• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۸ GMT+۱

یو طالب چې له پاکستان سره په نښته کې ټپي شوی، د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته لېږدول شوی او هلته تر درملنې لاندې دی. د افغانستان انټرنشنل خبریال د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې له دغه ټپي طالب او د هغه له دوو ملګرو سره لیدلي دي. نوموړی د ټپونو له امله په سمه توګه نه‌شي ګرځېدلای.

دغه طالب عسکر او د هغه دوه ملګري دا مهال د هند د لاجپت‌نګر په سیمه کې مېشت دي.

دغه طالب د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي، چې د سپین‌بولدک په سرحدي نښته کې ټپي شوی دی.

هغه ویلي، له ټپي کېدو وروسته د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مستقیم امر هند ته د سفر زمینه برابره شوه او په کابل کې د هند سفارت هم د ویزې په برخه کې ورسره همکاري کړې ده.

تر اوسه په کابل کې د هند سفارت او د طالبانو دفاع وزارت په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی او دا هم روښانه نه‌ده، چې دا مهال په هند کې څومره نور طالبان تر درملنې لاندې دي.

هند د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشتې کې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو لپاره د عادي او برېښنايي ویزو ورکړه ودروله. دغه هېواد لا هم د ویزو بهیر په بشپړ ډول نه‌دی پرانیستی، خو له ۲۰۲۵ کال راهیسې یې د افغانانو لپاره د ویزو نوی سیستم فعال کړی دی.

د هند د نوې تګلارې له مخې، د اوس لپاره یوازې افغان ناروغانو او پایوازانو ته یې او همداراز، سوداګریزه او تحصیلي ویزې، د ننوتلو ویزه (Entry Visa) او له ملګرو ملتونو سره تړلې ویزې ورکول کېږي؛ خو د دغو ویزو ترلاسه کول د ټولو افغانانو لپاره اسانه نه‌دي. د هند اصلي تمرکز پر طبي او بشري ویزو دی او د ویزو هره غوښتنه په جلا توګه ارزول کېږي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه په تدریجي ډول پراخه شوې ده. په دې شخړه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې ډزې، هوايي بریدونه او مخامخ پوځي نښتې شاملې دي چې په دې وروستیو میاشتو کې یې شدت موندلی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ډیورند کرښې په اوږدو کې ناامني او د وسله‌والو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي. په دغو خونړیو نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېرې لا هم نه‌دي په ډاګه شوي. ملګرو ملتونو بیا ویلي، چې د دغې جګړې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو درې وزیران په رسمي ډول هند ته تللي دي. په دغو کسانو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي شامل دي.

هند ته د طالبانو د وزیرانو د سفرونو په اړه د پاکستان دریځ تر ډېره محتاط، اندېښمن او په ځینو مواردو کې نیوکه کوونکی پاتې شوی دی.

هند دا مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک او اقتصادي حضور پراخوي. اسلام‌اباد دغه بهیر د سیمه‌ییزې جیوپولیټیکې سیالۍ یوه برخه ګڼي او ورته په ډېر حساس نظر ګوري.

ترویج لرونکی

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی
۱

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۲

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

۳

طالبانو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ډرون بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست

۴

المرصاد: په خیبر پښتونخوا کې په یوه هوایي برید کې د داعش یو مرکز له‌منځه وړل شوی

۵

د هند وېزې لپاره نوي اسناد اړین وګرځېدل؛ سوداګر د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي

•
•
•

نور کیسې

شګفته ملک: له زده‌کړو او اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول د غندلو وړ دي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
شګفته ملک: له زده‌کړو او اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول د غندلو وړ دي
100%

د عوامي نشنل ګوند عمومي مرستيالې سکرترې او د پارلمان پخوانۍ غړې شګفته ملک له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، له زده‌کړو او اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول د غندلو وړ دي.

د عوامي نشنل ګوند عمومي مرستيالې سکرترې او د پارلمان پخوانۍ غړې شګفته ملک له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په نړۍ کې ښځې د پرمختګ په حال کې دي، خو «افغانستان چې يوې خوا ته د ترهګرۍ ښکار دی، نو بلې خوا ته یې مېرمنې د خپلو اساسي حقونو لکه زده کړو، روغتيا او نورو حقونو څخه یې مخنيوی کیږي د مېرمنو پر وړاندې داسې چلند د غندلو وړ دی».

شګفته ملک زیاته کړه، د ټولنې نيمايي برخه مېرمنې وي او که چېرې مېرمنې له خپلو اساسي حقونو څخه محرومه کړل شي نو هغه ټولنې پرمختګ نه‌شي کولای.

هغې همدارار څرګنده کړه، د بشري حقونو سازمانونه او سياسي ګوندونه هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعيت اندېښنې څرګندوي او هيله لري، چې په راتلونکې کې افغان ښځې او نجونې د خپل روښانه سباوون لپاره پر خپلو لارو غوره کولو کې ازادي ولري.

نوموړي په ډاګه کړه: «د يوې ټولنې پرمخ تللو لپاره اړينه ده، چې له نارينه‌وو سره ښځې اوږه په اوږه خپل رول ولوبوي».

جمایمه اپریدۍ: نړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر روان ظلم چوپه خوله ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نيول او د لاريونونو ځپل د نړۍوالو له غبرګونونو سربېره په پاکستان کې هم د بشري او د ښځو د حقونو فعالانو او همداراز سیاسي څېرو له افغان ښځو سره د طالبانو دغه چلند غندلی دی.

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي
100%

سرچینو د جمعې په ورځ له جنیوا څخه افغانستان انټرنشنل ته د یوه انځور په لېږلو خبر ورکړی چې د طالبانو دوه چارواکي د دغه ښار په «ماینینګر» هوټل کې لیدل شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه دوه تنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند چارواکي دي او ټاکل شوې د اوبو په تړاو په هغه غونډه کې ګډون وکړي، چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په جنیوا کې جوړېږي.

ټاکل شوې ده، ملګري ملتونه په جنیوا کې د «د پولې هاخوا اوبو په اړه د همکاریزو هوکړو او نورو ترتیباتو د پراختیا، بیاکتنې او بیا راژوندي کولو نړیوال تخصصي ورکشاپ» په نوم د یوې تخصصي غونډې کوربه‌توب وکړي.

دا غونډه به د جون په ۲۲مه او ۲۳مه نېټه، چې د چنګاښ له دویمې تر درېیمې نېټې سره سمون خوري، د جنیوا په ښار کې ترسره شي.

تر اوسه د غونډې سمبالوونکو د مېلمنو نوملړ نه‌دی خپور کړی. افغانستان انټرنشنل د دې غونډې له دارالانشا څخه د افغانستان د احتمالي استازو د ګډون په اړه پوښتنه کړې، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

د دې غونډې موخه څه ده؟

دا ورکشاپ د هغو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د ارزونې او پیاوړتیا لپاره جوړېږي چې ګډې اوبیزې سرچینې لري؛ لکه سیندونه، جهیلونه او تر ځمکې لاندې اوبیزې زېرمې.

د غونډې اصلي تمرکز پر دې دی، چې د سرحدي اوبو په برخه کې د هېوادونو ترمنځ موجودې هوکړې څنګه نوي او اغېزناکې شي، د اوبو د ګډ مدیریت لپاره کوم نوي چوکاټونه رامنځته کېدای شي، هېوادونه څنګه د همکاریو له لارې د اوبو پر سر د احتمالي شخړو مخه نیولی شي او د اوبو د ډیپلوماسۍ بریالۍ تجربې څنګه له یو بل سره شریکېدای شي.

د غونډې د تنظیموونکو د معلوماتو له‌مخې، په دې ډول غونډو کې عموماً د دولتونو استازي، د اوبو د حقوقي او تخنیکي چارو متخصصین، نړیوال سازمانونه او د اوبو د سرچینو د مدیریت اړوند بنسټونه ګډون کوي.

دا ورکشاپ د ملګرو ملتونو د هغو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د «اوبو ډیپلوماسۍ» پیاوړتیا او د نړۍ په کچه د ګډو اوبیزو سرچینو پر سر د احتمالي لانجو او کړکېچونو کمول دي.

د ځيرکو موبایلونو پر کارولو بندیز؛ نور رحمان اخلاقي دا پرېکړه د طالبانو د وېرې نښه وبلله

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۱
د ځيرکو موبایلونو پر کارولو بندیز؛ نور رحمان اخلاقي دا پرېکړه د طالبانو د وېرې نښه وبلله
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې په دولتي ادارو کې یې د کارکوونکو له لوري د ځیرکو موبایلونو پر کارولو بندیز لګولی دی.

نور رحمان اخلاقي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دا اقدام د حقیقت له ثبتېدو او د رسنیو له ځواک څخه د طالبانو د ژورې وېرې نښه ده.

اخلاقي ویلي، چې د طالبانو د مشر له‌خوا د ځيرکو موبایلونو د کارولو منع کول ښيي، چې دا ډله له اسنادو، شواهدو او د هېواد د روانو واقعیتونو له افشا کېدو څخه سخته وېره لري. هغه زیاته کړې، د داسې یوې ډلې بنسټ چې د یوې ویډیو، غږ یا پیغام په خپرېدو سره لړزېږي، د یوه تړلي پوځي کمپ په څېر دی چې په کې د خلکو اړیکې د زندان د ساتونکي او بندي کچې ته راټیټې شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو دغه پخواني وزیر روښانه کړې، چې طالبان حتی پر خپلو روزل شویو ځواکونو هم باور نه‌لري او اوس هغوی ته د جاسوسانو او تورنو په سترګه ګوري. د هغه په وینا، «ستمګر» تل تر بهرني دښمن زیات له خپلو هغو کسانو څخه وېرېږي چې یوه ورځ یې د ظلم وسیله وو او نن د دوی د جنایتونو شاهدان کېدای شي.

اخلاقي ټینګار کړی، چې دا ډله به ژر یا وروسته د هغو ظلمونو، ناپوهۍ او ستم ځواب ورکړي، چې د افغانستان پر خلکو یې تپلي دي. د هغه په وینا، د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې پر ټکنالوژۍ او ځیرکو موبایلونو د څارنې زیاتوالی د دې ښکارندوی دی، چې دغه ډله په هېواد کې د هر ډول غږیز او انځوریز سند له خپرېدو وېره لري.

د اروپا پارلمان غړې: طالبان د ځیرکو موبایلونو په بندیز سره غواړي خپل ځپونکي اقدامات پټ کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ورته وخت کې، د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن د طالبانو د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډله په ادارو کې د ځيرکو موبایلونو په منع کولو سره غواړي له نړۍ سره د افغانستان اړیکې په بشپړه توګه پرې کړي. هغې زیاته کړې چې طالبان د دې اقدام له لارې د معلوماتو د کنټرول، د خپلو ځپونکو اقداماتو د پټولو او د مخالفو غږونو د غلي کولو هڅه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو پوځي محکمې په یوه رسمي مکتوب کې د ټولو دولتي کارکوونکو لپاره د ځیرکو موبایلونو کارول منع اعلان کړي دي.

یوناما: افغانستان په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او جدي کړکېچ سره مخ دی

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱
یوناما: افغانستان په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او جدي کړکېچ سره مخ دی
100%

یوناما د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې په ټوله نړۍ کې ۴۶،۱ میلیونه خلک د تاوتریخوالي، جګړو او ځورونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه سازمان زیاتوي، افغانستان بیا په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او جدي کړکېچ سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د دغو ارقامو د هرې شمېرې تر شا یو داسې انسان شته، چې له تاوتریخوالي او جګړو تښتېدلی دی. د دغه نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په هېواد کې دننه او په ټوله سیمه کې بې‌ځایه شوي افغانان د خوندیتوب او د خپل ژوند د بیا جوړولو په لټه کې دي.

د یوناما د راپور پر بنسټ، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲،۹ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. خبرپاڼه کاږي، چې د دغو راستنو شویو کډوالو ډېره برخه تر سخت فشار لاندې هېواد ته ستانه کړل شوي او اوسمهال په خورا سخت وضعیت کې ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاته کړې، که څه هم ډېری افغان کډوال غواړي خپل هېواد ته بېرته ستانه شي، خو د هغوی د بېرته ستنېدو پروسه باید په خپله خوښه، په خوندي توګه او په درنښت سره ترسره شي.

بل خوا، د کاریتاس نړیوالې خیریه موسسې د کډوالو د نړیوالې ورځې په درشل کې په خپل نوي راپور کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د کډوالو د وتلو د اوو اصلي هېوادونو په ډله کې ځای لري. د دغه مرستندویه سازمان په وینا، په میلیونونو افغانان د اوږدمهاله جګړو، تاوتریخوالي او سختو بحرانونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ملګري ملتونه:د ۲۰۲۳کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶ مېلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د یاد سازمان په وینا؛ له دې ډلې نیمایي یې له کلونو جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ان د افغانستان اړوند اسناد هم نه‌لري.

پاکستان د طالبانو له‌خوا د ډرون بريدونو ادعاوې رد کړې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱
پاکستان د طالبانو له‌خوا د ډرون بريدونو ادعاوې رد کړې
100%

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت پر خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ساده ډرون الوتکو په وسیله د داعـ.ش خراسان ډلې د په نښه کولو په اړه د افغان طالبانو ادعا او څرګندونې رد کړې دي. خو یوازې یې په خيبر ولسوالۍ کې «د طالبانو د يوې ساده ډرون» ورتلل تایید کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) ادعا کړې، چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي دي.

طالبانو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ډرون بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان دولتي راډيويي شبکې (رېډيو پاکستان) د خبر له مخې، د جمعې په ورځ د «اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې دا ادعاوې د تل په څېر درواغجنې بللې دي».

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د خپلو بېلابېلو تبلیغاتي چینلونو او رسمي څرګندونو له لارې ادعا کوي، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د ساده بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ داعش خراسان په نښه کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې: «په حقیقت کې د طالبانو د رژیم یوه ساده ډرون الوتکه د خیبر د شینکو سیمې ته څېرمه د پاکستان هوايي حریم ته ننوتلې وه، خو دغه الوتکه سمدستي د پاکستان د هوايي ځواک د هوايي مدافعې د بیداره سیسټم له خوا وپېژندل شوه او له منځه یووړل شوه».

د اطلاعاتو وزارت همداراز ادعا کړې، چې د داعش په ګډون څه باندې ۲۴ نورې وسله‌والې ترهګرې ډلې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې دي او ترې ملاتړ کېږي؛ هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

د یادونې وړ ده، د طالبانو دفاع وزارت د جمعې په ورځ ویلي، تېره شپه یې (پنجشنبه د غبرګولي ۲۸مه) په هوايي بریدونو سره په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعـ.شیانو چې دوی یې «ساعین بالفساد» بولي مرکزونه په نښه کړي دي. دغه وزارت زیاته کړې، په دې مرکزونو کې د ځینو «شریرو استخباراتي» کړيو په مرسته د افغانستان په خاوره بریدونه پلان کېدل او په تېر کې ترې یو شمېر خونړي بریدونه ترسره شوي هم وو.