• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د شاه محمود میاخېل لیکنه

د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو او خوځښتونو د تېرو پنځو کلونو ارزونه

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۸ GMT+۱

شاوخوا پنځه کاله وړاندې د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت وویل چې جګړه د هېواد د ستونزو حل نه دی او ټول سیاسي جریانونه باید د نوې طرحې او ملي ستراتیژۍ پر بنسټ سره یوځای شي، څو د افغانانو ترمنځ باور او له طالبانو او نړیوالو لورو سره د خبرو زمینه برابره شي.

د داسې څېرو سره چې لاسونه یې په فساد، کورنیو جګړو او قومي تعصبونو نه وي ککړ، یو موټی شي او د یوې ملي ستراتیژۍ پر بنسټ کار وکړي؛ داسې ستراتیژي چې د نفی، انحصار د قدرت سیاست پکې ځای ونه لري. موخه دا وه چې افغانان په خپل منځ کې متقابل باور رامنځته کړي او د طالبانو، د افغانستان د ټولو خلکو، او همدارنګه د سیمې او نړۍ له هغو هېوادونو سره چې د افغانستان په چارو کې ښکېل دي، تر څو د سالمو خبرو اترو لار هواره کړي.

د هرې مبارزې اساسي هدف باید د افغانستان ثبات، د خلکو هوساینه او د سیمه‌ ییزو او نړیوالو نیابتي جګړو او سیالیو مخنیوی وي. هغه پروژوي او د مرستندویه موسسو (NGO) پورې تړلي فعالیتونه چې د جمهوري نظام د سقوط لامل شول، او لا هم دوام لري، د طالبانو ضد سیاسي فعالیتونه له اصلي لارې منحرفوي.

له همدې امله ما په بېلابېلو کنفرانسونو او غونډو کې چې په دوشنبه، ویانا، استانبول، انتالیا، امسټرډام، جرمني او نورو هېوادونو کې جوړې شوې وې، ګډون وکړ. ما په دغو ټولو ناستو کې، که په خصوصي ډول او که د رسنیو په حضور کې، په څرګنده وویل چې له هغو روایتونو او څېرو سره چې د جمهوري نظام په سقوط کې یې رول درلود، نه شئ کولای له یوه واحد ادرسه له طالبانو سره خبرې وکړئ، او نه هم د سیمې او نړۍ هغه هېوادونه قانع کولای شئ چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل دي، څو له تاسو سره خبرو او همکارۍ ته حاضر شي.

له بده مرغه، ډېری هغه کسان چې ځانونه یې مشران بلل، حال دا چې د هغوی د مبارزې، کارنامو، عمر او تجربې له مخې د «رهبرانو» لقب ورته مناسب نه و، د افغانستان له ټولنیز او سیاسي جغرافیې، د هېواد له تاریخه، د رهبرۍ له تجربې، او د سیمې او نړۍ له سیاسي لوبو څخه کافي پوهه نه درلوده. د کنفرانسونو د جوړولو او د نړیوالو موسسو له پروژو او مرستو د پیسو ترلاسه کولو لپاره دومره د واک تږي وو چې آن تر طالبانو هم وړاندې یې د افغانستان بېلابېل قومونه، قشرونه او ټولنیزې ډلې له غونډو، اجنډاوو او بحثونو څخه څنډې ته کولې. سالمې مشورې یې نه اورېدې.

هغه کسان چې نه د افغانستان پر جغرافیه واک لري او نه یې څوک د استازو په توګه پېژني، بیا هم په ملي بحثونو کې د نفی او انحصار سیاست غواړي. دا ډول اشخاص څنګه کولای شي یو ملي او ولس ‌محوره حرکت رامنځته کړي او یا خلک قانع کړي چې دوی به د افغانستان ژغورونکي وي او تر طالبانو به ښه حکومت وکړي؟ په داسې حال کې چې دوی یا د دوی مخکینیو مشرانو د واکمنۍ د پخوانیو دوه دورو د ناکامیو تاریخ هم له ځان سره لري. آن په کنفرانسونو کې به یې د څوکیو پر سر شخړې کولې چې څوک په لومړي قطار کې کېني او څوک په دوهم او درېیم قطار کې.

په دغو کنفرانسونو کې ډېری هغه رسنۍ چې د پروژو او موسسو تر اغېز لاندې وې، هڅه کوله زما نظریات منعکس نه کړي او پر ځای یې د جعلي رهبرانو او مصنوعي اتلانو د جوړولو تبلیغ کاوه.

بله لویه جفا چې دغو جعلي مشرانو او پروژوي اشخاصو د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د افغانستان له خلکو سره وکړه، د ملي ګټو ضد روایتونو خپرول وو. ځینو ویل چې موږ افغانان نه یو، د افغانستان نوم باید بدل شي، ټول پښتانه طالب فکر لري؛ چا د «هزارستان»، چا د «تاجکستان» او چا د فدرالي نظام تر نوم لاندې داسې بحثونه مطرح کړل چې د ملي یووالي پر ځای یې تفرقه زیاته کړه او د طالبانو د دوام سبب شول. دوی په رسنیو کې پر دغو موضوعاتو توند او احساساتي تبلیغات کول.

په مقابل کې، یو شمېر نورو پروژوي کسانو هم د قوم، ژبې او سیمې تر نوم لاندې افراطي دریځونه خپل کړل او افغانان یې د یو بل پر ضد ودرول. د دغو دواړو افراطي ډلو مبارزه د طالبانو پر ضد نه وه، بلکې د یو بل پر ضد یې سیالي کوله.

دغو ملي ضد فعالیتونو طالبانو ته دا زمینه برابره کړه چې له مخالفو لورو سره خبرو ته اړتیا احساس نه کړي او د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورسوي چې دوی بدیل نه لري. په حقیقت کې دغو افراطي دریځونو د طالبانو د واک د دوام لپاره زمینه برابره کړه.

سره له دې چې مذهبي، قومي، سمتي او ژبني افراطیان د هېڅ قوم یا سیمې حقیقي استازولي نه کوي، خو د ټولنیزو رسنیو فضا یې دومره ککړه کړه چې د هېواد څخه بهر د افغانانو ترمنځ یې د تفاهم، خبرو اترو او ګډ کار زمینه له منځه یوړه. په پایله کې یې د طالبانو هغه روایت پیاوړی کړ چې ګواکې دوی د افغانستان یوازینی عملي واقعیت دی؛ که څه هم د خلکو په زړونو کې ځای نه لري، خو د هېواد پر جغرافیه بشپړ کنټرول لري.

د دغو پروژوي او موسساتي سیاستوالو په روایتونو کې یوه بله مهمه تناقض دا وه چې ویل یې طالبان د امریکا د پروژې او د پاکستان د ملاتړ په نتیجه کې واک ته رسېدلي او یا واک ورته سپارل شوی دی. حال دا چې د جمهوریت سقوط د بیړنۍ لوی نه او بیا د ۲۰۰۵زکال د پارلماني ټاکنو نه وروسته پیل شو او امریکا په ۲۰۰۷زکال علنا وویلې چې جمهور رئيس کرزی د دوی پارتنر یا شریک نه دی. خو د جمهوري نظام د سقوط ټول مسئولیت یې یوازې پر دوو کسانو ـ د افغانستان پر پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او د افغانستان لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ـ ور اچاوه. حال دا چې نور ټول هغه کسان چې د سقوط په بهیر کې یې رول درلود، له هر ډول مسئولیت څخه مستثنا ګڼل کېدل. نه د مذاکراتي ټیم غړي مسئول وو، نه د ولسمشر مرستیالان، نه اجرائیه شورا، نه جهادي مشران، نه رسنۍ او نه نور اغېزمن اشخاص.

په داسې حال کې چې همدا کسان پاکستان او امریکا د طالبانو په ملاتړ تورنوي، بیا له همدې هېوادونو غواړي چې طالبان له واکه لیرې کړي او دوی بېرته واک ته ورسوي. له همدې امله یې اسلام‌آباد، واشنګټن او اروپايي پلازمېنو ته سفرونه وکړل او ځانونه یې نور هم د ولس او حتی نړیوالو په منځ کې بې اعتباره کړل. اوس ټول پوهیږي چې د افغانستان دا ډول مخالفین په ارزانه بیه همیشه کرایه کیدلې شي او دوی یې د خپلو ګټو لپاره استعمالولې شي خو ګورو چې د امریکا، ایران، چین، اروپایان، عرب او حتی پاکستان اصلي یارانه د طالبانو سره ده. د پاکستان او امرکیا نه د دوی دا غوښتنه چې دوی به بیا واک ته تورسول، له بنسټه ناسمه او غیرواقعي وه.

دوی د خپلو پروژوي او انجویي فعالیتونو او د ټولنیزو رسنیو د فضا په ککړولو سره د هغو مثبتو او اغېزناکو حرکتونو مخه ونیوله چې په ولسواکۍ او جمهوریت باور درلود او د داسې افغانستان غوښتونکي وو چې ټول قومونه، ژبې، سیمې او ټولنیز قشرونه د یوه ګډ اساسي قانون تر سیوري لاندې ژوند وکړي؛ داسې چې نه د چا حق تر پښو لاندې شي او نه څوک له ملي صحنې حذف شي.

موږ هغه مهال هم په دې باور وو او اوس هم یو چې د طالبانو حکومتولي په اوسني ډول دوام نه شي کولاې. نه طالبان کولای شي د افغانستان خلک له سیاسي او ټولنیز ژوند څخه حذف کړي او نه هم سیاسي جریانونه طالبان له پامه وغورځوي. بالاخره د حل لاره یوه واقعي او ټولشموله لویه جرګه ده چې د طالبانو په ګډون ټول افغانان پکې برخه ولري او د هغې لوی جرګې له خوا تصویب شوي اساسي قانون تر چتر لاندې په سوله، ثبات او متقابل درناوي ژوند وکړي.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او ټول افغانان باید د قانون تر سیوري لاندې له مساوي حقونو څخه برخمن وي.

زموږ روایت اوس هم یو ملي روایت دی. تر هغه ځایه چې موږ له خلکو او نړیوالې ټولنې سره په اړیکه کې یو، زموږ دا دریځ چې جګړه د افغانستان د ستونزو حل نه دی او ټول افغانان باید د یوه اساسي قانون تر چتر لاندې ګډ ژوند وکړي، د منلو وړ ګرځېدلی او آن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړو کې یې انعکاس موندلی دی.

تر هغو چې طالبان او د هغوی مخالفین د یوې داسې فضا د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه وانخلي چې یوه واقعي لویه جرګه جوړه شي، نه به نړیواله ټولنه د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني او نه به د هغوی مخالفین وکولای شي د طالبانو ځای ونیسي.

البته تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د اوسني وضعیت دوام د افغانستان او د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی. د هېواد انزوا، د مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام نشتوالی، هغه ستونزې دي چې باید د یوه ملي تفاهم او سیاسي جوړجاړي له لارې حل شي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بینېټ: د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو لپاره نړیواله حساب‌ورکونه اړینه ده

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱
ریچارډ بینېټ: د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو لپاره نړیواله حساب‌ورکونه اړینه ده
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د څېړنې او تعقیب لپاره د نړیوالو حقوقي او بشري حقونو میکانېزمونو له لارې حساب‌ورکونه اړینه ده.

هغه په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د لا زیات کمزوري کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د عدالت او حساب‌ورکونې د تأمین لپاره یې د نړیوالو میکانېزمونو پر فعالولو ټینګار وکړ.

بینېټ دغه څرګندونې د «افغانستان کې د ښځو لپاره د عدالت او بشري حقونو لارې» تر سرلیک لاندې غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د شهمامه بنسټ په نوښت، د ۱۱ هېوادونو، اروپايي ټولنې او دملګرو ملتونو د ښځو برخې په ملاتړ جینوا ښار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو، نړیوالو سازمانونو، د ملګرو ملتونو ادارو، د بشري حقونو فعالانو او افغان ښځو د ښځو د حقونو د وضعیت او د عدالت او حساب‌ورکونې د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ (۲۸ غبرګولي) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په هرات او د کابل په ځینو سیمو کې د ښځو او نجونو د پراخو نیونو راپورونو د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپارولې دي.

د غونډې ګډونوالو همداراز وویل چې د ښځو له بشپړ، برابر او مانادار ګډون پرته په افغانستان کې سوله، ثبات او دوامداره راتلونکی ناشونی دی.

د افغانستان لپاره د خپلواک څېړنیز میکانېزم د فعالیتونو چټکتیا، د نړیوالې حساب‌ورکونې د بهیرونو پیاوړتیا، د افغانستان د راتلونکي اړوند پرېکړو کې د ښځو د حضور تضمین او د ښځو تر مشرۍ لاندې بنسټونو سره د ملاتړ زیاتوالی د غونډې له مهمو وړاندیزونو څخه وو.

ټرمپ په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکايي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱
ټرمپ په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکايي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکایي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل. په دغو درېیو کې دوو یې چې اوس یو یې مړ دی د ویتنام او یوه یې د افغانستان په جګړو کې برخه درلوده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ناوخته (د غبرګولي ۲۸مه) په سپینې ماڼۍ کې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې درېیو پخوانیو نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل. له دغو درېیو نظامیانو دوه یې په ویتنام کې چې اوس یو یې مړ دی او یو بل یې په افغانستان کې جنګیدلي وو.

د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري د افغانستان په جګړې کې برخه درلوده. د سپنې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، جګړن نیکولاس ډاکري چې په ۲۰۱۲ کال دویم بریمن وو، د همدې کال د اکتوبر په دویمه په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره د طالبانو له یوه کمین سره مخ شوی وو. د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، هغه په سخت جنګي حالت کې هڅه کړې وه، چې خپل ټپي سرتېري د جګړې له ساحې وباسي او بیا د چورلکې په وسیله یې خپل مرکز ته ولېږدول.

د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري
100%
د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري

د امریکا ولسمشر د هغه یاده «زړورتیا» وستایله او د همدې زړورتیا په پار یې هغه ته د امریکا د تر ټولو لوړ نظامي نښان «د ویاړ مډال» ورکړ.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، ولسمشر ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد جګړن جیمز کیپرز جونیر ته چې په ۱۹۶۷ کال کې په ویتنام کې له سختو ټپونو سربېره بیا یې هم د خپلو کسانو قوماندې ته دوام ورکړ د ویاړ مډال او همداراز د سمندري ځواکونو ډګروال جان ډبلیو ریپلي ته چې اوس مړ دی، په ۱۹۷۲ کال کې یې په ویتنام کې د خپلو کړنو له امله (له مړینې وروسته)د ویاړ مډال د هغه زوی ته ورکړ

هرات کې نوی حکم: ښځینه ښوونکې او د څلورم تر شپږم ټولګي نجونې باید مخ‌پټ او دستکشې واغوندي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۱
هرات کې نوی حکم: ښځینه ښوونکې او د څلورم تر شپږم ټولګي نجونې باید مخ‌پټ او دستکشې واغوندي
100%

افغانستان انټرنشنل مالومات ترلاسه کړي چې د هرات د طالبانو د پوهنې ریاست د یو شمېر ښوونځیو مسؤلینو ته امر کړی، چې د غبرګولي له ۳۰مې، شنبې ورځې څخه دې ټولې ښځینه ښوونکې او د څلورم، پنځم او شپږم ټولګي نجونې زده‌کوونکې له مخ‌پټي حجاب او دستکشو سره ښوونځیو ته ولاړې شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه لارښوونه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د پوهنې ریاست مسؤلینو د هرات ښار د یو شمېر ښوونځیو مدیرانو او مشر ښوونکو ته رسماً ابلاغ کړې ده.

د سرچینو په وینا، طالبانو د هرات د «نخبګان هرات» ښوونځي په تالار کې له ښوونځیو د مسؤلینو سره په ځانګړې غونډه کې ټینګار کړی چې د مخ‌پټي او دستکشو اغوستل د ښځو حجاب د دې ډلې د شریعت له تفسیر سره سم «بشپړ» کوي.

په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو یو شمېر کارکوونکو په هرات کې څو نجونو ښوونځیو ته مراجعه کړې او د څلورم تر شپږم ټولګي پورې نجونې زده‌کوونکې یې د چادري یا برقعې اغوستلو ته اړ ایستې دي.

یو شمېر نورو سرچینو هم تایید کړې چې طالبانو ځینو هغو زده‌کوونکو ته، چې په ټیټو ټولګیو کې زده‌کړې کوي خو د عمر له پلوه لویې او یا هم د خپلو ټولګیوالو په پرتله لوړې قد لرونکې دي، سپارښتنه کړې چې چادري واغوندي.

دغه نوی حکم په داسې حال کې صادر شوی چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په وروستیو اوونیو کې په هرات کې د ښځو پر ژوند محدودیتونه نور هم زیات کړي دي.

طالبان په هرات کې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له مانتو سره له خپلو کورونو څخه ووځي.

په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو یو شمېر هغه ښځې نیولې دي چې د دې ډلې له غوښتل شوي حجاب پرته یې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې تګ راتګ کاوه، او ځینې یې د یوې مودې لپاره بندیانې کړې هم دي.

په هرات کې د ښځو نیولو د هرات ښار او د جبرییل سیمې د اوسېدونکو اعتراضونه راپارولي دي.

دواړه اعتراضونه د طالبانو له خوا په زور ځپل شوي دي. د هرات د جبرئیل سیمې د اعتراضونو د ځپلو پر مهال لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

له کاناډا تر راستنېدو وروسته؛ حبیب‌الله رفیع د طالبانو له لوري وستایل شو

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
له کاناډا تر راستنېدو وروسته؛ حبیب‌الله رفیع د طالبانو له لوري وستایل شو
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوو مرستیالانو د استاد حبیب‌الله رفیع چې تازه له کاناډا راستون شوی پوښتنه کړې او ورسره یې د اثارو د چاپ او نورو څېړنو د ترسره کولو په برخو کې د همکارۍ ټټر وهلی دی. دغو طالبانو د استاد رفیع د خدمتونو د ستاینې په موخه د «اعزاز پګړۍ» ور په سر کړه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق‌الله عزيزي او ورسره مل پلاوی یې د هيواد د پیاوړي څيړونکي، تاريخ‌پوه او لیکوال استاد حبیب‌الله رفيع د عیادت، د خدمتونو د ستاينې او د اعزاز پګړۍ د ور په سر کولو په موخه په کابل کې د استاد کور ته ورغلي و.

100%

د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق‌الله عزیزي استاد رفیع ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل: «موږ مو په راتګ خوښ یو، تاسو خپل علمي عظمت او وقار ساتلی دی او د هيواد له غوره څيړونکو څخه ياست، ترسره کړي خدمتونه مو د ډيرې ستاينې وړ دي».

هغه ژمنه وکړه، چې د استاد رفیع د اثارو چاپ ته به زمینه برابروي او زیاته یې کړه: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت مو د اثارو د چاپ او نورو څيړنو ترسره کولو په برخه کې همکار دی».

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ليدنې په ترڅ کې د دغه وزارت مرستیالانو استاد حبیب‌الله رفيع ته د «اعزاز پګړۍ» هم ورپه سر کړه.

استاد حبیب‌الله رفیع د افغانستان د جمهوري نظام له رانسکورېدو مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی وو او په څېړنو او تاریخ لیکنو کې لاسبری دی.

استاد حبیب‌الله رفیع د افغانستان له رانسکورېدو وروسته کاناډا ته کډوال شو، خو د تېرې سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) بېرته کابل ته راستون شو، چې له طالبانو سربېره د یو شمېر لیکوالانو او عام ولس له لوري یې تود هرکلی وشو.

افغان لیکوال حبیب‌الله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته ستون شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغان کادرونه له هېواد څخه وتلو ته اړ شوي، چې د کارپوهانو په وینا، دا وضعیت په افغانستان کې د مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو د کمښت لامل شوی دی.

طالبانو د جمعې خطیبانو ته د ښځو د حجاب په اړه د خطبو سپارښتنه کړې

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۱
طالبانو د جمعې خطیبانو ته د ښځو د حجاب په اړه د خطبو سپارښتنه کړې
100%

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د جوماتونو خطیبانو او امامانو ته په یوه لارښود کې سپارښتنه کړې چې د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه خطبې دې د دغې ډلې له نظره د ښځو د حجاب د ځانګړنو تشریح کولو ته ځانګړې کړي.

په دغه لارښود کې د پراخو، پنډو، بې‌زینته او بې‌عطره جامو پر اغوستو ټینګار شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې دې لارښوونه کې راغلي چې د طالبانو له نظره حجاب باید داسې وي چې د ښځې ټول بدن په بشپړه توګه پټ کړي او د جامو له شا څخه د بدن د غړو د ښکاره کېدو مخه ونیسي.

همداراز ښځې د تنګو، بدن ته نښتو او د پام رااړونکو جامو له اغوستو منع شوې دي. په لارښود کې ټینګار شوی چې د ښځو جامې باید د نارینه‌وو یا د غیرمسلمانانو له جامو سره ورته والی ونه لري او د ځان ښودنې، شهرت ترلاسه کولو یا د نامحرمو کسانو د پام رااړولو په موخه ونه کارول شي.

په دې لارښود کې بې‌حجابي «د یهودو دسیسه» بلل شوې او بې‌حجابه ښځې «منافقې» یادې شوې دي. همداراز خبرداری ورکړل شوی چې بې‌حجابي، په ځانګړي ډول د ښځو او نارینه‌وو د ګډ شتون په صورت کې، کولی شي په ټولنه کې د فساد د پراختیا لامل شي.

دغه لارښود په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو افغانستان ته له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه او فرمانونه لګولي دي. په دغو محدودیتونو کې زده‌کړو، کار او ځینو ټولنیزو فعالیتونو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي بندیزونه هم شامل دي.

نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې طالبانو ښځې له عامه او ټولنیز ژوند څخه څنډې ته کړې او د ټولنې له مهمو برخو یې لرې ساتلې دي.

بل لور ته، د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دا اقدامات د «جنسیتي اپارتاید» بېلګه بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او وايي چې د دوی تګلارې او اقدامات د اسلامي شریعت له احکامو سره سمون لري.