ملګري ملتونه:د ۲۰۲۳کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۳کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶ مېلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د یاد سازمان په وینا؛ له دې ډلې نیمایي یې له کلونو جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ان د افغانستان اړوند اسناد هم نهلري.
یاد سازمان وړاندې هم د کډوالو او بېځایه شویو کسانو اړوند د ۲۰۲۵کال په راپور کې ویلي و، چې د اټکل له مخې له ایران، پاکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو شاوخوا ۲.۹ مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په دغه راپور کې راغلي و، چې افغانستان په دې برخه کې د لویو بحرانونو یو سخته څپه تجریبه کوي. د راپور له مخې؛ پاکستان له اپرېل میاشتې شاوخوا یو مېلیون افغانان له دغه هېواده اېستلي، چې ډېری یې د خپل قانوني وضعیت، د شتمنیو نشتوالي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرولو په اړه له ستونزو سره مخ وو.
د راپور له مخې؛ ایران د ۲۰۲۵کال له نیمايي وروسته هره ورځ شاوخوا ۴۰زره افغانان خپل هېواد ته ستنول. په راپور کې د تاجکستان یادونه هم شوې او ویل شوي، چې دغه هېواد د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې ۱۹۵۳ افغانان اېستلي او یوازې د جولای په میاشت کې په ناڅاپي ډول ۹۵۵ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په راپور کې اندېښنه ښودل شوې، چې ډېری افغانان له اوږدې مودې راهیسي په ایران او پاکستان کې اوسېدل او ان ځینې په همدغه هېوادونو کې زېږېدلي هم وو، چې د فشار او نامناسبو شرايطو له امله افغانستان ته ستانه شوي.
د یاد سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د ګاونډیو هېوادونو د پالیسۍ بدلونونه، د اسنادو د سختو مقرراتو پلي کېدل، ناسم معلومات او همدارنګه په ځانګړي ډول په ایران او پاکستان کې د افغانانو لپاره د اقتصادي او امنیتي شرایطو خرابوالی د دغه ستنېدو اصلي لاملونه دي.
راپور زیاتوي: «ډېری ستنېدنې په ناڅاپي ډول ترسره شوې؛ خلک اړ شوي چې له چمتووالي پرته ووځي، خپلې شتمنۍ پرېږدي، له کورنیو جلا شي، د توقیف په نامناسبو شرایطو کې پاتې شي او له سختو سفرونو وروسته افغانستان ته ورسېږي».
یونیسیار یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د اوسني وضعیت له امله ډېری افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې که اسناد ولري او که نه له جدي ګواښونو سره مخ دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.