• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهریاري: پارلمان د دې لپاره تړل شوی چې چارواکي د خپلې خوښې پرېکړې لاسلیک کړي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د ایران د پارلمان د روغتیا کمیسیون رییس حسین‌علي شهریاري ادعا کړې چې پارلمان ځکه تړل شوی څو چارواکي د خپلې خوښې پرېکړې په خپلسري ډول لاسلیک کړي. نوموړي په کلکه ټینګار کړی چې له امریکا سره هر ډول هوکړه لیک باید د پلي کېدو دمخه په قانوني ډول د پارلمان له خوا تصویب شي.

د ایران د پارلمان دغه جګپوړي غړي حسین‌علي شهریاري وویل، هغه وخت اوس تېر شوی چې د برجام (اټومي هوکړې) په څېر مهمې موافقې په شلو دقیقو کې تصویب شي. د هغه په وینا، ایران له داسې بې‌حوصله او ګړندیو تګلارو څخه په تېر وخت کې هم لوی مالي او سیاسي زیانونه لیدلي دي او دا تجربه باید بیا تکرار نه شي.

نوموړي همداراز د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړې. عراقچي په خپلو خبرو کې د ایران د غني شویو یورانیمو د کم غني کولو یا رقیق کولو د احتمال یادونه کړې وه. خو شهریاري د دغه دریځ په غبرګون کې وویل، د ایران اټومي موضوع د هېواد له اساسي «سرو کرښو» څخه ده او دا موضوع باید په هیڅ ډول ډیپلوماتیکو خبرو اترو کې مطرح نه کړل شي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

پنټاګون د ایران د جګړې او نورو لګښتونو لپاره د ۸۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱
پنټاګون د ایران د جګړې او نورو لګښتونو لپاره د ۸۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې
100%

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، د امریکا دفاع وزارت له قانون جوړوونکو غوښتي چې د ایران د جګړې او ځینو نورو ژمنو د لګښتونو پوره کولو لپاره ۸۰ مېلیارد ډالره اضافي بودجه ځانګړې کړي. تمه کېږي، چې دغه غوښتنه به ډېر ژر کانګرس ته وړاندې شي.

د رویټرز په وینا؛ د ټرمپ اداره ښایي په راتلونکو ورځو کې له کانګرس نه د اضافي بودجې غوښتنه وکړي. وال سټریټ ژورنال د باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال سټیون فینبرګ په دغه اونۍ کې د کانګرس له غړو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې پنټاګون د ایران جګړې او ځینو نورو غیرنظامي لګښتونو پوره کولو لپاره ۸۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې ته اړتیا لري.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ډونالډ ټرمپ اداره ښايي په راتلونکو ورځو کې د دغه اضافي بودجې غوښتنه د ارزونې لپاره کانګرس ته واستوي. د راپور له مخې؛ دغه مالي کڅوړه یوازې د دفاع وزارت لپاره نه‌ده، بلکې د غیرنظامي لومړیتوبونو لپاره هم بودجه لري، چې په‌کې د کرنې سکتور ملاتړ او د طبیعي پېښو له امله د اوښتو زیانونو جبران هم شامل دي.

رویټرز ویلي، تر اوسه یې په خپلواکه توګه د دغه راپور پخلی نه‌دی کړی او نه هم سپینې ماڼۍ او پنټاګون د دغه تبصرې غوښتنو ته ځواب ورکړی دی. پنټاګون مخکې په اپرېل میاشت کې اټکل کړی و، چې له ایران سره جګړې امریکا ته شاوخوا ۲۵ مېلیارد ډالره لګښت اړولی دی چې دا د جګړې د لګښتونو په اړه لومړنی رسمي اټکل و.

خو د هغې جګړې وروستی لګښت چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییل له‌خوا پیل شوې، لاهم په کانګرس کې د بحث موضوع ده. د حکومت لومړنۍ غوښتنه چې ۲۰۰ مېلیارد ډالر اضافي بودجه دې ځانګړې شي، د قانون جوړوونکو له پراخ مخالفت سره مخ شوې وه.

رویټرز لیکي، د بودجې دغه نوې طرحه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې جمهوري غوښتونکي د نومبر د منځ مهاله ټاکنو په درشل کې هڅه کوي د کانګرس کنټرول وساتي. خو په ورته وخت کې د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي، د انرژۍ د لوړو بیو او د ایران د جګړې د مالي بار په اړه د رایه ورکوونکو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د سپینې ماڼۍ د بودجې مشر رسل ووټل وړاندې دغه قانون جوړوونکو ته ویلي و، چې حکومت لاتراوسه د جګړې د وروستي لګښت په اړه کره اټکل نه‌دی کړی.

ټرمپ: لاسلیک شوی تفاهم‌لیک د ایران حکومت «یو ډول بې‌قید او شرطه تسلیمېدل» دي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱
ټرمپ: لاسلیک شوی تفاهم‌لیک د ایران حکومت «یو ډول بې‌قید او شرطه تسلیمېدل» دي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اکسیوس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې امریکا له پوځي اړخه ایران ته «په بشپړه توګه» ماتې ورکړې ده. نوموړي ویلي، چې له ایران سره جګړې هغه ته د خپل ځواک د محدودیتونو په اړه هېڅ درس نه‌دی ورکړی او لاهم د خپل واک او ځواک لپاره «هیڅ محدودیت» نه مني.

ټرمپ د دغه پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د ځواک د محدودیتونو په اړه یې له جګړې څخه څه زده کړل، وویل: «تر اوسه مې دا درس نه‌دی زده کړی. زه پوهېږم چې محدودیتونه شته؛ خو زما لپاره هېڅ محدودیت نه‌شته».

اکسیوس یادونه کړې، چې ټرمپ جګړه د ایران د «بې‌قید او شرطه تسلیمۍ» په غوښتنه پیل کړه؛ خو په پای کې یې جګړه د یوه محدود تفاهم‌لیک په لاسلیکولو سره پای ته ورسوله. سره له دې ټرمپ په دغه مرکه کې ټینګار کړی، چې امریکا له پوځي پلوه ایران «په بشپړه توګه» مات کړی او حتی ادعا یې کړې چې لاسلیک شوې هوکړه هم «ښایي د بې‌قید او شرطه تسلیمۍ یو ډول وي».

ټرمپ د ایران پر وړاندې د سمندري کلابندۍ دفاع هم وکړه او ویې ویل، چې امریکا وتوانېده د بېړیو تګ‌راتګ ودروي. هغه زیاته کړه: «بل چا د داسې محاصرې توان لاره؟ ما سمندري محاصره جوړه کړه او ان یوه بېړۍ هم ونه توانېده چې تېره شي».

سره له دغه څرګندونو ټرمپ ومنله، چې د جګړې دوام کولی شوای درنې اقتصادي پایلې ولري. هغه د هغو نیوکه کوونکو په ځواب کې چې د ایران پر وړاندې یې د لا سخت چلند غوښتنه کوله وویل چې د فشار د زیاتولو یوازینۍ لاره دا وه چې بمبارۍ دوه یا درې اوونۍ نورې هم دوام ومومي؛ خو دغه اقدام د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره لاره نه هواروله.

ټرمپ وویل: «تر هغه چې بمبارۍ روانې وي، دغه سمندري لاره به په عملي ډول تړلې پاتې وي». هغه خبرداری ورکړ، چې د جګړې دوام به په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو کمښت او حتی د پراخ اقتصادي ځوړ لامل شوی وای. نوموړي زیاته کړه: «دا هغه څه وو، چې کولی یې شوای نړۍوال اقتصادي ځوړ رامنځته کړي».

اکسیوس د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي، ټرمپ په شخصي ناستو کې اندېښنه لرله چې د هرمز تنګي دوامداره تړل کېدل او د تېلو صادراتو ګډوډېدل به د انرژۍ سخت ناورین او د نړۍ د نفتو د زېرمو کمښت رامنځته کړي.

قالیباف، خامنه‌يي ته منسوب پیغام له امریکا سره د خبرو اترو د دوام لپاره یو چوکاټ وباله

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۴ GMT+۱
قالیباف، خامنه‌يي ته منسوب پیغام له امریکا سره د خبرو اترو د دوام لپاره یو چوکاټ وباله
100%

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په یوه پیغام کې مجتبی خامنه‌یي ته په خطاب له امریکا سره د تفاهم‌لیک په اړه د هغه د «پیغام» هرکلی کړی دی. هغه ویلي، دغه پیغام ښیي چې د تفاهم‌لیک په وروستي کېدو «یوه ستونزمنه او پېچلې لاره» په مخکې ده.

د ایران د پارلمان مشر د خپل پیغام په بله برخه کې مذاکرات «د مبارزې له ډګرونو څخه یو ډګر» بللی او زیاته کړې یې ده، که مقابل لوری د «زیاتې غوښتنې» هڅه وکړي؛ نو ایران به ورته مناسب ځواب ورکړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې ایراني چارواکي د مذاکراتو په بهیر کې د ټاکل شویو «شرطونو او سرو کرښو» د څار او ساتنې لپاره ځانونه ژمن بولي. دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې مجتبی خامنه‌يي ته منسوب یو متن خپور شو.

دغه «پیغام» داسې مهال خپور شوی، چې مجتبی خامنه‌يي د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې په عامه محضر کې نه‌دی لیدل شوی او تراوسه یې کوم نوی انځور، غږیز پیغام یا ویډیويي پیغام هم نه‌دی خپور شوی.

الــــ.قاعده د نایجر پر هوايي ډګر د برید چې په‌کې ۱۳ کسان وژل شوي مسوولیت ومانه

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
الــــ.قاعده د نایجر پر هوايي ډګر د برید چې په‌کې ۱۳ کسان وژل شوي مسوولیت ومانه
100%

په لویدیځه افریقا کې د الــــ.قاعده شبکې څانګې د پنجشنبې په ورځ د نایجر په پلازمېنه کې پر یوه هوايي ډګر او نظامي اډې د شوي برید مسوولیت ومانه. د نایجر حکومت ویلي، چې په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۱ غړي او ۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د پنجشنبې په سهار وختي (د غبرګولي ۲۸مه) د نایجر په پلازمېنه کې پر یوه هوايي ډګر او نظامي اډې برید پیل شو او شاوخوا ۲ ساعته یې دوام وکړ.

د نایجر حکومت په یوې اعلامیې کې چې د دولتي ټلویزیون له لارې خپره شوې ویلي، چې په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۱ غړي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې حکومتي ځواکونو برید په شا تمبولی او ۲۲ بریدګر یې وژلي او نږدې ۲۰ نور یې له یو شمېر وسلو سره یو ځای نیولي دي.

القاعده پورې تړلې ډلې، جماعة نصرة الاسلام والمسلمین، د دغه برید مسوولیت منلی دی. دغه ډله په بورکینافاسو او مالي کې هم فعاله ده. دغې ډلې په تېر اپریل میاشت کې د مالي هېواد پر ټولو برخو سخت بریدونه ترسره کړل، د پلازمینې باماکو هوايي ډګر یې په نښه کړ، دفاع وزیر یې وواژه او د پوځ یو شمیر اډې یې هم نیولې وې.

ټرمپ په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکايي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱
ټرمپ په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکايي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکایي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل. په دغو درېیو کې دوو یې چې اوس یو یې مړ دی د ویتنام او یوه یې د افغانستان په جګړو کې برخه درلوده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ناوخته (د غبرګولي ۲۸مه) په سپینې ماڼۍ کې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې درېیو پخوانیو نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل. له دغو درېیو نظامیانو دوه یې په ویتنام کې چې اوس یو یې مړ دی او یو بل یې په افغانستان کې جنګیدلي وو.

د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري د افغانستان په جګړې کې برخه درلوده. د سپنې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، جګړن نیکولاس ډاکري چې په ۲۰۱۲ کال دویم بریمن وو، د همدې کال د اکتوبر په دویمه په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره د طالبانو له یوه کمین سره مخ شوی وو. د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، هغه په سخت جنګي حالت کې هڅه کړې وه، چې خپل ټپي سرتېري د جګړې له ساحې وباسي او بیا د چورلکې په وسیله یې خپل مرکز ته ولېږدول.

د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري
100%
د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري

د امریکا ولسمشر د هغه یاده «زړورتیا» وستایله او د همدې زړورتیا په پار یې هغه ته د امریکا د تر ټولو لوړ نظامي نښان «د ویاړ مډال» ورکړ.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، ولسمشر ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد جګړن جیمز کیپرز جونیر ته چې په ۱۹۶۷ کال کې په ویتنام کې له سختو ټپونو سربېره بیا یې هم د خپلو کسانو قوماندې ته دوام ورکړ د ویاړ مډال او همداراز د سمندري ځواکونو ډګروال جان ډبلیو ریپلي ته چې اوس مړ دی، په ۱۹۷۲ کال کې یې په ویتنام کې د خپلو کړنو له امله (له مړینې وروسته)د ویاړ مډال د هغه زوی ته ورکړ