• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په بدخشان کې د طالبانو ترمنځ اختلافات لا پسې زیات شوی او د دغې ډلې د خپلمنځي نښتې احتمال ډېر شوی دی. سرچینې وايي، د طالبانو مشر د زابل لپاره د دغې ډلې د والي مرستیال او ناراضه قوماندان جمعه فاتح «باغي» بللی او د هغه د ځپلو امر یې کړی دی.

د وروستیو معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو رهبرۍ دغه ناراضه قوماندان «ياغي» بللی او د هغه د ځپلو امر یې صادر کړی دی.

سرچینې وایي، کندهار دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د طالبانو د لوی درستیز په ګډون د طالبانو لوړپوړو چارواکوله جمعه فاتح سره څو پړاوه خبرې اترې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. جمعه فاتح نه یوازې د کندهار له لارښوونو سرغړونه کړې ده، بلکې تر خپل امر لاندې ځواکونو او درنو وسلو باندې په تکیه کولو سره یې، مرکزي حاکمیت په ولسي پاڅون ګواښلی دی.

100%

جمعه فاتح څوک دی او څنګه واک ته ورسېد؟

جمعه فاتح د بدخشان د درواز سیمې له طالب قوماندانو څخه دی، د جمهوري نظام له سقوط څخه څه باندې لس کاله وړاندې له طالبانو سره یوځای شوی او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پر ضد یې جګړه کړې ده. هغه د کابل له سقوط څخه شاوخوا یو کال وړاندې، د بدخشان پر ستراتیژیکو سیمو په برید او د جهاد له دورې څخه د پاتې شویو وسلو د لویو زېرمو په نیولو سره، د درواز په حوزه کې خپل نفوذ ټینګ کړ.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، نوموړی د نسي ولسوالۍ د ولسوال په توګه وګومارل شو او په تېرو څلورو کلونو کې یې په سیمه کې خپل سیاسي، نظامي او اقتصاد نفوذ په پرله‌پسې ډول پراخ کړ. پلویانو یې هغه ته د «درواز فاتح» او «د درواز سیمو عمومي امیر» لقبونه کاروي.

خو د فاتح د واک او خپلواک دریځ ورځ تر بلې زیاتوالي، د کندهار رهبري اندېښمنه کړه. د طالبانو مشر شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د هغه د نفوذ د کمولو لپاره نوموړی د زابل د والي د مرستیال په توګه وګوماره. فاتح له یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته زابل ته لاړ، خو له لږه موده وروسته بېرته خپل ټاټوبي بدخشان ته ستون شو او اوس له دوو میاشتو زیات وخت کېږي چې خپلې دندې ته له ستېدو ډډه کوي.

د طالبانو داخلي سرچینې وايي، جمعه خان فاتح د زابل د ماموریت پرمهال داسې معلومات ترلاسه کړی وو چې ګواکي طالبان د هغه د نیولو یا له منځه وړلو پلان لري. د سرچینو په ینا، همدې مسلې هغه اړ کړ چې په ناڅاپي ډول د بدخشان نسي ولسوالۍ ته ستون شي او خپل پوځي چمتووالی زیات کړي.

100%

د ناراضه قوماندان ۱۰ زره کسیز ځواک

جمعه فاتح د غبرګولي په ۱۱مه د نسي ولسوالۍ د «جوی‌دره» په کلي کې خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې بې‌سارې وینا وکړه. هغه ادعا وکړه چې یوازې په نسي ولسوالۍ کې په بشپړو سپکو او درنو تجهیزاتو سمبال۲۵۰۰ وسله وال کسان لري ‍ او د بدخشان او شمال‌ختیځ په بېلابېلو سیمو کې یې د وفادارو وسله‌والو کسان شمېر ۱۰ زرو کسانو ته رسېږي.

د افغانستان انټرنشنل ځانګړې څېړنې او موندنې ښيي چې د درنو او ستراتیژیکو وسلو د لرلو په اړه د دغه قوماندان ادعاوې له میداني واقعیتونو او شته شواهدو سره سمون لري. د سرچینو په وینا، د هغه د پوځي ځواک بنسټ د ډاکټر نجیب‌الله د واکمنۍ او د جهاد له دورې پاتې د وسلو د څلورو سترو زېرمو نیول دي.

د جمعه فاتح وسلې

د سرچینو په وینا، دغه وسلې پخوا د جمعیت اسلامي د پخواني ځواکمن قوماندان «ایشان برهان» پورې تړاو درلود. د هغه له مړینې وروسته یې د قوماندان زیدالله په نوم یوه کس ساتنه کوله. ویل کېږي، جمعه فاتح او د هغه کسانو په یوه خونړي برید کې زیدالله او د هغه څو نږدې کسان د جومات ته پر لاره ووژل او ورپسې یې د شورین سیمې او د خوګز او خرکت کلیو د وسلو زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د بدخشان د پخواني پولیسو د چارواکو د راپورونو له مخې، د وسلو درې زېرمې په بشپړ ډول نوې او نه‌کارول شوې وې او د ډاکټر نجیب‌الله د واکمنۍ له دورې پاتې وې.

د راپورونو له مخې، په دغو زېرمو کې ۱۰ د ۸۲ ملي‌متري توپونه، ۱۰ غرني هاوانونه، ۱۵ دشکې، ۱۰ زیکویکونه، د «AGS» وسلې، د هوايي دفاع وسلې او په ټولیز ډول له زرو څخه زیاتې سپکې او درنې وسلې موجودې وې، چې ډېره برخه یې کلاشینکوفونه وو.

یوې بلې سرچینې ویلي، د نسي ولسوالۍ د شورین په سیمه کې ۳ زیکویکونه، ۱۳ پیکاوې، ۱۴ د «D-۳۰» توپونه، ۳۶ کلاکوفونه او شاوخوا ۲۷۰ کلاشینکوفونه زېرمه شوي وو، چې وروسته د جمعه فاتح لاس ته ورغلل او له دغو وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.

دوو سرچینو چې یو یې د پولیسو پخوانی چارواکی هم دی ویلي چې په دغو زېرمو کې یوه سټینګر الوتکه‌ضد توغندیزه وسله هم موجوده وه، چې د جمعه فاتح لاس ته ورغله او وروسته یې وپلورله. سرچینې همداراز تاییدوي چې جمعه فاتح، د دغو زېرمو ترڅنګ، په تېرو څلورو کلونو کې د درواز سیمې د سرو زرو له کانونو څخه د ترلاسه شویو لوړو عوایدو په کارولو، د قاچاق له بازارونو څخه په پراخه کچه پرمختللې سپکې او درنې وسلې هم پېرلې دي.

100%

د کړکېچ اصلي لامل؛ پیسې او د سرو زرو کانون

د سرچینو په وینا، د جمعه فاتح او د کندهار د مشرتابه ترمنځ اختلاف یوازې نظامي اړخ نه لري، بلکې د اقتصادي ګټو پر سر هم سخت مخالفت لري. د طالبانو مشر شاوخوا یوه میاشت وړاندې د درواز سیمې د سرو زرو په کانونو کې د استخراج د بشپړ درولو امر صادر کړ. هم‌مهاله، په بدخشان کې د طالبانو والي مولوي اسماعیل غزنوي د جمعه فاتح څو نږدې کسان د شکي ولسوالۍ د «قتقتي» د سرو زرو په کان کې د ناقانونه استخراج، باج اخیستنې او له کارګرانو سره د نښتو په تور ونیول. خو دغه کانونه چې د ولسي اعتراضونو د پراخېدو د اندېښنو له امله د څو اوونیو لپاره تړل شوي وو، اوس بېرته پرانیستل شوي دي.

شنونکي باور لري، هغه څرګندونې چې جمعه فاتح د جوی‌دره په غونډه کې وکړې او هغه پوځي ګواښونه چې یې مطرح یې کړل، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ته مستقیم خبرداری ګوت څنډنه وه. د دوی په اند دا دریځ وروسته له هغې غوره شو چې د نوموړي لاسرسی د دغو مالي سرچینو له عوایدو پرې شو او اداري او سیاسي فشارونه پرې زیات شول.

د خلکو راټولونه او کلیو ته سفرونه

جمعه فاتح په تېره یوه میاشت کې د نسي ولسوالۍ بېلابېلو کلیو ته پراخ سفرونه پیل کړي او هڅه کوي له خلکو سره خپل ملاتړ تازه او هغوی وسله‌وال کړي. د نوموړي نږدې کسانو د دغو لیدنو انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړې دي.

د درواز سیمې ځايي سرچینې وایي، جمعه فاتح له کلیوالو غوښتي چې د «خپل عزت او د سرو زرو د کانونو د کنټرول د دفاع» لپاره د هغه وسلې ترلاسه او ځانونه پرې سمبال کړي.

سره له دې چې هغه په خپل ټاټوبي نسي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د سلګونو کسانو اعتراضونه تنظیم کړي، خو د شکي ولسوالۍ درې معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغو سیمو اوسېدونکو د جمعه فاتح د وسلو له منلو ډډه کړې او نه غواړي د هغه او کندهار ترمنځ جګړه کې ښکېل شي.

100%

وروستی بن‌بست او د کندهار نظامي چمتووالی

د جمعه فاتح یو نږدې کس مولوي ذبیح‌الله په نسي ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې د طالبانو مشرتابه ته په ښکاره د ولسي پاڅونونو خبرداری ورکړ. د طالبانو استخباراتي سرچینو هم کندهار ته راپور ورکړی چې جمعه فاتح په رسمي ډول د طالبانو د حکومت پر ضد نظامي چمتووالی نیسي. د راپورونو له مخې، جمعه فاتح په تېره یوه میاشت کې د نسي ولسوالۍ له شورین سیمې نه دی وتلی او هلته د سنګرونو په جوړولو او د شورین له سیمې څخه د بدخشان د راغ سیمې پر لور د یوه سړک په جوړولو بوخت دی؛ هغه اقدام چې د دغو سرچینو په باور د جګړې د چمتووالي برخه ده.

د بدخشان د حساس وضعیت له امله طالبانو تر اوسه په احتیاط عمل کړی، خو باوري سرچینې وایي، وروسته له هغې چې کندهار د جمعه فاتح د استعفا وړاندیز رد کړ او هغه هم زابل ته له ستنېدو انکار وکړ، کندهار بدخشان ته د ځانګړو ځواکونو او تجربه‌لرونکو قطعاتو لېږل پیل کړي دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو مشرتابه د دغه بدخشاني قوماندان د ځپلو پرېکړه کړې او سیمه د یوې پراخې نښتې له ګواښ سره مخ ده

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو رییس الوزرا او د قزاقستان مرستیال لومړی وزیر پر سیاسي او اقتصادي اړیکو غږېدلي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱
د طالبانو رییس الوزرا او د قزاقستان مرستیال لومړی وزیر پر سیاسي او اقتصادي اړیکو غږېدلي
100%

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویلي چې د یادې ډلې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ پلاوي سره په لیدنه کې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا په خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن شنبه، غبرګولي پر ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال له ملا محمد حسن اخوند سره د لیدنې پرمهال ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره بشردوستانه همکاریو په ځانګړي ډول له راستنېدونکو کډوالو او د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره مرستو ته ژمن دی.

دغه قزاقستاني چارواکي ویلي چې هم دا نن یې د خیمو او درملو په ګډون اته واګونه بشري مرستې افغانستان ته راانتقال کړې دي.

سیریک ژومان ګارین زیاته کړې چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له نږدې څاري او افغانستان په سیمه کې خپل یو مهم ملګری ګڼي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ملا محمد حسن اخوند ته د خپل هېواد د ولسمشر لخوا د رسمي سفر بلنه ورکړه.

بل لور ته، ملا محمد حسن اخوند هم د قزاقستان ولسمشر ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه او د طالبانو اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د قزاقستان دغه لوړپوړی اقتصادي پلاوی کابل ته د «افغان–قزاق د سوداګریز او اقتصادي فورم» د جوړولو او د قزاقستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون د پرانیستلو په موخه سفر کړی دی.

طالبانو د بامیان د اوسپنې کان دوو کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړ

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۱
طالبانو د بامیان د اوسپنې کان دوو کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړ
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون له دوو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړ. د دغه وزارت په وینا، یاد تړون د ۳۰ کلونو لپاره د ۴۳۸ میلیونه افغانیو پانګونې او ۲۰ سلنې رویالټي په بدل کې شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت نن شنه د غبرګولي پر ۳۰مه په اېکس کې لیکلي، چې د یکاولنګ د اوسپنې قرارداد یې د «نظري رحیمي» او «خان وزیري» شرکتونو له استازو سره لاسلیک کړ. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، دغه تړون د ۳۰ کلونو لپاره په دې شرط لاسلیک شوی چې قراردادي شرکتونه به د کانونو له اصولو، کړنلارو او خپلو ژمنو سره سم فعالیت کوي.

د دغه تړون له مخې، د یاد کان مساحت ۸۵ کیلومتره مربع ښودل شوی دی چې ټولیزه پانګونه پرې ۴۳۸ میلیونه ۹۶۱ زره او ۶۲۶ افغانۍ کېږي.

د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري دغه راز زیاته کړې چې د قراردادي شرکتونو به له ژمنو او هوکړو سره سم د دغه کان د اوسپنې سل سلنه پروسس د هېواد دننه ترسره کوي.

د طالبانو دغه چارواکي د ټولنیزو خدمتونو پر وړاندې کولو هم ټینګار کړی او وايي چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به لسګونو افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

طالبانو له قراردادي شرکتونو غوښتي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د استخراج چارې د دغه وزارت له معیارونو سره سمې پر مخ یوسي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۴۱ سلنه زیاته شوې

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۴۱ سلنه زیاته شوې
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړړه د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه او تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۰۰ سلنه زیاته شوې ده.

په کابل کې د طالب او قزاقستاني چارواکو له لوري د افغانستان او قزاقستان د ګډ نندارتون د پرانیستنې پرمهال د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل چې دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د درې میلیارده ډالرو هدف ترلاسه کول ممکن دي، خو د بانکي همکاریو، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او پانګونې د اسانتیاوو پراختیا ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې:«د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې شاوخوا سل سلنه زیاته شوې او د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیاته شوې ده.»

پر همدغه مهال د قزاقستان د اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین افغانستان د سیمې د نښلونې مهم مرکز وباله او په بېلابېلو برخو کې یې د پانګونې لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.

طالبان وایي په درېیو ولایتونو کې یې ۹ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۹ GMT+۱
طالبان وایي په درېیو ولایتونو کې یې ۹ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي چې په غور، بلخ او غزني ولایتونو کې یې د خلکو د راپورونو پر بنسټ ۹ هغه ښځې ژغورلي چې د کلونو راهیسې له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ښځو د کورني تاوتریخوالي له امله له خپلو حقونو محرومې پاتې شوې وې. د دغه وزارت د ادعا پر بنسټ، محتسبینو یې یادې ښځې ژغورلي او د دوی په وینا شرعي حقونه یې بېرته ور اعاده شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو ښځو مېړونه او د کورنۍ نور غړي د امر بالمعروف ریاستونو ته وربلل شوي او د قضیو له څېړنې وروسته ترې لیکلې ژمنې اخیستل شوي چې په راتلونکي کې به د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار نه اخلي او د دوی د حقونو له نقض څخه به ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغان ښځو سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.د ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له لوري د طالبانو لخوا د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز حضور لګېدلي محدودیتونه د ښځو د اساسي حقونو د نقض څرګنده بیلګه ده.

طالبان: ټاکل شوې چې رییس الوزرا او اقتصادي مرستیال قزاقستاني پلاوي سره جلا لیدنې وکړي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱
طالبان: ټاکل شوې چې رییس الوزرا او اقتصادي مرستیال قزاقستاني پلاوي سره جلا لیدنې وکړي
100%

د طالبانو تر واک لاندې ارګ خبر ورکړی چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، سیریک ژومانګارین، او ورسرت مل لوړپوړي پلاوي څخه ارګ کې د دغې ډلې د ریاست‌الوزرا د دفتر ریس، ملا عبدالواسع، له لوري هرکلی شوی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې ده د طالبانو ‌ ریس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند، او د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ، له نوموړي سره په جلا جلا لیدنو کې د دواړو لورو پر اړیکو او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، ویلي وو چې د قزاقستاني پلاوي د سفر موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول دي. د هغه په وینا، دواړه لوري هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سفر پر مهال به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه وشي او قزاقستان به د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د پانګونې فرصتونه هم و ارزوي.

د یادونې وړ ده چې قزاقستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ساتلې دي. تر دې وړاندې نورالدین عزیزي د قزاقستان د سفر پر مهال ویلي وو چې استانه له افغانستان سره د سوداګرۍ د کچې د درې میلیارده ډالرو ته د لوړولو لېوالتیا لري.