په خیبر پښتونخوا کې د سخت توپان او باران له امله اووه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، اورکزیو او باجوړ ولسوالیو کې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د سخت باران او توپان له امله اووه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
د ډېره اسماعیل خان په پهرپور ښار او شاوخوا کلیو کې د توپان او سخت باران له امله د څو کورونو او هټیو چتونه او دېوالونه نړېدلي. په یاده سیمه کې د دغه پېښو له امله څلور کسان مړه، څلور ټپیان او ګڼ څاروي تلف شوي دي. په یاده سیمه کې د برېښنا د مزو پرې کېدو له امله برېښنا هم پرې شوې ده.
په اورکزیو ولسوالۍ کې بیا د پنجشنبې په ورځ د تندر پرېوتو له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارې یوه چارواکي ویلي، چې دغه پېښه د کوز اورکزیو په سام فېروزخېل سیمه کې شوې. د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
په باجوړ کې بیا د سخت توپان له امله د یوه ښوونځي دېوال نړېدلی. د پېښې پر مهال ښوونځی تړلی و او د مرګ ژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.
