• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله وټاکه

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱

متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله ټاکلی او په دې سره لومړنی عربي هېواد ګرځېدلی چې د ماشومانو د انلاین فعالیتونو د محدودولو لپاره دا ډول قانون پلی کوي.

د اماراتو حکومت د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، د نوي پرېکړه‌لیک له مخې به له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان د شخصي ټولنیزو رسنیو د حسابونو له جوړولو، کارولو او چلولو منع وي.

د دغه قانون له مخې، ماشومان نه شي کولای په ټولنیزو شبکو کې مطالب خپاره کړي، تبصرې ولیکي، محتوا شریکه کړي او یا هم له عامه ګروپونو سره یوځای شي.

همداراز ، د ۱۵ او ۱۶ کلونو عمر لرونکو تنکیو ځوانانو ته به د خوندیتوب ځانګړو تدابیرو تر سیوري لاندې د ټولنیزو شبکو د کارولو اجازه ورکول کېږي. په دغو تدابیرو کې د عمر له کچې سره سم د محتوا کنټرول، له نااشنا کسانو سره د اړیکو محدودول، د سکرین د وخت مدیریت او د والدینو د څارنې ځانګړنې شاملې دي.

نوي مقررات په اماراتو کې پر ټولو فعالو ټولنیزو شبکو تطبیقېږي او شرکتونه مکلف دي چې د عمر د تایید لپاره پیاوړي میکانیزمونه رامنځته کړي. په دې لړ کې به د ډیجیټلي هویت تصدیق او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ټکنالوژي کارول کېږي.

د اماراتو حکومت ویلي چې یوازې د کاروونکو شفاهي یا شخصي ادعا به د عمر د تایید لپاره د منلو وړ نه وي.

د مقرراتو له مخې، ټولنیزې شبکې باید د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو حسابونه بند کړي، د عمر د تایید د سیستمونو د تېریدو مخه ونیسي او د ماشومانو شخصي معلومات د هدفمندو اعلاناتو یا د هغوی د چلند د څار او ارزونې لپاره ونه کاروي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

یوه نوې څېړنه ښیي چې د وزن کمولو درمل د سینې د سرطان ګواښ راکموي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱
یوه نوې څېړنه ښیي چې د وزن کمولو درمل د سینې د سرطان ګواښ راکموي
100%

یوه نوې پراخه طبي څېړنه ښيي چې هغه ښځې چې د وزن کمولو او د دویم ډول شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره د (ایل پي جي - ۱ ) ډلې درمل، لکه اوزمپیک او وېګووي، کاروي د نورو ښځو په پرتله د سینې د سرطان له کم ګواښ سره مخ دي.

د څېړنې له مخې، هغه ښځې چې له دغو درملو یې ګټه اخیستې، د سینې سرطان د رامنځته کېدو له شاوخوا ۳۰ سلنه کم ګواښ سره مخامخ وې. دا څېړنه پر څه باندې ۱۱۰ زره ښځو ترسره شوې ده.

د څېړونکو په وینا، دغه موندنې د سرطان د مخنیوي په برخه کې د پام وړ اهمیت لري او ښايي په راتلونکې کې د سرطان د مخنیوي لپاره د نوو لارو د موندلو زمینه برابره کړي.

د دې څېړنې څېړونکي وايي، که څه هم د دغو درملو کارول او د سرطان د خطر کمېدل له یو بل سره تړاو لري، خو لا هم دا نه ده ثابته شوې چې دغه درمل په مستقیم ډول د سینې سرطان مخه نیسي.

کارپوهان باور لري چې د وزن کمېدل، د بدن د التهاب راټیټېدل او د میتابولیزم ښه کېدل ښايي د سرطان د خطر په کمېدو کې رول ولري.

دوی ټینګار کوي چې اوزمپیک، وېګووي او ورته نور درمل باید یوازې د هغو طبي موخو لپاره وکارول شي چې د روغتیايي ادارو له خوا تایید شوي دي او خلک باید د ډاکټر له مشورې پرته له دغو درملو استفاده ونه کړي.

تر دې مخکې، یوې بلې څېړنې ښودلې وه چې د چاغښت ضد مشهور درمل«اوزمپیک» د اشتها د کنټرول تر څنګ د مغز پر هغو برخو هم اغېز لرلی شي چې د خوړو، انګېزې او روږدو چلندونو سره تړاو لري.

واشنګټن پوسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د وزن کمولو مشهور درمل «اوزمپیک» او ورته نور درمل ښايي یوازې د اشتها په کمولو او د وزن په راټیټولو بسنه ونه کړي، بلکې د انسان د مغز په جوړښت او فعالیت کې هم بدلونونه رامنځته کړي.

دغه درمل د خوړو له خوړلو وروسته په بدن کې د مړښت احساس پیاوړی کوي او د اشتها په کمولو کې مرسته کوي.
د کلراډو ایالتي پوهنتون یوې څېړونکې الیسن شاپیرو ویلي چې د درملنې مخکې او وروسته د ګډونوالو د مغزو انځورونه د پام وړ توپیرونه ښيي. د هغې په وینا، په ځینو مواردو کې د مغز د بېلابېلو برخو ترمنځ اړیکې یوازې د څو میاشتو په موده کې بدلې شوې دي.
راپور زیاتوي چې اوزمپیک او ورته درمل په لومړي سر کې د شکرې ناروغۍ او چاغښت د درملنې لپاره جوړ شوي وو، خو اوس داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې ښايي د مغز پر هغو برخو هم اغېز ولري چې د انعام احساس، انګېزې، د خوړو عادتونه او حتا ځینې روږدي چلندونه تنظیموي.
څېړونکي وايي چې لا هم د دغو درملو د اوږدمهاله اغېزو په اړه پراخو علمي څېړنو ته اړتیا شته، خو لومړني شواهد ښيي چې د وزن کمولو دغه درمل د بدن د میتابولیزم تر څنګ د مغز په فعالیت کې هم مهم بدلونونه رامنځته کولای شي.
اوس مهال په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان د چاغښت او شکرې د درملنې لپاره له اوزمپیک او ورته درملو ګټه اخلي او ساینسپوهان هڅه کوي معلومه کړي چې دغه درمل د مغز پر جوړښت او چلندونو څه ډول اغېزې پرېږدي.

ارټیمس درېیم؛ ناسا د راتلونکي فضايي ماموریت عمله معرفي کوي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱
ارټیمس درېیم؛ ناسا د راتلونکي فضايي ماموریت عمله معرفي کوي
100%

دامریکا د فضایي څېړنو اداره ناسا ویلي چې د ارټیمس۳ماموریت لپاره ټاکل شوي ستورمزلي به سبا رسما اعلان شي. دا ماموریت د سپوږمۍ په مدار کې د نویو فضايي لینډرونو (پر سپوږمۍ کېناستونکي وسایل) د نږدې کېدو او نښلولو ازموینې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

ناسا په یوه تازه خبر کې ویلي چې د ارټیمس۳ماموریت لپاره غوره شوي ستورمزلي به سبا خلکو ته معرفي شي. دا ماموریت د سپوږمۍ د سپړنې د نوې مرحلې مهمه برخه ګڼل کېږي.

ناسا ویلي، په دې ماموریت کې به ستورمزلي د سوداګریزې سپوږمکۍ لینډرونو سره د نږدې کېدو او نښلولو ازموینې ترسره کړي، چې دا به د راتلونکو سپوږمۍ ماموریتونو لپاره مهم تخنیکي تمرین وي.

ناسا همدارنګه له خلکو پوښتنه کړې چې که د ارټیمس۳له ستورمزلو سره مخامخ خبرې کولی شي، نو څه پوښتنه به ترې کوي؟ څو د فضا د سپړنې په اړه عامه علاقه زیاته شي.

په یوه بله خپره شوې صحنه کې، ناسا د ستورمزلې جیسیکا مییر له خوا اخیستل شوی ښکلی وخت‌تیریدونکی انځور هم خپور کړی، چې پکې د سپېس ایکس ډریګن فضايي بېړۍ له فضا څخه د ځمکې پر سر د سویلي څراغونو رنګینې څپې ښکاري.

ناسا وایي دا انځور د سپېس ایکس د کرو-۱۲ ماموریت پر مهال اخیستل شوی او د ځمکې د قطبي رڼاګانو یو نادر او زړه راښکونکی لید وړاندې کوي.

د ۲۰۲۶ د جون په میاشت کې نادرې ستوریزې پېښې؛ زهره او مشتري به سره نږدې ښکاره شي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱
د ۲۰۲۶ د جون په میاشت کې نادرې ستوریزې پېښې؛ زهره او مشتري به سره نږدې ښکاره شي
100%

د امریکا فضايي ادارې ناسا ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جون میاشت به د اسمان‌څارونکو لپاره له مهمو او نادرو ستوریزو پېښو ډکه وي. ناسا زیاته کړې، چې په دغه میاشت کې د زهره او مشتري نږدې کېدل، د سپوږمۍ ځانګړی حرکت او د اوړي د موسم پیل شامل دي.

ناسا ویلي، چې د جون په نهمه نېټه به د زهره او مشتري سیارې د ماښام له لمر لوېدو وروسته په لوېدیځ اسمان کې یو بل ته ډېرې نږدې ښکاره شي. دې حالت ته په ستورپوهنه کې د سیارو نږدې کېدل ویل کېږي.

د جون له ۱۱مې تر ۱۵مې نېټې پورې به عطارد هم له زهره او مشتري سره یوځای په اسمان کې ښکاره شي، چې د ماښام په وخت کې به درې سیارې په یو وخت لیدل کېدای شي.

ناسا زیاتوي چې د جون په ۱۷مه نېټه به له ځینو سیمو څخه سپوږمۍ د زهره مخې ته تېره شي، چې د لنډ وخت لپاره به دا سیاره پټه کړي. دا نادره پېښه د شمالي او جنوبي امریکا په ځینو برخو کې لیدل کېدای شي.

دغه اداره همداراز وایي چې د جون په ۲۱مه نېټه به د شمالي نیمه کرې د اوړي موسم رسمي پیل شي، چې په همدې ورځ به د کال تر ټولو اوږده ورځ او لنډه شپه وي.

ناسا همداراز اسمان‌څارونکو ته سپارښتنه کړې چې د اوړي په شپو کې د «د اوړي ستوریز مثلث» او د لرې فضا ځینې روښانه اجرام لکه د ډمبل سحابي او حلقوي سحابي هم په اسانه ډول لیدل کېدای شي، چې د ستورو د ژوند د پای او د کهکشاني ګازونو ښکلي انځورونه وړاندې کوي.

د طالبانو « ملي کیبورډ» اپلیکیشن د کاروونکو ټایپ شوي معلومات بهرنیو سیسټمونو ته استوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۱
د طالبانو « ملي کیبورډ» اپلیکیشن د کاروونکو ټایپ شوي معلومات بهرنیو سیسټمونو ته استوي
100%

د ډیجیټل امنیت یوې سایبر څېړنیزې ډلې د طالبانو «ملي کیبورډ» اپلیکیشن د محرمیت او امنیت له جدي خطرونو سره مل بللی، ځکه په وینا یې، د کاروونکو ټایپ شوي معلومات پروسس کوي، بهرنیو سیسټمونو ته یې لېږي او د معلوماتو د ساتنې کمزورې لارې لري.

د رازنېټ سایبري ډلې د یوې نوې تخنیکي ارزونې له مخې، د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون سره تړلی یو کیبورډ اپلیکیشن د جدي امنیتي او محرمیتي ستونزو نښې لري، چې د کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب او د ممکنه څارنې په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي.

افغانستان انټرنشنل د ۲۰۲۶ کال په می میاشت کې د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د طالبانو ادارو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د یو داسې موبایلي اپلیکیشن د جوړولو په برخه کې همکاري شوې، چې په افغانستان کې د کاروونکو د فعالیتونو د څارنې وړتیا لري.

د ملي تلویزیون کلیدړې اندروید نسخه تازه خپره شوې ده.

د راز نېټ د امنیتي تحلیل له مخې، د اپلیکیشن ۱،۴ نسخه د ثابت کوډ د شننې پر بنسټ څیړل شوې او دا ډول شننه د اپلیکیشن داخلي جوړښت، شبکوي اړیکې، پټ معلومات او امنیتي کمزورۍ ښيي، خو دا نه شي ثابتولی چې په واقعي وخت کې معلومات څنګه پروسس کېږي یا کره کوم لوري ته لېږدول کېږي.

د ارزونې له مخې، کیبورډ اپلیکیشنونه د موبایل په اکوسیستم کې تر ټولو حساس اپلیکیشنونه ګڼل کېږي، ځکه د کاروونکي د ټایپ ټولو معلوماتو ته لاسرسی لري. په دې کې شخصي پیغامونه، پاسورډونه، د لټون معلومات، مالي جزئیات او نور حساس متن شاملېدای شي. د داسې اپلیکیشن په اړه هر ډول شک چې دا معلومات بهرني سرورونو ته استوي، د محرمیت د جدي خطر په توګه ارزول کېږي، په ځانګړي ډول په هغه چاپېریال کې چې سیاسي فشارونه او د بیان محدودیتونه موجود وي.

ارزونه وايي، چې په اپلیکیشن کې د اوپن ای یوه پټه اې پي ای کیلي موندل شوې چې په مستقیم ډول په کوډ کې ځای پر ځای شوې ده. دا کیلي د اوپن ای له سیسټم سره د اړیکې، په ځانګړي ډول د چټ جی پي ټي د چټ بشپړونې خدمت ته د لاسرسي لپاره کارول کیږي.

د دې تخنیکي جوړښت له مخې، د کاروونکي لیکل شوی متن د ژباړې یا پروسس لپاره بهرني مصنوعي ځیرکتیا سیسټم ته لېږدول کېږي، چې دا کار د شفافیت، رضایت او معلوماتي خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته کوي.

تحلیل همدارنګه ښيي چې اپلیکیشن حساس معلومات په داخلي لاګ یا ثبت سیستم کې ساتي. په ثبت شویو معلوماتو کې د اې پي ای کیلي، د سیسټم ځوابونه، د ژباړل شویو متنونو جزئیات او تخنیکي تېروتنې شاملې دي.

د امنیتي متخصصینو په وینا، د داسې معلوماتو ثبت په ځانګړي ډول په کیبورډ اپلیکیشن کې د محرمیت له پلوه لوړ خطر رامنځته کوي، ځکه دا معلومات ممکن د کاروونکي له شخصي اړیکو مستقیم اخیستل شوي وي.

سره له دې، څېړنه یادونه کوي چې اپلیکیشن داسې کلاسیک لوړ خطر اجازې نه کاروي لکه تماسونو، پیغامونو، کمرې، مایکروفون یا موقعیت ته لاسرسی. همدارنګه د مستقیم جاسوسي فعالیت یا قصدي کیلوګینګ لپاره واضح ثبوت نه دی موندل شوی. خو څېړونکي ټینګار کوي چې د کیبورډ اپلیکیشن د ماهیت له مخې د ټایپ شوي متن هرډول پروسس، لېږد یا ذخیره کول پخپله د لوړ حساسیت موضوع ده.

د امنیتي ارزونې له مخې، اپلیکیشن د تولیدي کچې کمزوری خوندیتوب لري. کوډ یې په اسانۍ سره لوستل کېدای شي، د حساسو معلوماتو د پټولو اغیزناک میکانیزم نه لري او د بشپړتیا یا لاسکاري ضد قوي محافظت پکې محدود دی. دا ضعفونه د دې امکان زیاتوي چې اپلیکیشن د ناوړه استفادې یا غیرمجاز تحلیل لپاره اسانه هدف وګرځي.

څېړونکي د خطر عمومي کچه لوړه بولي، ځکه چې اپلیکیشن د کاروونکي حساس ټایپ شوي معلومات پروسس کوي، بهرنیو سیسټمونو ته یې لېږي، او په ورته وخت کې یې د شفافیت کچه محدوده ده. د دوی په وینا، دا شرایط کولی شي د معلوماتو د ناوړه استفادې یا ناڅرګندې څارنې لپاره زمینه برابره کړي، حتا که دا عمل قصدي نه وي.

په همدې بنسټ سپارښتنه شوې چې کاروونکي دې تر هغې پورې له دې اپلیکیشن څخه ډډه وکړي چې بشپړ امنیتي اصلاحات، خپلواکې څېړنې او د معلوماتو د پروسس شفافه پالیسي نه وي وړاندې شوې.

څېړونکي همدارنګه وړاندیز کوي چې که دا ډول اپلیکیشنونه دوام وکړي، باید د بهرني معلوماتي پروسس لپاره جلا خوندي سرورونه وکارول شي او د حساسو معلوماتو ثبت بند شي.

ولې په اوړي کې هندواڼه تر ټولو غوره ډالۍ ګڼل کېږي او کومې ګټې لري

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱
ولې په اوړي کې هندواڼه تر ټولو غوره ډالۍ ګڼل کېږي او کومې ګټې لري
100%

هندواڼه له پخوا راهیسې د اوړي د موسم تر ټولو خوښه مېوه ګڼل کېږي. دا مېوه نه یوازې د تندې ماتولو او د بدن د اوبو کمښت پوره کولو لپاره خوړل کېږي، بلکې اوس نوې څېړنې ښيي چې هندواڼه د انسان د زړه، وینې رګونو او عمومي روغتیا لپاره هم مهمې ګټې لري.

په «نیچر» علمي ژورنال کې خپرو شویو تازه څېړنو موندلې چې هغه کسان چې په منظم ډول هندواڼه خوري، د زړه او د وینې د رګونو فعالیت یې تر نورو ښه وي. څېړونکي وایي، هندواڼه له غذایي موادو، ویټامینونو او انټي‌اکسیدنټونو ډکه مېوه ده او داسې طبیعي مرکبات لري چې د بدن د میتابولیک فعالیت او د زړه د روغتیا لپاره مهم رول لوبوي.

د څېړنو له مخې، هندواڼه د اوبو لوړه اندازه او کمه کالورۍ لري، چې له امله یې د بدن د اوبو توازن ساتلو او د اضافي وزن مخنیوي کې مرسته کوي. همداراز په دې مېوه کې غذایي فایبر، مګنیزیم، پوټاشیم، ویټامین سي، ویټامین اې او لایکوپین په زیاته اندازه موجود دي.

څېړونکو د «نیشنل هېلت او نیوټرېشن اېګزامېنېشن سروې» معلومات هم ارزولي او موندلې یې ده چې د هندواڼې خوړونکي کسان عموماً سالم غذایي عادتونه لري او د بورې کم استعمال کوي.

په یوې بلې کلینیکي څېړنه کې چې اتلس روغ ځوانانو باندې شوی، چې د دوو اوونیو لپاره هره ورځ ورته د هندواڼې جوس ورکړل کېده. پایلو وښودله چې هندواڼه دوه داسې طبیعي مرکبات لري چې په بدن کې د نایټرېک اکسایډ په تولید کې مرسته کوي.

نایټرېک اکسایډ د وینې رګونه پراخوي او نرموي، چې له امله یې د وینې جریان ښه کېږي او زړه په سالم ډول فعالیت کوي. څېړونکي وایي، د هندواڼې جوس د زړه د ضربان په تنظیم او د وینې د رګونو د فعالیت په ښه والي کې هم اغېزناک تمام شوی دی.

همداراز څېړنو ښودلې چې په هندواڼه کې موجود «لایکوپین» نومی انټي‌اکسیدنټ د اکسیداتي فشار په کمولو کې مرسته کوي، چې د زړه د ناروغیو د خطر کمېدو لپاره مهم ګڼل کېږي.

سره له دې، څېړونکي ټینګار کوي چې د دغو پایلو د بشپړ تایید لپاره لا نورو علمي څېړنو ته اړتیا شته. خو تر دې دمه موجود معلومات ښيي چې هندواڼه یوازې د اوړي یوه خوندوره مېوه نه، بلکې د روغتیا لپاره هم یوه مهمه طبیعي ډالۍ ده.