د تخار پوهنتون یو محصل: طالبانو یو شمېر محصلان د خولۍ نهلرلو له امله نیولي او وهلي

د تخار پوهنتون یوه محصل افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې د تیرې چهارشنبې په ورځ، یو شمېر محصلان د خولۍ نه لرلو له امله د پوهنتون د طالب ساتونکو له خوا نیول شوي او د دغو ځواکونو استوګنځي ته لېږدول شوي دي.
