مولانا فضل الرحمان: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې باید د خبرو له لارې حل شي
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان او ایران پر وړاندې د پاکستان د ځینو سیاستونو په اړه نیوکه کړې او هغه یې ناسم بللي دي. نوموړي یو ځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د «مولانا محمد ادریس» په یاد جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي. هغه په یاده غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) جوړه شوې وه وویل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ شته اختلافات او شخړې باید د خبرو اترو له لارې حل شي؛ نه د زور او فشار له لارې. هغه وړاندې هم ويلي و، چې افغانستان ثبات ته او پاکستان يو باثباته ګاونډي ته اړتيا لري. هغه د امریکا او ايران ترمنځ د پخلاينې په ترڅ کې د افغانستان سره هم د سولې د خبرو غوښتنه کړې وه. هغه ویلي و: «که موږ د امریکا او د ایران ترمنځ پخلاینه د دې لپاره غواړو، چې په سیمه کې جګړه نه غواړو او د سیمې خلکو ته سوله ورکول غواړو؛ نو د دې اړتیا له افغانستان سره ولې نهشته؟»
نوموړي په خپلو خبرو کې د پاکستان وروستیو ټاکنو پرمهال د لاسوهنو او نفوذ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې د تاوتریخوالي له لارې د هر ډول سیاسي یا فکري نظریې تپل ناسم کار دی او دغه ډول تګلارې تل ناکامې ثابتې شوې دي.
د پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه نوموړي د حکومت پر مالي پالیسیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد پر مالي پرېکړو د بهرنیو بنسټونو اغېز زیات شوی. د هغه په وینا؛ پر عامو خلکو مالیاتي بار زیات شوی، خو د فساد او اداري کمزورۍ د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه نهدي پورته شوي.
فضل الرحمان د لوړوپوړو چارواکو او با نفوذه کړیو پر مالي امتیازاتو هم نیوکه کړې او ویلي دي، په داسې حال کې چې ځینې ځانګړې ډلې له پراخو امتیازاتو برخمنې دي، عام خلک له بېروزګارۍ، فقر او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.