د ځيرکو موبایلونو پر کارولو بندیز؛ نور رحمان اخلاقي دا پرېکړه د طالبانو د وېرې نښه وبلله

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې په دولتي ادارو کې یې د کارکوونکو له لوري د ځیرکو موبایلونو پر کارولو بندیز لګولی دی.
