• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کورني امنیت وزارت: د څه باندې یو میلیون ډالرو د درغلۍ په تور ۱۵ کسان ونیول شول

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی دی چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت ۱۵ کسان د څه باندې ۱،۴ میلیونه ډالرو د مالي درغلۍ په یوه قضیه کې تورن کړي دي. په دغو کسانو کې ۱۱ تنه داسې کډوال شامل دي چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وو.

د دغه وزارت په وینا، دا قضیه د کورني امنیت د پلټنو ادارې د اسنادو او امتیازاتو د درغلۍ ضد کاري ډلې له خوا افشا شوې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت زیاته کړې، دغه ۱۱ ناقانونه کډوال به له عدلي بهیر او محاکمې وروسته ژر له امریکا واېستل شي، څو د امریکا مالیه ورکوونکي بیا له درغلۍ سره مخ نه کړي.

امریکايي چارواکو د دې درغلۍ د څرنګوالي او د تورنو کسانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ترویج لرونکی

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ
۱

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۲

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۳

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

۴

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۵

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

•
•
•

نور کیسې

ناروې په لومړنیو ښوونځیو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو بندیز ولګاوه

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
ناروې په لومړنیو ښوونځیو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو بندیز ولګاوه
100%

د ناروې حکومت اعلان کړی چې د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره به د ۱۳ کلونو څخه د کم عمره زده کوونکو لپاره د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) کارول منع شي. حکومت وایي دغه پرېکړه یې ځکه کړې ده چې ماشومان د لوست، لیک او ریاضیاتو بنسټیز مهارتونه په ښه توګه زده کړي.

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار ستوري ویلې چې د مصنوعي ځیرکتیا کارول دا خطر زیاتوي چې واړه ماشومان د زده‌کړې مهم پړاوونه له پامه وغورځوي. ستورې وویل: «په ښوونځي کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې زموږ ماشومان لوستل، لیکل او ریاضیات زده کړي.» هغه زیاته کړې چې دا نوي معیارونه به د اګست میاشتې په وروستیو کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره عملي شي.

د ناروې د حکومت د نوي تګلارې له مخې، له لومړي تر اووم ټولګي پورې زده‌کوونکي، چې عمرونه یې له ۶ تر ۱۳ کلونو پورې دي، باید د عمومي اصل له مخې مصنوعي ځیرکتیا ونه کاروي.

همداراز د منځینۍ دورې زده‌کوونکي چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۱۶ کلونو پورې دي، کولای شي یوازې د ښوونکو تر څارنې لاندې او په احتیاط سره له دغو وسایلو ګټه واخلي.

د حکومت په وینا، د لوړې دورې زده‌کوونکي چې عمرونه یې له ۱۷ تر ۱۹ کلونو پورې دي، باید د مصنوعي ځیرکتیا د مناسبې کارونې زده‌کړه وکړي، څو د لوړو زده‌کړو او راتلونکو دندو لپاره چمتو شي. د یادونې وړ ده چې د ناروې حکومت د روان کال په اپرېل میاشت کې تر ۱۶ کلنۍ پورې د ماشومانو لپاره ټولنیزو رسنیو نه کارولو پلان هم اعلان کړی و، څو د ځوانانو له خوا د برېښنايي وسایلو کارونه راکمه شي.

جورجیا میلوني: د ټرمپ د عکس غوښتنې ادعا دروغ ده ایتالیا هېڅکه «سوال» نه کوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱
جورجیا میلوني: د ټرمپ د عکس غوښتنې ادعا دروغ ده ایتالیا هېڅکه «سوال» نه کوي
100%

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې نوموړې په فرانسه کې د جي۷ سرمشریزې پر مهال له هغه څخه د ګډ عکس اخیستو غوښتنه کړې وه. بل خوا، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني اعلان کړی چې امریکا ته خپل سفر لغوه کوي.

میلوني د جمعې په ورځ پر انسټاګرام یوې ویډیويي وینا کې وویل چې د ټرمپ څرګندونې «په بشپړه توګه له حقیقته لرې» دي او زیاته یې کړه: «ایټالیا او زه هېڅکله سوال نه کوو.»

هغې وویل: «د ډونالډ ټرمپ څرګندونې په بشپړه توګه دروغ دي. زه واقعا حیرانه او خواشینې یم».

د ایټالیا لومړۍ وزیرې همداراز پر ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې نه پوهېږي د امریکا ولسمشر ولې له خپلو متحدانو سره دا ډول چلند کوي.

میلوني زیاته کړه: «دا لومړی ځل نه دی چې داسې څه پېښېږي. د افسوس ځای دی چې هغه د لوېدیځ او د امریکا د دښمنانو پر وړاندې همدومره قاطع دریځ نه لري».

په ورته وخت کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني اعلان کړی چې امریکا ته خپل هغه سفر لغوه کوي چې ټاکل شوې وه راتلونکې اوونۍ ترسره شي.

د تایاني د سفر د لغوه کېدو لامل په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، خو دا پرېکړه د ټرمپ او میلوني تر لفظي شخړې وروسته شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې میلوني د جي۷ سرمشریزې پر مهال له هغه څخه د عکس اخیستو غوښتنه کړې وه، خو د ایټالیا لومړۍ وزیرې دا ادعا په کلکه رد کړې او «دروغ» یې بللې ده.

په سویس کې د ایران او امریکا برخلیک ټاکونکي مذاکرات وځنډېدل

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۱
په سویس کې د ایران او امریکا برخلیک ټاکونکي مذاکرات وځنډېدل
100%

د سویس د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د امریکا او ایران ترمنځ په بورګنسټوک په سیمه کې کې پلان شوي مذاکرات وځنډېدل. سویس ویلي چې لا هم د دغو مذاکراتو اسانتیا برابرولو ته چمتو دی او لومړني ګامونه یې پورته کړي دي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و چې ټاکل شوې د ایران او امریکا مذاکره کوونکي پلاوي د جمعې په ورځ د غبرګولي پر ۲۹مه په بورګنسټوک کې سره وګوري. خو د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د پنجشنبې په ورځ سویس ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ. د سپینې ماڼۍ ویاند په دې اړه وویل، د دغو مذاکراتو چمتووالی هېڅکله ساده یا د وړاندوینې وړ نه و. دا په داسې حال کې ده چې جي ډي ونس او امریکایي پلاوی چمتو وو چې د پروګرامونو له نهایي کېدو سمدستي وروسته د مذاکراتو ځای ته روان شي.

بلخوا، المیادین خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړ چې ایراني پلاوي په سویلې لبنان باندې د اسراییل د بریدونو د دوام له امله، سویس ته خپل سفر ځنډولی دی. سرچینې زیاته کړه، ایراني پلاوی په عملي توګه تګ ته چمتو و خو د اسراییل د تېري د زیاتوالي له امله یې سفر ودرولو. تهران لا وړاندې امریکا او منځګړو ته خبر ورکړی و چې د لبنان قضیه د اسلامي جمهوریت لپاره مرکزي موضوع ده او د خبرو اترو دوام یا توقف د دغې دوسیې له بدلونونو سره تړلی دی.

وړاندې د سپاه پاسداران پورې تړلي تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی و چې ایراني مذاکره کوونکي باید لومړی د امریکا له لوري د موقتي هوکړې د پلي کېدو نښې لیدلې وای.

له دې سره سره، امریکایي چارواکو ویلي و چې په سویس کې به د لومړنۍ هوکړې د رسمي لاسلیک مراسم ترسره شي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا د دې هوکړې له لاسلیک وروسته، د دغې طرحې په اړه شک څرګند کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د سولې له مذاکراتو بهر ساتل شوی او په لبنان کې د ایران د متحدې وسله‌والې ډلې حزب‌الله پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.

د اسراییل اقداماتو دا پوښتنې راپورته کړې دي چې ایا دا هوکړه به پر ځای پاتې شي که نه.

منځګړو ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د ایران او امریکا د مذاکراتو د بیا پلانولو هڅې کوي خو تر اوسه د مذاکراتو د ترسره کېدو وخت نه دی مشخص شوی.

شهریاري: پارلمان د دې لپاره تړل شوی چې چارواکي د خپلې خوښې پرېکړې لاسلیک کړي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۱
شهریاري: پارلمان د دې لپاره تړل شوی چې چارواکي د خپلې خوښې پرېکړې لاسلیک کړي
100%

د ایران د پارلمان د روغتیا کمیسیون رییس حسین‌علي شهریاري ادعا کړې چې پارلمان ځکه تړل شوی څو چارواکي د خپلې خوښې پرېکړې په خپلسري ډول لاسلیک کړي. نوموړي په کلکه ټینګار کړی چې له امریکا سره هر ډول هوکړه لیک باید د پلي کېدو دمخه په قانوني ډول د پارلمان له خوا تصویب شي.

د ایران د پارلمان دغه جګپوړي غړي حسین‌علي شهریاري وویل، هغه وخت اوس تېر شوی چې د برجام (اټومي هوکړې) په څېر مهمې موافقې په شلو دقیقو کې تصویب شي. د هغه په وینا، ایران له داسې بې‌حوصله او ګړندیو تګلارو څخه په تېر وخت کې هم لوی مالي او سیاسي زیانونه لیدلي دي او دا تجربه باید بیا تکرار نه شي.

نوموړي همداراز د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړې. عراقچي په خپلو خبرو کې د ایران د غني شویو یورانیمو د کم غني کولو یا رقیق کولو د احتمال یادونه کړې وه. خو شهریاري د دغه دریځ په غبرګون کې وویل، د ایران اټومي موضوع د هېواد له اساسي «سرو کرښو» څخه ده او دا موضوع باید په هیڅ ډول ډیپلوماتیکو خبرو اترو کې مطرح نه کړل شي.

پنټاګون د ایران د جګړې او نورو لګښتونو لپاره د ۸۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱
پنټاګون د ایران د جګړې او نورو لګښتونو لپاره د ۸۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې
100%

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، د امریکا دفاع وزارت له قانون جوړوونکو غوښتي چې د ایران د جګړې او ځینو نورو ژمنو د لګښتونو پوره کولو لپاره ۸۰ مېلیارد ډالره اضافي بودجه ځانګړې کړي. تمه کېږي، چې دغه غوښتنه به ډېر ژر کانګرس ته وړاندې شي.

د رویټرز په وینا؛ د ټرمپ اداره ښایي په راتلونکو ورځو کې له کانګرس نه د اضافي بودجې غوښتنه وکړي. وال سټریټ ژورنال د باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال سټیون فینبرګ په دغه اونۍ کې د کانګرس له غړو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې پنټاګون د ایران جګړې او ځینو نورو غیرنظامي لګښتونو پوره کولو لپاره ۸۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې ته اړتیا لري.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ډونالډ ټرمپ اداره ښايي په راتلونکو ورځو کې د دغه اضافي بودجې غوښتنه د ارزونې لپاره کانګرس ته واستوي. د راپور له مخې؛ دغه مالي کڅوړه یوازې د دفاع وزارت لپاره نه‌ده، بلکې د غیرنظامي لومړیتوبونو لپاره هم بودجه لري، چې په‌کې د کرنې سکتور ملاتړ او د طبیعي پېښو له امله د اوښتو زیانونو جبران هم شامل دي.

رویټرز ویلي، تر اوسه یې په خپلواکه توګه د دغه راپور پخلی نه‌دی کړی او نه هم سپینې ماڼۍ او پنټاګون د دغه تبصرې غوښتنو ته ځواب ورکړی دی. پنټاګون مخکې په اپرېل میاشت کې اټکل کړی و، چې له ایران سره جګړې امریکا ته شاوخوا ۲۵ مېلیارد ډالره لګښت اړولی دی چې دا د جګړې د لګښتونو په اړه لومړنی رسمي اټکل و.

خو د هغې جګړې وروستی لګښت چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییل له‌خوا پیل شوې، لاهم په کانګرس کې د بحث موضوع ده. د حکومت لومړنۍ غوښتنه چې ۲۰۰ مېلیارد ډالر اضافي بودجه دې ځانګړې شي، د قانون جوړوونکو له پراخ مخالفت سره مخ شوې وه.

رویټرز لیکي، د بودجې دغه نوې طرحه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې جمهوري غوښتونکي د نومبر د منځ مهاله ټاکنو په درشل کې هڅه کوي د کانګرس کنټرول وساتي. خو په ورته وخت کې د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي، د انرژۍ د لوړو بیو او د ایران د جګړې د مالي بار په اړه د رایه ورکوونکو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د سپینې ماڼۍ د بودجې مشر رسل ووټل وړاندې دغه قانون جوړوونکو ته ویلي و، چې حکومت لاتراوسه د جګړې د وروستي لګښت په اړه کره اټکل نه‌دی کړی.