• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: اسراییل او حزب‌الله په لبنان کې پر اوربند هوکړې ته ورسېدل

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱

یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې اسراییل او حزب‌الله د جمعې په ورځ پر اوربند هوکړه کړې؛ داسې یوه هوکړه چې د هغه په وینا، د امریکایي او قطري مرکچیانو په منځګړیتوب او د ایران په مرسته ترلاسه شوې ده. اسراییل ویلي، که حزب‌الله خپل بریدونه ودروي، اسراییل به هم بریدونه بند کړي.

له دې سره سره، د لبنان دوو امنیتي سرچینو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اسراییل د اوربند له پلي کېدو وروسته په لومړي ساعت کې شاوخوا دولس هوايي بریدونه کړي، خو د سیمې په وخت له مازدیګر ۵ بجو راهیسې هېڅ برید نه‌دی ثبت شوی.

یوه اسراییلي پوځي چارواکي تایید کړه، چې د مازدیګر له ۵ بجو راهیسې کوم برید نه دی شوی، خو د دولسو بریدونو د ترسره کېدو ادعا یې هم رد کړه.

خو بیا هم، په شمالي اسراییل کې د رویټرز خبریال په لبنان کې دننه د هوايي بریدونو د دوام شاهد وو.

د لبنان روغتیا وزارت راپور ورکړی، چې له تېرې نیمې شپې راهیسې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي. په مقابل کې، اسراییل اعلان کړی، چې په سویل کې د حزب‌الله د یو تر ټولو خونړي برید په پایله کې د دوی څلور سرتېري وژل شوي دي.

د ایران او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، دواړه لوري او د هغوی متحدین باید د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې نښتو ته د پای ټکی کېږدي. له دې سره سره، د هوکړې له اعلان وروسته که څه هم تاوتریخوالی یو څه کم شوی وو، خو په وروستیو ورځو کې نښتو بیا زور اخیستی وو.

تر دې مخکې د لبنان په پارلمان کې د حزب‌الله استازي حسن فضل‌الله رویټرز ته ویلي وو، ایران حزب‌الله ته خبر ورکړی، چې له واشنګټن سره خبرې اترې د یوه جامع اوربند له رامنځته کېدو پرته نه‌شي غځېدلی.

اسراییلي چارواکو د امریکا او ایران ترمنځ پر هوکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا هوکړه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اسراییل اندېښنې په بشپړ ډول نه لرې کوي.

په همدې حال کې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو د ټرمپ حکومت ته خبرداری ورکړی، چې بنیامین نتنیاهو ښايي داسې ګامونه پورته کړي، چې له ایران سره د یوې تلپاتې سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره د ټرمپ هڅې کمزورې کړي.

اوسني او پخواني امریکایي چارواکي وايي، چې نتنیاهو په اسراییل کې دننه له سختو سیاسي فشارونو سره مخ دی، څو په لبنان کې جګړې ته دوام ورکړي.

د استخباراتي راپورونو له مخې، داسې ښکاري چې اسراییل هوډ لري، د حزب‌الله پر وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. دا چلند د نوې هوکړې له هغې بنسټیزې برخې سره په ټکر کې دی، چې په لبنان کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

دا ارزونه په داسې وخت کې خپرېږي، چې د نتنیاهو د حکومت او د ټرمپ د حکومت د چارواکو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. امریکایي چارواکو په ښکاره ډول اسراییل ته خبرداری ورکړی، چې پر حزب‌الله له داسې بریدونو ډډه وکړي چې ښايي د ټرمپ د نظر وړ هوکړه له تګلوري وباسي.

اسراییل د حزب‌الله د هغه ډرون برید په ځواب کې چې څلور اسراییلي سرتېري یې ووژل، د جمعې په ورځ په سویل کې پراخ هوايي بریدونه وکړل. د نښتو له دوام سره هم‌مهاله، امریکایي او ایراني چارواکو اعلان وکړ، هغه مذاکرات یې ځنډولي دي، چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ په سویس کې پیل شي.

ترویج لرونکی

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ
۱

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۲

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

۳

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۴

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

۵

د هند وېزې لپاره نوي اسناد اړین وګرځېدل؛ سوداګر د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي

•
•
•

نور کیسې

د لندن په شمال کې د دوو رېل‌ګاډو په ټکر کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
د لندن په شمال کې د دوو رېل‌ګاډو په ټکر کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي
100%

د بریتانیا د ترانسپورټ مسوولینو ویلي، چې د جمعې په ورځ یې د لندن شاوخوا ۶۰ میله شمال ته د دوو رېل‌ګاډو د ټکر د راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته بېړنی غبرګون پیل کړی دی. سیمه‌ییزو رسنیو ویلي، چې دغه پېښه د ګڼو کسانو د ټپي کېدو لامل شوې، خو د کره شمېر په تړاو یې څه‌ نه‌دي ویل شوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو ښيي چې د یوه رېل‌ګاډي مخکینۍ برخه د بل رېل‌ګاډي له شا برخې سره نښتې ده، په داسې حال کې چې دواړه لا هم پر پټلۍ ولاړ دي.

د ختیځې بریتانیا د امبولانس ادارې ویلي، چې د پېښې ځای ته یې د هوايي امبولانس په ګډون ګڼ بیړني امکانات استولي دي. دغه اداره وايي، پېښه د بېډفورډ ښار سوېل ته د رېل‌ګاډي پر کرښه رامنځته شوې او له خلکو یې غوښتي چې سیمې ته له تګ ډډه وکړي.

د بریتانیا د ترانسپورټ وزیرې هایډي الکساندر په خپله‌ اېکس‌پاڼه ویلي، چې د دې ټکر د راپورونو د اورېدو له امله «په ژوره توګه اندېښمنه» شوې ده.

د بېډفورډشایر د اوروژنې او ژغورنې ادارې هم ویلي، چې عمله یې د بېډفورډ سوېل ته د رېل‌ګاډي په کرښه کې د پېښې په ځای کې حضور لري او له خلکو یې غوښتي چې سیمې ته ورنږدې نه‌شي.

د رېل‌ګاډي چلولو شرکت «ایسټ مېډلنډز رېلوې» ویلي، چې د ورځې تر پایه لندن ته دننه او له لندن څخه بهر خپل خدمات نه شي ترسره کولای.

په بلوچستان کې هغه ډاکټره چې پرمخ یې تېزاب پاشل شوي امریکا ته د درملنې لپاره لېږل کېږي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
•
فضل عزیز
په بلوچستان کې هغه ډاکټره چې پرمخ یې تېزاب پاشل شوي امریکا ته د درملنې لپاره لېږل کېږي
100%

د بلوچستان ايالت سیمه‌ییز حکومت اعلان کړی، ډاکټره ماه نور ناصر چې د کوټې په دولتي روغتون کې پر مخ یې تېزاب پاشل شوي وو، د درملنې لپاره امریکا ته لېږي. د ډاکټرې پلار هم افغانستان انټرنشنل-پښتو ته دغه خبره تاييد کړه.

خو له دې سره سره د همدې پېښې پر ضد په بلوچستان ایالت کې د ډاکټرانو اعتراضي لاريون لا هم دوام لري.

د بلوچستان ايالتي حکومت نن (جمعه د غبرګولي ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه وويل، د تېزابو ښکار شوې ډاکټرې د کراچۍ په روغتون کې درملنه روانه ده او د لاښې درملنې لپاره یې امريکا ته د لېږلو تياريانې بشپړې شوې دي.

د ډاکټر پلار ناصر حبيب افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، امریکا ته د لور د درملنې لپاره یې تياريانې پيل کړې دي او په يوه اونۍ کې به یې لور امریکا ته ولېږدول شي.

هغه د ډاکټر ماه نور ناصر د روغتيايي حالت په اړه یې وويل: «هغه اوس ښه ده، خبرې کولی شي، لږه لږه ګرځي خو د يوې سترګې نظر یې خړ دی».

د روانې میاشتې د جون پر شپږمه نېټه د کوټې په دولتي روغتون کې پر ډاکټرې ماه نور ناصر یوه کس تېزاب وپاشل. د ډاکټرې مخ سوځېدلی او د بريدګر په اړه ويل شوي وو، چې له پېښې وروسته له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د ډاکټرانو اعتراضي پرلت او لاریون دوام لري

پر ډاکټرې ماه نور ناصر د تېزاب له پاشل کېدو وروسته په ګرد بلوچستان ایالت کې د ځوانانو ډاکټرانو ټولنې اعتراضي لاريون او پرلت پيل کړی دی.

د ډاکټرانو د ټولنې يوه مشر ډاکټر صمد پانيزي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، د حکومت مسووليت وو چې د زیانمنې ډاکټرې درملنه وکړي.

هغه وويل، په ايالت کې د ډاکټرانو اعتراضي پرلت او لاريون اوس هم دوام لري او تر هغې به دوام ومومي، څو چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.

ډاکټر صمد پانيزي زياته کړه: «له لومړۍ ورځې مو غوښتنه وه، چې د روغتونونو او ډاکټرانو د امنيت لپاره دې په ایالتي کچه قانون جوړ کړل شي څنګه چې په خيبرپښتوا او پنجاب ايالتونو کې دي».

هغه څرګنده کړه: «دويمه غوښتنه مو دا ده چې معلومه شي، چې پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو پاشلو د پېښې اصلي لامل څه وو او تر شا یې د چا لاس وو».

د نوموړي ډاکټر په خبره ټولنه یې غوښتنه کوي، چې پر عدالتي کچه دې د دې پېښې پلټنې وشي، د روغتون مشر او د ایالت د روغتيا برخه دې تعطیل کړل شي.

د ډاکټر صمد پانيزي په خبره، دمګړۍ شاوخوا ۳۵ اعتراض کوونکي ډاکټران خپلو دندو ته نه‌حاضریږي.

د بلوچستان ایالت سیمه‌ييز حکومت بیا ويلي، چې دوه ځله یې د ډاکټرانو ټولنې له غړو سره خبرې شوي، خو تراوسه څه پرمختګ نه‌دی شوی.

د امریکا څارنوالانو د ۳۸ میلیونه ډالرو درغلۍ قضیه کې د یوه پاکستاني په ګډون ۸ کسان نیولي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱
د امریکا څارنوالانو د ۳۸ میلیونه ډالرو درغلۍ قضیه کې د یوه پاکستاني په ګډون ۸ کسان نیولي
100%

د امریکا فدرالي څارنوالانو یو پاکستاني الاصله امریکایي سوداګر او ۷ نور کسان د روغتیا برخه کې د ۳۸ میلیونه ډالرو د ادعا شوې درغلۍ په قضیه کې تورن کړي دي. ۷۸ کلن پروېز صدیقي چې په بروکلین کې سوداګر، د درملتون خاوند او د ټولنې مخکښ غړی بلل کېږي، د دې قضیې اصلي تورن دی.

پاکستاني‌الاصله امریکایی پرویز صدیقي له ۷ نورو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی.

څارنوالان وایي، تورنو کسانو له ۲۰۱۹ کال څخه د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې په بروکلین کې د لویانو د ورځې پاملرنې د دوو مرکزونو له لارې د روغتیا لپاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت جعلي غوښتنې ثبت کړې دي. د څارنوالۍ په وینا، په دغو غوښتنو کې د هغو خدمتونو لګښتونه شامل وو چې یا خو په کې مبالغه شوې وه او یا هم هېڅ نه وو وړاندې شوي.

د امریکا عدلي چارواکي ادعا کوي، چې دغې شبکې شاوخوا ۳۸ میلیونه ډالره د روغتیا له پروګرام څخه ترلاسه کړي او د پیسو د لېږد او سرچینې د پټولو لپاره یې له ګمراه کوونکو او جعلي تادیاتي توضیحاتو کار اخیستی دی.

په دې قضیه کې د شازیه بي بي (شازیه وټو)، عبدالعزیز، شیر علي، زېبون احمد، جوسنا بېګم، سایره خاتون او عطیه شهناز نومونه هم د تورنو کسانو په توګه یاد شوي دي.

فدرالي څارنوالان وایي، د قضیې پلټنې روانې دي او تر اوسه د تورنو کسانو د جرمونو په اړه وروستۍ محکمې پرېکړه نه‌ده کړې.

د امریکا د کورني امنیت وزارت: د څه باندې یو میلیون ډالرو د درغلۍ په تور ۱۵ کسان ونیول شول

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱
د امریکا د کورني امنیت وزارت: د څه باندې یو میلیون ډالرو د درغلۍ په تور ۱۵ کسان ونیول شول
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی دی چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت ۱۵ کسان د څه باندې ۱،۴ میلیونه ډالرو د مالي درغلۍ په یوه قضیه کې تورن کړي دي. په دغو کسانو کې ۱۱ تنه داسې کډوال شامل دي چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وو.

د دغه وزارت په وینا، دا قضیه د کورني امنیت د پلټنو ادارې د اسنادو او امتیازاتو د درغلۍ ضد کاري ډلې له خوا افشا شوې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت زیاته کړې، دغه ۱۱ ناقانونه کډوال به له عدلي بهیر او محاکمې وروسته ژر له امریکا واېستل شي، څو د امریکا مالیه ورکوونکي بیا له درغلۍ سره مخ نه کړي.

امریکايي چارواکو د دې درغلۍ د څرنګوالي او د تورنو کسانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ناروې په لومړنیو ښوونځیو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو بندیز ولګاوه

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
ناروې په لومړنیو ښوونځیو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو بندیز ولګاوه
100%

د ناروې حکومت اعلان کړی چې د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره به د ۱۳ کلونو څخه د کم عمره زده کوونکو لپاره د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) کارول منع شي. حکومت وایي دغه پرېکړه یې ځکه کړې ده چې ماشومان د لوست، لیک او ریاضیاتو بنسټیز مهارتونه په ښه توګه زده کړي.

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار ستوري ویلې چې د مصنوعي ځیرکتیا کارول دا خطر زیاتوي چې واړه ماشومان د زده‌کړې مهم پړاوونه له پامه وغورځوي. ستورې وویل: «په ښوونځي کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې زموږ ماشومان لوستل، لیکل او ریاضیات زده کړي.» هغه زیاته کړې چې دا نوي معیارونه به د اګست میاشتې په وروستیو کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره عملي شي.

د ناروې د حکومت د نوي تګلارې له مخې، له لومړي تر اووم ټولګي پورې زده‌کوونکي، چې عمرونه یې له ۶ تر ۱۳ کلونو پورې دي، باید د عمومي اصل له مخې مصنوعي ځیرکتیا ونه کاروي.

همداراز د منځینۍ دورې زده‌کوونکي چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۱۶ کلونو پورې دي، کولای شي یوازې د ښوونکو تر څارنې لاندې او په احتیاط سره له دغو وسایلو ګټه واخلي.

د حکومت په وینا، د لوړې دورې زده‌کوونکي چې عمرونه یې له ۱۷ تر ۱۹ کلونو پورې دي، باید د مصنوعي ځیرکتیا د مناسبې کارونې زده‌کړه وکړي، څو د لوړو زده‌کړو او راتلونکو دندو لپاره چمتو شي. د یادونې وړ ده چې د ناروې حکومت د روان کال په اپرېل میاشت کې تر ۱۶ کلنۍ پورې د ماشومانو لپاره ټولنیزو رسنیو نه کارولو پلان هم اعلان کړی و، څو د ځوانانو له خوا د برېښنايي وسایلو کارونه راکمه شي.