جاپان د هرمز تنګي له لارې د خپلې لومړۍ تېل وړونکې بېړۍ د خوندي تېرېدو خبر ورکړی

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یوه جاپاني شرکت اړوند تېل وړونکې بېړۍ له هرمز تنګي څخه په خوندي ډول تېره شوې او له فارس خلیج نه وتلې ده. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بېړۍ په فارس خلیج کې د جګړې له امله درېدلې وه او اوس د جاپان په لور خوځېدلې ده.
