امریکايي چارواکی: اسراییل او حزبالله د اوربند پر هوکړې سلا شوي

رویټرز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې اسراییل او حزبالله د اوربند پر یوې هوکړې سلا شوي دي. د دغه چارواکي په وینا، ټاکل شوې دغه اوربند نن د جمعې په ورځ د ځایي وخت له مخې د مازدیګر په څلورو بجو په عملي توګه پلي شي.
