• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین او جرمني د بالستیک توغندیو ضد دفاعي وړتیاوو د پراختیا تړون لاسلیک کړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي چې اوکراین او جرمني د بالستیک توغندیو پر ضد د دفاعي وړتیاوو د پراختیا یو تړون لاسلیک کړی او له لوېدیزو متحدانو یې غوښتي چې له دې نوښت سره یوځای شي، څو د ژمي تر رارسېدو مخکې عملي پایلې ترلاسه شي.

زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د دفاعي اړیکو ډلې (رامشټاین ډلې) په غونډه کې وویل چې اوکراین په بېړني ډول لر واټنه توپخانې او بې‌پیلوټه وسایطو ته اړتیا لري.

هغه همداراز د اوکرایني پوځ د اوږدمهاله تمویل لپاره د اضافي مالي میکانېزمونو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «د روسیې بالستیک توغندي لا هم یوه جدي ستونزه ده او موږ باید دې ستونزې ته مناسب ځواب ولرو».

زېلېنسکي زیاته کړه: «تر راتلونکي ژمي پورې باید د بالستیک توغندیو پر ضد د دفاع په برخه کې زموږ د ګډ کار څرګندې پایلې وینو. دا یوازې د اوکراین اړتیا نه ده، بلکې د ټولو لپاره مهمه او اوږدمهاله هڅه ده».

د زېلېنسکي د دفتر د معلوماتو له مخې، اوکراین او جرمني به په ګډه د بالستیک توغندیو ضد وړتیاوې پراخې کړي او د «ټرمېټ» په نوم بې‌پیلوټه ځمکني موټر به تولید کړي. دغه موټر کولی شي تر ۳۰۰ کیلوګرامه پورې مهمات، تجهیزات او اوبه د جګړې لومړۍ کرښو ته ولېږدوي.

د راپور له مخې، دغه بې‌پیلوټه وسایط به په جرمني کې تولیدېږي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پېستوریوس ویلي چې د جرمني څو شرکتونه په دې پروژه کې د ګډون لېوالتیا لري.

زېلېنسکي همداراز ویلي چې د اوکراین د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی جوړوونکی شرکت «فایر پواینټ» هم د دې نوښت له ګډونوالو څخه دی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

وېنس: د ایران د هوکړې په اړه د اسراییل «وارخطایي» د بې باورۍ نښه ده

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱
وېنس: د ایران د هوکړې په اړه د اسراییل «وارخطایي» د بې باورۍ نښه ده
100%

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې په اړه د اسراییل سخت غبرګون «عجیبه وارخطایي» بللې او ویلي یې دي چې دا دریځ پر امریکا د باور نه درلودو له امله دی.

وېنس د پنجشنبې په ورځ له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وویل، چې په اسراییلي سیاسي نظام کې داسې انګېرنه ده چې د ایران په ګټه عمل به وشي، خو ایران به په بدل کې خپل چلند کې تغییر رانه ولي.

هغه زیاته کړه: «هوکړه داسې نه ده لیکل شوې».

د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ځینو متحدانو په ګډون اسرایيلي چارواکو پر دې هوکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ایران د اټومي او بالستیک توغندیو پروګرامونو په اړه د دوی اندېښنې نه دي حل شوې او دا به په لبنان کې د ایران ملاتړې حزب‌الله پر ضد د اسراییل پوځي عملیات محدود کړي.

وېنس ټینګار وکړ چې امریکا به تر هغو پر ایران لګېدلي بندیزونه لرې نه کړي، څو تهران د هغو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي چې واشنګټن یې ترهګر سازمانونه ګڼي.

هغه وویل: «په اسراییل کې دا ټولې وارخطایي ماته یو څه عجیبه ښکاري، ځکه زما په اند دا د بې‌باورۍ له ځایه سرچینه اخلي، حال دا چې امریکا د سیمې باور ترلاسه کړی دی».

وېنس همداراز وویل چې امریکا له اسراییل او د هغه له حکومت سره ښه چلند کړی او دا ادعا چې واشنګټن «یوه بده هوکړه» کړې، له حقایقو سره سمون نه لري.

روسیې د اوکراین په برید کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ د یوه مهم کارکوونکي د وژل کېدو خبر ور کړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۵ GMT+۱
روسیې د اوکراین په برید کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ د یوه مهم کارکوونکي د وژل کېدو خبر ور کړی
100%

د روسیې د دولتي اټومي شرکت مشر د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د اوکراین د ډرون برید په ترڅ کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ یو مهم کارکوونکی وژل شوی.

اوکراین تر اوسه سملاسي ځواب نه دی ورکړی او رویټرز دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.

روسیې دا بټۍ چې د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ ګڼل کېږي، په ۲۰۲۲ کال کې اوکراین ته تر ننوتلو وروسته تر کنټرول لاندې راوستې او دواړه لوري وخت ناوخت یو بل تورنوي چې د جګړو له لارې د دې تاسیساتو خوندیتوب ګواښي.

د روس د اتومي شرکت مشر الکسي لیکهاچیوف ویلي چې اوکرایني ډرونونو د چارشنبې په ورځ پر انرهودار ښار برید کړی، چې د بټۍ زیات کارکوونکي پکې اوسېږي.

هغه زیاته کړه چې د بټۍ یو کارکوونکی چې د ترمیم په ورکشاپ کې یې کار کاوه وژل شوی او یو بل کارکوونکی سخت ټپي شوی چې ډاکټران یې د ژوند ژغورلو هڅه کوي.

لیکهاچیوف وویل: «دا د برېښناکوټ اصلي تخنیکي پرسونل دی، چې د اروپا د تر ټولو سترې اټومي بټۍ د خوندي فعالیت لپاره حیاتي ارزښت لري».

روسیې د اپرېل په میاشت کې هم ادعا کړې وه چې د همدې بټۍ یو بل کارکوونکی د اوکرایني ډرون برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ: ښايي په ټاکنو کې له نتنیاهو ملاتړ وکړم

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: ښايي په ټاکنو کې له نتنیاهو ملاتړ وکړم
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د اسراییل په راتلونکو ټاکنو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ملاتړ وکړي، خو ټینګار یې کړی چې لومړی باید وګوري چې نور نوماند څوک دي.

د اسراییل د کانال ۱۱ د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: «په ډېر احتمال سره به له بنیامین نتنیاهو ملاتړ وکړم، خو باید وګورم چې نور کوم کسان نوماندان کېږي».

هغه له نتنیاهو سره خپلو اړیکو ته په اشارې ویلي: «له بي بي سره ښه اړیکه لرم، خو هغه باید لا ډېر منطقي واوسي».

هغه زیاته کړې: «له هغه سره لیدو ته چمتو یم».

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱
سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی
100%

د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې سند له ریموټ لاسلیک کېدا وروسته، سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پلان شوی سفر لغوه شوی دی. د شریف سفر په داسې حال کې لغوه کیږي، چې د پاکستان لوړپوړي ډیپلوماټان، د دولتي ټلویزیون ټیمونه او یو شمېر خبریالان مخکې له مخکې جنیوا ته رسېدلي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، ټاکل شوې وه شریف د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سویس ته ولاړ شي څو د امریکا او ایران د هوکړې اړوند رسمي مراسمو کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې نن سهار پر سند د امریکا او ایران د ولسمشرانو له لاسلیک وروسته لومړي وزیر شهباز شریف د منځګړي په توګه لاسلیک وکړ، نو د سبا مراسم لغوه شول.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي چې سند لا له مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خوا په الکترونیکي ډول لاسلیک شوی و.

ټاکل شوې وه چې مراسم د جمعې په ورځ د سویس په برګنستوک کې په یوه ودانۍ کې و شي.

تر دې اونۍ تمه وه چې د سویس په برګنستوک کې به رسمي مراسم ترسره شي، چې شهباز شریف، د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ به پکې ګډون کړی وای.

ویل کیږي چې اوس به په دغو مراسمو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګډون کوي.

جرمني د هرمز تنګي د احتمالي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته جنګي بېړۍ ولېږلې

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۹ GMT+۱
جرمني د هرمز تنګي د احتمالي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته جنګي بېړۍ ولېږلې
100%

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي چې هېواد یې په هرمز تنګي کې د احتمالي پوځي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته دوه بېړۍ لېږلې دي. دا ګام د امریکا د ولسمشر او ایران ترمنځ د هوکړې له لاسلیکېدو سملاسي وروسته د ماین پاکۍ د غوښتنو په ځواب کې پورته شوی دی.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو ناستې ته د رسېدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې همدا اوس د دوی د ماین پاکۍ «فولډا» بېړۍ او د «موزل» په نوم د اکمالاتو بېړۍ د سویس کانال له لارې د سره سمندرګي پر لور روانې دي.

پیستوریوس د دغه ماموریت لپاره ځانګړې نېټه ونه ښوده خو زیاته یې کړه چې په دغه کار کې د ګډون لپاره د ایران او عمان اجازې ته اړتیا ده او دا هر څه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په پرمختګ پورې تړلي دي.

د سمندري امنیت د سرچینو په وینا، له ماینونو د تنګي پاکول ښايي د بېړیو تګ راتګ تر اونیو پورې وځنډوي.

په داسې حال کې چې فرانسه او بریتانیا د یوې څو اړخیزې سمندري ډلې د جوړولو هڅه کوي، ډیپلوماتان وايي چې ایران په دغه تنګي کې د هر ډول بهرني پوځي له حضور سره سخت مخالفت کړی او ښايي پر بېړیو د تېرېدو محصول ولګوي، خو داسې کړنه د اروپايي هېوادونو لپاره سره کرښه ده.

بل خوا، د یونان د حکومت ویاند پاولوس ماریناکیس ویلي چې هېواد یې د ماین پاکۍ په برخه کې مرستې ته چمتو دی خو لا یې په عملیاتي کچه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د لایډز مارکیټ ټولنې مشرې شیلا کامرون وویل چې د ماینونو ګواښ لا هم د سوداګرۍ د پیل پر وړاندې یو لوی خنډ دی او د بېړیو د مالکانو د ډاډ لپاره د سمندري لارو دوامداره څارنه په کار ده.

د بېمکو د سمندري ټولنې امنیتي مشر جاکوب لارسن هم ټینګار کړی چې د تګ راتګ د عادي کېدو لپاره باید د جګړې له دواړو خواوو څخه باوري ډاډ ترلاسه شي.

د هوکړې له مخې د ماین پاکۍ مسوولیت د ایران پر غاړه دی.