د نجونو له ګډون پرته؛ طالبانو په کابل کې د طبي اکمال تخصص بستونو ازموینه واخیسته

د طالبانو تر واک لاندې د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون په انګړ کې د طبي اکمال تخصص بستونو د شمولیت ازموینه نن د نجونو او ښځینه ډاکټرانو له حضور پرته واخیسته.

د طالبانو تر واک لاندې د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون په انګړ کې د طبي اکمال تخصص بستونو د شمولیت ازموینه نن د نجونو او ښځینه ډاکټرانو له حضور پرته واخیسته.
دا ازموینه د جمعې په روځ (د غبرګولي ۲۹مه) د ازموینو د عمومي ادارې له لوري په داسې حال کې واخیستل شوه، چې ښځینه کادرونه په بشپړ ډول له دغه مهم طبي بهیر څخه محروم کړل شوي وو.
که څه هم د طالبانو چارواکو د دې ازموینې د روڼتیا او د بایومتریک معلوماتو د ثبتولو ادعا کړې، خو د ښځینه ډاکټرانو نشتوالي د دې پروسې پر ملي او مسلکي اړخ جدي نیوکې راپارولې دي.
د روغتیايي چارو کارپوهان او منتقدین وایي، چې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو بندیزونه او له پوهنتونونو او دولسمو ټولګیو څخه د هغوی نه فارغېدل به په نږدې راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو او متخصصینو د نشتوالي له امله یو لوی انساني او روغتیايي ناورین رامنځته کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارې د طبي اکمال تخصص هدف د وړ او مسلکي کادرونو ټاکل بولي، خو د ټولنې د نیمایي نفوس محرومول د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو په معنا دی.
د طالبانو لوړو زده کړو وزارت او د ازموینو عمومي ادارې د دغې ازموینې لپاره یوازې د نارینه وو بایومتریک معلومات ثبت کړي وو او په رسمي اعلامیو کې یې هم د نجونو د ګډون د نشتوالي په اړه هېڅ ډول وضاحت نهدی ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې سلګونه ښځینه ډاکټرانې د طبي اکمال تخصص په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې وې او د هېواد په کچه یې په روغتونونو کې خدمت کاوه.
د ملګرو ملتونو د راپورونو او د یونېسف د ارزونو له مخې، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز له امله هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالره زیان رسېږي. د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت په وینا، تر ۲۰۳۰ کال پورې به په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو شمېر ۲۵ زره تنو ته راکم شي چې دا به د میندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت لا پسې خراب او د مړینې کچه لوړه کړي.