سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر لهخوا جوړه شوې ځانګړي قطعه د ډیورنډ کرښې د امنیت خوندیتوب لپاره جوړیږي او د یادې قطعې له منظمېدو وروسته به د ډیورنډ کرښې د څار او ددې کرښې په اوږدو کې د هرډول تحرکاتو او د جګړې او متارکې قومانده د همدې قطعې په واک کې وي.
په کندهار او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل:«پخواني سرتېري به هم پر ډیورنډ کرښه په خپلو پوستو کې وي، خو ټوله قومانده به د نوې قطعې په لاس کې وي. یعنې که جنګ کېږي، یا جنګ نه کېږي، د داسې ټولو کارونو صلاحیت به له همدې قطعې سره وي».
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، د یادې قطعې څلورزره کسان همدا اوس د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ په لیوا کې مېشت دي او د یادو کسانو د ثبت او راجسټر چارې روانې دي.
همدارنګه د یادې قطعې څلورزره نور سرتېري په کابل کې دي او هملته یې د نوملیکنې او تنظیمولو چارې روانې دي.
سرچینو ویلي چې د یادې قطعې د جنګیالیو معاشونه او امتیازات د نورو طالبانو په پرتله لوړ دي.
دغه قطعه د هېڅ وزارت په تشکیل کې نه ده او یوازې مولوي هبت الله اخوندزاده ته ځواب ویونکي ده.
یوې سرچینې چې ددې قطعې د نوملیکنې چارې یې له نږدې څارلې، وویل:« په قطعه کې د سرباز بست نشته، استخدام له افسر څخه دی او د دوی امتیازات هم لوړ دي او دا کسان یوازې شیخ صاحب ته ځواب ویونکي دي. دوی نه د دفاع او نه هم د کورنیو چارو وزارت تر اثر لاندې دي».
د طالبانو اړوند سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یادې قطعې جنګیالي تر ډېره د کندهار، ارزګان او هلمند ولایت اوسېدونکي دي او د زابل یو شمېر محدود جنګیالي هم پکې دي.
سرچینې وايي، د پلان لهمخې، یادې ۸زره کسیزه قطعې ته به له امریکا پاتې پرمختللي وسلې، شپه لید تجهیزات، موټر او فعالې چورلکې او څارګر ډرونونه هم په واک کې ورکړل شي.
د دوی په وینا، د ۸ زره کسیزې قطعې د جلب او جذب پروسې له بشپړېدو وروسته په پام کې ده، چې د دې قطعې جنګیالیو ته د توپوګرافي، سرحدي ګزمو، غیرقانوني تګ راتګ مخنیوي، د قاچاق ضد عملیاتو، د څار او شکمنو کسانو د پېژندنې او تعقیب او دغه راز د جي پي اېس، ډرون کامرو او ډرون څارګرو څرخکو په برخو کې روزنه ورکړل شي.
سرچینو ددې قطعې د قوماندې د مرکز په اړه وویل، چې «څلور زره سرتېري به په کندهار او څلور زره نور به په کابل کې مېشت وي او د اړتیا پرمهال به د هبتالله اخوندزاده په قومانده دندو ته استول کېږي».
سرچینو د یادې قطعې د قوماندان به اړه څه نه ونه ویل خو اټکل کوي، چې ښايي د طالبانو د اوو زونونو له مشرانو څخه یو تن د یادې قطعې د قوماندان په توګه وټاکل شي.
شنونکي د طالبانو د مشر دغه اقدام پر ډیورنډ کرښه د نښتو، ګزمو، امنیتي پوستو د چارو، تحرکاتو او تګ راتګ کنټرول ګڼي.