• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا خپلو وګړو ته: روسیې ته مه ځئ ځکه د ډرون بریدونو ګواښ جدي دی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په روسیه کې د اوکراین پولې ته نږدې سیمو او ځینو لویو ښارونو کې د ډرون بریدونو او چاودنو پېښې رامنځته شوي او خپلو وګړو ته یې د سخت احتیاط او د سفر د نه کولو سپارښتنه کړې ده.

په دغه خبرداري کې ویل شوي چې د بېړني وضعیت په صورت کې باید خلک د روسي چارواکو لارښوونې تعقیب کړي او خوندي ځای ته پناه یوسي.

امریکا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د ډرون د لیدلو په صورت کې له هغې سیمې سمدستي لیرې شي او ځان خوندي کړي، او له ډرون، د هغې له پاتې شونو یا غورځول شویو توکو سره تماس، نږدې کېدل یا ان د عکس اخیستل هم خطرناک بلل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکايي وګړي باید روسیې ته له سفر کولو ډډه وکړي او دا هېواد د «۴ کچې، سفر مه کوئ» (Do Not Travel) په سخت خبرداري کې شامل دی.

دغه وزارت ویلي چې د بشپړو معلوماتو لپاره خلک کولای شي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمي ویبپاڼې ته مراجعه وکړي او د مسکو د امریکا سفارت له امنیتي خبرداري سره ځانونه خبر کړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

د لوېدیځې غاړې وضعیت؛ ۸ اسلامي هېوادونو د فلسطینیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱
د لوېدیځې غاړې وضعیت؛ ۸ اسلامي هېوادونو د فلسطینیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
100%

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د سعودي عربستان، اردن، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، پاکستان، مصر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې پر فلسطینیانو د اسراییلي مېشت‌کوونکو د تاوتریخوالي د زیاتېدو سخته غندنه کړې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې یادو هېوادونو د مېشت‌کوونکو وروستي بریدونه، په ځانګړي ډول د رام‌الله شمال ته د جلعولیا په کلي کې پر «الجامع الکبیر» جومات او د مزرعه النوباني په کلي کې پر «الفاروق» جومات بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا یې د مذهبي مقدساتو ښکاره سپکاوی بللی دی.

د اعلامیې له مخې، دا بریدونه نه یوازې د عبادت ځایونو حرمت تر پښو لاندې کوي، بلکې د نړیوال بشري قانون، نړیوالو کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه‌لیکونو ښکاره سرغړونه هم ده.

د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې دوی د اسراییلي مېشت‌کوونکو له لوري دغه ډول تاوتریخوالی په بشپړ ډول ردوي او همدارنګه د اشغال شوې فلسطیني خاورې پر وړاندې د اسراییلو یو اړخیز او غیرقانوني اقدامات هغه عوامل بللي چې د تاوتریخوالي، بې‌ثباتۍ او افراطیت د زیاتېدو لامل ګرځي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو هېوادونو له نظره اسراییل، د اشغالګر ځواک په توګه، د ټولو دغو بریدونو بشپړ مسولیت لري.

وزیرانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې خپل قانوني او اخلاقي مسولیت ادا کړي او اسراییل دې ته اړ کړي چې په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي مخه ونیسي، د مېشت‌کوونکو غیرقانوني اقدامات پای ته ورسوي او د دغو جرمونو عاملین عدالت ته وسپاري.

د اعلامیې په پای کې د یادو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین له خلکو سره خپل بشپړ یوالی بیا تکرار کړی او ویلي یې دي چې دوی د فلسطینیانو د نه‌سلبېدونکو حقونو، په ځانګړي ډول د خپلواکۍ او د ۱۹۶۷م کال پر پولو د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ کوي، چې ختیځ بیت‌المقدس یې پلازمېنه وي.

دوی همدارنګه ټینګار کړی چې د دوه‌دولتونو د حل لارې پر بنسټ د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره هڅې باید ګړندۍ شي.

ملګري ملتونه وایي کرکه فطري نه ده، زده کېږي او د زده‌کړې له لارې له منځه وړل کېدای شي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
ملګري ملتونه وایي کرکه فطري نه ده، زده کېږي او د زده‌کړې له لارې له منځه وړل کېدای شي
100%

د کرکې خپرولو پر ضد نړېوالې ورځې په مناسبت ملګري ملتونه ویلي، چې کرکه فطري نه ده، بلکې د ټولنیزو شرایطو او زده‌کړې له لارې زده کېږي او د همدغو لارو له لارې یې له منځه وړل هم ممکن دي.

همدا پیغام د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګې هم په ایکس خواله رسنۍ کې خپور کړې او ویلي یې دي، راځئ چې د کرکې خپرولو ته نه ووایو.

ملګري ملتونه هر کال د جون په ۱۸مه د «کرکې خپرولو پر ضد د نړیوالې ورځې» په نمانځلو سره نړیوالې ټولنې ته یادونه کوي چې د کرکې وینا او نفرت خپرول د بشري حقونو، ټولنیز ثبات او نړیوالې سولې لپاره جدي ګواښ دی.

دا ورځ په داسې وخت کې نمانځل کېږي چې په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو او ډیجیټل پلیټفارمونو له لارې د کرکې خپرولو پېښې په زیاتېدو دي، او د بېلابېلو قومونو، مذهبونو او ټولنیزو ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي خطرونه ورځ تر بلې لوړېږي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د کرکې وینا یوازې لفظي یا ژبنۍ مسله نه ده، بلکې دا کولای شي د تبعیض، تاوتریخوالي او حتی بشري ناورینونو لامل شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارېپه خپل ایکس پوسټ کې ویلي: «هیڅوک د کرکې لپاره نه زېږي. کرکه زده کېږي او بیا یې له منځه وړل هم شونې دي.»

دغه اداره ټینګار کوي چې د کرکې د خپرولو پر ضد مبارزه یوازې د یوې ورځې موضوع نه ده، بلکې دا د ټولو دولتونو، ټولنو، رسنیو او ټکنالوژۍ شرکتونو ګډ مسولیت دی.

کارپوهان وایي چې د ټولنیزو رسنیو په اوسني عصر کې د کرکې وینا په چټکۍ خپرېږي او کولای شي د ټولنو ترمنځ واټن زیات کړي او د تاوتریخوالي فضا رامنځته کړي.

ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د زده‌کړو، عامه پوهاوي او قانوني چوکاټونو د پیاوړتیا له لارې د کرکې خپرولو مخه ونیسي، خو په عین حال کې د بیان د ازادۍ اصول هم وساتي.

دغه سازمانونه خبرداری ورکوي چې که د کرکې وینا پر وړاندې جدي اقدام ونه شي، نو دا به نه یوازې ټولنیز بېلتون زیات کړي، بلکې د نړیوالو شخړو خطر به هم لوړ کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د «کرکې ته نه ووایئ » تر شعار لاندې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د داسې نړۍ لپاره کار وکړي چې پکې مینه، درناوی او انساني کرامت د نفرت ځای ونیسي.

شهرزاد اکبر: اروپايي ټولنه د طالبانو له ښځې ځپونکي رژیم سره تعامل کوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
شهرزاد اکبر: اروپايي ټولنه د طالبانو له ښځې ځپونکي رژیم سره تعامل کوي
100%

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر پر اروپايي ټولنې توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دغه ټولنه چمتو ده د افغان کډوالو د بېرته شړلو د تضمین لپاره د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي.

نوموړې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه په خوښۍ سره چمتو ده چې د دغه موخې لپاره د طالبانو استازي بروکسل ته راوبلي.

اغلې اکبر پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، هغه رژیم چې ښځې ژوندۍ ښخوي، باید له نړیوالې انزوا او غبرګون څخه وېره ونه لري، ځکه اروپايي ټولنه په اسانۍ ورسره معامله کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د اغلې اکبر دغو نیوکو سره هم‌مهاله، د لسګونو افغان او نړیوالو بشري او مدني سازمانونو له خوا د اروپايي ټولنې چارواکو ته یو ګډ پرانیستی لیک استول شوی دی. په دغه لیک کې د طالبانو له ادارې سره د اړیکو د عادي کولو د ناوړو پېښو په اړه خبرداری ورکړل شوی او د اروپايي هېوادونو څخه د افغان پناه غوښتونکو د جبري ایستلو د سمدستي بندولو غوښتنه شوې ده.

له بلې خوا، د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو بروکسل ته د طالبانو د پلاوي له احتمالي سفر او بلنې سره کلک مخالفت ښودلی دی. د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې وزیر به هېڅکله ونه مني چې د بلجیم حکومت په خپل نوم دغه کسان په بروکسل کې خبرو اترو ته راوبلي.

اروپایي ټولنې ته د ۴۰ بنسټونو لیک؛ د افغان کډوالو ستنول ودروئ

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
اروپایي ټولنې ته د ۴۰ بنسټونو لیک؛ د افغان کډوالو ستنول ودروئ
100%

له ۴۰ څخه زیاتو مدني او د بشري حقونو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د اروپايي ټولنې له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول سمدستي ودروي او له هغو تګلارو ډډه وکړي چې د طالبانو د ادارې د مشروعیت سبب ګرځي.

دغه لیک د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون در لاین او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ته استول شوی دی.

د لیک لاسلیکوونکو د طالبانو سره د اړیکو د «مخ پر زیاتېدونکي عادي کېدو» په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د ځینو اروپايي هېوادونو له خوا له طالبانو سره تخنیکي اړیکې کولی شي په عملي توګه د دغې ډلې دریځ پیاوړی کړي.

د دوی په وینا، طالبان د پراخو بشري حقونو د سرغړونو او هغو کړنو په ترسره کولو تورن دي چې ښايي د بشریت ضد جرمونو تر کچې ورسېږي، په ځانګړې توګه د جنسیت پر بنسټ د ځپنې په برخه کې.

په لیک کې افغانستان ته د بې اسنادو کډوالو د بېرته ستنولو د هڅو زیاتوالی هم غندل شوی او ټینګار شوی چې د ایستلو هره پرېکړه باید د هرې قضیې د جلا ارزونې پر بنسټ او د نړیوالو کډوالو د قوانینو او د «جبري نه ستنولو» د اصل له مخې ترسره شي.

لیک لیکونکو خبرداری ورکړی چې افغان کډوال د امنیتي ګواښ په توګه معرفي کول ښايي د اروپايي هېوادونو له قانوني او نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې واقع شي.

د لیک په بله برخه کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو راپورونو ته په اشارې ویل شوي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د سیستماتیک تبعیض او ځپنې شاهد دی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې. د لیک لاسلیکوونکو زیاته کړې چې له هغو چارواکو سره همکاري چې د ښځو، معلولینو او نورو زیان‌منو ډلو د حقونو په پراخ محدودولو تورن دي، جدي حقوقي او اخلاقي پوښتنې راولاړوي.

دغو بنسټونو په اروپا کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو لپاره د طالبانو له خوا د ټاکل شویو کسانو د ګومارنې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د دوی په باور، کډوال، د پخواني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان وېره لري چې د دوی شخصي معلومات به طالبانو ته وسپارل شي او دا کار به د هغوی او د کورنیو د امنیت لپاره ګواښ رامنځته کړي.

په لیک کې د افغانستان خرابېدونکی بشري وضعیت او د لوږې پراخېدل د کډوالۍ له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي. لاسلیکوونکو د اروپا د عدالت محکمې یوې پرېکړې ته په اشارې ویلي چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د اروپايي ټولنې د قوانینو له مخې د ځپنې مصداق ګڼل کېدای شي.

دغه لیک د ۴۱ افغان او نړیوالو بنسټونو له خوا لاسلیک شوی چې پکې رواداري، د افغانستان د حساب‌ورکونې د څار بنسټ او د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه هم شامل دي.

لاسلیکوونکو د افغان کډوالو د ایستلو د سمدستي درولو، د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې لپاره د سختو معیارونو د ساتلو او له طالبانو سره د معلوماتو د شریکولو د همکاریو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

اوکراین او جرمني د بالستیک توغندیو ضد دفاعي وړتیاوو د پراختیا تړون لاسلیک کړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱
اوکراین او جرمني د بالستیک توغندیو ضد دفاعي وړتیاوو د پراختیا تړون لاسلیک کړی
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي چې اوکراین او جرمني د بالستیک توغندیو پر ضد د دفاعي وړتیاوو د پراختیا یو تړون لاسلیک کړی او له لوېدیزو متحدانو یې غوښتي چې له دې نوښت سره یوځای شي، څو د ژمي تر رارسېدو مخکې عملي پایلې ترلاسه شي.

زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د دفاعي اړیکو ډلې (رامشټاین ډلې) په غونډه کې وویل چې اوکراین په بېړني ډول لر واټنه توپخانې او بې‌پیلوټه وسایطو ته اړتیا لري.

هغه همداراز د اوکرایني پوځ د اوږدمهاله تمویل لپاره د اضافي مالي میکانېزمونو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «د روسیې بالستیک توغندي لا هم یوه جدي ستونزه ده او موږ باید دې ستونزې ته مناسب ځواب ولرو».

زېلېنسکي زیاته کړه: «تر راتلونکي ژمي پورې باید د بالستیک توغندیو پر ضد د دفاع په برخه کې زموږ د ګډ کار څرګندې پایلې وینو. دا یوازې د اوکراین اړتیا نه ده، بلکې د ټولو لپاره مهمه او اوږدمهاله هڅه ده».

د زېلېنسکي د دفتر د معلوماتو له مخې، اوکراین او جرمني به په ګډه د بالستیک توغندیو ضد وړتیاوې پراخې کړي او د «ټرمېټ» په نوم بې‌پیلوټه ځمکني موټر به تولید کړي. دغه موټر کولی شي تر ۳۰۰ کیلوګرامه پورې مهمات، تجهیزات او اوبه د جګړې لومړۍ کرښو ته ولېږدوي.

د راپور له مخې، دغه بې‌پیلوټه وسایط به په جرمني کې تولیدېږي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پېستوریوس ویلي چې د جرمني څو شرکتونه په دې پروژه کې د ګډون لېوالتیا لري.

زېلېنسکي همداراز ویلي چې د اوکراین د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی جوړوونکی شرکت «فایر پواینټ» هم د دې نوښت له ګډونوالو څخه دی.