• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قالیباف، خامنه‌يي ته منسوب پیغام له امریکا سره د خبرو اترو د دوام لپاره یو چوکاټ وباله

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۴ GMT+۱

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په یوه پیغام کې مجتبی خامنه‌یي ته په خطاب له امریکا سره د تفاهم‌لیک په اړه د هغه د «پیغام» هرکلی کړی دی. هغه ویلي، دغه پیغام ښیي چې د تفاهم‌لیک په وروستي کېدو «یوه ستونزمنه او پېچلې لاره» په مخکې ده.

د ایران د پارلمان مشر د خپل پیغام په بله برخه کې مذاکرات «د مبارزې له ډګرونو څخه یو ډګر» بللی او زیاته کړې یې ده، که مقابل لوری د «زیاتې غوښتنې» هڅه وکړي؛ نو ایران به ورته مناسب ځواب ورکړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې ایراني چارواکي د مذاکراتو په بهیر کې د ټاکل شویو «شرطونو او سرو کرښو» د څار او ساتنې لپاره ځانونه ژمن بولي. دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې مجتبی خامنه‌يي ته منسوب یو متن خپور شو.

دغه «پیغام» داسې مهال خپور شوی، چې مجتبی خامنه‌يي د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې په عامه محضر کې نه‌دی لیدل شوی او تراوسه یې کوم نوی انځور، غږیز پیغام یا ویډیويي پیغام هم نه‌دی خپور شوی.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۴

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

الــــ.قاعده د نایجر پر هوايي ډګر د برید چې په‌کې ۱۳ کسان وژل شوي مسوولیت ومانه

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
الــــ.قاعده د نایجر پر هوايي ډګر د برید چې په‌کې ۱۳ کسان وژل شوي مسوولیت ومانه
100%

په لویدیځه افریقا کې د الــــ.قاعده شبکې څانګې د پنجشنبې په ورځ د نایجر په پلازمېنه کې پر یوه هوايي ډګر او نظامي اډې د شوي برید مسوولیت ومانه. د نایجر حکومت ویلي، چې په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۱ غړي او ۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د پنجشنبې په سهار وختي (د غبرګولي ۲۸مه) د نایجر په پلازمېنه کې پر یوه هوايي ډګر او نظامي اډې برید پیل شو او شاوخوا ۲ ساعته یې دوام وکړ.

د نایجر حکومت په یوې اعلامیې کې چې د دولتي ټلویزیون له لارې خپره شوې ویلي، چې په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۱ غړي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې حکومتي ځواکونو برید په شا تمبولی او ۲۲ بریدګر یې وژلي او نږدې ۲۰ نور یې له یو شمېر وسلو سره یو ځای نیولي دي.

القاعده پورې تړلې ډلې، جماعة نصرة الاسلام والمسلمین، د دغه برید مسوولیت منلی دی. دغه ډله په بورکینافاسو او مالي کې هم فعاله ده. دغې ډلې په تېر اپریل میاشت کې د مالي هېواد پر ټولو برخو سخت بریدونه ترسره کړل، د پلازمینې باماکو هوايي ډګر یې په نښه کړ، دفاع وزیر یې وواژه او د پوځ یو شمیر اډې یې هم نیولې وې.

ټرمپ په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکايي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱
ټرمپ په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکايي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان او ویتنام کې جنګېدلو درېیو امریکایي نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل. په دغو درېیو کې دوو یې چې اوس یو یې مړ دی د ویتنام او یوه یې د افغانستان په جګړو کې برخه درلوده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ناوخته (د غبرګولي ۲۸مه) په سپینې ماڼۍ کې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې درېیو پخوانیو نظامیانو ته د ویاړ مډالونه ورکړل. له دغو درېیو نظامیانو دوه یې په ویتنام کې چې اوس یو یې مړ دی او یو بل یې په افغانستان کې جنګیدلي وو.

د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري د افغانستان په جګړې کې برخه درلوده. د سپنې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، جګړن نیکولاس ډاکري چې په ۲۰۱۲ کال دویم بریمن وو، د همدې کال د اکتوبر په دویمه په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره د طالبانو له یوه کمین سره مخ شوی وو. د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، هغه په سخت جنګي حالت کې هڅه کړې وه، چې خپل ټپي سرتېري د جګړې له ساحې وباسي او بیا د چورلکې په وسیله یې خپل مرکز ته ولېږدول.

د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري
100%
د امریکا د پوځ متقاعد جګړن نیکولاس ډاکري

د امریکا ولسمشر د هغه یاده «زړورتیا» وستایله او د همدې زړورتیا په پار یې هغه ته د امریکا د تر ټولو لوړ نظامي نښان «د ویاړ مډال» ورکړ.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، ولسمشر ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد جګړن جیمز کیپرز جونیر ته چې په ۱۹۶۷ کال کې په ویتنام کې له سختو ټپونو سربېره بیا یې هم د خپلو کسانو قوماندې ته دوام ورکړ د ویاړ مډال او همداراز د سمندري ځواکونو ډګروال جان ډبلیو ریپلي ته چې اوس مړ دی، په ۱۹۷۲ کال کې یې په ویتنام کې د خپلو کړنو له امله (له مړینې وروسته)د ویاړ مډال د هغه زوی ته ورکړ

متحده عربي اماراتو له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول منع کړل

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱
متحده عربي اماراتو له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول منع کړل
100%

متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله ټاکلی دی. دا لومړی عربي هېواد دی چې په دې برخه کې یې داسې محدودیت وضع کړی دی.

دغه پرېکړه د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۸مه، تصویب شوه. د نویو مقرراتو له مخې، له ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومان اجازه نه لري چې په ټولنیزو شبکو کې شخصي حساب جوړ کړي، ترې ګټه واخلي او یا یې اداره کړي.

همدارنګه، د ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومان نه شي کولای په ټولنیزو شبکو کې محتوا خپره کړي، تبصرې ولیکي، مطالب شریک کړي او یا له عامه ډلو سره یوځای شي.

د اماراتو د حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې ۱۵ او ۱۶ کلن ځوانان به لا هم د ټولنیزو شبکو د کارولو اجازه ولري، خو دا لاسرسی به د والدینو تر لا زیاتې څارنې لاندې وي.

په دغو تدابیرو کې د عمر له کچې سره د نه مناسبې محتوا محدودول، له ناپېژاندو کاروونکو سره د اړیکو محدودول، د ټولنیزو شبکو د کارولو د وخت د مدیریت وسایل او د والدینو د څارنې اسانتیاوې شاملې دي.

دا مقررات په اماراتو کې پر ټولو فعالو ټولنیزو شبکو پلي کېږي.

د دې پرېکړې له مخې، د ټولنیزو شبکو مالک شرکتونه مکلف دي چې د کاروونکو د عمر د تایید لپاره اغېزمن میکانیزمونه رامنځته کړي. په دغو میکانیزمونو کې د ډیجیټلي هویت تایید او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ټکنالوژۍ شاملېدای شي.

په نویو مقرراتو کې په څرګنده ویل شوي چې یوازې د کاروونکي له خوا د عمر اعلانول د عمر د تایید لپاره بسنه نه کوي.

د ټولنیزو شبکو شرکتونه همدارنګه مکلف دي چې د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو حسابونه غیرفعال کړي او د عمر د تایید د سیسټمونو د تېروتلو او یا له منځه وړلو مخه ونیسي.

دغه شرکتونه د ماشومانو د شخصي معلوماتو له کارولو څخه هم منع شوي، څو د هدفمنو اعلانونو یا د چلندیزو پېژندپاڼو د جوړولو لپاره ترې ګټه وانخلي.

د اماراتو حکومت وایي، دا پرېکړه د هغو اندېښنو په ځواب کې شوې چې ماشومان نامناسبو محتواوو ته لاسرسی لري، په انلاین فضا کې له ناامنو اړیکو سره مخ کېږي، له ټولنیزو شبکو څخه زیات کار اخلي او شخصي معلومات یې راټولېږي.

د ټولنیزو شبکو شرکتونو ته ۱۲ میاشتې وخت ورکړل شوی چې خپل فعالیتونه له نویو مقرراتو سره برابر کړي.

اماراتي چارواکي وایي، دا چوکاټ د ماشومانو د انلاین خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره له نړیوالو هڅو سره همغږی دی او موخه یې دا ده چې د ډیجیټلي ټکنالوژۍ لاسرسی او د ماشومانو خوندیتوب ترمنځ توازن رامنځته کړي.

په وروستیو کلونو کې، د اسټرالیا په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو هم د ماشومانو پر رواني روغتیا او انلاین امنیت د ټولنیزو شبکو د اغېزو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو له امله په دې برخه کې محدودیتونه وضع کړي دي.

بروکسل ته د طالب پلاوي بلنه؛ بلجیم د اروپايي ټولنې له پرېکړې ناخوښه دی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۱
بروکسل ته د طالب پلاوي بلنه؛ بلجیم د اروپايي ټولنې له پرېکړې ناخوښه دی
100%

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته د طالب پلاوي د بلنې په تړاو مطرح شوې وه، ویلي چې دغه هېواد د طالبانو د استازو د بلنې په اړه د اروپايي ټولنې له پرېکړې سره موافق نه دی.

دغه وزارت ټینګار وکړ چې بلجیم «نه شي کولای هغه رژیم ته مشروعیت ورکړي چې د بشري حقونو په جدي او پراخو سرغړونو تورن دی.» خو د اروپايي ټولنې د کوربه هېواد په توګه مکلف دی چې د طالبانو استازو ته ویزې ورکړي.

دلته د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بشپړ ځواب لوستلای شئ:

«بلجیم په رسمي ډول د طالبانو د پلاوي د ټولو غړو د ویزې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي او د هېواد امنیتي ادارې اوس مهال د دغو غوښتنلیکونو ارزونه کوي. اروپايي کمېسیون څو اوونۍ وړاندې د پلاوي د غړو نوملړ د بلجیم چارواکو ته سپارلی و، چې له امله یې د ویزو د رسمي غوښتنلیکونو له وړاندې کېدو مخکې د امنیتي ارزونو د پیل زمینه برابره شوه.

ځکه چې دا غونډه د اروپايي ټولنې په کچه او د اروپايي کمېسیون په نوښت جوړېږي، نو د غونډې د نېټې، د پلاوي د جوړښت او د اجنډا په اړه د معلوماتو ورکول د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر په واک کې نه راځي. د دغو موضوعاتو په اړه باید له اروپايي کمېسیون سره اړیکه ونیول شي.

د اروپايي ټولنې د پلازمېنې او د ګڼو اروپايي بنسټونو د کوربه ښار په توګه د بروکسل ځانګړی مقام د ویزو په چارو کې د بلجیم د صلاحیت پر څرنګوالي اغېز لري. اروپايي بنسټونه پخپله د غونډو د جوړولو او د ګډونوالو د بلنې په اړه پرېکړې کوي. ځینې وخت دغه غونډې د هغو ادارو یا حکومتونو د استازو په ګډون ترسره کېږي چې بلجیم یې په رسمیت نه پېژني. په داسې حالاتو کې د دغو ادارو یا حکومتونو په اړه د بلجیم دریځ نه شي کولای د ویزې د غوښتنلیکونو د ارزونې بنسټ وګرځي.

د بېلګې په توګه، د روانډا د ولسمشر یا د دغه هېواد د حکومت د غړو سفرونه چې په بروکسل کې د اروپايي بنسټونو غونډو ته کېږي، په پام کې ونیسئ. د بلجیم او روانډا ترمنځ د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو نشتوالی نه شي کولای د دغسې بلنو مخه ونیسي. همدا اصل د هغو اعتراضونو په اړه هم صدق کوي چې کله ناکله د اروپايي پارلمان ویناوو ته د جنجالي څېرو د بلنې په اړه راپورته کېږي. د بلجیم حکومت نه شي کولای د اروپايي پارلمان پر ځای پرېکړه وکړي چې کوم کسان باید د هغه غونډو او پروګرامونو ته راوبلل شي.

همدارنګه باید په یاد ولرو چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې، کله چې متحده ایالاتو د فلسطیني پلاوي ځینو غړو ته د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډو، په ځانګړي ډول د دوه-دولتي حللارې اړوند کنفرانس کې د ګډون لپاره ویزې ورنه کړې، دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوه. د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو هم هغه مهال د امریکا پر دغه اقدام نیوکه کړې وه. ځکه د کوربه هېواد دنده دا نه ده چې د دغسې سفرونو د مناسب والي یا نه مناسب والي په اړه قضاوت وکړي، بلکې باید ډاډ ترلاسه کړي چې د هغو پر وړاندې خنډونه نه رامنځته کېږي.

د اروپايي بنسټونو او نړیوالو سازمانونو کوربه توب همدا ډول مسؤلیت د بلجیم پر غاړه ور اچوي. که بلجیم وغواړي د هغو بلنلیکونو په اړه قضاوت وکړي چې اروپايي بنسټونه یې د خپلو فعالیتونو په چوکاټ کې صادروي، نو د بروکسل حیثیت به د یوه نړیوال او ډیپلوماتیک مرکز په توګه کمزوری شي. د کوربه هېواد په توګه د بلجیم تګلاره دا ایجابوي چې د دغسې غونډو جوړېدل اسانه کړي، نه دا چې خنډونه ورته جوړ کړي.

خو ښاغلی پروو غواړي خپل شخصي دریځ هم په ډاګه بیان کړي. نوموړی بروکسل ته د طالبانو د رژیم د استازو د بلنې له پرېکړې سره موافق نه دی او هېڅکله به دا ونه مني چې د بلجیم حکومت د خپل نوم له لارې دغه کسان په بلجیم کې خبرو ته راوبولي. بلجیم نه شي کولای هغه رژیم ته مشروعیت ورکړي چې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دی، او د بهرنیو چارو وزیر د راپورته شویو اندېښنو بشپړ درک لري.

سره له دې، د کوربه هېواد په توګه د خپلو مکلفیتونو په چوکاټ کې د دغې غونډې د جوړېدو لپاره زمینه برابرول د طالبانو په رسمیت پېژندل، هغوی ته مشروعیت ورکول یا د بلجیم حکومت له خوا د هغوی استازو ته رسمي بلنه ورکول نه معنا کوي. دغه راز، دا غونډه د انفرادي دوسیو د څېړلو لپاره نه ده جوړه شوې او نه هم ټاکل شوې چې د کومې ځانګړې دوسیې په اړه پکې خبرې وشي یا پرېکړه وشي.

خو له دې ټولو سره سره، د یوې ستونزې له پامه غورځول هغه له منځه نه وړي. هغه کسان چې په ناقانونه توګه په هېواد کې اوسېږي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمونه ترسره کوي، باید یوازې د افغانستان د تابعیت له امله له مصونیت څخه برخمن نه وي. بلجیم باور لري چې یوازې د یوې ګډې اروپايي تګلارې له لارې کېدای شي یوه دوامداره، د باور وړ او انساني حللاره وموندل شي؛ داسې حللاره چې هم د خلکو بنسټیز حقونه خوندي کړي او هم د کډوالو د بېرته ستنولو او له اصلي هېوادونو سره د اغېزمنې همکارۍ زمینه برابره کړي.

د بلجیم دریځ به همداراز د عدالت، همغږۍ او د دغه هېواد د نړیوالو ژمنو پر بنسټ ولاړ پاتې شي. د بلجیم له نظره، هېڅوک باید یوازې د خپل تابعیت له امله له مصونیت څخه برخمن نه وي او د دې موضوع څېړنه باید په اروپايي چوکاټ کې ترسره شي.

سربېره پر دې، بلجیم د قانون پر حاکمیت ولاړ هېواد په توګه د خپلواکو ادارو پرېکړو ته درناوی لري، چې د کډوالو او بې‌تابعیته کسانو د چارو د عمومي کمېسارۍ او د کډوالۍ د دعوو د شورا پرېکړې هم پکې شاملې دي.»

جې ډي وینس: ایران سره راتلونکې هوکړه باید د توغندیو د جوړولو توان محدود کړي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
جې ډي وینس: ایران سره راتلونکې هوکړه باید د توغندیو د جوړولو توان محدود کړي
100%

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ویلي، چې واشنګټن د ایران ګڼ شمېر بالستیک توغندي او د هغوی د توغولو سیستمونو له منځه وړي دي او ټینګار یې کړی چې د هرې راتلونکې هوکړې مهم شرط باید دا وي چې دغه هېوادونه نور د داسې وسلو د تولید توان ونه لري چې نړۍ ته پراخ ګواښ پېښوي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي: «موږ د هغوی د بالستیک توغندیو او د توغولو سیستمونو د پام وړ شمېر له منځه وړی دی.»

جې ډي وینس زیاته کړې، چې د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو موخه دا نه ده چې هېوادونه د مشروع دفاع له حقه محروم شي، بلکې په وینا یې د هرې نهایي هوکړې برخه باید دا وي چې دغه هېوادونه نور د داسې توغندیو د جوړولو توان و نه لري چې په پراخ ډول نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

هغه ویلي: «موږ تمه لرو چې د هرې نهایي هوکړې برخه دا وي چې هغوی نور ونه شي کولی داسې توغندي جوړ کړي چې نړۍ ته لوی ګواښ جوړ کړي.»