• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني د هرمز تنګي د احتمالي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته جنګي بېړۍ ولېږلې

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي چې هېواد یې په هرمز تنګي کې د احتمالي پوځي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته دوه بېړۍ لېږلې دي. دا ګام د امریکا د ولسمشر او ایران ترمنځ د هوکړې له لاسلیکېدو سملاسي وروسته د ماین پاکۍ د غوښتنو په ځواب کې پورته شوی دی.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو ناستې ته د رسېدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې همدا اوس د دوی د ماین پاکۍ «فولډا» بېړۍ او د «موزل» په نوم د اکمالاتو بېړۍ د سویس کانال له لارې د سره سمندرګي پر لور روانې دي.

پیستوریوس د دغه ماموریت لپاره ځانګړې نېټه ونه ښوده خو زیاته یې کړه چې په دغه کار کې د ګډون لپاره د ایران او عمان اجازې ته اړتیا ده او دا هر څه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په پرمختګ پورې تړلي دي.

د سمندري امنیت د سرچینو په وینا، له ماینونو د تنګي پاکول ښايي د بېړیو تګ راتګ تر اونیو پورې وځنډوي.

په داسې حال کې چې فرانسه او بریتانیا د یوې څو اړخیزې سمندري ډلې د جوړولو هڅه کوي، ډیپلوماتان وايي چې ایران په دغه تنګي کې د هر ډول بهرني پوځي له حضور سره سخت مخالفت کړی او ښايي پر بېړیو د تېرېدو محصول ولګوي، خو داسې کړنه د اروپايي هېوادونو لپاره سره کرښه ده.

بل خوا، د یونان د حکومت ویاند پاولوس ماریناکیس ویلي چې هېواد یې د ماین پاکۍ په برخه کې مرستې ته چمتو دی خو لا یې په عملیاتي کچه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د لایډز مارکیټ ټولنې مشرې شیلا کامرون وویل چې د ماینونو ګواښ لا هم د سوداګرۍ د پیل پر وړاندې یو لوی خنډ دی او د بېړیو د مالکانو د ډاډ لپاره د سمندري لارو دوامداره څارنه په کار ده.

د بېمکو د سمندري ټولنې امنیتي مشر جاکوب لارسن هم ټینګار کړی چې د تګ راتګ د عادي کېدو لپاره باید د جګړې له دواړو خواوو څخه باوري ډاډ ترلاسه شي.

د هوکړې له مخې د ماین پاکۍ مسوولیت د ایران پر غاړه دی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز جوړول تصویب کړل

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۱
قزاقستان د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز جوړول تصویب کړل
100%

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په الماتا ښار کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا موخو د سیمه‌ییز مرکز جوړېدو هوکړې قانون تر تصویب وروسته، توشیح او لاسلیک کړی.

د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی چې د یاد مرکز جوړېدل د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامدارې پراختیايي موخو د لومړي سیمه‌ییز مرکز د جوړیدو لاره پرانېسته.

یاد قانون تېر کال د اګسټ په میاشت کې د قزاقستان د ولسمشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ لاسلیک شوی و.

د قزاقستان د مشرانو جرګې غړېي بیبیګل ژیکسنبای د دغه قانون د لایحې د وړاندې کولو پرمهال وویل:« دغه مرکز د قزاقستان لپاره خورا ستراتیژیک ارزښت لري او الماتا ښار کې د دې مرکز موقعیت به دغه ښار د یو څو اړخیز ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه لا پیاوړی کړی».

نوموړې زیاته کړې چې د دغه ګام په مټ به په نړوالو غونډو کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د ترویج فرصتونه پراخ شي او په نړۍوال سیستم کې به د قزاقستان د متخصصینو د استازیتوب د زیاتوالي ترڅنګ د هغوی مسلکي وړتیاوې هم لوړې شي.

د راپورونو له‌مخې، د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، قزاقستان به د کوربه هېواد په توګه له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کال پورې په داوطلبانه ډول هر کال ۳ میلیونه ډالره مالي مرسته کوي.

له یادې مالي سرچینې څخه به د دغه نوي مرکز د عصري تجهیزاتو د پېرلو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټونو او مخابراتي سیستمونو د چمتو کولو او همدارنګه د مرکز د عملیاتي چارو د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار اخیستل کېږي او دا به د ملګرو ملتونو لومړنی سیمه‌ییز مرکز وي چې په ځانګړي ډول د دوامدارې پراختیا موخو د پلي کېدو لپاره په منځنۍ اسیا او افغانستان تمرکز کوي.

پزشکیان له امریکا سره تر هوکړې وروسته ایران د یوه پیاوړي قدرت په توګه یاد کړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۱
پزشکیان له امریکا سره تر هوکړې وروسته ایران د یوه پیاوړي قدرت په توګه یاد کړی
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له واشنګټن سره د هوکړه لیک تر لاسلیکېدا وروسته ایران د یوه پیاوړي قدرت په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې نړۍواله سوله یوازې د دوه اړخیز درناوي په سیوري کې رامنځته کېدای شي.

پزشکیان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران تل د خپل عزت، خپلواکۍ او پرمختګ د خوندیتوب ترڅنګ نړۍوالۍ سولې او سیمه‌ییزې همکارۍ ته ژمن او وفادار پاتې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د ایران اوسنی دریځ د یوه تاریخي سند او پیغام په توګه دا ثابتوي چې دوی د متقابل درناوي پر بنسټ له نړۍ سره تعامل غواړي.

نوموړي د فشارونو په وړاندې د خپلو خلکو د درېدو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ایران خلکو په خپلو کړنو سره وښوده چې د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې نه تسلیمېدونکي دي.

کرملین وايي اروپایانو ښايي ټرمپ په «زیانمنوونکو نظرونو پړسولی» وي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱
کرملین وايي اروپایانو ښايي ټرمپ په «زیانمنوونکو نظرونو پړسولی» وي
100%

د کرملین یوه لوړپوړي سلاکار ویلي چې دجي۷د وروستۍ غونډې پر مهال اروپایي مشرانو ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته «زیانمنوونکي نظرونه» ورکړي وي، خو هغه ټینګار کړی چې ټرمپ یو قوي مشر دی او په خپلو نظرونو ولاړ پاتې کېږي.

ټرمپ تر دې غونډې وروسته له اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره د ډېرې ښې لیدنې یادونه وکړه او ویې ویل چې روسیه باید له اوکراین سره سوله وکړي.

د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف وویل چې ټرمپ ښايي د اوکراین د وضعیت په اړه ناسم معلومات ترلاسه کړي وي. هغه زیاته کړه چې مسکو لا هم د ټرمپ د ځانګړو استازو سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر د راتګ تمه لري، خو تر اوسه یې کره وخت نه دی ټاکل شوی.

اوشاکوف ادعا وکړه: «دا احتمال شته چې ټرمپ ته زیانمنوونکي نظرونه ورکړل شوي وي. موږ پوهېږو چې اروپایان دلته غیر ګټور نفوذ لري».

هغه ټینګار وکړ چې ټرمپ قوي سیاستوال دی او په خپل دریځ ټینګ ولاړ وي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱
د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ
100%

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې «ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه چمتو شوی دی». د دغه تفاهم یادښت ۱۴ مادې لري.

د ایران له سپاه پاسداران سره تړلي تسنیم خبري اژانس هم مرکچي پلاوي ته د یوې نږدې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د دې تفاهم‌نامې فارسي متن د یوه رسمي سند په توګه د امریکا او ایران له‌خوا لاسلیک شوی دی.

تر دې یو څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي: «احتمالاً اوس د اسلام‌اباد د تفاهم‌نامې متن د ایران او امریکا د ولسمشرانو له‌خوا لاسلیک شوی وي. د دې تفاهم‌نامې متن اوس په رسمي توګه وروستی شوی دی، ځکه چې دواړو لورو لاسلیک کړی دی. پریکړه شوې وه چې دا تفاهم‌نامه په ډیجیټل بڼه لاسلیک شي».

هغه خبرداری ورکړی وو، کله چې تفاهم‌نامه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو لخوا لاسلیک شي، نو نقض کول به یې ډېر لګښت او عواقب ولري.

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې امریکا د تفاهم د یادښت له لاسلیک څو ساعته مخکې ۱۴ ماده‌ییزه د تفاهم یادښت په رسمي بڼه خپور کړی وو.

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱
امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ
100%

امریکا بالاخره د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي۲۷مه) د هغه تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ، چې د تېرې اونۍ په پای کې یې له ایران سره لاسلیک کړی وو. امریکا له دې وړاندې ویلي وو، چې د قطر او پاکستان په غوښتنه او د ایران په ټینګار به دا متن تر جمعې ورځې او د رسمي لاسلیک تر وخته نه‌خپروي.

سره له دې هم، په رسنیو کې د دغه متن د ځینو برخو خپرېدو او په ځانګړې توګه د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ بې‌ساري نیوکې راپارولي دي.

د امریکا د حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي د چهارشنبې په ماسپښین (د امریکا د ختیځ په وخت) د دغه ۱۴ ماده‌ییز سند متن ولوست؛ هغه سند چې د هُرمز تنګي د بېرته پرانېستلو، د ایران پر وړاندې د ځینو مالي محدودیتونو د کمولو او دغه راز په راتلونکو تخنیکي مذاکراتو کې د ایران د اټومي پروګرام د څېړلو اړوند هیلې او شرایط په ګوته کوي.

دا سند «د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوري ترمنځ د اسلام‌اباد د تفاهم یادښت» تر عنوان لاندې خپور شوی او تر هغه وروسته رسنیو ته ورکړل شو، چې د یاد یادښت متن د نه‌خپرېدو له امله په عامه کچه پراخ اعتراضونه وشول.

دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي چې نوم یې نه‌دی اعلان شوی، وویل: «دا هوکړه په اصل کې داسې یو تړون دی چې موږ ته اجازه راکوي سمدستي د هرمز تنګی پرانیزو، ایرانیان د اټومي غبار پر له منځه وړلو مکلف کړو او بیا موږ ته داسې یو اهرم په لاس راکوي، که ایرانیان خپل ښه چلند زیات کړي، موږ به هم د بندیزونو د لرې کولو او د اقتصادي مرستو کچه لوړه کړو؛ هغه اقدامات چې کولای شي ایران پر یوه سوکاله هېواد بدل کړي».

ټاکل شوې ده، چې د تفاهم دا یادښت د جمعې په ورځ په رسمي ډول لاسلیک شي؛ هغه اقدام چې د توافق د وروستیو شرایطو په اړه د خبرو اترو لپاره د ۶۰ ورځو یو مهلت رامنځته کوي.

د امریکا د حکومت له لوري وړاندې شوی متن، له هغه څه سره لږ توپیر لري چې په دې وروستیو ورځو کې رسنیو خپور کړی وو.

له دې سره سم، سي‌اېن‌اېن شبکې د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي، چې د ایران د ژمنو یوه مهمه برخه په پټو کانالونو او له رسمي متن څخه بهر مطرح شوې ده. د دغو ژمنو د جزییاتو په اړه څه نه‌دي خپاره شوي.

د تفاهم د یادښت بشپړ رسمي متن

د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت په [...] نېټه په نېک نیت سره پر لاندې مادو توافق وکړ:

۱ ماده:

د امریکا متحده ایالات، د ایران اسلامي جمهوریت او د دوی متحدین په روانه جګړه کې دا د تفاهم یادښت لاسلیکوي، څو د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلان کړي او ژمنه وکړي، چې له دې وروسته به د یو بل پر وړاندې هېڅ ډول جګړه یا پوځي عملیات نه‌پیلوي، د یو بل پر وړاندې به له ځواک کارولو یا ګواښلو څخه ډډه کوي او د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت تضمین به کوي. وروستی توافق به د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې دایمي پای او د دې بند نور شرایط تایید کړي.

۲ ماده:

د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري ژمنه کوي، چې د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوي او د یو بل په کورنیو چارو کې به له لاسوهنې څخه ډډه کوي.

۳ ماده:

د امریکا متحده ایالات و د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د ۶۰ ورځو په اوږدو کې به مذاکرات کوي او وروستي توافق ته به رسېږي؛ دا موده د دواړو لورو په خوښه د تمدید وړ ده.

۴ ماده:

د دغه تفاهم د یادښت له لاسلیک کېدو سمدستي وروسته، د امریکا متحده ایالات به د خپل سمندري بندیز د لرې کولو او د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د هر ډول خنډ یا ګډوډۍ د ختمولو بهیر پیل کړي او په ۳۰ ورځو کې به په بشپړ ډول سمندري بندیز پای ته ورسوي.

په دې موده کې، د ایران اسلامي جمهوریت به له جګړې څخه وړاندې د تګ راتګ د کچې په تناسب، د بېړیو د ټرافیک بېرته راستنېدو ته زمینه برابره کړي.

د امریکا متحده ایالات هم ژمنه کوي، چې له وروستي توافق وروسته په ۳۰ ورځو کې خپل ځواکونه د ایران اسلامي جمهوریت له ګاونډ څخه وباسي.

۵ ماده:

د دغه تفاهم د یادښت له لاسلیک وروسته، د ایران اسلامي جمهوري به خپله ټوله هڅه وکړي، څو د سوداګریزو کښتیو خوندي تګ راتګ د هېڅ ډول لګښت له اخیستلو پرته او یوازې د ۶۰ ورځو لپاره د فارس خلیج څخه د عمان سمندرګي ته او برعکس چمتو کړي.

د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ سمدستي پیلېږي او د ایران اسلامي جمهوري له لوري د تخنیکي او پوځي خنډونو لرې کولو او ماین‌پاکۍ ته په کتو به د ۳۰ ورځو په دننه کې په بشپړ ډول برقرار شي.

د ایران اسلامي جمهوري به د عمان له سلطنت سره خبرې وکړي، څو د هرمز تنګي راتلونکی مدیریت او سمندري خدمات د فارس خلیج له نورو ساحلي هېوادونو سره په مشوره او د نړیوالو قوانینو او د هرمز تنګي د ساحلي هېوادونو له حاکمیتي حقونو سره سم وټاکي.

۶ ماده:

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره یو ځای د ایران اسلامي جمهوري د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یو پرېکنده او توافق شوی پلان چمتو کړي.

د دغه پلان د پلي کولو تګلاره به د وروستي توافق د یوې برخې په توګه په ۶۰ ورځو کې وروستۍ شي.

د اړوندو مالي معاملو د ترسره کولو لپاره ټول اړین جوازونه، معافیتونه او اجازې به د متحده ایالاتو له خوا صادر شي.

۷ ماده:

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې د ایران اسلامي جمهوري پر وړاندې ټول بندیزونه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د حکامو شورا د پرېکړه‌لیکونو او د لومړي او دویمه درجه بندیزونو په ګډون د امریکا ټول یو اړخیز بندیزونه په وروستي توافق کې له منل شوي مهالوېش سره سم لغو کړي.

د ایران اسلامي جمهوري او د امریکا متحده ایالات د بندیزونو د لرې کولو حیاتي ارزښت په رسمیت پېژني او په مذاکراتو کې د متقابل توافق د ترلاسه کولو په موخه دې موضوع ته د سمدستي رسېدنې هوډ اعلانوي.

۸ ماده:

د ایران اسلامي جمهوري یو ځل بیا ټینګار کوي، چې اټومي وسلې به نه‌تولیدوي او نه به یې ترلاسه کوي.

د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري توافق کړی، چې د ذخیره او غني شویو موادو د برخلیک په اړه د داسې یوې تګلارې له لارې پرېکړه وکړي، چې په دوه اړخیزه توګه پرې توافق وشي او د ۷ مې مادې له مهالوېش سره سم وي؛ د اجرا لږ تر لږه طریقه به د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې ځای پر ځای د موادو رقیق کول وي.

دواړه لوري همدا راز توافق لري، چې د غني کولو د موضوع او د ایران اسلامي جمهوري له اټومي اړتیاوو سره د تړاو لرونکو نورو توافق شویو مسایلو په اړه د یوه داسې د قناعت وړ چوکاټ پر بنسټ خبرې وکړي، چې په وروستي توافق کې به ټاکل کېږي.

وروستی توافق به د دې بند شرایط تایید کړي.

د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري د پورتنیو اټومي مسایلو حیاتي ارزښت په رسمیت پېژني او د متقابل توافق د ترلاسه کولو په موخه په مذاکراتو کې هغو ته د سمدستي رسېدو اراده لري.

۹ ماده:

د وروستي توافق د ترلاسه کېدو پورې، د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري توافق کوي چې اوسنی حالت به ساتل کېږي.

د ایران اسلامي جمهوري به د خپل اټومي پروګرام اوسنی حالت ساتي او د امریکا متحده ایالات به نوي بندیزونه نه‌لګوي او په سیمه کې به اضافي ځواکونه نه‌ځای پر ځای کوي.

۱۰ ماده:

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې د دغه تفاهم‌ د یادښت له لاسلیک کېدو سمدستي وروسته او د بندیزونو تر لغو کېدو پورې، د امریکا د خزانې وزارت به د ایران د خامو تېلو، تېلي محصولاتو او د هغو د مشتقاتو د صادراتو او ټولو اړوندو خدماتو په شمول د بانکي، بیمې، ټرانسپورټ او نورو خدماتو لپاره معافیتونه صادر کړي.

۱۱ ماده:

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې د دغه تفاهم د یادښت له پلي کېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوري کنګل شوې یا محدودې شوې پیسې او شتمنۍ په بشپړ ډول د استفادې وړ وګرځوي.

دواړه لوري به د مذاکراتو پر مهال د دغو پیسو د ازادولو پر کړنلاره توافق وکړي.

دا پیسې، که په اصلي حساب کې پاتې شي او یا انتقال شي، د هر هغه وروستي ګټه اخیستونکي د تادیې لپاره چې د ایران اسلامي جمهوري د مرکزي بانک له خوا ټاکل کېږي، په بشپړ ډول د کارونې وړ دي.

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې په دې برخه کې به ټول اړین جوازونه او تاییدۍ صادرې کړي.

۱۲ ماده:

د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري توافق کوي، چې د دغه تفاهم د یادښت د بریالي پلي کېدو او په راتلونکي کې وروستي توافق ته د ژمنتیا د څارنې لپاره یو اجراییوي میکانیزم رامنځته کړي.

۱۳ ماده:

د دغه تفاهم‌ د یادښت له لاسلیک وروسته او د ۱، ۴، ۵، ۱۰ او ۱۱ مادو د پلي کېدو د پیل او د هغو د دوام په شرط، د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري به د وروستي توافق په اړه مذاکرات یوازې د نورو مادو په تړاو پیل کړي.

۱۴ ماده:

وروستی توافق به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه لازمي پرېکړه‌لیک له لارې تایید شي.