• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لندن په شمال کې د دوو رېل‌ګاډو په ټکر کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۱

د بریتانیا د ترانسپورټ مسوولینو ویلي، چې د جمعې په ورځ یې د لندن شاوخوا ۶۰ میله شمال ته د دوو رېل‌ګاډو د ټکر د راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته بېړنی غبرګون پیل کړی دی. سیمه‌ییزو رسنیو ویلي، چې دغه پېښه د ګڼو کسانو د ټپي کېدو لامل شوې، خو د کره شمېر په تړاو یې څه‌ نه‌دي ویل شوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو ښيي چې د یوه رېل‌ګاډي مخکینۍ برخه د بل رېل‌ګاډي له شا برخې سره نښتې ده، په داسې حال کې چې دواړه لا هم پر پټلۍ ولاړ دي.

د ختیځې بریتانیا د امبولانس ادارې ویلي، چې د پېښې ځای ته یې د هوايي امبولانس په ګډون ګڼ بیړني امکانات استولي دي. دغه اداره وايي، پېښه د بېډفورډ ښار سوېل ته د رېل‌ګاډي پر کرښه رامنځته شوې او له خلکو یې غوښتي چې سیمې ته له تګ ډډه وکړي.

د بریتانیا د ترانسپورټ وزیرې هایډي الکساندر په خپله‌ اېکس‌پاڼه ویلي، چې د دې ټکر د راپورونو د اورېدو له امله «په ژوره توګه اندېښمنه» شوې ده.

د بېډفورډشایر د اوروژنې او ژغورنې ادارې هم ویلي، چې عمله یې د بېډفورډ سوېل ته د رېل‌ګاډي په کرښه کې د پېښې په ځای کې حضور لري او له خلکو یې غوښتي چې سیمې ته ورنږدې نه‌شي.

د رېل‌ګاډي چلولو شرکت «ایسټ مېډلنډز رېلوې» ویلي، چې د ورځې تر پایه لندن ته دننه او له لندن څخه بهر خپل خدمات نه شي ترسره کولای.

ترویج لرونکی

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ
۱

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۲

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

۳

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۴

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

۵

د هند وېزې لپاره نوي اسناد اړین وګرځېدل؛ سوداګر د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې هغه ډاکټره چې پرمخ یې تېزاب پاشل شوي امریکا ته د درملنې لپاره لېږل کېږي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
•
فضل عزیز
په بلوچستان کې هغه ډاکټره چې پرمخ یې تېزاب پاشل شوي امریکا ته د درملنې لپاره لېږل کېږي
100%

د بلوچستان ايالت سیمه‌ییز حکومت اعلان کړی، ډاکټره ماه نور ناصر چې د کوټې په دولتي روغتون کې پر مخ یې تېزاب پاشل شوي وو، د درملنې لپاره امریکا ته لېږي. د ډاکټرې پلار هم افغانستان انټرنشنل-پښتو ته دغه خبره تاييد کړه.

خو له دې سره سره د همدې پېښې پر ضد په بلوچستان ایالت کې د ډاکټرانو اعتراضي لاريون لا هم دوام لري.

د بلوچستان ايالتي حکومت نن (جمعه د غبرګولي ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه وويل، د تېزابو ښکار شوې ډاکټرې د کراچۍ په روغتون کې درملنه روانه ده او د لاښې درملنې لپاره یې امريکا ته د لېږلو تياريانې بشپړې شوې دي.

د ډاکټر پلار ناصر حبيب افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، امریکا ته د لور د درملنې لپاره یې تياريانې پيل کړې دي او په يوه اونۍ کې به یې لور امریکا ته ولېږدول شي.

هغه د ډاکټر ماه نور ناصر د روغتيايي حالت په اړه یې وويل: «هغه اوس ښه ده، خبرې کولی شي، لږه لږه ګرځي خو د يوې سترګې نظر یې خړ دی».

د روانې میاشتې د جون پر شپږمه نېټه د کوټې په دولتي روغتون کې پر ډاکټرې ماه نور ناصر یوه کس تېزاب وپاشل. د ډاکټرې مخ سوځېدلی او د بريدګر په اړه ويل شوي وو، چې له پېښې وروسته له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د ډاکټرانو اعتراضي پرلت او لاریون دوام لري

پر ډاکټرې ماه نور ناصر د تېزاب له پاشل کېدو وروسته په ګرد بلوچستان ایالت کې د ځوانانو ډاکټرانو ټولنې اعتراضي لاريون او پرلت پيل کړی دی.

د ډاکټرانو د ټولنې يوه مشر ډاکټر صمد پانيزي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، د حکومت مسووليت وو چې د زیانمنې ډاکټرې درملنه وکړي.

هغه وويل، په ايالت کې د ډاکټرانو اعتراضي پرلت او لاريون اوس هم دوام لري او تر هغې به دوام ومومي، څو چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.

ډاکټر صمد پانيزي زياته کړه: «له لومړۍ ورځې مو غوښتنه وه، چې د روغتونونو او ډاکټرانو د امنيت لپاره دې په ایالتي کچه قانون جوړ کړل شي څنګه چې په خيبرپښتوا او پنجاب ايالتونو کې دي».

هغه څرګنده کړه: «دويمه غوښتنه مو دا ده چې معلومه شي، چې پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو پاشلو د پېښې اصلي لامل څه وو او تر شا یې د چا لاس وو».

د نوموړي ډاکټر په خبره ټولنه یې غوښتنه کوي، چې پر عدالتي کچه دې د دې پېښې پلټنې وشي، د روغتون مشر او د ایالت د روغتيا برخه دې تعطیل کړل شي.

د ډاکټر صمد پانيزي په خبره، دمګړۍ شاوخوا ۳۵ اعتراض کوونکي ډاکټران خپلو دندو ته نه‌حاضریږي.

د بلوچستان ایالت سیمه‌ييز حکومت بیا ويلي، چې دوه ځله یې د ډاکټرانو ټولنې له غړو سره خبرې شوي، خو تراوسه څه پرمختګ نه‌دی شوی.

د امریکا څارنوالانو د ۳۸ میلیونه ډالرو درغلۍ قضیه کې د یوه پاکستاني په ګډون ۸ کسان نیولي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱
د امریکا څارنوالانو د ۳۸ میلیونه ډالرو درغلۍ قضیه کې د یوه پاکستاني په ګډون ۸ کسان نیولي
100%

د امریکا فدرالي څارنوالانو یو پاکستاني الاصله امریکایي سوداګر او ۷ نور کسان د روغتیا برخه کې د ۳۸ میلیونه ډالرو د ادعا شوې درغلۍ په قضیه کې تورن کړي دي. ۷۸ کلن پروېز صدیقي چې په بروکلین کې سوداګر، د درملتون خاوند او د ټولنې مخکښ غړی بلل کېږي، د دې قضیې اصلي تورن دی.

پاکستاني‌الاصله امریکایی پرویز صدیقي له ۷ نورو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی.

څارنوالان وایي، تورنو کسانو له ۲۰۱۹ کال څخه د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې په بروکلین کې د لویانو د ورځې پاملرنې د دوو مرکزونو له لارې د روغتیا لپاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت جعلي غوښتنې ثبت کړې دي. د څارنوالۍ په وینا، په دغو غوښتنو کې د هغو خدمتونو لګښتونه شامل وو چې یا خو په کې مبالغه شوې وه او یا هم هېڅ نه وو وړاندې شوي.

د امریکا عدلي چارواکي ادعا کوي، چې دغې شبکې شاوخوا ۳۸ میلیونه ډالره د روغتیا له پروګرام څخه ترلاسه کړي او د پیسو د لېږد او سرچینې د پټولو لپاره یې له ګمراه کوونکو او جعلي تادیاتي توضیحاتو کار اخیستی دی.

په دې قضیه کې د شازیه بي بي (شازیه وټو)، عبدالعزیز، شیر علي، زېبون احمد، جوسنا بېګم، سایره خاتون او عطیه شهناز نومونه هم د تورنو کسانو په توګه یاد شوي دي.

فدرالي څارنوالان وایي، د قضیې پلټنې روانې دي او تر اوسه د تورنو کسانو د جرمونو په اړه وروستۍ محکمې پرېکړه نه‌ده کړې.

د امریکا د کورني امنیت وزارت: د څه باندې یو میلیون ډالرو د درغلۍ په تور ۱۵ کسان ونیول شول

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱
د امریکا د کورني امنیت وزارت: د څه باندې یو میلیون ډالرو د درغلۍ په تور ۱۵ کسان ونیول شول
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی دی چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت ۱۵ کسان د څه باندې ۱،۴ میلیونه ډالرو د مالي درغلۍ په یوه قضیه کې تورن کړي دي. په دغو کسانو کې ۱۱ تنه داسې کډوال شامل دي چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وو.

د دغه وزارت په وینا، دا قضیه د کورني امنیت د پلټنو ادارې د اسنادو او امتیازاتو د درغلۍ ضد کاري ډلې له خوا افشا شوې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت زیاته کړې، دغه ۱۱ ناقانونه کډوال به له عدلي بهیر او محاکمې وروسته ژر له امریکا واېستل شي، څو د امریکا مالیه ورکوونکي بیا له درغلۍ سره مخ نه کړي.

امریکايي چارواکو د دې درغلۍ د څرنګوالي او د تورنو کسانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ناروې په لومړنیو ښوونځیو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو بندیز ولګاوه

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
ناروې په لومړنیو ښوونځیو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو بندیز ولګاوه
100%

د ناروې حکومت اعلان کړی چې د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره به د ۱۳ کلونو څخه د کم عمره زده کوونکو لپاره د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) کارول منع شي. حکومت وایي دغه پرېکړه یې ځکه کړې ده چې ماشومان د لوست، لیک او ریاضیاتو بنسټیز مهارتونه په ښه توګه زده کړي.

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار ستوري ویلې چې د مصنوعي ځیرکتیا کارول دا خطر زیاتوي چې واړه ماشومان د زده‌کړې مهم پړاوونه له پامه وغورځوي. ستورې وویل: «په ښوونځي کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې زموږ ماشومان لوستل، لیکل او ریاضیات زده کړي.» هغه زیاته کړې چې دا نوي معیارونه به د اګست میاشتې په وروستیو کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره عملي شي.

د ناروې د حکومت د نوي تګلارې له مخې، له لومړي تر اووم ټولګي پورې زده‌کوونکي، چې عمرونه یې له ۶ تر ۱۳ کلونو پورې دي، باید د عمومي اصل له مخې مصنوعي ځیرکتیا ونه کاروي.

همداراز د منځینۍ دورې زده‌کوونکي چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۱۶ کلونو پورې دي، کولای شي یوازې د ښوونکو تر څارنې لاندې او په احتیاط سره له دغو وسایلو ګټه واخلي.

د حکومت په وینا، د لوړې دورې زده‌کوونکي چې عمرونه یې له ۱۷ تر ۱۹ کلونو پورې دي، باید د مصنوعي ځیرکتیا د مناسبې کارونې زده‌کړه وکړي، څو د لوړو زده‌کړو او راتلونکو دندو لپاره چمتو شي. د یادونې وړ ده چې د ناروې حکومت د روان کال په اپرېل میاشت کې تر ۱۶ کلنۍ پورې د ماشومانو لپاره ټولنیزو رسنیو نه کارولو پلان هم اعلان کړی و، څو د ځوانانو له خوا د برېښنايي وسایلو کارونه راکمه شي.

جورجیا میلوني: د ټرمپ د عکس غوښتنې ادعا دروغ ده ایتالیا هېڅکه «سوال» نه کوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱
جورجیا میلوني: د ټرمپ د عکس غوښتنې ادعا دروغ ده ایتالیا هېڅکه «سوال» نه کوي
100%

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې نوموړې په فرانسه کې د جي۷ سرمشریزې پر مهال له هغه څخه د ګډ عکس اخیستو غوښتنه کړې وه. بل خوا، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني اعلان کړی چې امریکا ته خپل سفر لغوه کوي.

میلوني د جمعې په ورځ پر انسټاګرام یوې ویډیويي وینا کې وویل چې د ټرمپ څرګندونې «په بشپړه توګه له حقیقته لرې» دي او زیاته یې کړه: «ایټالیا او زه هېڅکله سوال نه کوو.»

هغې وویل: «د ډونالډ ټرمپ څرګندونې په بشپړه توګه دروغ دي. زه واقعا حیرانه او خواشینې یم».

د ایټالیا لومړۍ وزیرې همداراز پر ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې نه پوهېږي د امریکا ولسمشر ولې له خپلو متحدانو سره دا ډول چلند کوي.

میلوني زیاته کړه: «دا لومړی ځل نه دی چې داسې څه پېښېږي. د افسوس ځای دی چې هغه د لوېدیځ او د امریکا د دښمنانو پر وړاندې همدومره قاطع دریځ نه لري».

په ورته وخت کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني اعلان کړی چې امریکا ته خپل هغه سفر لغوه کوي چې ټاکل شوې وه راتلونکې اوونۍ ترسره شي.

د تایاني د سفر د لغوه کېدو لامل په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، خو دا پرېکړه د ټرمپ او میلوني تر لفظي شخړې وروسته شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې میلوني د جي۷ سرمشریزې پر مهال له هغه څخه د عکس اخیستو غوښتنه کړې وه، خو د ایټالیا لومړۍ وزیرې دا ادعا په کلکه رد کړې او «دروغ» یې بللې ده.