اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

اروپايي پارلمان د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د یادې ټولنې غړو هېوادونو کې په ناقانونه توګه د مېشتو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د اروپایي ټولنې په سیاستونو کې پراخ بدلونونه تصویب کړل.
د اروپايي پارلمان د خبرپاڼې له مخې؛ د نوي قانون موخه د بنسټیزو حقونو او نړۍوالو قوانینو له مخې د بېرته ستنولو لړۍ ساده کول او ګړندي کول دي. د اروپايي پارلمان غړو د ۴۱۸ موافقو، ۲۱۸ مخالفو او ۳۰ ممتنع رایو سره دغه بدلونونه تصویب کړل.
د دغه قوانینو له مخې؛ هغه غیر اروپايي وګړي چې په ناقانونه توګه په یوه غړي هېواد کې ژوند کوي، اړ دي چې سملاسي یا په یوې ټاکلې موده کې له هغه هېواده ووځي. دغه کسان باید له چارواکو سره همکاري وکړي او د نه همکارۍ او تیښتې په صورت کې به تر ۲۴ میاشتو پورې زنداني شي.
د یاد قانون له مخې؛ چارواکي کولی شي د ځایونو پلټنې او د شخصي توکو او برېښنایي وسایلو ضبطولو په ګډون ځینې څېړنیز اقدامات ترسره کړي.
د اېټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني پر اېکس پاڼه لیکلي :«نن اېټالیا یوه لویه بریا ترلاسه کړه. اروپایي پارلمان د بېرته ستنولو په اړه نوي قوانین تصویب کړل. دغه تاریخي اقدام به د هغو کسانو چټک بېرته ستنولو ته اجازه ورکړي، چې په اروپايي ټولنه کې د اوسېدو حق نهلري».
