• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د غور اوسېدونکی: ښاروالۍ غواړي چې خلک د خپلو ځمکو لپاره بیاځلې پیسې ورکړي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د غور یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، د یاد ولایت ښاروالۍ په ۱۳۸۱کال کې د ښار دننه د څلورم پلان سیمه پر خلکو ووېشله چې له هغه وخت راهیسې ۲۰ کاله تېر شوي؛ خو اوس طالبان غواړي چې خلک د خپلو ځمکو لپاره بیاځلې پیسې ورکړي.

هغه وایي، اوس د طالبانو ښاروالۍ غواړي چې د خلکو ملکیت د یادې ډلې د اوبو لګولو ریاست ته ورکړي او خلک اړ باسي چې خپلې ځمکې بیا له سره له یادې ښاروالۍ وپېري. د هغه په وینا؛ د یادې ځمکې د هر متر مربع لپاره ۳۰۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې دا یو لوی ظلم دی.
هغه وایي: «ډېری خلک تر دې حده بې‌وزله دي، چې حتی د ۵زرو افغانیو د ورکړې توان نه‌لري؛ خو اوس دوی اړ دي، چې د هر متر مربع ځمکې لپاره یو لک او ۸۰زره افغانۍ ورکړي».
هغه وایي، ځایي اوسېدونکي د یادې ستونزې د حل په موخه په وار، وار په غور کې د طالبانو ښارول ته ورغلي؛ خو د هغه له‌خوا د سپکاوي ډک چلند سره مخ شوي.

ترویج لرونکی

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ
۱

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۲

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۳

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

۴

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۵

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

•
•
•

نور کیسې

د دارالعلوم یوه زده‌کوونکې: ښوونکي په کتابونو کې د ښځو اړوند موضوعات سانسوروي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱
د دارالعلوم یوه زده‌کوونکې: ښوونکي په کتابونو کې د ښځو اړوند موضوعات سانسوروي
100%

د طالبانو د دارلعلوم یوې زده‌کوونکې افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلي یو پیغام کې ویلي، چې په کتابونو کې راغلي د ښځو اړوند موضوعات د ښوونکو له‌خوا نه تدریس کېږي او له دوی غواړي دغه پاڼه واړوي او له لوستلو یې ډډه وکړي.

هغه وایي، ځینې موضوعات یا په بشپړ ډول نه تدریسېږي او یا هم تر سانسور لاندې راځي. دغه زده‌کوونکې وایي، په یوه درس کې چې د دري ژبې د مضمون برخه و او عنوان یې «په اسلام کې د ښځې مقام» و؛ استاد زده‌کوونکو ته ویلي چې د کتاب هغه پاڼه واړوي، ځکه دغه برخه نه تدریس کېږي.

هغې په خپل پیغام کې ویلي، چې د یادې پېښې له لیدو وروسته ډېره حیرانه شوې او دا یې د طالبانو د تګلارو له ښځو سره د چلند یوه ښکاره بېلګه بللې ده. د هغې په وینا؛ دغه موضوع پر هغې ژور اغېز کړی او له هماغه ورځې وروسته یې دارالعلوم ته له تګ څخه ډډه کړې ده.

دغه زده‌کوونکې زیاتوي، چې له مجبورۍ دارالعلوم ته ځي؛ ځکه د زده‌کړو لپاره بله هېڅ لاره ورته نه‌ده پاتې. هغه وایي، چې یوازې د څو دیني زده‌کړو لپاره دارالعلوم ته تلله؛ خو اوس د دغه ډول محدودیتونو او د ښځو پر وړاندې د تګلارو له امله له زده‌کړو زړه توری شوې ده. هغه وایي، حیرانه ده چې څنګه د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو تشریح شوې موضوع ورته نه تدریسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ځینې هغه مضامین چې یاده ډله یې د خپلو پالیسیو خلاف ګڼي؛ له درسي نصاب څخه اېستل شوي دي. راپورونه ښيي، طالبانو له عمومي کتابتونونو هم هغه کتابونه ټول کړي چې د دوی د اېډیالوژۍ خلاف دي.

نیوکه کوونکي دغه کړنې د خلکو له پوهې د طالبانو ډار ګڼي او وایي، طالبان ځکه کتابونه لوستلو ته نه پرېږدي چې نوی نسل د طالب غیر اصولي کړنې تحلیل نه‌کړي.

له پاکستان نه اېستل شوي کډوال: د وهلو او بندیانولو ترڅنګ پولیسو له موږ پیسې هم اخیستې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
له پاکستان نه اېستل شوي کډوال: د وهلو او بندیانولو ترڅنګ پولیسو له موږ پیسې هم اخیستې
100%

له پاکستان نه اېستل شوي افغان کډوال وايي، چې پاکستاني پولیسو ان د اېستلو په وروستیو ورځو کې هم ځورول او پر وړاندې یې له «ظلم» کار اخیستی دی. دغه کډوال وايي، چې د وهلو او بندیانولو ترڅنګ پولیسو پیسې هم ترې اخیستې دي.

افغانستان ته د تازه ستنو شویو افغان کورنیو له ډلې د امیرخان او محمد اغا په نوم دوو ستنو شویو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو افغان کډوال سخت ځورول.

دوی زیاته کړې: «پولیس به پرله‌پسې ډول راتلل موږ به یې تنګولو؛ خو د راتګ پرمهال یې زموږ سره شخړه شوه او موږ یې ووهلو او بنديان یې کړو». په تورخم کې د محمد اغا په نوم یو افغان کډوال وايي: «پولیسو د لارې په اوږدو کې له هر کس څخه نږدې ۴زره روپۍ اخیستې دي».

تر دې وړاندې افغانستان ته ستنو شویو کورنیو هم په پاکستان کې د پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کاوه. د کډوالو ملاتړو بنسټونو په وار، وار له دغه هېواده غوښتي، چې د کډوالو د اېستلو پرمهال د بشري حقونو اصولو ته په پام عمل وکړي.

د بامیان پوهنتون یو محصل: په پوهنتون کې د موبایل لرلو له امله طالبانو ټول محصلین ګواښلي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱
د بامیان پوهنتون یو محصل: په پوهنتون کې د موبایل لرلو له امله طالبانو ټول محصلین ګواښلي
100%

له بامیان نه یو محصل افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې طالبانو په پوهنتون کې د موبایل لرل منع اعلان کړي او د څو محصلانو موبایلونه یې هم مات کړي دي. نوموړي ویلي، طالبانو محصلانو ته ګواښ وکړ که له امر یې سرغړونه وشي له بند او نغدي جریمې سره به مخ شي.

دغه محصل په پوهنتونو کې د موبایل تازه بندیز ته په اشارې د طالبانو ګواښ ته اندېښنه ښودلې. هغه زیاته کړې: «طالبانو محصلینو ته ګواښ کړی، که پوهنتون ته د موبایل سره داخل شي او د دوی له امره سرغړونه وشي؛ نو له یوه میاشت زندان او نغدي جریمې سره به مخ شي».

دغه محصل ویلي، چې طالبانو د بامیان په پوهنتون کې پر محصلینو یوشمېر نور محدودیتونه هم لګولي. هغه زیاته کړې:‌ «طالبانو په پوهنتون کې موبایل بند کړ، ږېره پرېښودل یې جبري کړل او له محصلینو د خاص سپين لباس اغوستلو غوښتنه کړې».

افغان محصلین وايي، دغه وضعیت د محصلینو پر زده‌کړو او ښوونیز چاپېریال منفي اغېز کوي. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري داسې لارښوونې شوې، چې د دولتي ادارو کارکوونکي دې له ځیرکو موبایلونو ډډه وکړي؛ خو اوس داسې ښکاري چې دغه بندیز تر پوهنتونونو، ملکي ادارو او ان تر ښارونو هم رسېدلی او د عملي کېدو په حال کې دی.

د سروبي اوسېدونکي: په سروبي کې دوه قبیلې د یوه زیارت د ملکیت پر سر په شخړه کې دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۱
د سروبي اوسېدونکي: په سروبي کې دوه قبیلې د یوه زیارت د ملکیت پر سر په شخړه کې دي
100%

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دینارخېلو او خواجه‌خېلو قومونو ترمنځ د شپولي بابا د زیارت پر سر پخوانۍ شخړه یو ځل بیا توده شوې او د سیمې خلک د احتمالي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري.

یو شمېر شکایت کوونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ادعا کړې، چې د سروبي ولسوالۍ د امر بالمعروف مسوول خان ولي په دې قضیه کې بې‌طرفي نه ده ساتلې.

دوی همداراز ادعا کوي، چې نوموړي د قضیې له یوه لوري مالي ګټه ترلاسه کړې ده.

د دینارخېلو قوم مشرانو او اوسېدونکو ادعا کړې، چې د یاد زیارت د دم، دعا او خدمت حق له شاوخوا څلور سوه کلونو راهیسې له دوی سره دی او دغه دود یې په دوامداره توګه ساتلی دی.

دوی وایي، په وروستیو کې د دې موضوع پر سر اختلافات زیات شوي او د دواړو قومونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. د دوی په وینا، که موضوع په بې‌پرې ډول ونه څېړل شي، د شخړې د پراخېدو احتمال شته.

د سیمې اوسېدونکو د طالب له اړوندو حکومتي ادارو، امنیتي مسوولینو او عدلي او قضایي ارګانونو غوښتي چې د موضوع په اړه بې‌پرې، شفافه او عاجله څېړنه ترسره کړي، د دواړو لورو خبرې واوري او د قانون او عدالت له مخې پرېکړه وکړي، څو د احتمالي تاوتریخوالي او شخړو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د سروبي د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو په خپلواکه توګه دا نه تاییدوي.

د لښکرګاه یو شمېر دوکاندارانو شکایت: « د طالبانو ښاروالۍ مو دوکانونه تړلي»

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۱
د لښکرګاه یو شمېر دوکاندارانو شکایت: « د طالبانو ښاروالۍ مو دوکانونه تړلي»
100%

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار یو شمېر دوکاندارانو افغانستان انټرنشنل ته په استولي غږیز پیغام کې شکایت کړی چې د طالبانو د ښاروالۍ اړوند د ښاري نظم موټر هره ورځ د دوی کاروبار ګډوډوي، دوکانونه یې تړي او دوکانداران ځوروي.

دوی وايي چې د حکومت مالیه، د صفایې محصول او د سوداګرۍ جوازونو ټولې اړوندې چارې یې بشپړې کړې دي او هېڅ پاتې مکلفیت نه لري، خو بیا هم د ښاروالۍ کارکوونکي پر دوی محدودیتونه لګوي.

د دوکاندارانو په وینا، د دوی دوکانونه تړل شوي او له کسب او کار څخه بې‌برخې شوي دي.

هغوی زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو په دې سختو شرایطو کې د دوکانونو تړل د دوی او د دوی د کورنیو پر ژوند منفي اغېز کوي.

له افغانستان انټرنشنل سره شریکو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې یو سپین رنجر موټر ښکاري چې د «لښکرګاه ښاروالۍ ښاري نظم» پرې لیکل شوی.

په ویډیو کې موټر د ښار په منځ کې ګرځي او په یوه بل انځور کې لیدل کېږي چې د یاد موټر شاوخوا یو شمېر خلک راټول شوي او خبرې ورسره کوي.

یادو دوکاندارانو له طالبانو غوښتي چې د دوی تړل شوي دوکانونه بېرته پرانیزي او هغوی ته د عادي کاروبار اجازه ورکړي.

د یادونې وړ ده، افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه د دوکاندارانو دغه ادعا نه تاییدوي، دا یوازې د دوی روایت دی.