• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د طالبانو له‌خوا د ډرون بريدونو ادعاوې رد کړې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت پر خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ساده ډرون الوتکو په وسیله د داعـ.ش خراسان ډلې د په نښه کولو په اړه د افغان طالبانو ادعا او څرګندونې رد کړې دي. خو یوازې یې په خيبر ولسوالۍ کې «د طالبانو د يوې ساده ډرون» ورتلل تایید کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) ادعا کړې، چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي دي.

طالبانو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ډرون بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان دولتي راډيويي شبکې (رېډيو پاکستان) د خبر له مخې، د جمعې په ورځ د «اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې دا ادعاوې د تل په څېر درواغجنې بللې دي».

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د خپلو بېلابېلو تبلیغاتي چینلونو او رسمي څرګندونو له لارې ادعا کوي، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د ساده بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ داعش خراسان په نښه کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې: «په حقیقت کې د طالبانو د رژیم یوه ساده ډرون الوتکه د خیبر د شینکو سیمې ته څېرمه د پاکستان هوايي حریم ته ننوتلې وه، خو دغه الوتکه سمدستي د پاکستان د هوايي ځواک د هوايي مدافعې د بیداره سیسټم له خوا وپېژندل شوه او له منځه یووړل شوه».

د اطلاعاتو وزارت همداراز ادعا کړې، چې د داعش په ګډون څه باندې ۲۴ نورې وسله‌والې ترهګرې ډلې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې دي او ترې ملاتړ کېږي؛ هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

د یادونې وړ ده، د طالبانو دفاع وزارت د جمعې په ورځ ویلي، تېره شپه یې (پنجشنبه د غبرګولي ۲۸مه) په هوايي بریدونو سره په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعـ.شیانو چې دوی یې «ساعین بالفساد» بولي مرکزونه په نښه کړي دي. دغه وزارت زیاته کړې، په دې مرکزونو کې د ځینو «شریرو استخباراتي» کړيو په مرسته د افغانستان په خاوره بریدونه پلان کېدل او په تېر کې ترې یو شمېر خونړي بریدونه ترسره شوي هم وو.

ترویج لرونکی

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ
۱

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

۲

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۳

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

۴

د هند وېزې لپاره نوي اسناد اړین وګرځېدل؛ سوداګر د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي

۵

جرمني د هرمز تنګي د احتمالي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته جنګي بېړۍ ولېږلې

•
•
•

نور کیسې

د اروپا پارلمان غړې: طالبان د ځیرکو موبایلونو په بندیز سره غواړي خپل ځپونکي اقدامات پټ کړي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱
د اروپا پارلمان غړې: طالبان د ځیرکو موبایلونو په بندیز سره غواړي خپل ځپونکي اقدامات پټ کړي
100%

د اروپا پارلمان یوې غړې د افغانستان په دولتي ادارو کې د ځیرکو موبایلونو د کارولو د منع کېدو په غبرګون کې ویلي، طالبان په دې اقدام سره هڅه کوي، چې افغانستان له نړۍ سره په بشپړه توګه بې‌اړیکې کړي.

د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، طالبان غواړي د معلوماتو بهیر تر خپل کنټرول لاندې راولي، د بشري حقونو سرغړونې او ځپونکي اقدامات پټ کړي او د مخالفو غږونو مخه ونیسي.

هانا نیومن زیاته کړې، چې طالبان پوهېږي د ښځو د اعتراضونو، د بشري حقونو د سرغړونو او د دې ډلې د فرمانونو د افشا کېدو انځورونه او ویډیوګانې د ټولنې پر وړاندې د هغوی واکمني کمزورې کوي.

د اروپا پارلمان دغې غړې څرګنده کړې، چې استبدادي رژیمونه له یو بل څخه زده‌کړه کوي او په ښه توګه پوهېږي چې «د معلوماتو کنټرول د واک د کنټرول معنا لري».

نیومن د اروپایي ټولنې له بېلابېلو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان روانو تحولاتو ته لا ډېره پاملرنه وکړي. هغې خبرداری ورکړی، چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د طالبانو مخ پر زیاتېدونکي محدودیتونه ښايي د افغانستان ټولنه لا نوره هم منزوي کړي.

هغې لیکلي: «هغه څه چې په هرات کې د ښځو د غږ په چوپولو پیلېږي، په پای کې د یوه رژیم هغې هڅې ته رسېږي چې غواړي له نړۍ سره د ټولنې اړیکې پرې کړي».

د اروپا پارلمان د دې غړې څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې تر دې وړاندې د طالبانو پوځي محکمې په یوه رسمي مکتوب کې د ټولو دولتي کارکوونکو لپاره د ځیرکو موبایلونو کارول منع اعلان کړي دي.

د طالبانو پوځي محکمې په هغه مکتوب کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، خبرداری ورکړی، که څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي، موبایل به یې مات کړل شي او پوځي محکمې ته به معرفي شي.

په بلوچستان کې هغه ډاکټره چې پرمخ یې تېزاب پاشل شوي امریکا ته د درملنې لپاره لېږل کېږي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
•
فضل عزیز
په بلوچستان کې هغه ډاکټره چې پرمخ یې تېزاب پاشل شوي امریکا ته د درملنې لپاره لېږل کېږي
100%

د بلوچستان ايالت سیمه‌ییز حکومت اعلان کړی، ډاکټره ماه نور ناصر چې د کوټې په دولتي روغتون کې پر مخ یې تېزاب پاشل شوي وو، د درملنې لپاره امریکا ته لېږي. د ډاکټرې پلار هم افغانستان انټرنشنل-پښتو ته دغه خبره تاييد کړه.

خو له دې سره سره د همدې پېښې پر ضد په بلوچستان ایالت کې د ډاکټرانو اعتراضي لاريون لا هم دوام لري.

د بلوچستان ايالتي حکومت نن (جمعه د غبرګولي ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه وويل، د تېزابو ښکار شوې ډاکټرې د کراچۍ په روغتون کې درملنه روانه ده او د لاښې درملنې لپاره یې امريکا ته د لېږلو تياريانې بشپړې شوې دي.

د ډاکټر پلار ناصر حبيب افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، امریکا ته د لور د درملنې لپاره یې تياريانې پيل کړې دي او په يوه اونۍ کې به یې لور امریکا ته ولېږدول شي.

هغه د ډاکټر ماه نور ناصر د روغتيايي حالت په اړه یې وويل: «هغه اوس ښه ده، خبرې کولی شي، لږه لږه ګرځي خو د يوې سترګې نظر یې خړ دی».

د روانې میاشتې د جون پر شپږمه نېټه د کوټې په دولتي روغتون کې پر ډاکټرې ماه نور ناصر یوه کس تېزاب وپاشل. د ډاکټرې مخ سوځېدلی او د بريدګر په اړه ويل شوي وو، چې له پېښې وروسته له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د ډاکټرانو اعتراضي پرلت او لاریون دوام لري

پر ډاکټرې ماه نور ناصر د تېزاب له پاشل کېدو وروسته په ګرد بلوچستان ایالت کې د ځوانانو ډاکټرانو ټولنې اعتراضي لاريون او پرلت پيل کړی دی.

د ډاکټرانو د ټولنې يوه مشر ډاکټر صمد پانيزي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، د حکومت مسووليت وو چې د زیانمنې ډاکټرې درملنه وکړي.

هغه وويل، په ايالت کې د ډاکټرانو اعتراضي پرلت او لاريون اوس هم دوام لري او تر هغې به دوام ومومي، څو چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.

ډاکټر صمد پانيزي زياته کړه: «له لومړۍ ورځې مو غوښتنه وه، چې د روغتونونو او ډاکټرانو د امنيت لپاره دې په ایالتي کچه قانون جوړ کړل شي څنګه چې په خيبرپښتوا او پنجاب ايالتونو کې دي».

هغه څرګنده کړه: «دويمه غوښتنه مو دا ده چې معلومه شي، چې پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو پاشلو د پېښې اصلي لامل څه وو او تر شا یې د چا لاس وو».

د نوموړي ډاکټر په خبره ټولنه یې غوښتنه کوي، چې پر عدالتي کچه دې د دې پېښې پلټنې وشي، د روغتون مشر او د ایالت د روغتيا برخه دې تعطیل کړل شي.

د ډاکټر صمد پانيزي په خبره، دمګړۍ شاوخوا ۳۵ اعتراض کوونکي ډاکټران خپلو دندو ته نه‌حاضریږي.

د بلوچستان ایالت سیمه‌ييز حکومت بیا ويلي، چې دوه ځله یې د ډاکټرانو ټولنې له غړو سره خبرې شوي، خو تراوسه څه پرمختګ نه‌دی شوی.

د امریکا څارنوالانو د ۳۸ میلیونه ډالرو درغلۍ قضیه کې د یوه پاکستاني په ګډون ۸ کسان نیولي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱
د امریکا څارنوالانو د ۳۸ میلیونه ډالرو درغلۍ قضیه کې د یوه پاکستاني په ګډون ۸ کسان نیولي
100%

د امریکا فدرالي څارنوالانو یو پاکستاني الاصله امریکایي سوداګر او ۷ نور کسان د روغتیا برخه کې د ۳۸ میلیونه ډالرو د ادعا شوې درغلۍ په قضیه کې تورن کړي دي. ۷۸ کلن پروېز صدیقي چې په بروکلین کې سوداګر، د درملتون خاوند او د ټولنې مخکښ غړی بلل کېږي، د دې قضیې اصلي تورن دی.

پاکستاني‌الاصله امریکایی پرویز صدیقي له ۷ نورو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی.

څارنوالان وایي، تورنو کسانو له ۲۰۱۹ کال څخه د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې په بروکلین کې د لویانو د ورځې پاملرنې د دوو مرکزونو له لارې د روغتیا لپاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت جعلي غوښتنې ثبت کړې دي. د څارنوالۍ په وینا، په دغو غوښتنو کې د هغو خدمتونو لګښتونه شامل وو چې یا خو په کې مبالغه شوې وه او یا هم هېڅ نه وو وړاندې شوي.

د امریکا عدلي چارواکي ادعا کوي، چې دغې شبکې شاوخوا ۳۸ میلیونه ډالره د روغتیا له پروګرام څخه ترلاسه کړي او د پیسو د لېږد او سرچینې د پټولو لپاره یې له ګمراه کوونکو او جعلي تادیاتي توضیحاتو کار اخیستی دی.

په دې قضیه کې د شازیه بي بي (شازیه وټو)، عبدالعزیز، شیر علي، زېبون احمد، جوسنا بېګم، سایره خاتون او عطیه شهناز نومونه هم د تورنو کسانو په توګه یاد شوي دي.

فدرالي څارنوالان وایي، د قضیې پلټنې روانې دي او تر اوسه د تورنو کسانو د جرمونو په اړه وروستۍ محکمې پرېکړه نه‌ده کړې.

د نجونو له ګډون پرته؛ طالبانو په کابل کې د طبي اکمال تخصص بستونو ازموینه واخیسته

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱
د نجونو له ګډون پرته؛ طالبانو په کابل کې د طبي اکمال تخصص بستونو ازموینه واخیسته
100%

د طالبانو تر واک لاندې د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون په انګړ کې د طبي اکمال تخصص بستونو د شمولیت ازموینه نن د نجونو او ښځینه ډاکټرانو له حضور پرته واخیسته.

دا ازموینه د جمعې په روځ (د غبرګولي ۲۹مه) د ازموینو د عمومي ادارې له لوري په داسې حال کې واخیستل شوه، چې ښځینه کادرونه په بشپړ ډول له دغه مهم طبي بهیر څخه محروم کړل شوي وو.

که څه هم د طالبانو چارواکو د دې ازموینې د روڼتیا او د بایومتریک معلوماتو د ثبتولو ادعا کړې، خو د ښځینه ډاکټرانو نشتوالي د دې پروسې پر ملي او مسلکي اړخ جدي نیوکې راپارولې دي.

د روغتیايي چارو کارپوهان او منتقدین وایي، چې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونه او له پوهنتونونو او دولسمو ټولګیو څخه د هغوی نه فارغېدل به په نږدې راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو او متخصصینو د نشتوالي له امله یو لوی انساني او روغتیايي ناورین رامنځته کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارې د طبي اکمال تخصص هدف د وړ او مسلکي کادرونو ټاکل بولي، خو د ټولنې د نیمایي نفوس محرومول د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو په معنا دی.

شهرزاد اکبر: د طالبانو له‌خوا د ښځو پر طبي زده کړو بندیز د ښځو تدریجي وژنه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت او د ازموینو عمومي ادارې د دغې ازموینې لپاره یوازې د نارینه وو بایومتریک معلومات ثبت کړي وو او په رسمي اعلامیو کې یې هم د نجونو د ګډون د نشتوالي په اړه هېڅ ډول وضاحت نه‌دی ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې سلګونه ښځینه ډاکټرانې د طبي اکمال تخصص په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې وې او د هېواد په کچه یې په روغتونونو کې خدمت کاوه.

د ملګرو ملتونو د راپورونو او د یونېسف د ارزونو له مخې، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز له امله هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالره زیان رسېږي. د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت په وینا، تر ۲۰۳۰ کال پورې به په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو شمېر ۲۵ زره تنو ته راکم شي چې دا به د میندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت لا پسې خراب او د مړینې کچه لوړه کړي.

شهرزاد اکبر: د طالبانو له‌خوا د ښځو پر طبي زده کړو بندیز د ښځو تدریجي وژنه ده

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱
شهرزاد اکبر: د طالبانو له‌خوا د ښځو پر طبي زده کړو بندیز د ښځو تدریجي وژنه ده
100%

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د مېندو د مړینې کچه په‌کې خورا لوړه ده، خو طالبان د ښځو پر جامو څارنه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، خو طالبان د ښځو پر جامو بوخت دي. هغې زیاته کړې، چې پر ښځو او نجونو د طبي زده کړو بندیز ښځې له تدریجي وژنو سره مخ کړې دي.

شهرزاد اکبر په خپل دې پیغام کې ویلي، په داسې حال کې چې د هېواد روغتیایي سیستم له جدي بحران سره مخ دی، طالبان د ښځو د جامو پر اوږدوالي او ډبلوالي تمرکز لري. هغې پر نجونو د طبي زده کړو بندیز ته په اشارې سره ویلي، چې دا پرېکړه به په راتلونکي کې د ښځینه ډاکترانو د نشتوالي له امله د مېندو د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.

د بشري حقونو دغې فعالې د طالبانو دا ډول تګلارې او سختدریځي قوانین د افغان ښځو د سیستماتیک حذفولو هڅه بللې ده. د هغې په وینا، د طالبانو دا ډول سیاستونه به په هېواد کې د ښځو او نجونو ژوند له لا زیاتو ګواښونو او ستونزو سره مخ کړي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې د طب او قابلګۍ په څانګو کې د نجونو پر زده‌کړې بندیز لګولی دی.