یو افغان معلول: زموږ په نوم بهرنۍ مرستې طالبان اخلي

له کابل نه یو افغان معلول افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي غږیز پیغام کې د خپل ژوند د اقتصادي ستونزو او سخت وضعیت څخه شکایت کړی. نوموړي ویلي، چې طالبانو د معلولیت تنخواوې پرې بندې کړې او «د معلولیت لرونکو کسانو په نوم بهرنۍ مرستې هم طالبان اخلي».
له کابل نه دغه افغان معلول وایي، د بدن ډېره برخه یې فلج ده او نهشي کولی د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کار وکړي. هغه زیاتوي، چې طالبانو یې د معلولیت تنخوا او بهرنۍ مرستې بندې کړې دي.
نوموړی وایي: «کار نهشم کولی، نور عاید نهلرم، ځمکې او پټي نهلرم، د معلولیت معاش طالبانو بند کړی او زموږ په نوم بهرنۍ مرستې هم دوی اخلي». دغه افغان معلول وایي: «هغه درد چې طالبانو راته رسولی دی، د معلولیت له درده بدتره دی».
ورته مهال د تېر حکومت یوشمېر معلول شوي سرتېري وايي، د طالبانو له لوري پر دوی د معلولیت لرونکو ټول امتیازات بند شوي او طالب چارواکي یوازې خپلو معلولیت لرونکو جنګیالیو ته دغه امتیازات ورکوي.
