو د دغو نجونو له کورنیو سره اړیکه نیولې او ترې غوښتي یې دي، چې د پېښې له رسنیز کېدو ډډه وکړي.
طالبان وایي چې په کابل کې د امنیتي کمرو په نصبولو سره وضعیت تر څار لاندې ساتي او هېڅ موټر ته له نمبرپلېټ پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
خو د سرچینو په وینا، هغه موټر چې پر نجونو ورغلی، نمبرپلېټ یې نه درلود او ښیښې یې هم تورې وې.
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې یې له پاکستان او ایران څخه د ۲۱،۴ ټنه قاچاق کېدونکو خوراکي او غیر خوراکي توکو مخه نیولې ده. دغه توکي په کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې نیول شوي دي.
د طالبانو د مالیې وزارت د د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۸مه ویلي چې د تېرو دوو اونیو په لړ کې یې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۲۱،۴ ټنه قاچاق کېدونکي توکي نیولي دي.
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، په نیول شویو توکو کې امونه، انساني درمل، وریژې،، صابون، اورلګیت، ټوکر، سینګار توکي، ملايي، کرنیز درمل، پرزې، نخي تار، چاکلیټ، کیچپ، د چلم سکاره، تمباکو، نشهيي ګولۍ، بوتلي کورت، ثانیه سوز، دال، د خیاطۍ ماشین تېل، اومه نخود، خولۍ، د دیګ مصالحه، د مخ کریم او د رومیانو تخم شامل دي.
طالبانو ویلي چې قاچاق وړونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته را انتقال کړي.
د طالبانو د مالیې وزارت زیاته کړې چې د یادو قاچاقي توکو په تور یې یو شمېر کسان هم نیولي دي، خو د هغوی د شمېر په اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړو وروسته له تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ټولي لارې تړل شوې دي او یو شمېر کسان هڅه کوي ځینې خوراکي توکي او درمل په غیرقانوني لارو افغانستان ته انتقال کړي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پرېووت ویلي چې هغه پخپله بروکسل ته د طالبانو د پلاوي له بلنې سره مخالف دی، خو د بلجیم حکومت د دغه سفر مخه نه شي نیولی. دغه پنځه کسیز پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند قهار بلخي په مشرۍ بروکسل ته ځي.
ماکسیم پرېووت د چارشنبې په ماښام د بلجیم د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل چې دا د بلجیم حکومت لپاره ممکنه نه وه چې د دې بلنې مخه ونیسي.
په دې کمیټه کې دسوسیالیست ګوند استازې لیډیا موتیبیلی نګوۍ له وزیر نه د طالبانو استازو ته د ویزو ورکولو په اړه پوښتنه وکړه، خو پرېووت وویل چې بلجیم د دې پلاوي د درې غړو د ویزې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي او تمه کېده چې د نورو دوو غوښتنلیکونه هم راشي، چې وروسته دا ټول بشپړ شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د طالبانو دغه پنځه کسیز پلاوی په راتلونکې اونۍ کې بروکسل ته لاړ شي. پلاوی به د اروپایي کمېسیون په غوښتنه افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکود ستنېدو په اړه له اروپايي استازو سره خبرې وکړي.
دا چې له طالبانو سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کېږي، له مخکې هم څرګنده وه، خو د دې لپاره چې پلاوی بروکسل ته لاړ شي، د بلجیم ویزه اړینه ده. دا موضوع حساسه ده ځکه طالبان لا هم د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي پېژندل شوي.
پرېووت وویل: «زه پخپله بروکسل ته د طالبانو د رژیم د استازو له بلنې سره مخالف یم. زه به دا ونه منم چې د بلجیم حکومت په خپل نوم دوی ته بلنه ورکړي».
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د طالبانو د رژیم رسميت پېژندل له بحث څخه بهردي.
خو وزیر وویل چې بلجیم د خپلو نړیوالو مکلفیتونو له امله د اروپایي بنسټونو د کوربه هېواد په توګه د ځانګړو مقرراتو تابع دی.
د بلجیم د چارواکو په وینا، که دوی د اروپایي ادارو د بلنو په اړه منفي دریځ غوره کړي، نو دا به د بروکسل د نړیوال دیپلوماټیک حیثیت د کمزوري کولو خطر رامنځته کړي.
اروپایي کمېسیون او سویډن په رسمي ډول د دې بلنې تر شا ولاړ دي.
اروپا میشتو افغانانو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو، لکه د بښنې نړیوال سازمان د دغه سفر مخالفت کړی او ویلي یې دي چې له طالبانو سره تعامل د هغوی د مشروعیت لامل کېدای شي، په داسې حال کې چې پر دوی له بشري حقونو د سرغړونو تورونه دي.